د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د بشار الاسد د راپرځېدلو سره به په سیمه کې څه وشي؟!!

ahmad bilal
26.06.2012

د بشار الاسد د راپرځېدلو سره به په سیمه کې څه وشي؟!!

د بحث ټولو ګډون کونکو ته سلامونه!!!

تر دې دمه خو هر ځای د شام د علوي کورنۍ د بشار الاسد د ظلمونو او خونړيتوب په هکله ډېر څه واوریدل. خــــو یوه خبره حتمي ده چې د بشار الاسد د راپرځېدلو سره به په سیمه کې ډير ژور بدلونونه رامنځته شي - دغه حالات به په اېران، حماس، د لبنان په حزب الله، او په خصوصي توګه په اسرائیل خپلې ژوری اغیزی ولري.

د شام په حکومت د عربو او د نړۍ والو لخوا ډېر الزامات لګېږي یو د همدغو له جملو څخه چې شام د ایران سره یوځای غواړي په سیمه کې خپل رول ولري، دوي غواړي چې د سیمۍ سیاست په خپل تحول کې واخلي.

که چېری د شام پرګنو دغه علوي استبدادي شیعه راوپرځاوه نو دا به په حماس، ایران او د حزب الله ترڅنګ اسرائیل ته د ساه اخستلو موقعه هم ورکړي ځکه ایران او شام تل د اسرائیل په مقابله کې اتحادیه جوړه کړی خــــــــــــــــــــــــ ـــو د بشار الاسد ایسته کېدل به د اسرائیل لپاره هله سودمند ثابت شي که د بشار الاسد پر ځای کوم سخت دریځه اسلامي حکومت او یا د دکتور مصطفی صباعی شاګردان رانشي!

شام او مصر په یوم کپور جګړه (۱۹۷۳) کې اتحاد کړی وه خو د انور سادات د هغی بدنامی زمانه کامپ ډیویډ تړون (۱۹۷۹) چې د سادات وزیر دفاع هم ونشوای زغملی او د خپل ردعمل په توګه یې پکې استعفی وړاندی کړه، همدغی تړون بیا د انور سادات هم سر وخووړ؛ همدا تړون د دې لامل شو چې د شام او مصر ترمنځ اړیکې وشلوي!

د ایران د رضا شاه پهلوي حکومت هم اسرائیل ته ډېر نېزدو وه خو په ۱۹۷۹ء کې د اسلامي انقلاب په راتللو هلته خمیني راغئ - چې د اسرائیلو سره یې سخته لیاره غوره کړه او دی بیا د ایران پام شام ته راوګرځاوه؛ شام هم چې لږ مخکې د مصر سره اتحاد مات کړی وه د ایران سره په یو نوي ملګرتوب کې ننووت چې تر اوسه یې ملګرتوب ادامه کوی!!

د بشار الاسد د پرځېدلو سره به په سیمه کې ډېر اتحادونه مات شي؛ مصر هم د اخوانیانو په واکمنتوب د اسرائیلو څخه په تدریجي توګه ورو ورو لېری روان دی ؛ د بشار الاسد د راپرځېدلو سره به د شام او د اېران اتحاد هم مات شي ځکه د شام اکثره سنیان دمخکې څخه د اېران د بی ځایه مداخلت نه په تنګ دي.

د شام حالات هم د سیمۍ او د نړۍ په ۱۷ اقتصادي قوت - ترکیې - باندی هم ژوری اغیزی لري.
د بشار الاسد لېری کېدل به د ترکیې لپاره یو غوره بدلون وي، د هغوي په نړیوال تجارت کې به یو مفید رول ولوباوی.


larghonay laraway
27.06.2012

السلام عليکم!
بلال صيب زه له تاسو سره موافق يم خو عرب ډېر ويده او عياش خلک دي کنه تاسو فکر وکړئ چې عرب او پر هغوی د شيعه حکومت ډېره عجيبه ده! ځکه چې دشيعه ييزم اوسني مشران پارسيان دي او هغوی له عربانو سره دومره دښمني پالي او داسې سپک ورته ګوري چې هغه د پېښوريانو خبره (عربان ورته هډو انسانان نه ښکاري) خو عرب شيعه بيا هم د خميني ډول ته ګډېږي!


ahmad bilal
27.06.2012

محترم لاروی صیب؛ زه خو د ایران اسلامي هیواد(!) ته ډېر حېران یم، چېری چې - د هغوي په ځمکه کې - د یوی سیکولرې یا سیکولار لپاره ځای نه وي او یوازې په کوم کتاب یا لیکنۍ د هېواد څخه شړل او یا په دار کېږي، به څه ډول یو داسې ډله یا شخص خوښ کړي څوک به چې په دغه د سیکولارۍ بخش کې تر ټولو زیات ښه تخصص ولري؟!!

لومړۍ خو عربانو ته د شرم ځای دی چې په اکثره سنیانو یو دوه ټانګه خلک علوي ظالم ډوله شیعه ګانه واکمنان دي؛ دوهم، د اېران لپاره چې په سیمه کې د شیعه او سني جګړو ته د سورنۍ پوپونګی وهي! چې وروسته به بیا درسته سیمه په خپل اور کې واخلي.

اېران د یوی خوا امریکا او تور پوستي اوباما ته نېزدو د نور المالکي څخه داسې ملاتړی کوي چې د عراقي سنیانو او د ترکیې هېواد لپاره یې سختی ستونزی راولاړی کړي او د بلې خوا د پهلوي څخه د ډېر ظالم نظام پلوي هم کوي(!) چې دغې بیا منځنې ختیځ په یو نوي cold war کې بدل کړی.

د داسې حالاتو په هیله چې زمونږ د وطن ګټې پکې خوندي او د عربي سنیانو پکې خېر وي، آمین.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more