د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د افغان طالبانو یو بل مهم مشرهم ترور شو

مساپر
16.05.2012

تاند - د وسله والو طالبانو د یوه بل مهم افغان قوماندان، چې له څو ورځو را په دې خوا د پاکستان په ټل کې تری تم شوی و، مړی وموندل شو. دغه قوماندان مولوي قادر خان منګل نومیږي. نوموړی د افغان طالبانو یو مهم غړی و او په سویل ختیځه حوزه یعني پکتیا، خوست ، پکتیکا او لوګر کې یې د طالبانو د ډیرو ګروپونو مشري کوله.
ویل کیده چې نوموړي د حقاني له ډلې سره هم اړیکي لرلې خو په وروستیو کې یې له حقاني ډلي سره اړیکې څه نا څه خړ پړې شوې وې.

د ناپاکانو په ښارکې د یوې طالبي سرچینې په وینا مولوي قادر خان منګل د ټل بازار ته څیرمه په خپل کور کې وژل شوی او جسد یې نامعلوم ځای ته وړل شوی و چې د قوم په هڅو وموندل شو.

د مولوي قادر خان له مړي سره داسي کوم سند یا نښه نه ده ترلاسه شوې چې د هغه د وژل کېدا علت ترې څرګند شي.
د سرچیني په خبره پر مولوي قادر خان تور و چې نوموړی د طالبانو په هغې کړۍ کې شامل دی چې غواړي د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.


pattang
20.06.2012

الله دې وبخشي او الله پاک دې دده ځای زر ډک کړي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more