د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

دې ته وايي سياست!

larghonay laraway
27.05.2012

السلام عليکم!
مونږ افغانان دڅلور زره کلنې واکمنۍ او تاريخ دعوه کوو خو تر دې دمه مو نه يو ښه ملي مشر وموند، نه ښه سياسي ګوند لرو او نه مو په سياست کې کومه سوبه کړې ده!

پاکستان چې ټولټال عمر يې د شپېتو کلونو شاوخوا دی او د انګليس په لاس جوړ شوی خو په مونږ څه چې حتی په انګليس او امريکې هم سياسي لوبې کوي چې څو بېلګې يې دا دي:
د انګليس او امريکې په خوښه يې طالبان جوړ کړل او په افغانستان کې يې واکمنۍ ته ورسول او ښه سياسي لوبه يې جوړه کړه او دوی په کې خپل اقتصاد پياوړی کړ
د طالبانو له منځه وړلولپاره يې امريکا ته هډې ورکړې، استخباراتي معلومات يې ورکړل او طالبانو ته يې (کمانډ) ورکړ چې په يو وار لس او دولس ولايتونه پرېږدي
په افغانستان کې د امريکا د پاتې کيدو لپاره يې دوباره طالبان جوړ کړل او په افغانستان کې يې جګړې پيل کړې چې دوی بيا پرې خپل اقتصاد غښتلی کړ
اسامه يې د پوځي سيمې په منځ کې ساتلی ؤ او بيا يې امريکا ته معلومات ورکړل چې امريکايانو رسمي مننه هم وکړه او ويې ويل چې پاکستاني پوج زمونږ سره مرسته وکړه خو دا چې څنګه اوس خپل ملت ته خپل پوځ پاک او محبوب کړي نو يو افريدی ډاکټر يې اوس نيولی او غواړي چې (ټر په پر) پټ کړي او ټوله پړه پرې ور واړوي چې هم به يې خپل سياسيون او هم خپل پوځ له توره پاک شي!
په همدې ترتيب يې په داسې وخت کې پر امريکايي پوځيانو افغانستان ته ټرانزيټي او اکمالاتي لارې وتړلې چې امريکا ورته هيڅ اړتيا نه لري. په اصل کې دا هم له امريکا سره يوه معامله ده. امريکايان او ناټو په افغانستان کې خپل پوځيان کموي او د هغو محدودو هډو اکمالات د الوتکو له لارې هم کولی شي او اوس په دې لټه کې دي چې خپل راوړي وسايل څنګه بېرته يوسي. نو پاکستان او امريکا په شريکه د اکمالاتي لارو تړلو ډنډوره جوړه کړه چې خپلو خلکو ته ځان سپين کړي. کنه دا لس کاله يې ولې دا کار نه کاوه چې اوس (پس له ... پلتۍ وهي)
په هر صورت زما په نظر دا د پاکستانيانو کامياب سياست دی چې له وخته ښه ګټه اخلي، وخت او حالات درک کولی شي او د ځان په ګټه يې څرخوي.
کرزي لالا د افغانستان واګي د مافيايي لنډغرانو په لاس کې ورکړي او دايې لاڅه کوئ چې اوس ايله بيله د خپلو غلو وروڼو تر منځ جرګې کوي چې په چور او تالان يې سره دعوې دي. د شاولي خان او محمود تر منځ د عينو مينې پر سر غټه کورنۍ شخړه ده او جرګې يې په ارګ کې کېږي
دې ته وايي سياست !
مننه
ستاسو لاروی[color=red:e4b1b9965b][/color:e4b1b9965b][color=blue:e4b1b9965b][/color:e4b1b9965b]


محمود سعيد
28.05.2012

عليکم سلام!
ښاغلی لاروی! تاسې دلته د څلورواړخونو يادونه کړې ده: افغانان، ناپاکستان، امريکا، کرزی. خو دا روښانه نه ده چې له دې ستايلو/غندلو مو مشخص هدف څوک دی؟
تاسې وړاندې ليکلي:
[quote:7995da94d2] او اوس په دې لټه کې دي چې خپل راوړي وسايل څنګه بېرته يوسي. نو پاکستان او امريکا په شريکه د اکمالاتي لارو تړلو ډنډوره جوړه کړه چې خپلو خلکو ته ځان سپين کړي. کنه دا لس کاله يې ولې دا کار نه کاوه چې اوس (پس له ... پلتۍ وهي) [/quote:7995da94d2]
څه فکر کوئ چې دوی به دا راوړي وسايل افغانانو ته پرېږدي او که د متبادلې لارې په لټه به کې وي؟
که افغانانو ته ېې پرېږدي، نو بيا د داسې ډنډورې جوړلو ته څه اړتيا وه؟ خو لکه د پخوا په شان هر ټانک به ېې د نيم ميليون ډالرو په بيه پر افغان دولت حساب کړی وای. په دې سره به ېې هم د خپلو مرسته کچه څو برابره ښودلې وای او هم به له خپل کباړه خلاص وای، خو که د متبادلې لارې په لټه کې وي، نو څه فکر کوئ چې له پاکستان سره د امريکا اړيکې په رښتيا هم خرابې نه دي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more