د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

که دپښتو ژبې لپاره لاتینې یا انګلیسې حروف وکارو، پښتو به پرختتګ وکړي؟

طالب ISI
27.01.2012

په پیغبرانو باندې کتابونه یواځې په عربې ژبه نه دي نازل شوي، بلکې په نورو ژبو او الفبا هم لیکل شوي آسماني کتابونه د مخلوق د هدایت لپاره راغلي.

په تیره پیړی کې ساینس په غرب کې ډیره وده وکړه. خو عربې نړی وروسته پاتې وه او ده. په عربې ژبه د چاپ چاري او ټایپ ماشین هم هم ډیر وروسته منځ ته راغلل. په اوس وقت کې هم د ټولو عربې هیوادونو د چاپ شویو کتابو مجموعه په کال کې د یوه وړوکې اورپایې هیواد څخه لږ ده.

دا چې عرب په داسې حال کې دي افغانستان او پاکستان ژبې خو نوير هم خوارې دي. او پښتو ژبه تر ټولو خواره ده.

اتاترک ددي لپاره چې د غرب د پرمختګ له کاروان سره ځان یوځای کړي، د ترکي الفبا توري یې په لاتین واړول. اوس چې هر د کامپیوټر سافټ ویر، یا د کوم برقي وسیلې منول یا کتاب چاپیږي نو ترکې خامخا پکې لیکلي وي.

تر کان نن ورځ تر عربو په هر څه کې مخکې هم دي. د ښه اقتصاد، پوهې، وحدت له کبله نظر عربو ته لږ ګناهونه کوي، لږ یو د بل پښې وهي، او په اقتصادي او ټولنیز لحاظ مخکې هم دي.

نن عرب غواړي ددوی (ترکانو) مثالي حکومت کاپې عربو کې هم منځ ته راوړي.

نو پنا پر دي که چیري د پښتو ژبې الفبا توري په لاینني حروفو، یا انګلیسي حروفو ولیکل شي، او ځانګړو پښتو حروفو لپاره یو څو ځانګړي علامې ورسره یوځای شي، نو ډیر امکان لري چې زمونږ پښتو ژبه نظر، فارسي، اردو... ته ډیر پرخمتګ وکړي. ځکه د عربې ژبې حروف د عربې ژبې لپاره ډیر ښه کار ورکوي خو پښتو کې سم کار نه ورکوي.

پدې هلکه لاندې لیکنه هم ولولی او په سړه سینه خپل نظر وړاندي کړی.

هیله ده په راتلونکې پښتو نړیوال کانفرانس کې پدې هلکه بحث هم وشي.

مثال:

za kor ta zam زه کور ته ځم، د ځ او ز لپاره باید دوه ډوله z وکارول شي، چې دا بیا د پښتو ژبې د پوهانو کار دی. پدې توګه به د یا ګانو له جنجال څخه هم خلاص شو.

http://www.news.taand.com/index.php?mod=article&cat=%D9%84%DB%8C%DA%A9%D8%AF%D9%88%D8%AF&article=31257


larghonay laraway
31.01.2012

سلام!
شهير صيب دا نظر ارواښاد کبير ستوري څو کاله وړاندې ورکړی ؤ او زما په نظر هم ګټور دی. حتی که د(ذ،ز،ځ،ظ) ټولو لپاره يوازې (Z) وکارول شي نو ژبه به اسانه او روانه شي. همدا راز د نورو سره نږدې غږ لرونکو تورو لپاره هم.
مننه
لرغونی لاروی


عادل عادل
31.01.2012

السلام علیکم

محترم شهیر صاحب

که خبره د منولونو وي نو تر ترکانو ډېر عربان دي چې د نړی تولیدي توکي رانیسي،، نو عربي ژبه هم د ټولو هغو مانولونو سره مل ده چې عربي یا مسلمانو هېوادونو ته صادریژي،،، تاسو که په اروپا کې د ورته منولونو شاهد وی چې ترکي ژبه پکې ده،،، ددې سبب دادی چې ترکیه د اروپا برخه ده،،، ګډه پوله او نیم هېواد یې په اروپا کې راځي،،،

تاسو تنها طبابت ته فکر وکړی چې علمي او تخصصي اصطلاحات یې تر ترکي څه چې تر انګریزي هم مخکې او مکمل دي،،، نو دا چې زمونږ مجاورت له اروپا سره نشته،،، نو هسې به دا خپله هم هېره کړو،، او د دوی به هم خپل نشو،،، که ترکانو د پرمختګ عامل د ژبې انګریزي الفبا وي،،، نو چین بیا څنګه پرمختګ وکړ،،،

ستاسو د مثالونو څخه علاوه،،، مالې ژبه چې د مالیزیا هېواد ژبه ده،،، هم الفبا یې انګریزي دي،،،

ترکان بافرهنګه او قوي خلک دي،،، خو متاسفانه چې اتاترک نه وای محکوم کړي،،، دا دی نن سبا ترکي وولس د لسیزو په تېرېدو سره وروسته له هغه چې د لیبرالیزم په خوسا ډنډ کې اشباع شول،،، تازه فهمولې او احساس کړې ده چې اسلام د ژوند یوازنی ابرومندانه او سرخرویه لار ده،،،

خو افسوس په هغو مسلمانانو چې لا هم په لېبرالیزم کې خپله فردي او ټولنیزه نیکمرغي لټوي،،،


رښتینی
31.01.2012

الله دي په امان الله خان رحم وکړي شهیر صاحب دا له هغه سره
خاوري شوي ارمانونه یې ګومان نه کوم راژوندي شې تاسو


طالب ISI
04.02.2012

د وروڼو له نظریاتو مننه.

عادل صاحب که ستا دلایل ومنم، چې ترکیه د اروپا سره نیږدې ده، نو ستا خپل نظر څه دی، چې که لایتینې حروف وکارو ګټه به ونه کړي؟

کوم ورور کولای شي ووایې چې څنګه کولای شم، دغه لاتین حروفو واله کیبورد پیدا کړم، زما د لپ ټاپ په ویندوز اوه کې نه و.


khoshalkhan
04.02.2012

ولاکه به يا لا لا ګان چندان خلک وي او يا به يې وړانديز !
په پردي پر تاګه کې سړی بد، کچه اوبې اصله مالوميږي !

[quote:923d0516dd="larghonay laraway"]سلام!
شهير صيب دا نظر ارواښاد کبير ستوري څو کاله وړاندې ورکړی ؤ او زما په نظر هم ګټور دی. حتی که د(ذ،ز،ځ،ظ) ټولو لپاره يوازې (Z) وکارول شي نو ژبه به اسانه او روانه شي. همدا راز د نورو سره نږدې غږ لرونکو تورو لپاره هم.
مننه
لرغونی لاروی[/quote:923d0516dd]


طالب ISI
06.02.2012

عربې کالي هم زمونږ خپلې جامې نه دي.


khoshalkhan
06.02.2012

بيانولوڅه کونه ګرزه ! ازادي خو درته شته !
[quote:146711b501="shaheer"]عربې کالي هم زمونږ خپلې جامې نه دي.[/quote:146711b501]


Naeem sadat
07.02.2012

ګراڼو ورڼو السلام علیکم

شهیر جانه په افریقا کی څو هیوادونه شته چی ژبه یی انګلیسی ده نه تنها چی ژبه یی انګلیسی ده بلکی عیسویان هم دی
خو دا څو دانی هیوادنه د نړی ډیر غریب ممالک دی حتی له افغانستانه هم غریب دی

ړ


larghonay laraway
07.02.2012

پتنګ لالا وۍ نه رښتيا نوی خوشحالخانه!
د ISI لنګ کې خو يو پښتون ډېر ډولي ښکاري کنه؟


..Ahmadzai
07.02.2012

شهرجانه.
عربي د قرآن زبه ده، عربي زمونز د دين زبه ده، او مونږ ته پكار ده چي عربي زده كړو ترڅو د الله تعالى په كلام ښه پوهه سو، او دا چي مونږ ليكل په عربي كوو دا هم يو څه أسانتيا رامنځته كوي أو كټور تماميږ ، هسي نه چې لاتيني حروف موله قرآن او د قرآن له څښتن نه ليري كړي.


larghonay laraway
08.02.2012

السلام عليکم!
دين او عربي زده کړه بېل بحث دی چې دين زده کول پر مسلمانانو فرض دي او دين د عربي له لارې زده کېږي. ولې يوازې په عربي ژبې زده کولو څوک نه مسلمانېږي. که داسې وای نو عربو به کافر او شيعه نه لرل!
په دين کې دا نشته چې تاسو خپلې ژبې عربي کړئ!


khoshalkhan
08.02.2012

اولېونيه !
دا ادعاخو هيڅوک هم نکوي !

[quote:39690ed78d="larghonay laraway"]السلام عليکم!
دين او عربي زده کړه بېل بحث دی چې دين زده کول پر مسلمانانو فرض دي او دين د عربي له لارې زده کېږي. ولې يوازې په عربي ژبې زده کولو څوک نه مسلمانېږي. که داسې وای نو عربو به کافر او شيعه نه لرل!
په دين کې دا نشته چې تاسو خپلې ژبې عربي کړئ![/quote:39690ed78d]


م . ق
09.02.2012

د تورو په بدلولو ترقي نه کيږي، بايد په پښتو کې د سائنس او ټکنالوژۍ لپاره کار وشي٠
انګلش او لاطين تورو ځکه ترقي کړې چې ساينس ، ټکنالوژۍ،او پوهې لپاره پکې ډېر کار شوې دی٠


پتوال
05.07.2012

مونږ باید خپل توري تکمیل کړو، د
i , e , o , u , a, ee , oo , او ou ټولو معادل حرکي توري ولرو او (ئه) له پاره هم یوه بله نخښه راوباسو .

په ځان باید ملنډې بس کړو او د پردیو پېښې او د تقلید لار پریږدو او پر ځای یې په خپلو اصیلو افغاني اسلامي لارو پرمخ یون
ته ادامه ورکړو !
تر کیان اوس کلمه شریفه هم سمه نشی تلفظ کولی : الله ته ایلیه او محمد ته ( د م په کسره سره ) مهمد وایي !

په اندلس کې به عربي کتابونه په عربی لیکل کېدل او مدرسې به هم عربي وې مسلمانانو برې ویاړ درلود او اروپایان ورته ګوته په غاښ پاتې وو .
نو که مونږ په ځانونو کې کمال پیدا کړو زمونږ ژبه او زمونږ توري به هم په نړۍ کې ارزښت پیدا کړي، او که نه بې پرمختګه
تور مخي پاتې شو په لاتیني تورو به مو هم مخ سپین نشو!

ږمونږ په ملی اسلامي آزاد هیواد کې باید دوه خارجي ژبې یوه انګلیسي او بله عربي زده کول حتمي شي!
والسلام


larghonay laraway
08.07.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب لومړی خو دا ووايئ چې څلور مياشتې پخوانۍ ليکنې ته مو اوس څنګه ځواب ورکړ؟
ځکه دا خو ډېر پخوا مطرح شوې وه ! که هر وخت همداسې په ځنډ معلومات راکوئ نو هغه د کابل د اور وژنې يا (fire-brigade) کيسه به ترې جوړه شي (ټوکه ده)
اوس ستاسو خبرې ته راځم.
زمونږ ډېر ژبپوهان د ارواښاد رښتين په (ژپښودنه) نيوکه کوي چې د عربي په چوکاټ کې ليکل شوې او دا هم ورسره مله کوي چې (عربي او پښتو په ريښوي لحاظ سره هيڅ نږدې والی نه لري) دا خبرې يې پر ځای دي چې عربي او پښتو سره نږدې والی نه لري خو يو نر مې هم ونه ليد چې پښتو له عربي راجلا کړي او د انګريزي په چوکاټ کې ګرامر ورته جوړ کړي.
که څه هم زيار صيب په (پښويه) کې لږ ډېره هڅه کړې خو بيا هم په همغه عربي چوکاټ کې ده.

زما په نظر اوس پښتو د عربي په چوکاټ کې راغلې او ځای شوې ده. باور وکړئ ګرامر يې هم تر ډېره له عربي سره هغه د صميم صيب خبره (اړخ لګوي) نو ولې دا هڅه نه کوو چې د عربي غوندې روانه او باقاعده يې کړو؟
زيار صيب اوس يوه بله قاعده راايستلې چې که تر کانسوننټ وروسته (او) راشي نو (او) بايد په (و) بدل شي او که تر (واول) وروسته راشي نو په خپل حال دې پاتې شي. لکه د (مور او پلار) پر ځای بايد (موروپلار) وليکل شي. دا خبره په ټولنه کې هم شته او اکثره خلک (موروپلار، خورومور، نياونيکه او ...) وايي خو دا چې ډاکټر صيب زيار ورته کومه قاعده را ايستلې دا په عربي ژبه کې ډېر دقيقه مطرح شوې ده. که څه هم هغوی د عطف (و) هر وخت (و) استعمالوي او هيڅکله هم (او) نه کاروي خو د زيار صيب د خبرې پخلی په بل ډول کوي: په عربۍ کې قاعده ده چې (دوه عرف علت يا واولز) سر په سر نه شي راتلای. نو مدغموي يې. دلته په اسانۍ سره مونږ د زيار صيب خبره عملي کولی شو او تياره پخوانۍ قاعده به هم ورته ولرو چې دوه واوله نه يو ځای کوو. ځکه چې که د زيار صيب خبره پر ځای وبولو او تر کانسوننټ وروسته (او) په (و) بدل کړو نو په (پيشو او ميږک) کې به څنګه کوو؟
که (پيشو و ميږک ) ليکو نو هيڅوک يې هم نه مني او سم ويل کېږي هم نه!
مننه
ستاسو لاروی


حمید هڅــاند
10.07.2012

پتوال صیب او لاروی صیب، سلامونه
لاروی صیب، اول خو دا ووایه چې په پشتو کې واول حروفو کې (و)، زما له فکره، باید موجود وي. که (واو) واول وي نو بیا خو خبره حل کېږي.


larghonay laraway
11.07.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب (و) واول دی!


حمید هڅــاند
11.07.2012

[quote:2edf58b804]که تر کانسوننټ وروسته (او) راشي نو (او) بايد په (و) بدل شي او که تر (واول) وروسته راشي نو په خپل حال دې پاتې شي. لکه د (مور او پلار) پر ځای بايد (موروپلار) وليکل شي.[/quote:2edf58b804]
نو لاروی صیب، په پیشو او میږک کې خو (او) تر واول وروسته راځي، ځکه خو باید پخپل حال ولیکل شي، که ځنګه؟


larghonay laraway
11.07.2012

هڅاند صيب ريښتيا يې ويلي چې بيړه ښه نه ده. ما بيړه کړې وه او غلط شوی وم
مننه چې زما تېروتنه مو سمه کړه


پتوال
12.07.2012

[quote:8f89053007="larghonay laraway"]هڅاند صيب ريښتيا يې ويلي چې بيړه ښه نه ده. ما بيړه کړې وه او غلط شوی وم
مننه چې زما تېروتنه مو سمه کړه[/quote:8f89053007]

نه لاروی صیب اند وئنه (سوچ) دې غلطه نه ده صرف مثال مو سم نه دی موندلی :
که د پیشو پر ځای [color=darkblue:8f89053007]کنډو [/color:8f89053007] ولیکې نیوکه به مو په ځای ولګي، ځکه کنډٌو و موږک نه ویل کیږي ، خو [color=red:8f89053007]کنډو او موږک [/color:8f89053007] سم بریښي،
سره ددې چې دواړه نومونه (کنسونانت) هم دي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more