د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د C.I.A د پخواني مشر الن دالس پلان

larghonay laraway
05.06.2012

السلام عليکم!
لاندې ليکنه د ټول افغان له لومړي مخ څخه راخيستل شوې چې د افغانستان له اوسنيو شرايطو سره هوبهو برابره ده نو تاسو په کې څه وايئ؟

د C.I.A د پخواني مشر الن دالس پلان

عبالخالق ساپی
04.06.2012 20:19
الن دالس (1893ــ1963) د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د جوړېدو سره سم په 1947 کال په دغه اداره کې په کار پېل وکړ . له 1942ـ1952 پورې په اروپا کې د سیاسي اکتشافاتو اداره رهبری کوله . هغه له 1953ــ1961 د C.I.A مشر ، د شوروي اونورو سوسیالېستي هېوادونو په وړاندې د استخباراتی جاسوسيو او ورانکاریو بنسټ اېښودونکی او د سړې جګړې ایدیالوګ ګڼل کېږي. الن دالس په 1945 کال د « له جګړې وروسته د شوروي اتحاد په وړاندې دامریکا د دوکتورینو د پلي کېدو تفکر » په نوم کتاب ولیکه :

1) انساني مغز او شعور د بدلون وړتیا لري. د ګډوډي (هرج اومرج ) په کرلو(اچولو) سره مونږ په غېر محسوس ډول کولای شو دهغه جوهر په جعل بدل او وروسته په دغه جعل باورمند کړو . دا مؤخې ته رسېدل د ریفورمونو په جوړولو او د علم په ملاتړ تر سره کېدای شي . او یا په بل عبارت د « ازادې ټولنې» د مفاهمو او نظریو خپرول د لېبرالو رسنیو او تلویزونو د سیستم په جوړولو او تمویلولو سره تر سره کېدای شي .
2) ادبیات ،تیاتر، سینما دا ټول به د انسانی احساسا تو د تر ټولو ټیټو ارزښتونو انځورونکي او تعریفونکي وي . په دې لړ کې به مونږ په ټول قوت سره له هغو په اصطلاح انځورګرانو حخه ملاتړ وکړو چې په انساني ذهن او شعور کې د جنسي معاملې د اعتیاد ، رور زیاتي ، خیانت او په یوه جمله کې د ټولو غېر اخلاقي کړنو زړي کښت او خپرول کوي. دا لوری کولای شو د غېر دولتي سکتور یعني انجیوګانو په جوړولو سره چې په تدریجي ډول به ددولت ټول کلتوري ،تعلیمی ،ټولنیز او عام المنفعه دندې تر خپل اثر لاندې ونیسي کارنده کړو ، چې په پاېله کې ټولنه د هغې د مشروع او قانوني ارګانونو د رهبرۍ څخه خلاصېږي او ددغو انجوګانو تر کنترول لاندې راځي . دغه کار به په خپله د روسي ( یا هر بل ملت ) لپاره د تمدني بدلون شرایط چې دهغه په رڼا کې به خپل هویت له لاسه ورکړي رامنځ ته کړي او په اخر کې به د« طلايي ملیارد» د زېرمو په چينه بدله شي .
3) مونږ به په دولتي ادارو کې ګډوډي او سر درګمي رامنځ ته کړو. مونږباید په غېرمحسوس ،مګرفعال او ثابت ډول د دولتي مامورینو له استبداد ، رشوت ، بې پرنسیپۍ څخه ملاتړ وکړو تر څو بیروکراسي ځان ته د فضیلت او تقوا خای ونیسي . په دې صورت کې به نظم او صداقت له منځه خی او هغه به د هېچا په درد نه خوري او د ماضي د یو پاتې شوني په سترګه به ورته کتل کېږي. دغه دندې په لاندې ډول ترسره کېږي:
 د بشر د حقوقو د لېبرالې ایډیالوژي او نړۍ لید پربنسټ د غربي ډوله مدني ټولنوجورول .
 د حقوق پوهانو او ټولنیز سکتور د کادرونو لپاره د ښونځیو او پوهنتونو جوړول او دهغو تمیلول ، د موجوده بروګرامونو کنترول او د نو قانونو جوړول .

ژباړه : د انترنېټ له يوه روسي رېفرات څخه چې مؤلف يي ندې په ګوته شوې[color=white:5efac9176b][/color:5efac9176b][code:1:5efac9176b][/code:1:5efac9176b]


khoshalkhan
05.06.2012

لرغونيه زه حيران پاته يم چې تا ولې داليکنه دلته راوړې او دومره مهمه درته شکاريږي!!
که دصليبي اشغالګرو او دشورا يې نظار د قاتلانو دمرګ زېری وی نو مابه غوښې پرې
اخيستې وې٠
هره مخبري او فساد ته دولتي ګمارل شوې اداره ، ارګان، افراد حق په باطل او باطل په
حق وهي ترڅو چې خپل هدف تر لاسه کړي اوبس .
په دغه ليک يانې ستا رانقل کړی ليک کې ، حقيقتونه د خپل هدف اوټولنيز نظام
لپاره غلط استعماليږي .
نو انډيواله مونږه کومه ګټه نشو ترې اخيستی داټول زاړه حقائق دي چې غلط
استعماليږي . يانې که مروج نوي نو ګټه نه ترې اخيستل کېږي !


larghonay laraway
05.06.2012

السلام عليکم!
وا خوشحال خان صيب لرغوني‌ته دروند او نورو ته سپکه!
زه خو وايم دا شوم پلان شوروي ته جوړ شوی ؤ خو ټکي په ټکي په افغانستان کې عملي کېږي. تاسو وګورئ په افغانستان کې يې د کرزي فاسد حکومت ته مطلق اجازه ورکړې چې غلا وکړي او بهرنيان يې ملاتړ هم کوي. ښه بېلګه يې د کرزي وروڼه او هغه وزيران دي چې غلاوې يې تر لمر روښانه دي خو بيا هم په امريکا او اروپا کې سرې سترګې ګرځي.
بله خبره يې د انجيوګانو ده چې حکومتي ادارې پرې کمزورې کړي چې دا هم په افغانستان کې تطبيق شوې ده.
بله يې د ازادو او فاحشو رسنيو پياوړي کول دي چې طلوع او شمشاد يې ښې بېلګې دي. طلوع ټوله ورځ تاجيکۍ او شمشاد پاکستانۍ نجونه ګډوي او شمشاد لا د پښتنو تر منځ د لهجو اختلاف ته هم کار کوي نو زه حيران يم چې په تا ولې د دې ليک راکاپي کول بده لګېدلې ده؟
ايا جنايتکار دوستم، خليلي، محقق، فهيم، عطا او نور د همدې امريکا له خوا نه حمايه کېږي؟
ايا سپين چکونه نه دي ورکړل شوي؟
زما په نظر خو د شوروي په اړه دغه جوړ شوی پلان ټکي په ټکي په افغانستان کې پلی شوی دی، امريکا همداسې ګډوډي جوړوي او خپل هدف ته ځان رسوي چې د ملاعمر ډله هم د دې پلان يوه جوړه شوې برخه ده!


khoshalkhan
05.06.2012

اولرغونيه لېونيه !
هو ،په درنو دروند په سپکو سپک يم!
داخبرې دې درستې دي او داحقيقت ډېرو ته مالوم دی ، خوما ته د اسې شيان
دتحليل او پوهې په سترګو ددوپيسو ساده خبرې اوډېرې ابتدايې راته مالوميږي!
او دا زما دښوونځي دوخت دکبر او مغوريت زړې رېښې پاته دي !
اوس پوه شوې !
اوس د ليکنې هم خوند راکوي ، پښتون شه مسلمان اوسه! ، په چا باندې چرت هم
مه خرابه وه !
په تبر زنګ يې وهه په لاره يې رېبه ! کله چې ريښې خرابه وي نو علاج يې يواځې
له منځه وړل او نور کښېنول دي !
بل کاربه ورسره خوشې لېونتوب او غيرې اقتصادي وي !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more