د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دښوونځیو دښمنان افشاء شول ( اسناد خبرې کوي )

khoshalkhan
28.05.2012

دښوونځیو دښمنان افشاء شول ( اسناد خبرې کوي )

تفصيل بـــــرخه: خبـــــرونه
28مئي2012.
لیکوال: نن ټکی آسیا .

له تیرو څو کلونو راهیسې دافغانستان په مختلفو سیمو کې دنجونو او هلکانو ښوونځي دشپې په مهال دنامعلومو کسانو لخوا سوزول کیږي او یا هم په بمونو الوزول کیږي .
سره له دې چې زیاتره لویدیځ مطبوعات او چارواکي دداډول کړنو تور په طالبانو لګوي ، او ټولې طالب ضدکړۍ له داډول کړنو څخه دخپلو تبلیغاتو لپاره دخورا مناسبو خامو موادو په توګه استفاده کوي ، خو طالبانو همیشه داتورونه په کلکه رد کړي دي .

دطالبانو دتحریک دوهم مطرح شخصیت او دملامحمد عمر مرستیال ملاعبدالغني برادر له نن څخه دری کاله وړاندې له مطبوعاتو سره په مرکه کې ویلي وو چې موږ ښوونځي نه سوزوو که موږ ښوونځي سوزولی ، نواوس به په افغانستان کې په دومره کچه فعال ښوونځی نه وای .
خولکه چې وایي (مړی چې خدای شرموي نو په تخته یې باد پرې سي ) دښوونځیو په وړاندې له لس کلن جنایت وروسته په لومړي ځل دغه کرغیړن راز په بشپړه توګه افشاء شوی دی ، او داخبره معلومه شوې چې بالاخره دافغان اولس دزامنو په وړاندې ددې جنایت اصلي عاملین کوم خلک دي .
نن ټکي آسیا ته دبلخ دوالي عطامحمد نور یو داسې لیک په لاس ورغلی ، چې نوموړي په کې په ۱۳۸۶/۶/۸ نیټه دبلخ ولایت دبلخ ولسوالۍ امنیه قومندان ته چې ښایي دده شخصي بانډ غړی به وي امرکوي ، چې دبلخ په ولایت کې دطالبانو دنفوذ دمخنیوي لپاره یو محلي مکتب له منځه یوسي ، ترڅو یې دمیډیا له لارې په طالبانو تاوان کړي او خلک له طالبانو ناراضه شي .
عطامحمد نور په دې لیک شوی فرمان کې ویلي چې په چمتال ولسوالي کې دې هم همداسې کار وشي ، باید وویل شي چې ددې لیک دلیکلو نيټه دقیقا هغه وخت دی چې طالبانو په بلخ ولایت کې نوي خپل فعالیتونه ښکاره او چټک کړي وو .
لیک په لاندې ډول لوستلی شئ

[img:d822e597b9]http://www.nunn.asia/images/stories/afghanistan/theleadersofafghanfrontline.jpg[/img:d822e597b9]
[im
http://www.nunn.asia/index.php/afghanistan/news/5006-دښوونځیو-دښمنان-افشاء-شول-اسناد-خبرې-کوي


حمید هڅــاند
29.05.2012

کاشکي د طالبانو د مشرتابه او ښکته کسانو ویل او کول یو وای!
که په بلخ کې یې عطامحمد نور بندوي نو غزني کې یې پخپله طالبان بندوي.
د اسنادو جوړول هم څه سخت کار نه دی.


khoshalkhan
29.05.2012

[quote:62d6bb6a74="حمید هڅــاند"]کاشکي د طالبانو د مشرتابه او ښکته کسانو ویل او کول یو وای!
که په بلخ کې یې عطامحمد نور بندوي نو غزني کې یې پخپله طالبان بندوي
د اسنادو جوړول هم څه سخت کار نه دی.[/quote:62d6bb6a74]

هو سند خو کوم سخت کار ندی ، خو دالس کاله، درې ،دوه ، پنځه ..... کاله پخوا
ولې دا سې سند نه جوړېده !!
دخادستانو ماجراجويې ګانې ، په جنګ اچول ، پروپاګندي ، روحي سکنجې ، روحي
جنګ اوروحي ضربې، ماته ، مونږ ته ښې مالومې دي ،دا يې کار او وظيفه ده ، داچې
اوس CIA او cia جوړ کړې طالبان چې په پاکو طالبانوکې ګډ شوي او پېژندل يې
دپاکو طالبانو لپاره سخت کار دی ،هم ور سره يوځاي دي ،نودا يو ډېره کلک تړلې
بانډ جوړوي نو دمکتبونوسوځل او دد نجونو مسمومول خو ډېر اسانه کار دی او د
جهادي طالبانو لپاره کلکه ضربه ده چې اولس ترې بېزاره کړي ٠


محمود سعيد
30.05.2012

سلامونه!
څومره ښکلی اعتراف! خو د ISI پر ځای مو بيا دوهم ځل هم CIA کارولې...:
[quote:c28a836ad6]، داچې
اوس CIA او cia جوړ کړې طالبان چې په پاکو طالبانوکې ګډ شوي او پېژندل يې
دپاکو طالبانو لپاره سخت کار دی ،هم ور سره يوځاي دي ،نودا يو ډېره کلک تړلې
بانډ جوړوي نو دمکتبونوسوځل او دد نجونو مسمومول خو ډېر اسانه کار دی او د
جهادي طالبانو لپاره کلکه ضربه ده چې اولس ترې بېزاره کړي ٠[/quote:c28a836ad6]
د طالبانو لپاره دا پيژندل ولې سخت دي؟
هغوی خو د خلکو په زړونو کې د کفر او اسلام توپير هم کولای شي، همدا اوس د افغانستان نيم وګړي کافر ګڼي!


حمید هڅــاند
30.05.2012

[quote:c46db8b2ec]دخادستانو ماجراجويې ګانې ، په جنګ اچول ، پروپاګندي ، روحي سکنجې ، روحي
جنګ اوروحي ضربې، ماته ، مونږ ته ښې مالومې دي ،دا يې کار او وظيفه ده ، داچې
اوس CIA او ISIجوړ کړې طالبان چې په پاکو طالبانوکې ګډ شوي او پېژندل يې
دپاکو طالبانو لپاره سخت کار دی ،هم ور سره يوځاي دي ،نودا يو ډېره کلک تړلې
بانډ جوړوي نو دمکتبونوسوځل او دد نجونو مسمومول خو ډېر اسانه کار دی او د
جهادي طالبانو لپاره کلکه ضربه ده چې اولس ترې بېزاره کړي [/quote:c46db8b2ec]

محترم خوشال خان وروره، د محمود سعید ورور د سموني سره سم به دا دویم ځل سې ای اې په ای ایس ای ولیکو او پاتې خبرې مو په سر سترګو منم او یو ښکاره واقعیت دی. ستاسو په تايېد غواړم ولیکم چې دا تېر کال طالبانو په زغرده وویل چې زده کوونکي د سولي په ارامه فضا کې خپلو لوستونو ته ادامه ورکولی شي او موږ ورسره هیڅ ډول ستونزه نه لرو؛ خو بدمرغي داده چې بیا بیا زموږ ښوونځي په هغو سیمو کې وتړل شول چې د طالبانو تر نفوذ لاندي وې. زموږ اولس د دغو تورو څارګرو په دام کې ښکېل دی او د دغو څارګرو په د لومو په جوړولو کې یهود پوره لاس لري.


khoshalkhan
30.05.2012

[quote:cddeac0364]محترم خوشال خان وروره، د محمود سعید ورور د سموني سره سم به دا دویم ځل سې ای اې په ای ایس ای ولیکو....[/quote:cddeac0364]

محترم وراره هڅاند صيب !
محمود سعيد خودسيخ پاخه دېوال پرځای دخټوخام کوږ دېوال دخپلې زړې او يا غربي
ليبرالې ايډيالوګي په ستر ګو ويني چې هر څومره پوخ وي او دده دباغ محافظت نکوي
غلط يې بولي اوغلط يې تعبيروي !
cia او cia جوړکړي طالبان که د isi په جوړکړي طالبانو وتپو دابه لويه ګناه او داسې
يوظلم او تحميل به وي لکه دخلقي او پرچمي دولت پرې کړې او عمال دافغان اولس
پر سر ! اوزما دکورنۍ دڅلورو شهيدانو او پنځو بنديانوپه حق کې به هم لويه جفاوي!
لنډه :
چا چې د cia ، دشمال د جنګي جنايتکارانو او خاديستانو تاريخ او کارونه نوي
مطالعه او لوستلي ، هغه به د محمود سعيد غوندې خام قضاوت کوي !


larghonay laraway
03.06.2012

السلام عليکم!
پتنګ صيب دا به هم ومنو چې دغه سند رښتيا دی او ورسره د ټول افغان په لومړي مخ د طالبانو اعلاميه هم خپره شوې چې د ښوونځيو ملاتړ کوي خو دا به هم ومنو چې هر وخت په افغانستان کې کوم ښوونځی سوزيدلی نو پړه يې طالبانو په غاړه اخيستې ده.
دا دې ډېر پر ځای خبره کړې چې په طالبانو کې د امريکا، انګليس، پاکستان، هندوستان، المان، ايران، د شمالي لنډغرانو او حتی د کرزي طالبان شته او رښتيا هم چې د دوی پېژندنه عام ولس ته ډېره ستونزمنه ده. ځکه چې هرڅوک ږيره، پټکی او اوږدې جامې ولري او ټوپک په غاړه کړي نو سم دم طالب دی او طالبان تر دې بل معيار هم نه لري. دوی د کوم سياسي او هدفمند ګوند په څېر نه دي چې د غړيتوب شرطونه يې ځينې خبرې زده کول وي. بس وحشت او دهشت چې يې زده وي همغه ښه طالب دی.
خو ګناه ټوله د ملاعمر ده!
ځکه چې د هرې نادودې او پښتون دښمنه کړنې پړه ملاذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي په غاړه اخلي دا که د امريکايي طالبانو کړنه وي او که د نورو نو پوښتنه دلته ده چې که ملاعمر خپل او د نورو طالبانو پېژندنه نه شي کولی بيا د ناوړه اعمالو پړه ولې په غاړه اخلي؟
ايا نه شي ويلی چې دا زمونږ کړنه نه ده او غندو يې؟

اوس د عطامحمد نور د سند په اړه :
عطامحمدنور د ټلوالې ډېر پياوړی لنډغر دی چې د خپلو اهدافو لپاره غښتلي مشاورين او پلان جوړوونکي لري.
عطامحمد نور دومره ساده نه دی چې خط وليکي بلکې قومندان راغواړي او په خوله ورته وايي. ما ته ښه دقيقه معلومه ده چې د بلخ په يوناما مظاهره د عطا له خوا تنظيم شوې وه او غوښتل يې چې بهرنيانو ته خپل زور وښيي څو ترې امتيازات واخلي خو پړه يې د نر غوندې د ملاعمر ډلې په غاړه واخيسته.
بله دا چې په چمتال کې تر اوسه نه کوم ښوونځی سوزيدلی او نه بند شوی دی. ټول فعال دي دا چې د چمتال خبره دروغ ده نو د بلخ د نورو ښوونځيو هم همداسې درواخله. زه د چمتال ليست هم درته ښيم ويې ګوره!

چمتال د اوسني حکومت په وخت کې ۲۸ ښوونځي لري چې ۸ ليسې ، ۱۶ متوسطې او څلور ابتدايې لري چې ټول فعال دي او تر اوسه پورې هيڅ يو نه بند شوی، نه سوزول شوی او نه کوم شاګرد يا معلم ته اخطار ورکړل شوی دی. هغه سيمې چې د طالبانو په واک کې دي هلته طالبانو خلکو ته ويلي دی چې که چېرته تاسو ته چا د طالب په نامه اخطار درکړ چې ښوونځی بند کړئ او يا يې وځورولئ نو مونږ ته خبر راکړئ چې جزا ورکړو.
د چمتال ولسوالۍ ښوونځي په لاندې ډول دي:
آسیاب شراف متوسطه نسوان
آسیاب گرگ متوسطه ذکور نسوان
با ئی تیمور ليسه ذکور نسوان
بارگاه متوسطه ذکور
بابا سنجيت ابتدايه ذکور نسوان
پالو متوسطه ذکور
وزولی متوسطه نسوان
پشمک قلعه متوسطه ذکور
عليزی متوسطه ذکور
تګابی امام صاحب متوسطه ذکور نسوان
کاکړ متوسطه ذکور
توخی متوسطه ذکور
رباط متوسطه ذکور نسوان
سر اسیاب ليسه ذکور
سرآسیاب ليسه نسوان

شواربی متوسطه ذکور نسوان
عرب مزاری ليسه ذکور نسوان

قلعه رزاق متوسطه ذکور
تره کی امام صاحب ابتدائيه ذکور
فاتمه خېل ابتدائيه ذکور
میر قاسم ليسه ذکور
میر قاسم جان ليسه نسوان
صد مېش ابتدائيه ذکور
نوشهر تره کی متوسطه ذکور
ینگی قلعه ليسه ذکور نسوان
جنګل متوسطه ذکور نسوان

په بلخ کې د عطا محمد نور د طالبانو په اړه معلومات:

په چمتال کې عطامحمد نور طالبان راپيدا کړل
ځکه چې دی وېرېدو چې که په چمتال او ځينو نورو پښتني سيمو کې انتخابات وشي نو د ده کسان به په کم شمېر سره پارلمان ته لاره ومومي. له همدې کبله عطامحمد نور د چمتال ولسوالۍ له خپل پخواني قومندان حاجي معلم سلام سره داسې يو سيستم جوړ کړ چې د چمتال يو شمېر داسې پښتانه پيدا کړي چې پيسې ورکړي او د طالب په نامه فعاليت شروع کړي. حاجي معلم سلام د چمتال ولسوالۍ د عرب مزاري د کلي په قوم عرب دی چې د جهاد په وخت کې د عطامحمد نور قومندان ؤ او په اوسني حکومت کې د چمتال ولسوالۍ د خصوصي سکټور مدير دی. حاجي معلم سلام د چمتال په (نوشهر علی زی، نوشهر کاکړي، توخي، تره کي، بارګاه، امام صاحب او جوی شور) کليو کې د پيسو په مقابل کې نوي طالبان پيدا کړل. ځکه دا کلي د حاجي معلم سلام له کلي سره نږدې دي او د جهاد په دوران کې د حاجي معلم سلام مجاهدين په کې وو. حاجي معلم سلام په خپله طالب نه ؤ خو په ټول چمتال کې يې ښه په ښکاره د حکومت مخالفو طالبانو ته وسلې ورکولې. لومړی يې په نوشهر علي زي کلي کې د عطامحمد په قوم عليزي په نامه يو نفر راپيدا کړ چې پخوانی مجاهد ؤ. حاجي معلم سلام وسله او پيسې ورکړې او هغه په خپل کلي کې د طالب په نامه فعاليت شروع کړ. عطامحمد له ځان سره نور ملګري هم پيدا کړل چې مخونه به يې پټ کړي وو، عينکې به يې په سترګو وې او په کليو کې به له وسلې او موټر سايکل سره ګرځېدل. همدا راز يې په نوشهر عليزي کلي کې يو بل نفر چې جانکی نوميدو او په قوم عليزی ؤ راپيدا کړ چې پخوايو عادي سړی ؤ او په هيڅ کومه دوره کې يې کوم خاص رول نه درلود. جانکی نوی ځوان ؤ او درې نفر نور هم ورسره وو چې مخونه به يې پټ کړي وو او په موټرسايکلو به د طالب په نامه ګرځېدل.
په همدې ترتيب يې د چمتال په ولسوالۍ کې د نوشهر کاکړي په کلي کې د ملاجمعه خان په نامه يو نفر پيدا کړ چې په قوم عليزی ؤ خو د کاکړو په کلي کې اوسيدو. دا ملا هم ؤ او د چمتال په نوشهر عليزی کې په (قاسميه مدرسه) کې استاد هم ؤ. دی خپله هم ملا ؤ خو د حاجي معلم سلام له خوا پيسې او وسله ورکړل شوې وه چې د طالب په نامه فعاليت شروع کړي. همدا راز يې د ترکي په قريه کې د ملااختر محمد په نامه په قوم تره کی چې د حاجي معلم سلام له کلي (عرب مزاري) سره يې کلی نږدې دی دا د جهاد په وخت کې د حاجي معلم سلام مجاهد نه ؤ بلکې د اسلامي حزب (مولوي خالص) مجاهد ؤ خو دا چې د حاجي معلم سلام له کلي سره يې کلی نږدې ؤ نو له حاجي معلم سلام سره يې نږدې اړيکې لرلې نو په اوس وخت کې يې پيسې او وسله ورکړه چې د طالب په نامه فعاليت پيل کړي.
همدا راز د چمتال ولسوالۍ د بارګاه په کلي کې يې د مولوي قاسم په نامه يو نفر چې په قوم ترکمن ؤ پيدا کړ ، وسله او پیسې يې ورکړې. مولوي قاسم د خپل کلي ملا امام ؤ خو له حاجي معلم سلام پخوانی مجاهد او د يو تنظيم ؤ نو اوس يې د طالب په نامه مؤظف کړ.
د چمتال ولسوالۍ د امام صاحب په کلي کې يې د حکيم په نامه په قوم هزاره مؤظف کړ چې د طالب په نامه فعاليت پيل کړي. حکيم د جهاد په وخت کې د حزب وحدت سرګروپ ؤ چې د اوسني حکومت په وخت کې يې کوم کار نه درلود نو حاجي معلم سلام له موقع استفاده وکړه، وسله او پیسې يې ورکړې او طالب شو. همدا راز هغه کلي چې هزاره ګان په کې اوسيدل خو د پښتنو د کليو په منځ کې وو نو هلته هم طالبان پيدا شول چې هم يې پیسې واخيستې او هم يې ځانونه وساتل چې طالبان ورته څه ونه وايي. نو د جرقلعه په هزاره ګانو کې د رمضان په نامه يو هزاره ورسره ملګری شو او د طالب په نامه يې فعاليت پيل کړي. رمضان له حاجي معلم سلام سره اړيکې نه لرلې نو ځکه يې په دې کلي کې له عطامحمدعليزي له نفوذه کار واخيست. عطامحمد چې د نوشهر د عليزي کلي ؤ هغه له رمضان سره انډيوالي لرله چې پیسې او وسله يې ورکړه او د ځان ملګری يې کړ. همدا راز عطامحمد د هزاره ګانو په يو بل کلي (قلعه رزاق) کې چې د پښتنو د کليو سره نږدې وه، لومړی د دې قريې قريه دار حسين ته ورغلو او ورته يې وويل چې يو نفر راکړه چې زمونږ سره طالب چارواکی شي. عطامحمد ورته وويل زه ستاڅخه يوازې د دې لپاره يو نفر غواړم چې طالب شي څو د طالبانو او هزاره ګانو تر منځ اړيکې خرابې نه شي. حسين قريه دار په لومړي ځل ترې معذرت وغوښت خو عطامحمد بيا بيا ورغی نو حسين قريه دار ورته وويل زه وسله نه اخلم خو په خپله قريه کې به پټ نفر هم درکووم او څوک به دې مخالفت هم نه کوي.
په دې وخت کې يو شمېر داسې طالبان هم راپيدا شول چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې د طالبانو نفر وو لکه په جوی شور کې د مولوي جمعه زوی په قوم توخی چې د طالبانو په لومړۍ دوره کې يې پلار طالب قومندان ؤ او د سرپل ولايت په سنګچارک ولسوالۍ کې د دوستم د نفرو سره په يوه جګړه کې ژوندی ونيول شو چې د دوستم کسانو پرې پوزه او غوږونه غوڅ کړي وو او بيا يې وژلی ؤ. نو له ده سره همغه پخوانۍ عقده هم وه نو بيا چې طالبان راپيدا شول دی هم ورسره ملګری شو. ده ته هم دعطامحمد له لارې حاجي معلم اسلم پيسې او وسله ورکړه.
پورتني کسان په چمتال کې د اوسني حکومت د پارلمان د دويمې دورې تر انتخاباتو يوه مياشت وړاندې د بلخ د والي عطامحمد نور له خوا رامنځته شول او فعاليت يې پيل کړ. دوی به مخونه پټ کړي وو او د هر کلي مسجد ته به ورغلل موټرسايکلونه او وسله به ورسره وه، په مسجد کې به يې اعلان وکړ چې تر دې وروسته به هيڅوک خپله قضيه حکومت ته نه وړي بلکې د خپل کلي په ملايانو به يې فيصله کوي. چې د همدې لپاره يې کمسيون هم جوړ کړی ؤ چې د خلکو فيصلې وکړي. طالبانو به دا هم ويل چې خپل بچيان له پوليسو، ملي اردو او د بهرنيو ځواکونو سره له همکارۍ او وظيفې رامنع کړئ او زمونږ سره بايد همکاري وکړي.
په لومړيو ورځو کې داسې اوازې هم وې چې نجونې بايد ښوونځيو ته لاړې نه شي خو څو وروځې وروسته دوی خپله فيصله وکړه چې مونږ هيڅوک هم له ښوونځي نه منع کوو او که چا زمونږ په نامه څوک له ښوونځي منع کړ نو سخته جزا به ورکړو. تر دې وروسته نجونې او هلکان ښوونځي ته تلل او چا يې مخنيوی نه دی کړی.
اوسني طالبان به په کليو ګرځېدل او عشر او زکات به يې له خلکو راټولاوه خو په حکومتي پوستو، ولسوالۍ او د بهرنيانو په قطار يې حمله نه کوله. په دغه وخت کې په سرکونو کې مينونه خښول هم رامنځته شول چې اتهام يې په طالبانو ؤ خو د سيمې خلکو ويل چې طالبان د حکومت خلک دي او دا مينونه په پټه د حکومت هغه مخالفين خښوي چې د حکومتي طالبانو په منځ کې ورننوتي دي. ځکه کله چې همدا د والي عطامحمدنور طالبان راپيدا شول نو د حکومت واقعي طالبان يې هم په صفونو کې پټ پټ ننوتل چې ځانونه يې نه شو ښودلی خو له طالبانو سره يې پخوانۍ اړيکې لرلې. نو دوی به ماينونه خښول خو عامو خلکو ته به يې پټ شپې ليکونه خپرول چې په دې لاره تګ راتګ مه کوئ ځکه چې مينونه خښ شوې دي.

بله دا چې په ځينو سرکونو کې به هيڅ مين نه ؤ خو طالبانو به اوازه خپره کړه چې پنځه ورځې يا دوه ورځې به په دې سرک تګ راتګ نه کوئ ځکه چې مونږ مينونه خښ کړې دي. خو تر هغې ټاکلې مودې وروسته به هم بيا کوم مين نه ؤ او خلکو به عادي تګ راتګ پرې کولو.
په بلخ ولايت کې په نورو هغو ولسواليو کې چې پښتانه دي په هغو کې هم د بلخ ولايت والي عطامحمدنور له خوا د ده د ځينو قومندانانو په واسطه طالبان جوړ شوي وو چې په چهاربولک کې يې د خپل قومندان علي جان ابراهيم خيل په واسطه طالبان جوړ کړل چې د بلخ ولايت د طالبانو والي، د چمتال ولسوال او يو شمېر طالبان هم د چهاربولک ولسوالۍ وو.
والي عطامحمد نور په بلخ کې له طالبانو سره مستقيمه اړيکه نه لري بلکې د معلم اسلم او د بلخ ولايت د امنيت له لارې ارتباطات ټينګوي. د بلخ امنيت په طالبانو کې قوي قوي سرګروپان اخلي چې هغوی پنځه شپږ موټر سايکل والا لري او کله چې ورته امر وشي نو جګړه کوي او که امر ورته وشي نو جګړه بندوي. له مونږ سره د ټکسي يو ډريور چې د چمتال ولسوالۍ ؤ هغه په مرکه کې وويل چې زما ملګري هم په پوليسو کې شته او هم په طالبانو کې. پوليس ملګري هم راته ويلي چې زمونږ او طالبانو جګړه سخته شي او نږدې وي چې طالبان ژوندي ونيسو نو د بلخ ولايت د امنيت له خوا زمونږ مشر ته ټليفون کېږي چې جګړه بنده کړئ او په شاشئ او که مونږ (پوليس) د طالبانو له خوا محاصره شي نو بيا د بلخ امنيت د طالبانو سرګروپ ته وايي چې جګړه بنده کړئ.
طالبان دوه ډلې دي چې يو يې اصلي طالبان دي او د ملاعمر له ډلې څخه دي او بله ډله يې د عطامحمد نور طالبان دي خو دوی يو په بل نه پوهېږي ځکه د بلخ امنيت د طالبانو داسې کسان اخلي چې هغوی د ملاعمر په ډله کې ښه نفوذ لري. يعنې داسې سرګروپ وي چې پنځه يا شپږ موټرسواران لري نو کله چې په جګړه کې يو داسې سرګروپ له خپلو پنځو شپږو موټرسوارانو سره يو ځای په شا لاړ شي نو نور طالبان هم تښتي.
د چمتال ولسوالۍ د نوشهرونو خلک له کله چې د طالبانو حکومت ؤ له همغې راهيسې د هلمند له طالبانو سره ارتباط لري نو ځکه خو کله چې د تېرو انتخاباتو په وخت کې طالبان راپيدا شول نو د هلمند طالبان هم چمتال ته راغلل خو کله چې انتخابات پای ته ورسيدل نو د عطامحمد نور طالبان له صحنې ووتل نو د هلمند طالبان يا هغه طالبان چې د ملاعمر له ډلې څخه وو هغوی مجبور شول چې چمتال پرېږدي ځکه چې د چمتال د عطامحمد نور طالبان د بلخ د امنيت په دستور ايران او پاکستان ته لاړل او اصلي طالبان يوازې شول نو ځکه يې هغسې زور هم پاتې نه شو.

نتيجه:
د عطامحمد نور سند رښتيا دی خو د عطامحمد نور په خوښه خپور شوی دی.
دی غواړي وښيي چې په بلخ کې رښتيا هم طالبان شته او دی يې مخه نيول غواړي.
خو داسې نه ده. په بلخ کې طالبان عطا راپيدا کړي او پښتانه پرې ډبوي.
اوس نو د پښتنو او د ملاعمر د ډلې ايمانداري معلومېږي چې د دې دسيسې مخه څنګه نيسي.
مننه
ستاسو لرغونی لاروی

[color=blue:4db1c6277e][/color:4db1c6277e][color=red:4db1c6277e][/color:4db1c6277e]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more