د موضوعګانو سرپاڼه

تاریخ او تاریخپوهنه

داسلامي تاریخ عجیبي پېښې

رښتینی
16.08.2011

داموضوع شاید دلوستوالو خوښه شې له ګډونوالو او لیکوالانو نه هیله کوم
په دې اړه لنډ او ښکلې تاریخې معلومات رایوځای کړې اولوستوالو ته یې
وړاندې کړې زه به یې په یوه لنډه پېښه پیل کړم :

محمدبن قاسم الثقفی داسلامې تاریخ یوه پیژندل شوې څیره ده دا هغه ځوان دی
چې په اولس کلنی کې یې سند او اوسنی کراچی فتحه کړه دده د لوړو اخلاقو په
اړه مورخین لیکې چې دده په غوره چلند سره خورا ډیر سکان او هندوان مسلمان
شول او کوم چې مسلمان نشول هغوی دده انځورونه جوړ کړل او هغه به یې د دیوتا
یا رب النوع په توګه نمانځه

د تعجب ټکی دادی چې دسلیمان بن عبدالملک دخلافت په مهال دی دخلیفه
له خوا دی ونیول شو ځکه دی د حجاج بن یوسف وراره و او له حجاج سره د سلیمان
دڅو خاصو ملګرو ورانه وه نویې له سیند نه لاس تړلی راوست او دعراق په واسط
نومي ځای کې یې بندې کړ او په همدې بند کې ووژل شو رحمه الله تعالی
مورخین لیکی چې که دا ځوان پرېښودل شوی وی نو چین به هم نن داسلام په قلمرو
کې و

ویل کیږې کله چې دی د واسط په بند کې و نو له ځانه سره به یې دا شعر زمزمه
کاوه :

اضاعوني وای فتی اضاعو ا
لیوم کریهه وسداد ثــــــــــــــغر

په مينه


وصيل پېروز
27.08.2011

السلام عليکم
رښتنی صاحب ښه فکر مو کړی دی ، د تاريخ د پاڼو زرينې کرښې کولای شي چي زموږ د ژوند لوری بدل کړي او زموږ د شخصيت په جوړولو کي غوره اثر درلودلای شي ، دا لړۍ بايد روانه وساتل شي او ستاسو و زموږ په ګډون بايد په دې موضوع کي داسي حيرانوونکې او زړه وړونکې پېښي شريکې شي چي له یوې خوا که د ښه پيغام درلودونکې وي نو له بل پلوه پکي د مسلمانې ټولنې د احساساتو غوره ترجماني شوې وې . په دې سفر کي مو ملګری يم . ان شاء الله


M Tahir
10.09.2011

شېخ الهند مولانا محمود الحسن رحمه الله عليه د هند پۀ نيمه وچه کې د مسلمانانو هغه پياوړی ديني عالم او ستر سياسي لارښود وو چې د علم او پوهې له بې شمېرې چينو څخه يي د منځنۍ اسيا او نورې اسلامي نړۍ د هدايت، معرفت او حق پېژندنې پۀمليونو تنده غري اوبېږي.نوموړی چې کله پۀ هندکې د انګرېزانو پر خلاف دپاڅون پۀ تور پۀ مکه معظمه کې د انګرېزانو د تالۍ څټي والي شريف حسين له خوا ونيول شو او انګرېزانو ته يي لاس تړلی پۀ لاس ورکړ (کټ مټ لکه د ګران هيواد لوی سفيراو پرښته صفته انسان ملا عبدالسلام ضعيف چې دپاکستان افغان ضد او اسلام ضد دولت امريکايي ځناورو ته پۀ لاس ورکړ ..... اف زما ګران هيواد ته يي پۀ څومره سپکه سترګه وکتل خو ښايي زموږ ډېر هيوادوال يې و نه مني)انګرېزانو شېخ الهند رحمه الله عليه د مالټا تورې ټاپو (جزيرې)ته يووړ، د شېخ الهند تر نيونې وروسته د نوموړي نور ملګري او شاګردان هم يو پۀ بل پسې ونيول شول او پۀ دې توګه د ورېښمين دسمال هغه تاريخي تړون چې د عثماني خلافت، افغان دولت او د شېخ الهند رحمه الله عليه تر مشرۍ لاندې د هند دنيمې وچې د خپلواکۍ غوښتونکو مسلمانانو ترمنځ لاسليک شوی وو او د دې تړون له مخې به د ترکيې پوځ د افغان ځوانانو پۀ ملتيا د افغانستان له لارې پرهند بريدکاوۀ، تر وخت مخکې سبوتاژ شو. د شېخ الهند رحمه الله عليه شاګرد مولانا حسېن احمد مدني رحمه الله عليه هم انګرېزانو ونيو نوموړي له انګرېزي چارواکو څخه وغوښتل چې د مالټا زندان ته دې واستول شي تر څو هورې د خپل دروند استاد او شېخ خدمت وکړي. انګرېزانو د سياسي مصلحت له مخې مولانا حسېن احمد مدني رحمه الله عليه د مالټا زندان ته ولېږد. مولانا مدني رحمه الله عليه وايي چې هلته د خپل شېخ د خدمت پۀ دوران کې يي يوه ورځ شېخ الهند رحمه الله عليه ډېر خواشينی وليد، نوموړی وايي چې زما پۀ پوښتلو سره شېخ الهند رحمه الله عليه وويل چې دروژې مبارکې مياشت راغله ،خو نه زۀ حافظ يم اونه تۀ!پۀژوند کې دا لومړی ځل دی چې پۀ تراوو (تراويح)کې قران کريم ښايي وا نه ورم . مولانا مدني رحمه الله عليه وايي چې شېخ الهند ته يي وويل چې دا کار به اوشي. نوموړی وايي چې له هغه وروسته يي د سپېڅلي قران حفظ کول پيل کړل.دی وايي چې هره ورځ به يي يوه سيپاره يادوله او بېګا به يي شېخ الهند ته پۀ تراوو کې اوروله.نوموړی وايي چې پۀ دې توګه يي دروژې مبارکې ترپايه پورې ټول قران ياد کړ او شېخ الهند ته يي پۀتراوو کې واوراوۀ!

سبحان الله! کاش چې د دې وړ وای،او الله جلجلاله يوداسې استادراکړی وای، چې له خپل شاګرد څخه د هيڅ شي تمه نه کوي، هيڅ هم ترې نه غواړي خو چې کله يي غوښتنه کوي نو دومره ستر روحانيت !
------------------------
محترم رښتينی صاحب
پرقلم مو برکت شه چې دومره ښکلي او پۀ زړۀ پورې مطالب بحث ته وړاندې کوئ!
پۀ مينه
ستاسو طاهر


Sangar Watan
10.09.2011

[quote:31079c2f78]پر خلاف دپاڅون پۀ تور پۀ مکه معظمه کې د انګرېزانو د تالۍ څټي والي شريف حسين له خوا ونيول شو او انګرېزانو ته يي لاس تړلی پۀ لاس ورکړ (کټ مټ لکه د ګران هيواد لوی سفيراو پرښته صفته انسان ملا عبدالسلام ضعيف چې دپاکستان افغان ضد او اسلام ضد دولت امريکايي ځناورو ته پۀ لاس ورکړ ..... اف زما ګران هيواد ته يي پۀ څومره سپکه سترګه وکتل خو ښايي زموږ ډېر هيوادوال يې و نه مني)[/quote:31079c2f78]

ښاغلی M Taher
نو بياولې ملاضعيف همدا اوس دانګريز او امريکې تر اشغال لاندې،دکابل د ګوډاګي حکومت کلک همکار دی،ځينې غواړي چې ومنو چې ګواکې دی دکابل دحکومت سره زنداني دی :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :mrgreen:


رښتینی
02.11.2011

محترم پیروز او ګران ورور طاهر اوټولو روڼو سلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ
طاهر صاحب ستاسو له ښایسته کیسې مې خوند واخیست الله دې اجرونه درکړې
او پیروز صاحب ته هم باید یوڅه راسره شریک کړې او دا لړۍ باید روانه کړو .

په مینه


حمید هڅــاند
03.06.2012

حامد وروره؛ که محمد بن قاسم ژوندی پاتي شوی وای نو کېدای شي هند کې اوس بت لمانځنه ورکه/بیخي کمه شوې وای. یانې؛ محمد بن قاسم مخه نور هند ته وله ( نه چین ته) چې د سلیمان له خوا ورغوښتل شو. له بده مرغه؛ د ده(رح) ترڅنګ د قتیبه بن مسلم الباهلي شهید کول د دې لامل شول چې هم د هند فتح ( دمحمد بن قاسم په لاس) او هم د چین فتح ( د قتیبه بن مسلم په لاس) خوب پاتي شي او په حقیقت بدلې نه شي.
زما پوښتنه:
[color=white:fd48ca3b18]اندونیزیا، مالیزیا، مورشس، مالدیوز ته څنګه اسلام لاره وکړه؟[/color:fd48ca3b18]

ستاسو د ځواب په تمه.....

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more