د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

آیا یوازي په کنفرانسونو د افغانستان مسئله حل کیدی شي؟


jamal
19.06.2012

که یوازي په کنفرانسونو د افغانستان مسئله حل کیده، نو اوس به یې لا وخته حل کړې وه. د بن د کنفرانس نه نیولې بیا د ټوکیو، لندن، لیزبون ، استانبول او دا دي اوس د شیکاګو کنفرانس پورې ډیر نړیوال او سیمه ایز کنفرانسونه دائر شول، خو د هر کنفرانس وروسته ، د افغانستان مسئله نوره هم اوږده او ستونزمنه شوه. وجه دا ده چی دغه کنفرانسونه، د افغانستان د مسئلې د حل کولو لپاره نه بلکې دلا پیچلې کولو لپاره جوړ شوي دي چې څنګه وکړاي شي ، د امریکا او انډیوالانو له خوا د افغانستان اوسنی اشغال تو جیه کړي او یا څنګه یې د نور اوږدیدو لپاره لارې ولټوي. له دې نه چې نیت یې د حل لپاره نه و یا نه دی ، نو مسئله یې هم حل نشواي کړی؟

په لومړي سر کې ، لس کاله وړاندې ، امریکا ځان د نړۍ یکه تاز باله. په چا یې سترګې نه ډکیدې. له خپله طرفه یې اعلان وکړ، چې د اوسني نړیوالتوب په سیاست کې ملي حاکمیت معنا نلري او زمونږ لپاره، د هیوادونو سرحدونه نشته. که امریکا لازم وګڼي چې امنیت ته یې خطر ده، په هر ځای کې ، هر وخت او په هر چا برید کولی شي. بیا هم همدغه، د افغانستان مسلمان او توریالی ولس وو چې د امریکایانو او د هغو د انډیوالانو سد یې سر ته راووست، په غیر مستقیم ډول یې په ټوله نړۍ احسان وکړ او دا یې امریکا ته ثابته کړه چې د نورو هیوادونو ملي حاکمیت او خپلواکي نرمه حلوه نه ده چې واشنګټن یې کله وغواړي په اسانۍیې له ستوني تیره کړي.

د امریکی سره به پرمختللې نظامي تکنالوژي او سپوږمکۍ وي، خو د روان جهادي حرکت سره سپیڅلې عقیده ، ولسي ملاتړ او د قربانۍ پراخه جذبه شته. دا هغه وسله ده چې نه د واشنګټن په زیرمتون کې موندل کیږي او نه د پنټاګون. نه لندن یې درک کوی شي او نه د بون چارواکي. دا واقعیتونه دي، د چا په غورو پرځو، درواغو او تورونو نه بدلیږي.

موږ په بار، بار ویلي چې په افغانستان کې، د افغانانو له خوا د هغوئ د نیکونو او پلرونو په څیر د بهرني اشغال په وړاندې د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې یو ملي او اسلامي جهادي حرکت روان دي. که دا ټوله غربي نړۍ پرې سترګې پټې کړي لکه څنګه چې کوي یې، او ډول ، ډول تورونه پرې ولګوي، ماهیت او واقعیت یې نشي بدلوی. نوترهغو چې په افغانستان کې، د امریکې په مشرۍ یرغلګران د افغانستان د مسلمان ولس ارادې ته قائل نشي او هغوئ ته د هغوئ طبیعي او مشروع حقوق ورنکړل شي، چې هغه بشپړه خپلواکي او د خپلې اسلامي عقیدې او ملي عنعناتو مطابق د نظام جوړول دي، یوازې په کنفرانسونو، په مطبوعاتي ناوړه رپوټونو، په ظاهری ډیپلوماسۍ او پرمختللی تکنالوژۍ، نه دا مسئله حل کیږي او نه دا جنګ پای ته رسیږي . ددې لپاره صاف نیت ، حق منل او حق حقدار ته ورکول لازمي دي . کنه نو پدې طرزچې په تیرو لسو کالونو کی حل نشوه، په راتلونکو لسو کالونو کی یې هم نشي حل کوی.

له همدې امله، د شیکاګو د کنفرانس ګډون کوونکو ته زمونږ پیغام دادی که غواړي چې د افغانستان مسئله حل کړي، نو په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه ومنئ او وپیژنئ. د افغان ولس ارادې ته احترام وکړئ، او پریږدئ چې دغه ویاړمن ولس په آزاده فضا کې د خپلو دیني اصولو، ملي ځانګړتیاوو، د ولس او مجاهدینو د ارمانونو مطابق نظام جوړ کړي. پدې کې د افغانستان استقرار هم نغښتی، د سیمې او نړۍ هم. نور باید د ترهه ګرۍ په نوم د خپلواکي غوښتونکو حرکتونو، د تورنولو لوبه پای ته ورسوي. حق ته د حق له زاویې وګورئ. پدې کې، ټولیز خیر دی.


Re: آیا یوازي په کنفرانسونو د افغانستان مسئله حل کیدی شي؟


jamal
19.06.2012

[quote:7c2d2ba299="jamal"]که یوازي په کنفرانسونو د افغانستان مسئله حل کیده، نو اوس به یې لا وخته حل کړې وه. د بن د کنفرانس نه نیولې بیا د ټوکیو، لندن، لیزبون ، استانبول او دا دي اوس د شیکاګو کنفرانس پورې ډیر نړیوال او سیمه ایز کنفرانسونه دائر شول، خو د هر کنفرانس وروسته ، د افغانستان مسئله نوره هم اوږده او ستونزمنه شوه. وجه دا ده چی دغه کنفرانسونه، د افغانستان د مسئلې د حل کولو لپاره نه بلکې دلا پیچلې کولو لپاره جوړ شوي دي چې څنګه وکړاي شي ، د امریکا او انډیوالانو له خوا د افغانستان اوسنی اشغال تو جیه کړي او یا څنګه یې د نور اوږدیدو لپاره لارې ولټوي. له دې نه چې نیت یې د حل لپاره نه و یا نه دی ، نو مسئله یې هم حل نشواي کړی؟

په لومړي سر کې ، لس کاله وړاندې ، امریکا ځان د نړۍ یکه تاز باله. په چا یې سترګې نه ډکیدې. له خپله طرفه یې اعلان وکړ، چې د اوسني نړیوالتوب په سیاست کې ملي حاکمیت معنا نلري او زمونږ لپاره، د هیوادونو سرحدونه نشته. که امریکا لازم وګڼي چې امنیت ته یې خطر ده، په هر ځای کې ، هر وخت او په هر چا برید کولی شي. بیا هم همدغه، د افغانستان مسلمان او توریالی ولس وو چې د امریکایانو او د هغو د انډیوالانو سد یې سر ته راووست، په غیر مستقیم ډول یې په ټوله نړۍ احسان وکړ او دا یې امریکا ته ثابته کړه چې د نورو هیوادونو ملي حاکمیت او خپلواکي نرمه حلوه نه ده چې واشنګټن یې کله وغواړي په اسانۍیې له ستوني تیره کړي.

د امریکی سره به پرمختللې نظامي تکنالوژي او سپوږمکۍ وي، خو د روان جهادي حرکت سره سپیڅلې عقیده ، ولسي ملاتړ او د قربانۍ پراخه جذبه شته. دا هغه وسله ده چې نه د واشنګټن په زیرمتون کې موندل کیږي او نه د پنټاګون. نه لندن یې درک کوی شي او نه د بون چارواکي. دا واقعیتونه دي، د چا په غورو پرځو، درواغو او تورونو نه بدلیږي.

موږ په بار، بار ویلي چې په افغانستان کې، د افغانانو له خوا د هغوئ د نیکونو او پلرونو په څیر د بهرني اشغال په وړاندې د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې یو ملي او اسلامي جهادي حرکت روان دي. که دا ټوله غربي نړۍ پرې سترګې پټې کړي لکه څنګه چې کوي یې، او ډول ، ډول تورونه پرې ولګوي، ماهیت او واقعیت یې نشي بدلوی. نوترهغو چې په افغانستان کې، د امریکې په مشرۍ یرغلګران د افغانستان د مسلمان ولس ارادې ته قائل نشي او هغوئ ته د هغوئ طبیعي او مشروع حقوق ورنکړل شي، چې هغه بشپړه خپلواکي او د خپلې اسلامي عقیدې او ملي عنعناتو مطابق د نظام جوړول دي، یوازې په کنفرانسونو، په مطبوعاتي ناوړه رپوټونو، په ظاهری ډیپلوماسۍ او پرمختللی تکنالوژۍ، نه دا مسئله حل کیږي او نه دا جنګ پای ته رسیږي . ددې لپاره صاف نیت ، حق منل او حق حقدار ته ورکول لازمي دي . کنه نو پدې طرزچې په تیرو لسو کالونو کی حل نشوه، په راتلونکو لسو کالونو کی یې هم نشي حل کوی.

له همدې امله، د شیکاګو د کنفرانس ګډون کوونکو ته زمونږ پیغام دادی که غواړي چې د افغانستان مسئله حل کړي، نو په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه ومنئ او وپیژنئ. د افغان ولس ارادې ته احترام وکړئ، او پریږدئ چې دغه ویاړمن ولس په آزاده فضا کې د خپلو دیني اصولو، ملي ځانګړتیاوو، د ولس او مجاهدینو د ارمانونو مطابق نظام جوړ کړي. پدې کې د افغانستان استقرار هم نغښتی، د سیمې او نړۍ هم. نور باید د ترهه ګرۍ په نوم د خپلواکي غوښتونکو حرکتونو، د تورنولو لوبه پای ته ورسوي. حق ته د حق له زاویې وګورئ. پدې کې، ټولیز خیر دی.[/quote:7c2d2ba299][color=green:7c2d2ba299][/color:7c2d2ba299][size=24:7c2d2ba299][/size:7c2d2ba299]


Re: آیا یوازي په کنفرانسونو د افغانستان مسئله حل کیدی شي؟


jamal
19.06.2012

[quote:cb7382feb9="jamal"][quote:cb7382feb9="jamal"]که یوازي په کنفرانسونو د افغانستان مسئله حل کیده، نو اوس به یې لا وخته حل کړې وه. د بن د کنفرانس نه نیولې بیا د ټوکیو، لندن، لیزبون ، استانبول او دا دي اوس د شیکاګو کنفرانس پورې ډیر نړیوال او سیمه ایز کنفرانسونه دائر شول، خو د هر کنفرانس وروسته ، د افغانستان مسئله نوره هم اوږده او ستونزمنه شوه. وجه دا ده چی دغه کنفرانسونه، د افغانستان د مسئلې د حل کولو لپاره نه بلکې دلا پیچلې کولو لپاره جوړ شوي دي چې څنګه وکړاي شي ، د امریکا او انډیوالانو له خوا د افغانستان اوسنی اشغال تو جیه کړي او یا څنګه یې د نور اوږدیدو لپاره لارې ولټوي. له دې نه چې نیت یې د حل لپاره نه و یا نه دی ، نو مسئله یې هم حل نشواي کړی؟

په لومړي سر کې ، لس کاله وړاندې ، امریکا ځان د نړۍ یکه تاز باله. په چا یې سترګې نه ډکیدې. له خپله طرفه یې اعلان وکړ، چې د اوسني نړیوالتوب په سیاست کې ملي حاکمیت معنا نلري او زمونږ لپاره، د هیوادونو سرحدونه نشته. که امریکا لازم وګڼي چې امنیت ته یې خطر ده، په هر ځای کې ، هر وخت او په هر چا برید کولی شي. بیا هم همدغه، د افغانستان مسلمان او توریالی ولس وو چې د امریکایانو او د هغو د انډیوالانو سد یې سر ته راووست، په غیر مستقیم ډول یې په ټوله نړۍ احسان وکړ او دا یې امریکا ته ثابته کړه چې د نورو هیوادونو ملي حاکمیت او خپلواکي نرمه حلوه نه ده چې واشنګټن یې کله وغواړي په اسانۍیې له ستوني تیره کړي.

د امریکی سره به پرمختللې نظامي تکنالوژي او سپوږمکۍ وي، خو د روان جهادي حرکت سره سپیڅلې عقیده ، ولسي ملاتړ او د قربانۍ پراخه جذبه شته. دا هغه وسله ده چې نه د واشنګټن په زیرمتون کې موندل کیږي او نه د پنټاګون. نه لندن یې درک کوی شي او نه د بون چارواکي. دا واقعیتونه دي، د چا په غورو پرځو، درواغو او تورونو نه بدلیږي.

موږ په بار، بار ویلي چې په افغانستان کې، د افغانانو له خوا د هغوئ د نیکونو او پلرونو په څیر د بهرني اشغال په وړاندې د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې یو ملي او اسلامي جهادي حرکت روان دي. که دا ټوله غربي نړۍ پرې سترګې پټې کړي لکه څنګه چې کوي یې، او ډول ، ډول تورونه پرې ولګوي، ماهیت او واقعیت یې نشي بدلوی. نوترهغو چې په افغانستان کې، د امریکې په مشرۍ یرغلګران د افغانستان د مسلمان ولس ارادې ته قائل نشي او هغوئ ته د هغوئ طبیعي او مشروع حقوق ورنکړل شي، چې هغه بشپړه خپلواکي او د خپلې اسلامي عقیدې او ملي عنعناتو مطابق د نظام جوړول دي، یوازې په کنفرانسونو، په مطبوعاتي ناوړه رپوټونو، په ظاهری ډیپلوماسۍ او پرمختللی تکنالوژۍ، نه دا مسئله حل کیږي او نه دا جنګ پای ته رسیږي . ددې لپاره صاف نیت ، حق منل او حق حقدار ته ورکول لازمي دي . کنه نو پدې طرزچې په تیرو لسو کالونو کی حل نشوه، په راتلونکو لسو کالونو کی یې هم نشي حل کوی.

له همدې امله، د شیکاګو د کنفرانس ګډون کوونکو ته زمونږ پیغام دادی که غواړي چې د افغانستان مسئله حل کړي، نو په افغانستان کې ځمکني واقعیتونه ومنئ او وپیژنئ. د افغان ولس ارادې ته احترام وکړئ، او پریږدئ چې دغه ویاړمن ولس په آزاده فضا کې د خپلو دیني اصولو، ملي ځانګړتیاوو، د ولس او مجاهدینو د ارمانونو مطابق نظام جوړ کړي. پدې کې د افغانستان استقرار هم نغښتی، د سیمې او نړۍ هم. نور باید د ترهه ګرۍ په نوم د خپلواکي غوښتونکو حرکتونو، د تورنولو لوبه پای ته ورسوي. حق ته د حق له زاویې وګورئ. پدې کې، ټولیز خیر دی.[/quote:cb7382feb9][color=green:cb7382feb9][/color:cb7382feb9][size=24:cb7382feb9][/size:cb7382feb9][/quote:cb7382feb9][color=darkblue:cb7382feb9][/color:cb7382feb9][size=24:cb7382feb9][/size:cb7382feb9]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more