د موضوعګانو سرپاڼه
وطن پال او نور ګټور شعرونه
غزل
محمود سعيد
20.05.2012
پښتـــــــــــــــــو تا به نازوو چې کراري شي
تا مــــــــــــــــــــــلا ته ودوو چې کراري شي
دغه ژوند مو د فاســــــد لمانځه په څير دى
دا به بيا راګرځوو چې کراري شــــــــــــــي
امـــــــــــن نشته د کفن دکان هم بند دى
مرګــــــــه موږ خپله درځو چې کراري شي
موږ خپل زړونه امانت له ښـــــــــــکلو اخلو
بيا يې بيرته ورکوو چې کراري شـــــــــــــي
پيښې باد او مونږه څانګې يو بســـــــــمله!
عبث دا فكر کوو چې کراري شـــــــــــــــــي
محمد عليم بسمل