د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د استاد ياسر پلويان د ISI تر سخت فشار لاندې دي؟

larghonay laraway
16.05.2012

السلام عليکم!
يوه ورځ د استاد ياسر په اړه چا ليکنه کړې وه چې فلمونه ګوري نو په اړه يې خلکو ډېر زيات ځوابونه سره تبادله کړل خو اوس چې د کوټې شورا له خوا اعدام او د رحمان بابا په هديره کې خښ شو نو هيڅوک هم څه نه وايي چې ګناه يې څه وه او ولې اعدام شو!
هو رښتيا په اسلامي شرعيت کې خو اعدام په ‌ډاګيزه توګه کېږي چې خلک پرې پوه شي او عبرت ترې واخلي نو په پټه ولې؟
زما په نظر يا خو د ارواښاد استاد ياسر پلويان ورځچاري وو او چې ژوندی ؤ ملګرتيا يې کوله خو چې مړ شو نو پړ شو او يا خو د پاکستان د ISI تر سخت فشار لاندې دي او يا يې کوم خيانت کړی ؤ او ټول پرې خوښ دي چې هيڅ هم نه وايي!


محمود سعيد
16.05.2012

استاد ياسر ته دې الله پاک جنتونه ورکړي.
هغه په خپله يوه وينا کې ويلي وو:
د پاکستان پوځ اسلامي پوځ دی، خاوره او دولت ېې اسلامي دي.
کېدای شي دې اسلامي پوځ او دولت به پرې قانوني حد جاري کړی وي. هماغه قانون چې له مخې ېې زموږ ولس ته د ناټو د تېلو او وسلو کاروانونه راپرېږدي او د ښوونځيو کتابونه بندوي.
د هغه قانون له مخې د ياسر صيب اړونده خواخوږي هم غږ نشي اوچتولای، که نه پايله به ېې د نور هغو په شان وي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more