د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د سعود عربستان په ترینګلي حالاتو کې!

ahmad bilal
18.06.2012

د سعود عربستان په ترینګلي حالاتو کې!

تقریباً د یوی پېړۍ څخه د سعود خاندان په عربستان او حجاز کې د واک په ګدې ناست دي.
خو د سعود د لمسیانو ږیرۍ سپینې، د ژوند په لوبه کې ستړي، په مرضونو اخته، کړوسیان یې نا اهل، او د عجمیانو لخوا په خېراو په بدرګه کېدو د زوال پلو روان دي.

د سعود په لمسیانو کې اختلافات د فهد د زمانې څخه راروان دي خو په هغه وخت کې اختلافات په خپلو لومړیو شېبو کې وه او د فهد د بادشاهې له امله دومره پراخه نشو، خو د فهد د مرګ سره د عبدالله د واک په ګدی کيښناستلو حالاتو ډیر بدلون ومونده.

د عبدالله د راتلو سره هغه د یوی خوا د القاعدې، درباري ملایانو، او د عربي پاڅونونو له امله د بعضو عربي یا شیعه ډلو سره په اخ و ډب کې ګرفتار شو.

د سعودي شهزاده ګان او د سرطان ناروغي

د سعود د لمسیانو تاریخ ته په کتو، اکثره شهزاده ګان د سرطان له امله د دې فاني نړۍ څخه کډۍ کوي؛ یو له دوي څخه یو شهزاده چې په یوه شفاخانه کې یې په یوی عجمې ښځې د شفاخانې دروازی بندی کړی چې له امله یې دغه عجمۍ ښځه په ماشوم، سره د ماشومه مړه شوه خو ویل کېږي چې دغه شهزاده دوه میاشتې وروسته د سرطان د مرض له امله له دی نړۍ څخه ځوانې سترګې پټې او د حساب لپاره یوه نوي دنیا ته ولاړ.

یو بل شهزاده سلطان که څه هم ډېرو عجمیانو پری اوښکې توی کړی، هغه هم د سرطان د مرض له امله له دی نړۍ څخه رحلت وکړ.

او دوه ورځۍ دمخه د سعودي د حکومت یو ظالم، د عجمیانو دښمن، د نائف بن عبدالعزیز روح د بدن څخه پرواز وکړ او په دی باندی د سعودي په اکثرو ځایونو کې خلکو خپلې خوښۍ څرګندی کړی.

سعودیان د زوال په لور!

تقریباً یو کال دمخه د فارن پالیسي ایسوسی ایشن ویلي ول چې د شواهدو او د نښو څخه داسې جوتېږي چې د سعود د فامیل واک به ډیر ژر خپل پای ته ورسي.

د فارن پالیسي ژورنال په یو مضمون کې په دی خبری ډیر ټینګار ورکړل شوی وه چې د سعود فامیل د پخوا په نسبت نن ډېر زیات په اختلافاتو کې اخته دي.

په یاد دې وي چې عبدالله د خپل ژوند د ۸۹ پسرلي څخه تېریږي، سلطان بن عبدالعزیز خو یو کال دمخه وفات شو، نائف بن عبدالعزیز هم دوه ورځې مخکي ومړ، اوس یوازې سلطان بن عبدالعزیز، څوک چې د دفاع وزیر دی ، پاتی دی او داسې ویل کېږي چې په دی کورنۍ کې اوس هغه تر ټولو قوي دی. د فارن پالیسي د ژورنال د یو مضمون په اند که چېری مونږ دا ومنو هم چې د عبدالله نه پس به سلطان بن عبدالعزیز د بادشاهۍ تاج په سر کړي خو هغه هم ډېر سپین ږیرۍ دی چې اوس یې عمر د ۷۷ څخه زیات او په څو پیرو یې دا ویلي چې هغه نور حکومتي چاری په مخ نشی بوتلئ ځکه اوس هغه سپین ږیری دی!

امریکایانو ته د سعودیانو ژغورل د هرمز څخه اهم!

د امریکا د هېریټیج انسټیټیوټ د یو تحقیق مطابق امریکا ته په منځني ختیځ کې د تیلو د اهمې لیار، هرمز، څخه هم د سعودي حکومت اهم دي. نو لهاذا د دې د ژغورلو لپاره باید چټک ګامونه پورته شي، ځکه :

- سعودی یو د نړۍ د زیاتو تیل پیدا کونکو هېوادونو څخه دی.
- د سعودي حکومت په ورځ کې ۸۴ لکه بیرل تیله نړیوالې منډۍ ته ورکوي
- که حالات قابو نشول نو د نړۍ د تیلو منډئ ته به تر یوه کاله د تیلو ترسیل بند وي.
- او دوه کاله وروسته، که چېری کوم بدلون راشي ، نړۍ ته به بیا د تیلو پیداوار پيل شي.

د دغې تحقیق مطابق تیل به په راتلونکي وختونو کې د ۱۰۰ ډالرو بیرل څخه تر ۲۲۰ ډالرو پر بیرله پوری ورسېږي. نو ځکه خو امریکا ته پکار دي چې د خپلو هډو سره دی نه شلیدونکي اړیکۍ پیل کړي او ورسره دی د خپلو میزائلونو پروګرام خپور کړي ترڅو د هرې پیښیدونکي پيښۍ لپاره ژر اقدام پورته شي.

اوس به ووینو چې د سعودي چاری په راروانو څو میاشتو کې په کومه مخه درومي، خصوصاً د کنټرول کوونکي نائف نه وروسته.


اکرم
18.06.2012

احمد بلال صاحب، السلام علیکمٔ!

بلال صاحب ! ستاسو په دې لیکنه کې خو دا سلطان بن عبدالعزیز یوارې یوکال مخکې مړشو! اوس بیا څنګه ددفاع وزیر شو؟
[quote:fceeabfe5c]په یاد دې وي چې عبدالله د خپل ژوند د ۸۹ پسرلي څخه تېریږي، سلطان بن عبدالعزیز خو یو کال دمخه وفات شو، نائف بن عبدالعزیز هم دوه ورځې مخکي ومړ، اوس یوازې سلطان بن عبدالعزیز، څوک چې د دفاع وزیر دی ،[/quote:fceeabfe5c]


changezkhan
18.06.2012

اکرم صیب دا عربان چې دي د مرګ نه وروسته هم مقر ریږي.
یو کس ته یې ۳-۴ وظیفې سپارلې دي،لدې مالومیږي چې سعودي که همدا کسان هوښیاران دي او باقي یې بې عقلان دي.


اکرم
18.06.2012

چنګیز خانه اشنا ، الله دې راوله ښه شوه چې راښکاره شوې!

همداسې ښکاري ، هغه دروسان دکمونست حزب دسیاسی بیرو مشران او غړي هم همداسې وو، دمرداریدو یوکال روسته به یې مرګ اعلان شو.
دملک فهد په اړه هم آوازه وه چې مړی یې یو کال په یخچال کې ساتلی وو! اوریدل کیږي چې نایف هم یومیاشت مخکې مړ شوی ؤ .
ددوي په پلار، عبد العزیز کې زمونږ ددوه حبیب الله ګانو خواص وو، دامیر حبیب الله عیاشی اوزنکه بازی، او د حبیب الله دساقو زوی قطاع الطورقي ، جهل او دانګریزانو ګوډاګیتوب، ددې اسلامی پادشا دزامنو نومونه دا دي :
ترکی
سعود
فیصل
خالد
فهد
عبدالله
سلطان
منصور
ناصر
نایف
محمد
ممدوح
ترکی الثانی
عبدالاله
عبد المحسن
مساعد
بدر
بندر
عبد الرحمن
سعد
سلمان
طلال
نواف
عبدالمجید
فواز
سطام
ماجد
متعب
مشعل
مقرن
هذلول
احمد
دایې زامن ، او همدمره یې دنڼو تعداد چې نومونه یې نا معلوم دي .
تاسو اوس فکر وکړئ چې دا ټول حلالیان دي او که حرموڼي .

والله اعلم


ahmad bilal
19.06.2012

اکرمه وروره ډېره زیاته بښنه غواړم، اصلاً اوسني وزیر دفاع سلمان بن عبدالعزیز ده، ما په غلطئ کې د سلمان په ځای سلطان لیکلې....

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more