د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

CIA اوISI به انشاالله د kgb په شان دافغان له خاوري ايستل کيږي

bewatan
11.07.2012

CIA اشغالګر اوISI به انشاالله د kgb په شان دافغان له خاوري ايستل کيږي
او مزدوران به ئې تور مخ په بهر او داخل کي محاکمه کيږي
دعذت الله عذت شعر چه پنجابي ته ويلي راپه ياد شو
يوه ورځ به ې درته مات کړم
...........................په هغه لاسو چه دي وارونه کول
ديوه اصلاح شوي پنجابي په هيله

بریالی اندړ

10.07.2012 18:50
داندړو دپاڅون څه کم دوه میاشتي په پوره کیدو دي پاڅون له یوي محدودې سیمې څخه راپیل شو او دغړیو شمیر يې هم دګوتو په شمیر وو خو دشپو او ورځو په تیریدو يي هم ساحه پراخه شوه او هم يي دغړیو شمیر په ډیریدا شو لومړنی پاڅون دملامشک عالم له ټاټوبي سررا اوچت کړهغه وخت يي یواځي دوه دری کلي په واک کې وو، دغړیو شمیر يي تر۵۰ نه وو اوښتی خو اوس يي داندړو ولسوالی څه باندي نیمایي برخه له طالبانو څخه پاکه کړي او دغړیو شمیر یي هم له سلګونو څخه زرګونو ته ورګډ شو دپاڅون دراپاڅیدو لاملونه په اندړو کې دوسلوالو طالبانو له لوري دښوونځیو او کلینکونو تړل او دسړکونو خرابول وو طالبانو دوه میاشتي مخکي دغزني دمرکزپه ګډون ددوو ولسوالیو اندړو او دهیک ښوونځي په دې تور وتړل چې حکومت په موترسایکلو بندیز لګولی.
[color=red:e6109dc203]دپاڅون ريښې له اندړو ورسته په ټول هیواد کې خورې شوې اوس تقربیا دهیواد په څلورو خواو کې دپنجابیزم طالبانو په ضد پاڅونونه روان دي افغانان نور پوهیدلي چې روان جنګ له ګاونډیو هیوادونو څخه په دوی تپل شوی جنګ ده او نور به چاته اجازه ورنکړي چې ددوی ماشومان له ښوونځیو څخه را وګرځول شي او نه غواړي چې کلینکونه او سړکونه يي په بمونو والوزول شي.[/color:e6109dc203]
اوس دغه روان بهیر لغمان، فاریاب، نورستان او ورستی هغه يي هم دپکتیا میرزکې ولسوالی ته ورسید چې خلګ دطالب اورپکو په وړاندي را پورته شول.
دوه ورځې وړاندې د فارياب ولايت په المار ولسوالۍ کې سيمه ييزو خلکو هغه وخت د طالبانو پر ضد پاڅون وکړ چې غوښتل يې د دغې ولسوالۍ په قرايي سيمه کې پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړي.
همدارنګه څو ورځي مخکې دلغمان په بادپښ ولسوالی کې هم دسیمي خلګ دوسلوالو طالبانو په وړاندي ودریدل دوی هغه وخت په دې سپيڅلي کار لاس پوري کړ چې کله وسلوالو طالبانو د سروبي له نغلو څخه جلال اباد ته د انتقالیدونکې برېښنا پایې ورانول غوښتل.
دنورستان دپارون ولسوالی کې هم هغه وخت دښوونځیو زدکوونکو او ښوونکو پاڅون وکړ چې کله تور مخو پنجابیانو په نورستان کې دښوونځیو دتړلو امر وکړ خو زدکوونکو او ښوونکیو دې ته پرینښودل چې ماشومان يي له زده کړو محروم شي او ددوی په وړاندي ودریدل دلرګیو او ډبرو په وسیله يي له سیمې وشړل.
ورستۍ هغه پاڅون هم تیره ورځ دپکتیا په میرزکې ولسوالی کې هغه وخت رامینځ ته شو کله چې په وسلو سمبالو اورپکو په یاده ولسوالۍ وسلوال برید وکړخو دسیمې اوسیدونکو دې ته پرینښودل تر څو یي ولسوالی ددین دوښمنانو ته ولویږي.
داندړو پاڅون یو مثبت بدلون راوړ پاڅون يي ټول هیواد ته ریښې وکړي پاڅون لا تنکی ده پاڼي یي لا په غوړیدو دي څانګي یي لا وده کوي او ریښې يي هم په کراره کراره خپل ځان ته ځای لټوي.
دپاڅون له پیل سره سم وسلوالو طالبانو دغزني داندړو څو تنه سپين ږیري او مخور ووژل دوی په دې اند وو چې دا به په پاڅون کونکو منفي اغیز وکړي خو دپاڅون والومرام ددغه په ځای چې ښکته ولاړ شي لا لوړ شو او ددغه په ځای چې شمیريي ښکته راشي دښکته راتلو په ځای څو چنده شو.
[color=red:e6109dc203]طالبانو دپاڅون دپراختیا دمخنیوي په موخه داندړو دځینو کلیو لاري په ماینونو وپوښلي دپنجابیانو غلامان په دې باور دي چې له دې لاري به دپاڅون مخه را ډب کړي تردمه ددغه بمونو په چاودونو کې داندړو په بیلا بیلو برخو کې څه باندي ۲۰ تنه ملکیان وژل شوي څه باندي دوه اونۍ مخکې داندړو په غولې کلې کې دملکي وګړو یوه ریکشا په ماین وربرابره شوه په یاده چاودنه کې یي دماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکیان ووژل له همدې پيښې دری ورځي ورسته داندړو په نوري کلا کې په یوه بمې چاودنه کې دوه تنه ماشومان ووژل شول او دوه نور سخت ژوبل شول په همدې پيښې پسې دغزني مرکز اړوند په شهباز سیمه کې دکابل کندهار په لویه لار په ۳۰۳ ډوله موټر دسړک دغاړي په بمي چاودنه کې ۶ تنه ملکیان ووژل شواو څه باندي ۲۰ تنه نور ژوبل شول په وژل شویو کسانو کې یوتن دکندهار پوهنتون استاد عبدالحمید هم شامل وو[/color:e6109dc203].
څو ورځې وړاندي اندړو ته تللی وم هلته له یوه داسي کس سره مخ شوم چې عمر يي له ۸۰ کلو څخه اوښتی وو نیژدې ورغلم روغبړ مي ورسره وکړ له روغبړ ورسته يي سترګې له اوښکو راډکې شوي پوښتنه مې ترې وکړه کاکا خبره څه ده ؟ ولي دي سترګې راډکي شوي ؟
اوښکي يي پاکي کړي او راته يي وویل چې خپل ځان ولې دمرګ کندې ته اچوي ولي دلته راځي ښه پوهیږي چې دلته حالات ښه نه دي دغه پرون يي له کوره یوتن په زوره وایستل او ماښام يي مړی دکلي پورته خواوته غورځولی وو زه دې ته حیران چې دا بیچاره يي په څه تور وواژه ولي یي ورته مور بوره کړه؟ ولي يي ۸ ماشومان یتیمان کړل؟.
[color=darkblue:e6109dc203]طالبانو همدارنګه په اندړو کې دوه کاله وړاندي ۱۳ تنه زده کوونکي په دې تور وواژه چې ګواکې افغان او نړیوالو سرتیرو ته جاسوسي کوي.[/color:e6109dc203]
هغه په پښتو کې یو مشهور متل ده چې وايي څه کرې هغه به ریبې !
اوس طالبانو هم چې څه کرلي دریبلو وخت يي راغلی، دوی باید دخپل هغه څه چې په دې ولس يي کړي جبران کړي.
خدای به هغه وخت هم راولي چې پاڅون ټول هیواد ته وغځیږی او پاڅون یواځي تر دغو ولایتو محدود پاته نشي داځکه چې موخي يي سپیڅلي دي .
امین ثم امین


larghonay laraway
11.07.2012

السلام عليکم!
پښتو متل دی وايي: (وروستی عقله کاشکې ړومبی وای)
پوله دولس کاله دپښتنو د ټوټه کولو، بې علمه کولو، وژلو، سپکولو او ډب پراخه پروسه پلې کړه خو پښتنو يو غوږ ليمڅی او بل بړستن کړی ؤ. باور وکړه د وزيرستان ځناور پاکستاني پوځيان د طالب او ملا په نامه له خپلو ځنګلي اوږدو څڼو سره راځي او پښتانه په خپلو کليو کې بې پته کوي، وژني يې او ډبوي يې.

اوس هم اوبه له ورخه نه دي تېرې او په ژوند کې چې څوک په خپله ګټه او تاوان پوه شي او لاره ومومي دا هم غټه خبره ده!
کاشکې ټول پښتانه د اندړو په څېر شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more