د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

افغان مسنجر هم جوړ شو، (الحمدُلله)

Ghani
13.07.2012

خبری آژانسونه وایي چې يو افغان ځوان حافظ نصرت الله د "افغان مسنجر" په نوم يې د افغانانو لپاره داسې سافت ويير جوړ کړى،چې له ياهو او نورو مسنجرونو څخه ډېر پرمخ تللى دى.

26 کلن نصرت الله په ځانګړې مرکه کې د خپلې دې بريا د اعلانولو پر مهال وويل چې د افغان مسنجر جوړولو ته يې ځکه اقدام وکړ، ترڅو افغانان وکولى شي په ټوله نړۍ کې له خپل مسنجر څخه ګټه واخلي.

دى وايي ، چې افغان مسنجر به د (ياهو) او نورو مسنجرونو په پرتله ډېرې اسانتياوې لري.

نصرت الله وايي چې افغان مسنجر د پر ليکه زده کړو لپاره د " آنلاين تيچر " په نوم ځانګړى سيستم لري او هغه افغانان چې نه شي کولى پوهنتونونو او يا د زده کړو نورو مرکزونو ته لاړ شي ، د افغان مسنجر له دې پروګرام څخه په ګټه اخيستو به په ښه ډول زده کړو ته لاسرسى پيدا کړي


Re: افغان مسنجر هم جوړ شو، (الحمدُلله)

pattang
13.09.2012

وروڼو ځينې افغانان په خپل دين دومره کلک ندي ولاړ لکه په افسانوچې عقيده لري!
ځينې وخت مې داسې افسانې ډېر ځوروي !

ګوګل يو تجارتي هدف لري او يو کونسرن (konzern)دی چې د الګوريتم
(algorithmus) په زريعه باندې خپل کارکوي او مسنجر بيا بل شی دی او سافت وېر
(software) هم نشي جوړوی ،امکان لري چې ديوو پرګرام په زريعه چې د بنيا دي ژبو
لکه :
ABAP, BASIC, C, C++, C#, COBOL, Java, LISP und PHP,
Basic, pascal, Fortran, ,pearl,Algol, Simula ,python, COSMiQ
.... او لانورې ډېرو ! محصول به وي ،نو کوم پروګرام او يا سيستم به يې ليکلی
وي خو نه لکه ګوګل او ياورته يې!

[quote:0ff5602b83="Ghani"]خبری آژانسونه وایي چې يو افغان ځوان حافظ نصرت الله د "افغان مسنجر" په نوم يې د افغانانو لپاره داسې سافت ويير جوړ کړى،چې له ياهو او نورو مسنجرونو څخه ډېر پرمخ تللى دى.

26 کلن نصرت الله په ځانګړې مرکه کې د خپلې دې بريا د اعلانولو پر مهال وويل چې د افغان مسنجر جوړولو ته يې ځکه اقدام وکړ، ترڅو افغانان وکولى شي په ټوله نړۍ کې له خپل مسنجر څخه ګټه واخلي.

دى وايي ، چې افغان مسنجر به د (ياهو) او نورو مسنجرونو په پرتله ډېرې اسانتياوې لري.

نصرت الله وايي چې افغان مسنجر د پر ليکه زده کړو لپاره د " آنلاين تيچر " په نوم ځانګړى سيستم لري او هغه افغانان چې نه شي کولى پوهنتونونو او يا د زده کړو نورو مرکزونو ته لاړ شي ، د افغان مسنجر له دې پروګرام څخه په ګټه اخيستو به په ښه ډول زده کړو ته لاسرسى پيدا کړي[/quote:0ff5602b83]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more