د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالب قومندان: د کابل د نیولو احتمال نه وینو

Ghani
13.07.2012

تاند(پنجشنبه/جولای۱۲) د طالبانو یوه نامتو قومندان له یوه پخواني ایرلنډي دیپلومات او کارپوه مایکل سیمپل سره په مرکه کې، چې د بریتانیا (نیوسټېټس من) مجلې چاپ کړې ده، ومنله چې د طالبانو د بریالیتوب احتمال نشته.
مایکل سیمپل پخوا په افغانستان کې د ملګروملتو استازی و او اوس په هارورډ کې د بشري حقونو د پالیسۍ په کار(Carr Centre) مرکز کې کار کوي.
دغه طالب قومندان، چې یوازې مولوي بلل شوی، مایکل سیمپل ته ویلي، د طالبانو لپاره د جګړې ګټل ناممکن دي، د دوی لپاره د کابل نیول ډېره لېري خبره ده.
ده همداراز ویلي چې په سلو کې اویا طالبان په القاعده په قار دي.«که رښتیا ووایم، د اسامه په وژل کېدو اسوده شوم. ده په خپلو کارونو افغانستان ویجاړ کړ. که ده په رښتیا په جهاد ایمان درلود، باید زموږ د هیواد پر ځای د جهاد لپاره سعودي عربستان ته تللی وای.»
ده وویل:«دا د جګړې خاصیت دی چې هر لوری د بریالیتوب خوبونه ویني، خو د افغانستان د جګړې انډول له ورایه ښکاره دی. دا به یوازې د خدای زور وي چې طالبان کابل ونیسي. د کابل نیول د طالبانو لپاره تقریباً یوه ناممکنه هیله ده.»
ده همداراز ویلي چې د طالبانو مشران په ډاګه دا خبره نه شي کولی ځکه چې پوهېږي چې دا مسله د طالب جنګیالیو روحیه کمزورې کوي.
دغه طالب قومندان همداراز ویلي چې د طالبانو هدف له افغانستانه د غاصبانو ایستل او د شرعي نظام ټینګول دي. که طالبان ټول افغانستان ونه نیولی شي، باید د یوه منظم ګوند په توګه فعالیت وکړي، خو تر څو چې ملا عمر ژوندی دی ، طالبان تیار دي چې په جګړه کې د ده ملاتړ وکړي.
ده همداراز اټکل کړی چې طالبان په جزيي او وړو مسلو کې لکه له ښځو سره د چلند، د نارینه وو د ږیرې پرېښوولو، لمونځ او نړیوالو اړیکو په برخو کې خپل دریځ بلکل نرمولی دي.


Muslim Khan
13.07.2012

دا لس کاله کېږي چې نیواکګر دافغان غیرتي ولس له سپېڅلي جهاد او ټینګ مقاومت سره مخ دي، دوی چې کله راتلل ډېر تاوده اوخواږه خوبونه یې لیدل، پر افغان ولس یې خپل سیوری غوړول دسترګو درپ خبره ګڼله، ځکه هر څه یې په لاس او واک کې وو، ښه پریمانه ډالر، ښې پر مختللې کمپیوټري وسلې، په هره برخه کې ځانګړي روزل شوي کدرونه، په خاص ډول په نظامي او سیاسي برخو کې.

خو کله چې دلته راغلل، هر څه یې سر چپه ولیدل، نه یې ډالرو دپام وړ کار ور کړ، نه یې پر مختللې کمپوټري وسلې وچلېدې، اونه یې نظامي او سیاسي متخصصینو کومه دپام وړ لاسته راوړنه ولرله،

بلکې لا یې مخ تور، او ټولې نړۍ ته په شرمونو وشرمېدل.

مګر دوی له دې سره بیا هم په کراره نه کښينې، اوس هم خوب ویني، په واقعي او حقیقي ځواک خو یې څه ونه شو کولی، اوس یې یو رنګه منظمه درواغزنه تبلیغاتي جګړه پیل کړېده، وخت پر وخت ډول ډول تورونه لګوي، بې اساسه خبرونه خپروي.

دا دوه ورځې کېږي چې دګڼو ویب پاڼو په سرلیکونوکې را ځي چې داسلامي امارت یو مشر چارواکي له یوې انګریزي ورځ پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان کابل نشي نیولی، خو دومره هوښیاري یې کړې چې ددغه مشر نوم نه اخلي، دا خبره اوس څوک سپینوي چې دا کس څوک دی؟ په امارت کې څه دنده لري؟ له څومره حیثیت او ظرفیت نه برخمن دی؟ تر کومه ځایه یې خبره پر ځای او څومره ځای نیسي؟ دا هم کېدای شي دجعلي منصور په څېر کوم بل منصور وي، دوی اوس دامارت د یو عادي فرد څرګندونو ته هم دومره اهمیت ورکوي چې څوک یې دیو هېواد د ولسمشر څرګندونو ته نه ورکوي، دا ځکه چې دښمن له سخت رواني کړاو سره لاس او ګرېوان دي.

که فرض کړو چې دا خبره په رښتیا هم کوم مشر کړې ده، نو آیا دومره مهمه ده چې دخبرونو سر لیک جوړ کړي، دا رنګه څرګندونې که کوم کس کړې وي هم پرته له دې چې خپله همدغه کس ته تاوان ورسوي فکر نه کوم چې دجهاد په توپاني څپو دې کومه اغېزه وکړي، اسلامي امارت د ډېرو مخلصو، ريښتینو او پاکو سرښندونکو دوینو په برکت را پورته شوی، او تر ننه پورې دهمدغه باتورو او مخلصو سرښندونکو دقربانیو له برکته پر مخ روان دی، هر چا چې نا ځواني ورسره کړې، نه یوازې چې ګټه یې نه ده کړې، بلکې په ډېر لنډ وخت کې یې دخپلې نا ځوانۍ ترخه مېوه څکلې، او اوس هم دندامت لاسونه مروړي.

په دې اوس ټوله نړۍ پوهېږي چې داسلامي امارت تصامیم دهغه دمشرتابه لخوا په پوره درک او پاخه تدبیر سره نیول کېږي، دیو دوه کسانو خبره نه ده، که داسې وای اوس به امارت دنورو په څېر تیت پرک و، مګر الله جل جلاله په خپل لوی فضل سره داسلامي امارت دمشرانو داخلاص او دکشرانو دسرښندنې له برکته تر ننه پورې اسلامي امارت داسې ټينګ او غښتلی وساتلو چې هېڅ خیال یې تصور نشي کولی.

ددغه لسو کلونو په جریان کې اسلامي امارت له دومره لویو لویو ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي تېر شوی، ځکه ټولو له یوې مخې اشر ورته کړی، لیرې او نېږدې ټولو کمینونه ورته نیولي، یوازې په نظامي ډګر کې نه، بلکې په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، مطبوعاتي، فرهنګي او خصوصا فکري ډګرونو کې هم له هرې خوا یرغلونه پرې کېږي، خو بیا هم ورځ تر بلې لا پسې غښتلی کېږي، دا په حقیقت کې دلوی الله تعالی لوی نصرت او بې سارې مرسته ده.

داسې ښکاري چې دښمن اوس نو دخپلې وار خطایۍ هغه تر ټولو لوړ پوړ ته رسېدلی، ځکه په دا رنګه وړو وړو خبرو دخپل ولس دملاتړ دتر لاسه کولو هڅې کوي، دخپلو مورال بایللو سرتېرو مورال پرې لوړوي، او یا دمجاهدینو روحیات پرې کمزوري کوي، دوی ځکه په اوس وخت کې دا رنګه بې اساسه تبلیغات کوي چې همدا اوس ددوی په وړاندې دجهاد سنګرونه سخت ګرم دي.

دوی باید پوه شي چې له افغان غیرتي او مېړني ولس سره ډغرې وهل څه آسانه خبره نه ده، دې لوري ته چې هر چا په بد نظر کتلي، سترګې یې وتلې، دافغان دتورې شرنګ په زرهاوو نیواکګر سرتيري لیونیان کړل، اوس داسې برېښي چې دغه لیونتوب یې مشرانو ته هم سرایت کړی، دلته چې هر ښکرور راغلی ښکر څه چې داړې یې هم ماتې شوې دي، دلته که پرون روس په ګونډو شو، او هاغه بله ورځ دانګریزانو داړې ووتې، نو څه لیرې نه ده چې نن امریکایان هم د ورته برخلیک خاوندان شي، زبون وهلی دښمن باید پوه شي چې په دا رنګه بې اساسه او کمزورو تکتیکونو څه نه کېږي، ښه خبره دا ده چې حقیقت ته غاړه کېښودل شي، د دوی لخوا دمظلوم ولس تروړل شوی حق بېرته ور ته وسپارل شي.

محمد خالد

----------------------------------
دمایکل سمپل د(مولوي) دڅرګندونو په اړه داسلامي امارت دویاند څرګندونې :

تیره ورځ یوشمیر غربي اوعربي رسنیو اسلامي امارت ته منسوب دیوه مجهول الهویة مولوي په نوم جنون امیزه څرګندونې نشرکړې، هغه داچې ياد (مولوي)وايي چې دي دخدای په نصرت او مرسته العياذوبالله باور نلري او يقينې دی چې مجاهدين دښمن ته ماتې نشي ورکولای . ترهرڅه وړاندې اسلامي امارت دغه څرګندونې په بشپړه توګه ردوي اوهغه دد روغجن اوماتې خوړلي دښمن دتبلیغاتې جګړې یوه شرموونکې هڅه بولي، موږ خپل دښمن ته دالس کاله دا وروښودل چې مجاهدين هغه څه کولای شي چې هيچا يي هم په اړه تصور نشوای کولای ، زموږ جګړه تش جنګ نه بلکې ديو عالی هدف لپاره مقدس جهاد ده چې په خپل څوارلس سوه کلن تاريخ کې يې کله هم ماتې نده خوړلې

،موږ که پخپل عالی هدف باندې مستقيم او کلک پاتې شو نو زر ده چې د بريو آخري تم ځای ته ورسيږو ، دښمن دې خپلو مورال بايللو عسکرو ته په داسې تشو او له واقعيته لري تخيولي مرکو حوصله نه ورکوي ، موږ دعمل په ميدان کې لس کاله امتحان ورکړ او ان شاءالله هرهغه پړاوته رسيدلی شو چې الله تعالی راته نصيب کړي وي ، زموږ مجاهدين په خپله بريا داسي باوري دې لکه دښمن مو چې اوس پخپله ماتې متيقن شوي ده .

اسلامي امارت په خپلو لیکوکې دمولوي په نوم نه کوم مسؤل لري او نه عادي شخص ، اوچاته چې دافغاني اصطلاحاتو په اړه معلومات وي نو هغه یواځې (مولوی) بلکل نوم نشي بللی ؛بلکې مولوي یوشائع صفت دی چې دهغه دموصوف له مشخص کولو پرته يي دافغانستان په هریو ملا اطلاق کیدلای شي .

دامریکاپه مشرۍ نړیوال ایتلاف چې په افغانستان کې له بشپړې ماتې اورسوايي سره مخ دی اوس غواړي په داشانې خندنیو تمثلیو سره خپله رسوايي پټه کړي ، هغوئ کله یوسبزي فروش دکاندار داسلامي امارت لوړرتبه مسؤل معرفي کوي او له هغه سره دافغانستان دلانجې دحل په اړه موضوعات مطرح کوي ، اوکله بیا بل مجهول الهویته (مولوي) داسلامي امارت مهم مسؤل معرفي کوي اودهغه له خولې داشانې چټیات نشروي .

شکست خورده اومورال بایللی دښمن به حتما دخپل ذهني توازن بایللو له امله داشانې اپلتې وايي ،خو نړیوالو رسنیوته په کارده چې دخپل صحافتي حیثیت دخوندیتوب په غرض دذهني ناروغانو عبثیاتو ته په خپلو رسنیوکې دنشرولو موقع ورنکړي .

داسلامي مارت فرهنګي څانګه دخپل نشراتي رسالت له مخې یوځلې بیا په ټولورسنیو غږکوي چې په نشراتې برخه کې داسلامي امارت مربوط موضوعات یواځې داسلامي امارت دمعلومو ویاندویانو دتصدیق په صورت کې دنشراتي اعتبار وړبلل کیږي، دهغوئ له تصدیق پرته دهرچا هرډول څرګندونې دهغوئ شخصي څرګندونې او په اسلامي امرت پوري هیڅ ډول تعلق نه لري.

والسلام

ذبیح الله مجاهد

دافغانستان داسلامي امارت ویندوی

۲۳/۹/۱۴۳۳هــ ۱۳/۸/۲۰۱۲م

۲۳/۴/۱۳۹۱هـ ش


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more