د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

بيا هم د شمېرو ستونزه

larghonay laraway
23.05.2012

السلام عليکم!
يو شمېر پښتانه چې د پاړسيوانو تر اغېز لاندې راغلي ځينې شمېرې د پاړسيوانو په تقليد وايي لکه:
دوويشت، دودېرش، دوڅلوېښت او دو...
زما دليل دا دی چې مونږ دوه وايو او دو نه وايو نو چې لسيز ورسره ملګری شي بيا ولې دو وايو؟
که لنډوو يې نو څلور دېرش، پنځه څلوېښت، شپږ پنځوس، اووه اويا او ... ولې نه لنډوو؟


Re: بيا هم د شمېرو ستونزه

khoshalkhan
23.05.2012

او لېونيه دا خو ستا او دنورو پښتو پالو دنده ده چې واضح يې کړۍ، چيغې وکړۍ
و يې ليکۍ ! داخو ډېرې زورې ريښې لري ٠
په طالب پسې سپکې سپورې پرېږده هغه بل چرسي دې هم درسره ګډ کړه او لالا ګانو
ته هم زارۍ وکړه چې پښتو دغلامانو له ژبې ځخه دفتري ژبه کړي .
له سمتي تعصبه لاس واخله ته خو هوښيار سړی يې (غوږ وهنه)!

دوعاوسلام بخيرت انجام بصد شوق واشياق تمام
اينجانب کمينه پتنګ عرض ميکند که از پاړسو شنيدن بالهايم سوخته است !!

[quote:3f7d5187b0="larghonay laraway"]السلام عليکم!
يو شمېر پښتانه چې د پاړسيوانو تر اغېز لاندې راغلي ځينې شمېرې د پاړسيوانو په تقليد وايي لکه:
دوويشت، دودېرش، دوڅلوېښت او دو...
زما دليل دا دی چې مونږ دوه وايو او دو نه وايو نو چې لسيز ورسره ملګری شي بيا ولې دو وايو؟
که لنډوو يې نو څلور دېرش، پنځه څلوېښت، شپږ پنځوس، اووه اويا او ... ولې نه لنډوو؟[/quote:3f7d5187b0]


حمید هڅــاند
23.05.2012

ټولو ته سلامونه؛
لاروی صیب؛ د غزني، پکتیکا او شاوخوا خلک په ځانګړې توګه د دوه دېرش په ځای دودېرش وایي خو ډېری کابلیان بیا دوه دېرش او دوه پنځوس وایي. لنډه داچې زما له نظره، دا خبره د پاړسو د اغېز نه ده بلکې سیمه یېزه رېښه لري. د غزنې د ناوې خلک، د سارې په توګه ، له پاړسو بیخي لري دي خو بیا هم دو دېرش وایي.
درنښت


larghonay laraway
24.05.2012

هڅاند صيب سلام
تاسو رښتيا ويلي د منځني ولايتونو پښتانه اکثره دوه دېرش ته (دو دېرش) وايي چې دا غوڅ اخېز دی. ځکه په غزني، لوګر، وردګ او کابل کې د نورو ولايتونو په نسبت د پاړسو اغېزه ډېره ده.
تاسو د کابل يادونه کړې چې په کابل کې هم هودخېل، تره خېل، حسين خېل، د شمالي د فرضې او قره باغ پښتانه او حتی د پغمان پښتانه ټول (دودېرش وايي) ځکه چې د کابليګکانو تر اغېز لاندې راغلي دي.
بله دا چې که اغېز هم نه وي نو د قاعدې خلاف دي ځکه چې مونږ (څلور دېرش، پنځه دېرش، شپږ دېر او ... کې يويزونه نه لنډوو نو يوازې دوه ولې لنډوو؟)
مننه
پتنګ لالا ما خو هر وخت چيغې وهلي خو زما هره چغه په خپل وخت او ځای وي!
له يوې خوا د ملاعمر ډلګۍ په پښتو او پښتنو پسې راخيستې او له بلې خوا پاړسيوانانو خو دوعا کوه چې خدای مو د دواړو له شره خلاص کړي!
آمين
ستاسو لاروی


سلامونه

tandar
25.05.2012

سلامونه
ستاسو دبحث په هکله ماته هم يو سوال پيدا شو
کله چه دوه ديرشو ته دو ديرش واي او دفاړسي تر اغيزي لاندي راغلي يعني [color=red:21f47335e2]دو ٢ [/color:21f47335e2]فاړسي تلفظ دي
پس [color=darkblue:21f47335e2]٢ دوشنبه ، ٣شنبه ، ٤چهارشنبه ،٥ پنج شنبه[/color:21f47335e2] باندي څه نظر لري ؟
مننه


Re: سلامونه

khoshalkhan
25.05.2012

[quote:606cd16fb1="tandar"]سلامونه
ستاسو دبحث په هکله ماته هم يو سوال پيدا شو
کله چه دوه ديرشو ته دو ديرش واي او دفاړسي تر اغيزي لاندي راغلي يعني [color=red:606cd16fb1]دو ٢ [/color:606cd16fb1]فاړسي تلفظ دي
پس [color=darkblue:606cd16fb1]٢ دوشنبه ، ٣شنبه ، ٤چهارشنبه ،٥ پنج شنبه[/color:606cd16fb1] باندي څه نظر لري ؟
مننه[/quote:606cd16fb1]
هلکه داڅه ليکې !
دا خو ټول د پاړسو نومونه دي نوپردې کې څه وېيل نشته !!!!!!
(د اونۍ دورځو نومونه په پښتو بل شی دي خو متاسفانه چې رياوجول يې اوس
ډېر سخت دی .... )
خبره دپښتو په کلمو کې دپاړسو په ګډون څرخي !
لکه :(دوڅلوېښت .. چې اصلا په پښتوکې دوه څلوېښت ده ....)
او داهم د بېغيرته پښتنو له لاسه !!
اوس اشغالګرو او قزلباش کرزي پښتانه ښه راګير کړي دي تر څو چې دپوزې کرښه
پرې ونه باسي ولا که يې پرېږدي !!!
يواځېنی اميد مو طالب ته دی چې داد فرعوني کړۍ ورماته کړي اولغړه کونه يې
ودروي !!


larghonay laraway
27.05.2012

سلامونه!
تندر صيب په همدې څانګه کې د اوونۍ ورځې په ځانګړي سرليک کې څېړل شوي اوبحث پرې روان دی. ويې ولوله او ځان پرې پوه کړه.

خوشحال خان صيب که نه يې وايم له غمه يې وايم نو که ته خوشحالېږې خدای دې ستا دعا قبوله کړي
امين


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more