د موضوعګانو سرپاڼه

د پښتو او پښتنو حجره

نوی غړی

میوند جان
27.06.2012

تاوده سلامونه او نیکی هیلی
ګرانو او قدرمن ورونو زه د دغه فورم نوی غړی یم ، د تاسو ټولو پښتنو ورونو د روښانه راتلونکی او سلامتیا په هیله.

اول حمد د هغه پاک پروردګار دی
چی معزز د ممکناتو په مقدار دی

په درناوی
میوند جان


پښتون:
27.06.2012

وعلیکم السلام!

میوند صیب د ټول افغان د مسوولو چارواکو تر خبریدو ،زه تاسو ته ښه راغلاست وایم.
هیله لرم چې خپل ګډون په خوږو لیکنو پیل کړئ.


tandar
27.06.2012

سلامونه وروره ستړي مشي په خير راغلي
دا ديره ټول افغان ته يا دکندهاريانو خبره ګرد افغان ته هرکلې کوي ، هيله ده چه تل سره ووينو او ښه وخت سره تير کړو
مننه


حمید هڅــاند
30.06.2012

میوند جانه ستړی مه شې او په خیر راغلې....
هیله ده مګلرتوب راسره وپالئ او په خپلو لیکنو او نظرونو مو ونازوئ. دا دپښتنو حجره ده، دلته به دغ نه شې، چې حجرې ته راغلې نو زموږ یار او انډیوال شوې زموږ یاران ټول لکه ګلونه د بهار دي.

یوځلې بیا..
[color=blue:d51e7540e1]ښه راغلاست[/color:d51e7540e1]

درنښت


میوند جان
03.07.2012

سلامونه او نیکی هیلی ټولو ورورنو ته
تاسو ټولو نه ډیره مننه. حمید صاحب خدای مو تل ژوندی او نیکمرغه وساتی دا خو مو ډیر ښایسته خبری کړی دی چی ستاسو یاران ټول لکه ګلونه د بهار دی او خدای دی وکړی چی ږه وکولای شم چی ستاسو د ملګریتوب او یاریتوب لیاقت ولرم او په راتلونکی کی حق يي پر ځای کړم.

اول حمد د هغه پاک پروردګار دی
چی معزز د ممکناتو په مقدار دی

په درناوی
میوند جان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more