د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

طالبان په هیواد کی له نورو سیاسی قوتونو سره د جوجاړی لټه وکړی

مومند
11.07.2012

ګرانو قدرمن هیوادوالو او ټولو پښتنو ته د زړه له کومی سلامونه او نیکی هیلی

ستاسو د ټولو د روغتیا او نیکمرغی په هیله
دغه خبر می په طلوع خبری ځانګی کی ولوستل او د ډیرو تعجب می وکړ.

(د طلوع خبری څانګه خپور کړی خبر په اساس د طالبانو یو ډیر لوړپوړی قومندان چی نوم یي نه دی اخیستل شوی منلی ده چی په افغانستان کی دوی جګړه نشی ګټلی او د کابل نیول له انتظاره لیری خبر ده. دئ زیاته کړی دی چی په سلو کی اویا( ۷۰) فیصده طالبان په القاعده باندی په غصه دی او القاعده یو مصیبت ګڼی. د طالبانو دغه قومندان ویلی دی چی دئ د اسامه پر وژل کیدو خوشحاله شوه ځکه چی د همده د پالیسیو له کبله افغانستان وران شو. نومووړی ویلی دی که اسامه بن لادن ریښتیا پر جهاد باور درلود باید د دی پر ځای چی زمونږ هیواد یي وران کړی وای خپل هیواد ته به تللی او هلته به یي جهاد کړی وای. د دغه قومندان نوم ندی یاد کړی او یوازی یي مولوی بللی دی. دغه طالب قومندان ویلی چی د طالبانو له خوا د کابل نیول له انتظاره لیری خبره ده او طالبانو هغه مشرانو چی د کابل د نیولو فکر کوی په لویه تیروتنه کی دی. دی وایی چی د طالبانو مشران په دی پوهیږی خو په عین حال کی پر پر دی مسلی اعتراف نکوی ځکه نغواړی چی د طالبانو روحیه ضعیف شی . نوموړې ویلي، وسله وال طالبان باید بیا د هسې اسلامي امارت د جوړولو خوب چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م کال پورې یې په کابل کې جوړ کړی و؛ یوې خواته کړي، د دې طالب چارواکي په وینا هر لوری چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي په حقیقت کې به یې جګړه د قدرت لپاره وي او که چیرته ملي قدرت نه شي ترلاسه کولی نو بیا ورته ښه دا ده؛ چې دننه په هیواد کې د یو منظم سیاسي ګوند د جوړولو په فکر کې شي).

په درناوی

مومند


سلامونه

tandar
11.07.2012

مومند صيب سلامونه
اصلي او افغاني طالبان داشغالګر سره جنګيږي هغوي نه ښونځي سوزوي نه بمونه دعام خلکو لپاره ږدي نه سرکونه او پلونه ورانوي هغوي دوطن ازادي او ابادي غواړي
دا کوم غير انساني جنايات چه روان دي دا دخميني او دپنجابي په پيسو اخيستل شوي اجيران او د isi دطالب په څهره بدل خلک دي چه فقط او فقط دافغان قتل او دخاوري بربادي غواړي
نور ملت پوه شوي ملي يوالي او ملي غورځنګ ته انشاالله دهر دشمن په مقابل کي سنګر نيسي
دشمن کوښښ کوي چه تفرقه واچوي ،ته پښتون ئې ،هغه هزاره دي ددي ټولو قومونو په مينځ کي دپيسو په زور اجيران پيدا کړي چه قوم جنګي مينځ ته راوړي
خو دلته يو افغان دي هر لاسپوڅي او دهغوي بادار نن پيژندل شوي او ملت نور نه غوليږي
دcia او isi لاسونه دافغان په وينو سره دي


Re: طالبان په هیواد کی له نورو سیاسی قوتونو سره د جوجاړی لټه وکړی

pattang
12.07.2012

ګران مومند صيب فکردې مه خرابه وه داټوله پروپاګنده ده او دcia روحي او
دپروپاګندې جنګ دی زه ددوی لکۍ پېژنم !
کوم لوچک دالر خوربه يې پيدا کړی وي يانه!
دا جنګ دلسو کالو ، شلو کالو ندی دا به سل دوه سوه کاله دوام کوي تر څو چې
صليبيا ن ( مقصد مې ددوی عسکري او دولتي سياست دي ) ورک شي او لاسپوڅي
ملګري يې په سزا ورسيږي !
اسلامپاله بړيڅي به له هرې خوا څخه داسلام ددفاع لپاره راځي او راروان د دې
اودملحدينو په ضد (زد?) به جنګيږي !
زه قسم درته خورم کله چې زه وړوکی وم ،ان هغه وخت به ملايانو وېلې چې افغانستانه
به يوه ورځ نه يوه ورځ د کفر او اسلام دې جنګ ميدان وي دادی اوس مې په خپلو
سترګو وليد !
فعلي 130000 صليبيان او څه باندې درې لکه (300000 ) دلاسپوڅي رژيم
اربکيان ناملي اردو او پوليس دي چې په موډرنوهوايې او مځکني وسلو /اصلحو
سره سمبال دي اودنږدې 10000 طالب بړېڅ يو په مقابل کې جنګيږي!
هره ورڅ طالب بړيڅي له صليبيانواو لاسپوڅييو څخه له يوه نه تر ډېرو پورې دخپلې
پارتيزني جنګ په تکتيک سره وژني !
دطالب جنګي تکتيک او ستراتېږي دستايلو وړده ،هغوی ډېر رنګړي لکه دغنمودانې
په وړو ګروپونوباندې تقسيم شوې دې، په غرو رغو او باغچو کې ويده کيږي اوخپل
جنګ کوي!
دطلوع تلويزيون انتي ملي ، انتې پښتني tv دی چې دنور و له خوا څخه دپښتني کلچر
دوژنې لپاره کار کوي !
داټوله پروپاګنده او دلاسپوڅي دولت ددالر خوروخبرې دي چې چې پرتوګ يې ډک
کړی او خپل ځان ته پر دې خبرو تسلې ورکوي !

تندر صيب!
د رشتيني صيب د اسلامي اصولو، داکرم صيب د پښتني اصولو،دنورو وروڼو دګيلو
او دخپلې پوهې په اساس خپله جګړه ستاسره پای ته رسوم خو ستا غلطي په راتلونکې
کې په خوږو خبرو درته ليکم !
اوس مې له تا څخه يو سوال دی ? کولی شې چې دافغانستان ملي سرود ماته وليکې

چې په هغه کې څه ويل کېږي ??
مننه

[quote:33453165bc="مومند"]ګرانو قدرمن هیوادوالو او ټولو پښتنو ته د زړه له کومی سلامونه
او نیکی هیلی

ستاسو د ټولو د روغتیا او نیکمرغی په هیله

دغه خبر می په طلوع خبری ځانګی کی ولوستل او د ډیرو تعجب می وکړ.

(د طلوع خبری څانګه خپور کړی خبر په اساس د طالبانو یو ډیر لوړپوړی قومندان چی
نوم یي نه دی اخیستل شوی منلی ده چی په افغانستان کی دوی جګړه نشی ګټلی او د
کابل نیول له انتظاره لیری خبر ده. دئ زیاته کړی دی چی په سلو کی اویا( ۷۰) فیصده
طالبان په القاعده باندی په غصه دی او القاعده یو مصیبت ګڼی. د طالبانو دغه
قومندان ویلی دی چی دئ د اسامه پر وژل کیدو خوشحاله شوه ځکه چی د همده د
پالیسیو له کبله افغانستان وران شو. نومووړی ویلی دی که اسامه بن لادن ریښتیا پر
جهاد باور درلود باید د دی پر ځای چی زمونږ هیواد یي وران کړی وای خپل هیواد ته به
تللی او هلته به یي جهاد کړی وای. د دغه قومندان نوم ندی یاد کړی او یوازی یي
مولوی بللی دی. دغه طالب قومندان ویلی چی د طالبانو له خوا د کابل نیول له انتظاره
لیری خبره ده او طالبانو هغه مشرانو چی د کابل د نیولو فکر کوی په لویه تیروتنه کی
دی. دی وایی چی د طالبانو مشران په دی پوهیږی خو په عین حال کی پر پر دی مسلی
اعتراف نکوی ځکه نغواړی چی د طالبانو روحیه ضعیف شی . نوموړې ویلي، وسله
وال طالبان باید بیا د هسې اسلامي امارت د جوړولو خوب چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ م
کال پورې یې په کابل کې جوړ کړی و؛ یوې خواته کړي، د دې طالب چارواکي په وینا هر
لوری چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي په حقیقت کې به یې جګړه د قدرت لپاره وي او
که چیرته ملي قدرت نه شي ترلاسه کولی نو بیا ورته ښه دا ده؛ چې دننه په هیواد کې د
یو منظم سیاسي ګوند د جوړولو په فکر کې شي).

په درناوی

مومند[/quote:33453165bc]


سلامونه

tandar
12.07.2012

پتنګ صيب سلامونه او احترامونه او عذتونه
ماته دي دخپل سوال په هکله هغه دلغمان دشاړي مجاهد چه دکابل او جلال اباد لاره ئې نيولي وه او خلک ئې له سرويسه ښکر ته کړي وه او په يوه مولوي صيب ئې کلمه تيروله راياده کړه هههها
مولوي صيب په قهر ورته وويل چه زه يو مولوي يم ته اول کلمه تيره کړه
شاړي ورته په ماته پښتو ژبه وويل چه زه که که که په په کلمه نه نه نه پو هيږم ،خوخوخو که په زړه کي صاف او پاک يم ههههههها
نو ما ته ستا خوږي خبري نن ملي سرود دي او ملي سرود مي له ياده ووتلو هههها
زما ملي سرود دخاوري ازادي او دملت خوشبختي ده
ولا چه په ما ګران هم ئې ځکه تند او راسا سړي ئې
او ورور دي هم لتا کم نه دي ځکه وجدان مو دخپل ملت په مقابل کي پاک وينو
کوم جنايت او وطن فروشي مو نه ده کړي
ټول افغان ټول ورونه دي خداي پاک دي يوالي راولي
نن مي ددغزنې داندړو دملي پاڅون دشورا انتخاب شوي مشر دفيضان په نو م سره مصاحبه وليدله داشغالګر او خميني او پنجابي په مقابل کي يو ملي پاڅون شروع او دا خاوره به انشاالله ازاديږي ٠ امين٠
isi دcia غلام او دواړو لاسونه دافغان په وينو سره دي


مومند
12.07.2012

ستاسو د نیکمرغی او روغتیا په هیله تندر صیب
تاسو ښه وایاست اصلی افغان او اصلی مجاهد ښوونځی نه سوزوي او نه هم عامو خلکو لپاره بمونه اږدی او نه هم پلونه، سرکونه او ودانی ورانوی. که د طالبانو د دغه قومندان وینا ریښتیا دی او ۷۰ فیصده طالبان پر القاعده په غوسه وی او په دا هم پوهیږی چی د بن لادن له کبله زمونږ هیواد ویجاړ شو نو ولی دوی د القاعدی غړو سره لا هم اړیکی لری او خپل په هیواد کی دوی ته پناه ورکوی؟ او ولی دوی په کډه سره د القاعدی غړی د هیواد څخه نشړی او وسلی پر مځکه نه اږدی او دغه زړه سوزونکی او ژوند خرابونکی جګړی نه ختموی؟ اصلی افغان او اصلی مجاهد خو هغه دی چی د هیواد د ودانی په لار او د هیوادوالو د ژوند ښه والی په لورزیار وباسی. اوس د هیواد خلک د ډیرو جنګونو او ښوونځیو سوزولو او نورو ویجاړونکو کړو نه دومره په تنګ شوی دی چی په هیواد کی ملی پاڅون پیل شوی دی. دغه پاڅون د غزنی ولایت اندړو ولسولی څخه پیل شوی او اوس فاریاب، لغمان، نورستان او د پکتیا ولایتونو ته رسیدلی دی. څو ورځی وړاندی د فاریاب د ولایت د المارپه ولسوالی کی سیمه ییز خلک د وسلوالو طالبانو په ضد پاڅون وکړ همدارنګه د لغمان بادپښ ولسوالی اوسیدونکی کله چی طالبان غوښتل چی هغه د بریښنا د انتقالیدو پايی چی نغلو څخه جلال آباد ته بریښنا انتقالوی ورانی کی، د طالبانو په وړاندی ودریدل. او د نورستان د پارون ولسوالی ښوونکی او زده کوونکی هغه وخت چی وسلوالو طالبانو د ښونځیو د تړلو امر وکړ د دوی په وړاندی ودریدل ځکه چی دوی نه غوښتل چی د دوی ماشومان د زده کړی څخه محروم شی. او د پکتیا د میرزکی په ولسوالی کی هغه وخت پاڅون پیل شو کله چی وسلوالو په دغه ولسوالی باندی برید وکړ . هیله ده چی د اندړو پاڅون ټول هیواد ته خپور شی او وده وکړی. دغسی پاڅون چی د خلکو څخه پیل شی او د خلکو لپاره وي اصلی جهاد دي، دغسی پاڅون چی د خلکو د ژوند د ښه والی او د هیواد د پرمختګ لپاره وی اصلی جهاد دی.

په درناوی

مومند


مومند
12.07.2012

سلامونه پتنګ صیب
داسی ښکاری چی تاسو په دا ډیر خوشحال یاست او پری ډیر نازیږی چی دا جنګ سلګونو کلونه نور هم دوام وکړی. تاسو ته پته شته چی د جګړو په دغه دیرشو نه زیاتو کلونو کی په دا خوار ولس څه تیر شوی دی؟ څومره میندی خپل زامن له لاسه ورکړی او څومره ښځی کونډی شوی دی او څومره ماشومان یتیمان شوی دی؟ دغو جګړه ځپلو خلکو خو هر څه له لاسه ورکړی دی. اوس خو ټول افغانان په دا پوه شوی دی چی دوی (طالبان) څه هدف لپاره زمونږ په هیواد کی جنګیږی. خلک د ډیرو جنګونو او جهالتونو څخه ستړی ستومانه شوی دی. اوس خلکو د خپلو او خپلو ماښومانو خپلواکی لپاره پاڅون کړی دی او غواړی چی خپل راتلونکی سمه کړی او یو با سواده راتلونکی نسل وروزوی.
هغه خلک چی لا هم د جنګ لپاره ناری سوری وهی ښاهی چی د هغه پر ځای د سولی آواز جګ کړی او پریږدی چی د افغانستان خلک د خپلی د راتلونکی لار په سولییز ډول ومومی.

په درناوی

مومند


pattang
12.07.2012

نه وروره خدای دنکړي زه هيڅکله داسې نغواړم ، اشغالګر يې غواړي
نوچې ندې پرېږدي څرنګه يې کوې !
يواځي زما له کونۍ يې پنځه ځوانان راشهيدان کړل !
دوی ډېر کارونه کولی شوی خو له بېکارو ، لنډغرو، بې مسلکو ، جګي
جنيتکارانوسره يو ځای کار کوي او دملت په غم کې ندي !
خبرې نورې هم ډېري دي !

[quote:a8776f6156="مومند"]سلامونه پتنګ صیب
داسی ښکاری چی تاسو په دا ډیر خوشحال یاست او پری ډیر نازیږی چی دا جنګ سلګونو کلونه نور هم دوام وکړی. تاسو ته پته شته چی د جګړو په دغه دیرشو نه زیاتو کلونو کی په دا خوار ولس څه تیر شوی دی؟ څومره میندی خپل زامن له لاسه ورکړی او څومره ښځی کونډی شوی دی او څومره ماشومان یتیمان شوی دی؟ دغو جګړه ځپلو خلکو خو هر څه له لاسه ورکړی دی. اوس خو ټول افغانان په دا پوه شوی دی چی دوی (طالبان) څه هدف لپاره زمونږ په هیواد کی جنګیږی. خلک د ډیرو جنګونو او جهالتونو څخه ستړی ستومانه شوی دی. اوس خلکو د خپلو او خپلو ماښومانو خپلواکی لپاره پاڅون کړی دی او غواړی چی خپل راتلونکی سمه کړی او یو با سواده راتلونکی نسل وروزوی.
هغه خلک چی لا هم د جنګ لپاره ناری سوری وهی ښاهی چی د هغه پر ځای د سولی آواز جګ کړی او پریږدی چی د افغانستان خلک د خپلی د راتلونکی لار په سولییز ډول ومومی.

په درناوی

مومند[/quote:a8776f6156]


مومند
17.07.2012

سلامونه پتنګ وروره
ډیره بخښنه غواړمه وروره، پاک الله دی ستاسو شهیدان ته جنت برین په نصیب کی.
پوهیږم چی مونږ ټول د ډیرو جګړو او وژولو او ټکولو څخه ستړی او ستومانی شوی یو او سولییز او آرام ژوند غواړو، هیله ده چی نژدی راتلونکی زمونږ دغه غوښتنه په واقیعت بدل شی. د افغان د ملت سوله او نیکمرغی په هیله.

ای زما وطنه

ای زمـــــــا وطنه د لعلونو خــــزانې زما
ستا هره دره کې دي د تورو نښانې زما

ستا سر چې وي ټيټ نو به زه شان او شوکت څه کړمه
ته چې خوارو ځار يې زه به مال او دولت څه کړمه
ته چې وران ويجاړ يې زه به خوب او راحت څه کړمه
مسته به دې خاوره کړم په مينه مستانې زما
ای زما وطنه

عقل مې ايرې شه ستا لپاره د فکرونو نه
سترګي مې قربان شه ستا لپاره د سوچونو نه
ځار شمه قربان شم ستا د خاورو د کورونو نه
ستا زړه کې پرتې دي ټولې تلې زمانې زما
ای زما وطنه

يا به دې زه سيال کړمه وطنه د جهان
يا به ستا په پښو کې تورې خاورې کړمه ځان
ځان به دړې وړې کړم خو تا به کړم ودان
نر يمه، پښتون يم تاته يادې افسانې زما
ای زما وطنه

په درناوی

مومند


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more