د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د اوداسه فرضونه ، سنتونه او ترتيب


jamal
15.05.2012

ا ودس
د اوداسه فرضونه
د اوداسه فرضونه څلور دي.

١ ) د ټول مخ پرېمنځل دي د تندي د ويښتانو د شنه کېدلو له ځای څخه د زنې تر لاندې پورې او د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې.
٢ ) د دواړو لاسونو پرېمنځل دي د څنګلو سره .
٣ ) د سر څلورمه برخه مسح کول دي.
٤ ) د دواړو پښو پرېمنځل دي د پړکو يا غوزانو سره.

د اوداسه سنتونه

د اوداسه سنتونه ١٣ دي چې په لاندې ترتيب سره بيانيږي.
١) نيت دی
٢ ) بسم الله الرحمن الرحيم وېل دي
٣ ) د واړو لاسونو پرېمنځل دي تر مړوندونو پورې
٤ ) د خولې پرېمنځل دي .
٥ ) مسواک وهل دي .
٦ ) د پوزې پرېمنځل دي
٧ ) د ګوتو په واسطه د ږيرې خلالول دي .
٨ ) د ټول سر مسح کول دي .
٩ ) د دواړو غوږونو مسح کول دي .
١٠ ) د لاسونو او پښو د ګوتو خلالول دي .
١١ ) درې ، درې ځلې د هر غړي پرېمنځل دي .
١٢ ) په هغه ترتيب د غړو پرېمنځل دي څرنګه چې په آيت شريف کې راغلي دي .
١٣ ) د لومړي وينځل شوي اندام له وچېدونه د مخه ورپسې د بل اندام ويځل دي.

د اوداسه ماتوونکي

د اوداسه ماتوونکي څېزونه په دې ډول دي.
١ ) د شرم د ځايونو څخه د څه شي وتل دي.
٢ ) له بدن څخه د وينې يا زوې وتل او جاري کېدل .
٣ ) په ډکه خوله قی کول .
٤ ) هغه وينه ده چې له خولې څخه راشي او لاړې پرې غالبه نه وي .
٥ ) په ملاسته خوب ، يا په ناسته خوب په داسې حال کې چې کوم شي ته يې تکيه کړي وي هغه ترې لرې شي پرې به وځي .
٦ ) بې هوشي .
٧ ) مستي ( نشه کېدل )
٨ ) لېونتوب
٩ ) په لمانځه کې په قهقهه خندل .

د اوداسه ترتيب

١ ) لومړی به د اوداسه په نيت بسم الله الرحمن الرحيم ووايي .
٢ ) دواړه لاسونه به تر مړوند پورې درې ځله پرېمنځي .
٣ ) مسواک يا د شهادت ګوته به په خوله کې ووهي ، او په ښي لاس به درې کرته خولې ته اوبه واچوي او غړغړه به وکړي.
٤ ) په ښي لاس به درې کرته په پوزه کې اوبه واچوي او په چپ لاس به پوزه سوڼ کړي او پاکه به يې پرېمنځي .
٥ ) درې ځله به ټول مخ په دواړو لاسونو پرېمنځي . مخ د تندي د ويښتانو د شنه کېدو له ځايه څخه تر زنې لاندې ، او د يو غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ د نرمۍ پورې دي .
٦ ) که ږيره ګڼه وي نو حلال به يې کړي او که رنګۍ وي ، نو هڅه به وکړي چې د ويښتانو بېخو ته اوبه ورسيږي.
٧ ) بيا به دواړه لاسونه ، لومړی ښي لاس او بيا به کيڼ لاس د څنګلو سره پرېمنځي .
٨ ) د لاسونو ګوتې به خلال کړي . که چېرې ګوته ، بنګړي او ګړۍ په لاس وي ، له خپلو ځايو څحه به يې ښکته پورته وخوځوي تر څو ترې لاندې ځايونه لامده شي .
٩ ) بيا به دواړه لاسونه لامده کړي او ټول سره به له اوله تر آخره پورې مسح کړي .
١٠ ) بيا به په غټو او مسواکي ګوتو د غوږونو ظاهري او دننه برخه مسح کړي .
١١ ) بيا به لاسونه لامده کړي او د هر لاس د درې ګوتو په شاه به غاړه مسح کړي .
١٢ ) بيا به دواړه پښې ، لومړی ښي او بيا به کيڼه پښه د غوزانو سره درې کرته پرېمنځي .
ا[color=red:3f395b6645][/color:3f395b6645]داا


وصيل پېروز
18.05.2012

ښاغلی جمال !
ډېر زيار مو ويستی دئ خو کاش چي يو څو اصول مو په پام کي نيولي وای لومړی دا چي دا موضوع له ناندريزې برخې سره سمون نه لري دا بايد د اسلامي معلوماتوپه برخه کي وای او دويمه دا چي دا خو د دين خبرې دي او دين يوازي هغه څه دئ چي په قرآن کي راغلی او يا هم په حديث کي له دې پرته د خلګو خبرې ، اندونه او افکار دين نه شي کېدای نو تاسو بايد د دين د دې برخې د ثبوت په هدف قرآني او يا هم حديثي لاسوند وړاندي کړی وای ، موږ ورته په تمه يو ...

په مينه او درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more