د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې! (د جون ۲۵ مه)

محمود سعيد
25.06.2012

۱۱۷۸ زيږديز کال: څلورو کانتربري راهبانو په سپوږمۍ کې د کوم څه د چاودنې خبر ورکړ.
۱۷۸۸ زيږديز کال: ويرجينيا د امريکا د لسم ايالت په توګه ومنل شوه.
۱۹۵۰: د شمالي کوريا کمونستو ځواکونو پر جنوبي کوريا حمله وکړه، چې په پايله کې ېې د کوريا جګړه پيل شوه.
۱۹۵۱: لومړني رنګه سوداګريز ټلويزيوني چينل (CBS) په امريکا کې په خپرونو پيل وکړ.
۱۹۹۱: د يوګوسلاويا د کورنۍ جګړې له پیل سره سم، کروشيا او سلوانيا خپلواکي تر لاسه کړه.
۲۰۰۹: د پاپ موسيقۍ مشهور سندرغاړی مايکل جکسن ومړ.


محمود سعيد
26.06.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې (د جون ۲۶ مه)
۱۲۵۴ زيږديز: په دې ورځ د نړۍ مشهور ګرځندوی مارکوپولو په ونيز کې وزيږېد.
۱۸۱۹ زيږديز کال: په دې ورځ د کلارکسون له لوري بايسکېل اختراع شو.
۱۸۴۳ زېږديز کال: هانک کانګ د لوېې برېتانيا د مستعمرو د تاج په نوم ونومول شو.
۱۹۰۶ زيږديز کال: د موټر ځغلونې لومړۍ لوبه په فرانسه کې تر سره شوه.
۱۹۴۵ زيږديز کال: د ملګرو ملتونو منشور په سانفرانسېسکو کې لاسليک شو.
۱۹۵۹ زېږديز کال: د سنټ لورنس بحري لارې په مرسته د لوی او اطلس بحرونه سره ونښلول شول.
۱۹۶۰ زيږديز کال: سوماليا له فرانسې څخه خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۶۰ زيږديز کال: سوماليا له انګلستان څخه خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۷۶: زېږديز کال: د (CN) برج چې د نړۍ تر ټولو لوړه او يوازې ولاړه ودانۍ وه، پرانستل شو.
۲۰۰۰ زېږديز کال: د انسان د جنوم لومړۍ کښنده (نقشه)، کومه چې د انسان د درې ميليارد څخه د زياتو (DNA) تورو د پټ نوم (رمز) اړتيا ېې درلوده، بشپړه شوه.
همدا شان نن د نشه يي توکو د قاچاق او کارونې پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ ده.
ژباړه او ټولونه: محمود سعيد


محمود سعيد
27.06.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې (د جون ۲۷ مه، د څلورنۍ ورځ)

۱۶۹۳ زيږديز کال: د (مېرمنو عطارد) په نوم د مېرمنو لومړنۍ مجله په لندن کې خپره شوه.
۱۷۴۳ زيږديز کال: انګليس فرانسې ته په ډيټېنګن کې ماته ورکړه.
۱۸۰۶ زيږديز کال: بريتانيا د بوئنس آئرس ښار لاندې کړ.
۱۸۶۰ زيږديز کال: د چين او انګلستان تر منځ د ترياکو دوهمه جګړه پای ته ورسېده.
۱۸۹۸ زيږديز کال: جوشوا سلوکوم لومړنی انسان وو چې په برياليتوب سره د نړۍ پر ګردچاپېر را وګرځېد، هغه په دې ډول په یوازې سر ۴۶۰۰۰ ميله سفر وکړ.
۱۹۴۴ زيږديز کال: فرانسه د متفقينو له لوري ونيول شوه.
۱۹۵۴ زيږديز کال: د نړۍ لومړنۍ اټومي بټۍ مسکو ته نږدې په اوبنېشک کې پرانستل شوه.
۱۹۷۷ زېږديز کال: جيبوتي له فرانسې څخه خپلواکي واخسته.
۱۹۹۵ زيږديز کال: د قطر وليعهد شیخ حمد بن خليفه الثاني د خپل پلار پر ضد کودتا وکړه.


محمود سعيد
28.06.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې - د جون ۲۸ مه، د پنځنۍ ورځ
۵۶۱ زيږدېز کال: مشهور مسلمان محدث او بوټي پيژندونکی، ابن روميه وزېږېد.
۱۷۱۲ زيږديز کال: د فراسنې مشهور فېلسوف او متفکر، ژان ژاک روسو نړۍ ته سترګې پرانستې.
۱۹۱۴ زيږديز کال: د مجارستان وليعهد آرشيدوک فرديناند او مېرمن ېې ووژل شول او په دې توګه د لومړۍ نړيوالې جګړې اور بل شو.
۱۹۱۹ زيږديز کال: په فرانسه کې د لومړۍ نړيوالې جګړې په پای کې د متفقينو او متحدينو له لورري په همدې ورځ د وارسا د سولې تړون لاسليک شو.
۱۹۵۱ زيږديز کال: د واشنګټن اسلامي مرکز د لومړي ځل لپاره پرانستل شو.
۲۰۰۴ زيږديز کال: د عراق د نظام واګې له امريکايانو څخه عراقيانو ته وسپارل شوې.


محمود سعيد
30.06.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې (د جون ۲۹ مه، د جمعې ورځ)

۱۶۱۳ زيږديز کال: ګاليله د نپتون په ليدلو بريالی شو، خو ونه توانېد چې وپوهيږي، څه ېې ليدلي دي.
۱۹۸۸ زيږديز کال: د متحده ايالاتو بویېنګ (747 SP) الوتکې د نړۍ ګرد چاپېره سفر په ۳۶ ساعتونو، ۵۴ دقيقو او ۱۵ ثانيو کې بشپړ کړ.
۱۹۹۱ زېږديز کال: د خليج جګړه له سعودي عربستانه پیل شوه.
۱۹۲۰ زېږديز کال: د انګليس د ښکېلاک پر وړاندې د عراقيانو پاڅون پیل شو.
۱۹۰۰ زېږديز کال: د نوبل د جايزې د څرنګوالي او وېش لپاره د نوبل بنسټ جوړ شو.
۱۹۱۳ زيږديز کال: د اروپايي هېوادونو له لوري د بالکان دوهمه جګړه پیل شوه.
۱۹۷۶ زيږديز کال: د سيسل ټاپوګانو له انګليس څخه
خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۹۱ زيږديز کال: د ختيځ د وټييزې همکارۍ بلاک ړنګ شو.


محمود سعيد
01.07.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې (د جون دېرشمه، د پيلنۍ ورځ)
۱۸۹۶ ز: د فرانسوي هنري بکرل له لوري راډيو اکټيو عناصر کشف شول.
۱۹۰۸ ز: د یوې نامالومې پېښې له کبله په ختيځه سایبېريا کې د تونګاسکا سيمه يوې لوېې چاودنې ولړزوله.
۱۹۳۴ز: آدولف هټلر په خپل نازي ګوند کې د محفوظ ځای تر لاسه کولو لپاره د (وينې پاکول) په نوم عمليات وکړل، چې په ترڅ کې ېې څو مخالف رهبران له منځه یوړل.
۱۹۶۰ ز: د کانګو هیواد له بلژيک څخه خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۷۷ ز: د سهیل لويديځې آسيا تړون (سیټو) له منځه ولاړ.
۱۹۹۸ ز: په سوډان کې د پوځي کودتا په پایله کې د صادق المهدي واکمني وپرځیده.

۱۹۹۱ ز: په جنوبي افريقا کې د نژادي تبعيض د غير انساني نظام
پرځېدنه.
۱۹۹۸ ز: د ويتنام له جګړې څخه د جسدونو د پاتې شونو پېژندنه وشوه، دا جسد چې د ورکو پوځيانو په هديره کې پروت وو، د هوايي ځواکونو پيلوټ ميچل جي بلاسي وو.

همدا شان نن د کانونو او صنعت ورځ ده.


محمود سعيد
02.07.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې ( د جولای لومړۍ نېټه، د یوه نۍ ورځ)

۵۴۵ لېږديز سپوږميز: د افغانستان لوی شاعر او عارف سنايي غزنوي له نړۍ نه سترګې پټې کړې.
۱۲۹۴ زيږديز کال: یهودان د خپلو ناوړه کړنو له کبله د سويس له برن ښار څخه وشړل شول.
۱۸۵۹ز: چارلز بلانډين لومړنۍ کس وو چې د رسۍ په مرسته د نياګارا له آبشار څخه تېر شو.
۱۸۷۰ ز: ادا کېپلي لومړنۍ مېرمن وه، چې د حقوقو له پوهنتون څخه فارغه شوه.
۱۸۹۸ ز: د ناپليون بناپارت په مشرۍ، فرانسوي ځواکونو پر مصر بريد وکړ.
۱۸۶۷ ز: کاناډا خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۸۳۹ ز: د چين او انګليس تر منځ د ترياکو لومړنۍ جګړه وشوه.
۱۸۸۱ ز: په لومړي ځل د ټليفون له لارې نړیواله اړيکه ونيول شوه.
۱۹۱۶ ز: په لومړۍ نړيواله جګړه کې دريمه لويه نښته تر سره شوه.
۱۸۶۰ز: له لويديځو ښکېلاکګرو څخه د سومالي د خپلواکۍ ورځ ده.
۱۹۶۲ ز: روانډا له بلژيک نه خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۶۲ ز: برونډي له بلژيک نه خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۶۸ ز: امريکا، بريتانيا، شوري او د نړۍ نورو ۵۸ هېوادونو د اټومي وسلو د نه خپراوي تړون لاسليک کړ.
۱۹۹۴ ز: ياسر عرفات له ۲۷ کاله تبعيد وروسته خپل ټاټوبي فلسطين ته ستون شو.
۱۹۹۷ ز: د هانک کانګ بندر د انګلستان له ۱۵۶ کلن استعمار څخه خلاص او بیرته له چين سره وتړل شو.


محمود سعيد
02.07.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې ( د جولای دوهمه، د دوه نۍ ورځ)

۷۳۸ لېږديز سپوږميز: په دې ورځ د مغولو د تاړاک پر وړاندې د افغانستان خلکو پاڅون وکړ.
۱۵۶۶ ز: د فرانسې مشهور درملي (ډاکټر) او ستوری پيژندونکی نوسترداموس ومړ.
۱۷۷۸ ز: د فرانسې مشهور فيلسوف ژان ژاک روسو ومړ.
۱۹۰۴ ز: د روسيې مشهور ليکوال انتوان چيخوف ومړ.
۱۹۷۶ ز: شمالي او سهيلې ويتنام له شل کاله بېلتون وروسته بېرته یو ځای شول.
۱۹۹۰ ز: په عربستان کې د منا د تونل پېښه رامنځته شوه.
۲۰۰۲ ز: سټيو فوسېټ لومړنی کس وو چې د نړۍ ګرد چاپېره په یوازې توګه د بالون په وسيله وڅرخېد.


محمود سعيد
03.07.2012

نن د تاريخ په پاڼو کې (د جولای دريمه نېټه، د منځنۍ ورځ)
نن د انسان او حيوان تر منځ د لېږدېدونکو نارغيو سره د مبارزې ورځ ده.
۱۶۰۸ ز: سامویل چمپين د کوبېک د ښار بنسټ کېښود.
۱۸۸۶ز: د اتمار مرګتالر له لوري د ټايپ ماشين اختراع شو.
۱۷۵۱ ز: په همدې ورځ نېکل کشف شول.
۱۸۰۶ ز: مايکل کين په لومړي ځل کرل شوي توت نندارې ته وړاندې کړل.
۱۸۱۹ ز: د امريکا د زېرمو لومړنی بانک (نيويارک بانک) پرانستل شو.
۱۸۳۹ ز: د امريکا لومړنی ښوونځی (لکسينګټون، ماس) پرانستل شو، چې درې زده کوونکي ېې درلودل.
۱۹۰۴ ز: د صهيونيزم د نړيوال خوځښت مشر تئودور هرتزل ومړ.
۱۹۵۰ز: په لومړي ځل د امريکا او شمالي کوريا ځواکونه په جګړه کښېوتل.
۱۹۶۲ ز: په همدې ورځ الجيريا له فرانسې څخه ۱۳۲ کاله وروسته خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۹۱۵ ز: امريکايي ځواکونو پر هايتي یرغل وکړ، د هايتي ښکېلاک تر ۱۹۳۴ ز کال پورې دوام درلود.
نن د سپينې روسيې (بلاروس) ملي ورځ ده.


محمود سعيد
04.07.2012

نن ورځ د تاريخ په پاڼو کې (د جولای څلورمه، د څلورنۍ ورځ)
نن د قلم نړيواله ورځ ده
۶۳۹ لېږديز سپوږميز کال: د رياضي او فقې مشهور عالم موسی بن يونس ومړ.
۸۴۲ ليږديز لمريز: د فقې او ادب مخکښ ابن مرزوق حفيد ومړ.
۱۷۷۶ زېږديز کال: په دې ورځ امريکا له انګلستان څخه خپلواکي تر لاسه کړه.
۱۸۲۶ ز: په دې ورځ د امريکا دريم ولسمشر او متفکر توماس جفرسون او دوهم ولسمشر جان آدامز دواړه مړه شول.
۱۹۲۰ ز: په دې ورځ د چين د کانسو په ولايت کې زلزلې ۲۰۰۰۰ کسان ووژل.
۱۹۳۴ ز: په دې ورځ د فرانسې مشهوره فزيکپوهه، مادام کوري مړه شوه.
۱۹۹۷ ز: د مريخ پر مخ د امريکا پلټونکی ماشين راکښته شو.
نن د تونګا هېواد ملي ورځ ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more