tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي

نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
طالب ISI
ستوري
ستوري

دغړيتوب نېټه: 03 اکتوبر   2009
ليکنې: 535
ځای: France

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   اپريل   14, 2012 11:23 am    عنوان   : پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي Reply with quote

http://taand.com/index.php?mod=article&cat=oressreview&article=32694

خدمتګار:پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي
Saturday, 04.14.2012, 03:00am (GMT)

د کابل چاپ خدمتګار ورځپاڼه په نننۍ ګڼه کې لیکي، د پاكستان د حكومت كله نا كله دا څرګندونې چې په افغان حكومت يا امنيتي ځواكونو كې د پښتنو شمېر كم دى او يا هم له وسله والو طالبانو د اسلام اباد ملاتړ د دې لپاره نه دى چې پښتانه پر افغانستان واكمن وي.

پاكستان غواړي چې د طالبانو په ملاتړ او يا هم په دې خبرو سره چې اوسنى حكومت د پښتنو ضد دى داسې زمينه برابره كړي چې طالبان واكمن شي، د اسلامي توندلارۍ په نوم د پښتنو د كمزورې ملتپالنې روحيه هم له منځه يوسي او د لر او بر پښتون د يو ځاى كېدلو اندېښنه يې له سر ووځي.

هندى ليكوال او ډپلوماټ جي پارتها سراتهي وايي، كه له پاكستان سره د پښتنو غم واى ولسمشر كرزى هم پښتون دى چې له يوولسو كلونو راهيسې يې د حكومت واګي په لاس كې دي، كولى يې شول له كرزي څخه يې په ملاتړ سره په اوسني حكومت كې د پښتنو دريځ پياوړى كړى واىSadكله چې په ۲۰۰۱ كال كې د طالبانو حكومت پرځېده له شمال ټلوالې سربېره پښتنو هم خپلې وينې تويې كړې او پاكستان فكر وكړ چې حامد كرزى به د پښتنو په ملاتړ سره په خورا ستر اتل بدل شي.)

د جي پارتها سراتهي په خبره، په افغانستان کې د طالبانو په پرځېدلو سره هڅې پيل كړې چې پښتنو ته وښيي ټوله نړۍ د دوى په وړاندې ولاړه ده او دا يو اسلام اباد دى چې د دوى خير غواړيSadطالبانو ته يې هم داسې په مغز كې وركړل چې دوى په نړيواله كچه شړل شوي او بله لار نه لري، يوازې دا چې د پاكستان په ملاتړ ټوپك اوږې ته كړي او وجنګيږي.)

د هغه په اند، پاكستان داسې ښيي، چې د پښتنو رښتينى ملاتړى دى، خو په حقيقت كې داسې نه دى او غواړي د پښتنو په مشرۍ په افغانستان كې داسې حكومت جوړ شوي چې په نړيواله كچه ګوښه شوى وي او خپله دوى په سياسي او اقتصادي لحاظ خورا ډېر كمزوري وي او له دې حكومت به دا وېره هم نه لري چې په پښتنو كې د ملتپالنې احساسات ژوندي كړي.

د ناروې په مركز اوسلو كې استوګنه پاكستانۍ ليكواله او شنونكې فرحت تاج هم وايي، پاكستان په قبايلي سيمه كې د نفوذ لپاره وسله وال طالبان داسې كاروي لكه په افغانستان كې يې چې كاروي.

مېرمن تاج زياتوي، د پاكستان څارګرې ادارې په قبايلي سيمه كې د وسله والو طالبانو په پيدا كولو سره د پښتنو په سلګونو قومي مشران ووژل او په دې سره د پښتنونپالنې او ملتپالنې روحيه په قبايلو كې وژنيSadاى اېس اى د پښتنو مشرانو د وژلو او پر دغه سيمه د واكمنېدلو لپاره غوښتل چې د وسله والو طالبانو پردى كلتور په سيمه وتپي، په مقابل كې يې قومي مشران ودرېدل او طالبان چې زر او زور ورسره ملګري وو، دا ډول په سلګونو مشران يې ووژل.)

هغې په خپل كتاب( طالبان او د طالبانو ضد) كې زياته كړې ده، د ډيورنډ دواړو غاړو ته طالبان د پاكستان د لاس اله دي او د دې لپاره يې كاروي چې په سيمه كې د پښتنو هويت، كلتور او قوم پرې له منځه يوسي او ملتپالنه يې ووژني
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ Yahoo Messenger
jamal

دغړيتوب نېټه: 10 فروري   2004
ليکنې: 51
ځای: کابل

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   جون   19, 2012 9:41 am    عنوان   : Re: پاكستان د پښتون ځپنې لپاره د طالبانو ملاتړ كوي Reply with quote

shaheer ليکلي:

اقتباس:
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ د ليږونکي ويب پاڼه وښاياست MSN Messenger
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه    ټول وختونه GMT دي
پاڼه   1  ټولې پاڼې  1

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی

Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.