د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

شام : د ظلمتونو، وینو، او لبرال فاشتۍ یو توربخن ماښام!

ahmad bilal
26.06.2012

شام : د ظلمتونو، وینو، او لبرال فاشتۍ یو توربخن ماښام!

په عربي پینوینزویلا Arabian peninsula یا منځني ختیځ کې چې د تیر یو کال څخه څه روان دي، چې دغه بدلونونه د پاریدلو خلکو داسې کومه څپه هم نه ده چې د واشنګټن او د نورو غربيانو په لاسونو کې یې واګي وي بلکه د دغه بدلون، بهار (البته لا د انقلاب په لیار روان دی، تراوسه انقلاب شوی ندی) تر شا ډیر داسې تاریخي، اقتصادي، سیاسي، اسلامي، او تهذیبي عوامل دي چې دغه بدلونو ته یې د پاڅون لیار ورنیغه کړی!

د انقلابونو ترشا تاریخونه پراته وي!

د یو انقلاب، پاڅون او ویښتابې تر شا ډیر داسې عوامل وي چې تسلسل یې د ډیری مودی څخه روان وي خو دا بیا ډیره زړه راښکونکي ده چې د یو قام دغه ستر، ستر بدلونونه بیا په یوه ډیره وړوکي واقعې کې وروستې شکل واخلي او داسې پای همدغه وړوکي واقعې بیا همدغه ستر بدلونونه د اوبو د ژور تل څخه د حالاتو سطحې ته راولي!

د پورتني ادعا لپاره لومړۍ د نړیوالو جګړو حواله وړاندی کوم او بیا د دغو بدلونو ترشا هغه پټ عوامل وڅیړو چې ولې یې د دغه قوم اوسیدونکیو ته دغه لیار برابره کړه چې د هغې لیاری بیا کوم بل بدیل نه درلوده.

د لومړۍ نړیوالې جګړۍ ترشا د پنځوسو شپیتو کلونو څخه یو تاریخي، د سیاسي رقابتونو په موخه د پټو اتحادونو او په جګړیزې اسلحو کې د رقابت یو اوږد تسلسل روان و چې اروپايي هیوادونه یې د جګړو میدان ته چمتو کړل او د انساني تاریخ تر ټولو دغسې خونړۍ جګړۍ ته د جګړۍ طبل د آسټریا د شهزاده فریډرک په قتل سره وغږیده چې په ظاهره یوه وړه حادثه وه خو تر شا یې د واقعو یوه اوږده سلسله!

د دویمې نړیوالې جګړۍ تر شا د بدنامې زمانه سیوریس تړون وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړۍ په اختتام د جرمني سره لاسلیک شوه او دغه تړون بیا په جرمني قام کې د هائپر انفلاسیون یو لعنت او عذاب وزیږاوه چې خلکو به لرګي اخستل نه بلکه پیسې به یې د سوځولو لپاره کارولې! او تنخواه به په ساعتونو ورکول کیدی ځکه نرخ به دوه ساعته وروسته ډیر زیات لوړېده! دغه انفلاسیون بیا د هټلر په ذهن کې خپله یوه فلسفه وزیږدوله چې د ۱۹۳۳ کال څخه ښه تر د دویمې نړیوالې جګړۍ پوری ښه وځلېده!
د دغه دویمې نړیوالې جګړۍ ترشا هم اقتصادي، سیاسي، او د فوځیانو محدودول ول چې د جرمني هټلر او د رومیانو میسوني یې دی ته اړ کړل چې د اروپاء نقشه د خپلو خواهشاتو مطابق جوړی کړي!
دغې دویمې نړیوالې جګړۍ هم د انګلیس د بی ځایه مداخلت له امله په نړیوالې جګړۍ بدلون ومونده خو تر شا یې د هټلر پورته کېدل او د جرمنیانو بدل اخستل ول!

په عربي نړۍ او په خاصه توګه د شیعه علویانو په شام کې د دغه روان پاڅون ترشا هم ډیر تاریخي، د اسلام دښمنۍ، تهذیبي او سیاسي عوامل دي.

د غرب استعماري تهذیب د شلمې پیړۍ په منځ کې د de-colonization عمل پیل کړ خو هغوي دغه عمل تر هغه وخته پوری شروع نکړ ترڅو یې چې خپل ځان ناستي ونه موندل او بیا یې د قدرت په ګدۍ هغه څوک کیښنول کوم به چې دوي ته منظور ول او د اقتدار واګي يې هغو ته په لاسونو کې ورکړل کوم به چې په لاشعورې توګه د دوي قدمونو پسې روان ول!

شام د ۱۹۱۶ څخه تر ۲۰۱۲ پوری:

د دغه پاڅونو پس منظر او شالید د هغه بدنامې زمانې سایکس-پیکوټ تړون Sykes-Picot Agreement ته رسیږي کومه چې د لومړۍ نړیوالې جګړۍ په دوران کې د فرانسویانو او انګلیستان ترمنځ لاسلیک شوی وه. د دغه تړون له مخې د عثماني خلافت ټول ولایات په پټه د فرانسویانو، انګلستان او د روس ترمنځ تقسیم شول؛ انګلستان ته د سمندر په غاړه علاقې ورسیدی (د یمن سمندر، د حیفا بندر، جنوبي عراق......)؛ فرانسې ته شمالي عراق، شام، لبنان؛ روسیې ته د استامبول ښار ترڅو هغوي د ستر پیټر خوب او د ګرمو اوبو خواهش پوره کړي.

په ۱۹۱۸ء کې د عثماني خلافت فوځیان هم له دغه ځای څخه ووتل او داسې شام د فرانسویانو په لاس کې ولوید او تر ۱۹۴۶ء کاله پوری د هغوي په ولکه کې و. لکه څرنګه مو چې پورته وویل :

د غرب استعماري تهذیب تر هغه پوری د de-colonization عمل پيل نکړ ترڅو پوری یې چې خپل ځان ناستي ونه موندل او یا قدرت د اسلام مخالفینو او ...... ډوله خلکو ته وسپاري.

په ۱۹۴۷ء کال په سیمه کې یو کمونیست نظره بعث ګوند تائسیس شو او په همدغه کال په انتخاباتو کې بعث ګوند په بی شرمۍ انتخابات وبایلل خو بیا به یې هر راتلونکي حکومتونو ته د همکارۍ ټټر واهه چې بالاخره همدغه بعث ګوند، چې یو سیکولار، مارکسي او ناسونال ګوند دی، په ۱۹۶۳ء کال کې د حکومت چاری په بل مخ واړولی او انقلاب یې راووست، په دغه انقلاب کې حافظ الاسد هم ونډه درلوده، په ۱۹۶۶ء کې حافظ الاسد وزیر د دفاع جوړ شو او په ۱۹۷۰ء کال کې یې خپله کودتا وکړه او د هغه وخت نه تر ننه پوری د الاسد خاندان په شام کې طاغوتي نظام چلیږي.

د بعث ګوند؛ د دری ګونې ناوړو فلسفو عجیبه مثلث!

د بعث ګوند یو عربي ناسونالي، سیکولار او مارکسیسټي ګوند دی چې خلک عربي ناسونالیزم ته رابلي، د قانون له مخې سیکولار او د اقتصاد له مخې مارکسیستان دي.

دغه ګوند په ۱۹۴۷ء کې تاسیس شو او بنسټ ایښودونکي یې میشل عفلق، صلاح البیطار، جلال السید، زکی الارسوزی وو.

دغه ګوند د دریو عجیبه ناوړو فلسفو یو دری ګونې مثلث دی :
۱- سیکولاریزم :
که څه هم سیکولاریزم اصلاً په اسلام کې نشته خو بعث ګوند هغه غربي سیکولاریزم نه دی بلکه انټي اسلامیزم یا د اسلام مخالفت کول دی.

۲- ناسونالیزم (عربي قومیت) :
خلک عربي قومیت ته رابلي او په دغه قومیت کې هغوي دومره لیری ولاړ شي چې کله د بعث ګوند او عربي قومیت د خدای او د هغه رسول څخه هم زیات محترم ګڼي!
د حافظ الاسد یو شاعر د همدغه عربي قومیت په نشه کې دا لاندی شعر زمزمه کړ :
آمنت بالبعث ربا لا شریک له
وبالعروبة دینا ماله ثانی!
(ما د بعث ازم په لا شریکه رب، او د عرب ازم په لا ثاني دین ایمان راووړ!)

ورسره د بعث ګوند دغه شعار دی :
امة عربیة واحدة ذات رسالة خالده
(ابدي پیغام ورکونکي عربي امت)

۳- مارکسیزم
دغه ګوند د کارل مارکس د فلسفۍ څخه سرچینه اخلي خو د کمونیزم په نړیوالتوب او د کارل مارکس د ټولنۍ او پرمختګ په اخري مرحلې باندی یقین نه لري بلکه دوي مارکسیزم د عربي قومیت په دائره کې مني!

د الموسوعة المسیرة فی الادیان و المذاهب المعاصرة کتاب له مخې په دوی باندی لاندی نیوکې کیږي :

۱- د اساسنامې او کړنلاری په متن کې د دین ټکې بالکل نه دی راغلی.
۲- د اساسنامې په متن کې په الله تعالی باندی عام ایمان لرلو ټکی نه په عمومي ټکو او نه په تفصیلي ټکو کې راغلی چې دا د دوی د علماني (لادیني) اړخ په ډاګه کوي
۳- د کورنۍ په جوړولو کې د زنا حرمت او د هغې بدو نتائجو ته هیڅ اشاره نه ده شوې.
۴- په بهرني سیاست کې له اسلامي نړۍ سره اړیکو ته هیڅ اشاره نه کوي.
۵- اسلامي تاریخ ته هغه چې عربي امت ته یې د نورو امتونو په منځ کې لوړ مقام او منزلت وربښلې هیڅ اشاره نه کوي.

دغه لومړۍ ځل دی چې د شام اسلامپاله ورونه د طاغوت د زر او زور څخه نه ویریږي، دا لومړۍ ځل دی چې هغوي خوف، ډار او وېره د خپلو قاموسونو څخه وباسلي، دا ځل هغوي په دی پوه دي چې د هغوي زیار به بی ثمرۍ نه پاتي کیږي!

بلکه د شام ورونه د ۱۵ مارچ ۲۰۱۱ څخه په همدی تکل کې روان دي ترڅو ډیر ژر دغه د جبر طوق د خپلو غاړو څخه بیرته کړي.

د شام د حالاتو څخه مخکي باید مونږ هغه تاریخي حقائق وڅيړو چې دغه پاڅون ته یې لیاره وربرابره کړه:

د حافظ الاسد تاریخي جنایات او د اخوان د قربانۍ اصول ،د الله اکبر شعار!

هغه څه چې خلک یې دومره وپارول هغه یوه اوږده لړۍ لري هغه څه چې دوي د حافظ الاسد په دغه اوږدی دوره کې تېر کړل او ډیر څه اوس د بشار الاسد په دوره کې تیروي په لاندی توګه دي :

په ۱۹۵۲ء کال د شام په الاخوان المسلمون په ګوند پابندي ولګېده او د انتخاباتو څخه بی برخې شول!

د ۱۹۷۹ء کال د جون په میاشتې کې یو فوځي یو څو علوي فوځیان ووژل او حافظ الاسد بیا نه یوازې د دغه ټول زور د اخوان څخه وباسه بلکه د دغه جرم په تور یې اخوانیان ګرفتاره کړل! او داسې هغوي ۹۷ اخوانان شهیدان او کورونه یې د ځمکۍ سره برابر کړل!

په ۲۱ جون ۱۹۸۰ کې د یو قانون له مخې د اخوان سره تړاو د دار په سزا وګمارل شو! دغه قانون اوس هم د ۹۴ قانون په نوم یادیږي او اوس هم د اوسني قانون فعاله برخه ده!

په ۲۵ جون ۱۹۸۰ء کال په یو سفارتي تقریب کې په حافظ الاسد ځانمرګي برید وشو چې هغه پکې بچ شو او د دغه ټول زور یې بیا د اخوان څخه وباسه او په ۲۷ جون هغوي د کوتدمر په بندیخانه کې د زرو څخه زیات سیاسي قیدیان ووژل چې اکثریت پکې د اخوان وه!

په ۱۹ دسمبر ۱۹۸۰ کال کې یو ځل بیا په دغه کوتدمر په بندیخانه کې قتل عام وشو خو دا ځل قتل شوي خلک د هغو میرمنو وه د چا ورونه، میړونه، او پلرونه به طاغوتیانو نشو نیولې!!!
یقیناً د قیامت په ورځ به له دغو مجرمینو څخه پوښتنه کیږي :
چې دوي د کومې ګناه په جرم کې قتل شوي ول (التکویر ۹)

په ۲ فروري ۱۹۸۲ کال د درستې اسلامي نړۍ توره ورځ وه کله چې د حافظ الاسد ورور، رفعت الاسد، د خپل ورور په حکم د (حما) ښار محاصره کړ او بیا تر ۲۴ ورځو پوری يې دلته د قتل عام میله ګرمه کړه، د ټانګونو په واسطه بمبار، د طیارو په واسطه بمبار........ چې له امله یې تقریباً د ۳۵ زرو څخه زیات بی ګناه خلک په بی دریغه ډول ووژل شول، او دغه د (حما) ښار هم هغه ښار وه چې د اخوان ځاله ګڼل کېده!

د همدغه روان پاڅون کې په یوه ویډیو کې ښودل کیږي چې یو ږیره لرونکې ځوان د فوځیانو لخوا په سپیړو وهل کیږي او پر ځمکه د دغو فوځيانو د وزني بوټانو لاندی په ږیریزه مخ داسې د لغتو لاندی راوستل شوی دی ته به وایې محمدي سنت ښه په درز کې پایمال کیږي او دغه فوځيان ورته په ډیر ټینګار او فشار وايي، ترسو ولولي:

بالروح بالدم نفدیک یا بشار!
(زما ځان دی پر تا فدا وي ای بشاره!)

له دی سره د بعث ګوند بلا ډیر نور جنایات ترسره کړي دا یو څه یې دلته د نمونې لپاره راغلل، چېری د ماشومانو د جسدونو قطارونه دي، چېری ډله ایز قبرونه دي، چېری........... آه خدایه! آخر د ظلمونو کوم منظرونه ووینو، نه د لیدلو حوصله او نه د بیان کولو توان!

ایراني اخوندان ،د اسلامي انقلاب پاسداران او د شام طاغوتیان!

د ایراني اخوندانو او د ایران د اسلامي انقلاب پاسدارانو د شام طاغوتي نظام ته ډاډ ورکول یو سوال پارونکي خبره ده، د بشار اسدي خاندان خو د ایراني شاهانو نه هم بدتره دي. ایران ته په کار دي چې هغوي ظالم نه بلکه مظلوم حمایه کړي، له بده مرغه د ایرانیانو د تونس او مصر په پاڅونونو کې هم منفي رول ولوباوه، او که دومره هم نشی کوی نو کم از کم چوپ دی پاتي شي کنه دغه حالات به د فرقیزې (شیعه سني) جګړو ته لمن ووهي.
د روسیې او چین د شام څخه حمایت هم د ایران سره یو ژور تړاو لري، چین او روس خپل ځانونه د لیبیا په معامله کې ډیر زیات پړ ګڼي چې ولې یې د خپل دوست څخه دفاع ونشوی کړای؟!! خو اوس د خپل بل دوست، ایران او شام، لپاره د هر ډول مرستۍ لپاره چمتو دي، ځکه خو یې په ملل متحد کې د خپلې ویټو څخه هم کار واخست!

غربیان او غربي مطبوعات هم دغه پاڅونونه د کمونېزم ،سیکولاریزم، اسلام دښمنۍ خلاف نه ګڼي بلکه هغوي کوښښ کوي چې دغه پاڅون د علویانو شیعه ګانو خلاف د سنیانو د پاڅون سره تشبیه کړي!

په نړیواله سطحه سیاست روان دی؛ هر یو د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره هره وسیله په کار اچوي؛ د شام علویان د خپلو څوکیو په فکرونو کې دي ؛ چین، روس او ایران د خپلو دوستانو په فکر کې دي ؛ لوېدیځه نړۍ د شام څخه ایران، روس او چین پلوه واکمنان ختمول غواړي؛ خو د شام سرې بخنې وینۍ په دغه انډوخر کې پرېمانه تویږي!!

که د جبر په مټ او په تدبیرونو که نظامونو دوام مونده نو د فرعون او د قارون نظام به موندلې وای. د ظلم او ظالم نظام چې څومره هم مهکم وي بالاخره پخپله انهدام کوي، وګورئ د حسني مبارک، زین العابدین، قذافي، علی عبدالله صالح نظامونه په څه ډول ړنګ شول؟؟

خدای پاک په خپل قرآن کې فرمايي :

وَ سَیَعْلَمُ الَّذِیۡنَ ظَلَمُوۡۤا اَیَّ مُنۡقَلَبٍ یَّنۡقَلِبُوۡنَ (سورة الشعراء ۲۲۷)
او ظلم کوونکي به ډیر ژر خبر شي چې دوی په کوم انجام اوختي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more