د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دا به هم په پښتو حسابېږي؟

larghonay laraway
20.06.2012

السلام علیکم!
څه موده وړاندې د علومو اکاډمۍ ته کومې مؤسسې فنډ ورکړی ؤ چې د قومونو اطلس جوړ کړي. په دې ترڅ کې يوې ډلې پښتنو په پښتني ولايتونو کار وکړ چې هلته يې ټول مېشت قومونه ليکلي او معرفي کړې دي. بلې ډلې په شمالي ولايتونو کار وکړ چې ستر خيانت يې وکړ او په ټول شمال کې يې يوه کورنۍ پښتانه هم نه دي ليکلي. د دوی د دې شرمېدلي کار نتيجه دا شوه چې د پښتنو له خوا جوړ شوی اطلس ووېشل شو او د پاړسيوانو له خوا جوړ شوی اطلس يې له شرمه په تحويلخانه وردننه کړ. ځکه چې شمال کې يې يو کور پښتون هم نه ؤ ليکلی. خو بيا هم په اکيډمۍ کې دومره شعوري پښتانه نشته چې په دې خبره يې غبرګون ښودلی وی. ولې د پښتنو سترې حوصلې دغه ستميان ووهل او هزاره يې ورپسې راپورته کړل. ځکه چې په هزاره ګانو پسې يې ليکلي چې سپين سپين دي او بدنونه يې وېښتان نه لري، دروغجن دي، ښځې يې زورورې دي او روافض دي. دا هوبهو الفاظ نه دي خو مفهوم يې همداسې دی. که څه هم دغه اکيډيميا دعوه لري چې دوی د ريفرنس له مخې دا کار کړی او ماخذ يې هم د کاتب هزاره، مخزن افغانی او د روند مياخېل کتاب دی.
خو دوی خبر نه وو چې هزاره نن سبا د ظاهرشاه د دورې تر محمدزيو هم ډېر نازولي دي نو په همدې خاطر د دې اکاډمۍ عمومي رئيس عبدالباري راشد، د ده مرستيال نصرالله سوبمن منګل، منشي سيد امين مجاهد او د اجتماعي علومو دڅانګې مشر عبدالحکيم صافی له دندو ګوښه کړل چې د هزاره وو په اړه يې خوله چوله کړې وه.
له دې به تېر شو چې دوی علمي کار کړی يا نه او په هزاره وو پسې يې ښه ليکلي او يا بد ولې دا چې اوس د دوی کړنې په په پښتنو حسابېږي دا له عدله ليرې ده.
دا به ومنو چې نصرالله سوبمن او سيدامين مجاهد پښتانه دي خو دواړه هغه بې ازاره مرغۍ دي چې نه د پښتو په کيسه کې دي او نه د پاړسي بلکې يوازې خپلې څوکۍ يې ساتلې خو دا چې ورته پېښه شوه نو اوس دې ورته ځانونه مېښې کړي.
ولې عبدالباري راشد يو ستمي فکر جمعيتی دی چې بې له کومې وړتيا يې د اکاډمۍ رياست نيولی ؤ او د برهان الدين رباني نږدې سړی ؤ چې د هغه او هيوادمل په وساطت يې په تاجکستان کې ځان ماسټر او ډاکټر هم کړ. دا چې د اکاډمۍ رياست انتخابي دی خو د ده ميراثي ؤ او انتخابات يې حتی منل هم نه!
په همدې ترتيب عبدالحکيم صافي هم يو پاړسيوان ؤ چې نه خو باري راشد په ټکي پښتو پوهېدو او نه عبدالحکيم صافی او کار يې هم ښه په نره د پښتو پر ضد کولو. چې تر ټولو ښه بېلګه يې د علومو اکاډمۍ ډبر ليک دی چې په نوي بلډينګ کې په پاړسۍ او انګريزي ليکل شوی خو پښتو په کې نشته. همدا راز د دې ادارې غټه لوحه (اکادمی علوم افغانستان) ده نو دا چې يو رئيس حتي پښتو لوحه نه پرېږدي او پاړسي جوړوي او په ټکي پښتو هم نه پوهېږي، د جمعيت اسلامي مهم نفر هم وي نو دا به هم اوس په پښتنو شمېرل کېږي چې د هزاره وو پر خلاف له دندو ګوښه شول؟!

بله دا چې د کرزي حکومت د قومي شخړو زياتوالي لپاره تود او نه ستړې کيدونکی کار کوي نو زما په نظر دوی ته يې همداسې دستور ورکړی چې پښتانه بدنام کړئ او هزاره وو ته به امتيازات ورډېر کړو. کيدای شي دا اداره هم د هزاره او ايرانيانو په واک کې ورکړل شي.
راشه که تودېږې
لرغونی لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more