د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

شمشتو (د نصرت مینې کیمپ) که دوهم اشغال شوی افغانستان؟

اړم
07.06.2011

[color=white:f89aade240] نن ټکی آسیا [/color:f89aade240]


لیکوال: سیف الله رحمتي

له مقدمي به سره تیر شو، غواړم چي د شمشتو د حکمتیار کیمپ (چي په اوچ نهر شهرت لری) باره کي یو څو حقایق ولیکم چي په خپله مي په دي پنډغالي کي ملاحظه کړي دي زه خپله دوه کاله ترمخه هلته اوسیدم او اوس هم کله کله د خپلوانو یا دوستانو د ملاقات لپاره ورځم.

زه د حکمتیار د حزب سره کومه شخصي دښمني نه لرم او د حزبیانو په اصطلاح کمونیست یا شیعه یا بل څوک هم نه یم سم صفا مسلمان یم الحمد الله او د الله د رضا لپاره دا لیکنه کوم، حزبي دکتاتوران به ضرور ووايي چي دا د طالبانو کس دی ځکه چي دوی طالبان د امریکایانو وړاندي خپل دښمنان بولی خو داسي نه ده زه طالبانو سره هیڅ قسم تړاو نه لرم او اقلا یوه شېبه هم ورسره نه یم پاتي شوی.

د دي لیکني څخه موخه هم دا ده چي لوستونکو ته معلومه شي چي ایا په ریښتیا هم حکمتیار او حزب یي د جهاد او مجاهدینو خواخوږي او مدافعین دي او که د دښمنانو یو مزدور سازمان دی چي د مجاهدینو پرضد تري استفاده کوي.

د نصرت ميني کیمپ د پخواني شوروي ښکیلاک پر وخت د افغانانو د مهاجرت د پیل سره د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندي د حزب اسلامي ګوند لخوا د پیښور ښار ختیځ لور ته په تقریبا ۳۰ کیلو مترۍ کي جوړ شو چي تقریبا لس زره کورونه لري چي په دي کي د حزبیانو سرسخت پلویان شتون لري چي د حکمتیار په نوم د خلکو سرونه ماتوي، په دي کیمپ کي داسي خلک هم شته چي د کرزي د ادارې په ملي اردو، استخباراتو او نورو حکومتي ادارو کي کار کوي خو د ورور حکمتیار دپلویانو لخوا د هیڅ راز تهدید او ګواښ سره نه دي مخامخ شوي، همدارنګه په دي کیمپ کي د مجاهدینو (طالبانو) پلویان هم موجود دي چی وخت په وخت د حزبي ګوډاګیانو لخوا په یوه او بله پلمه ځورول شوي او یا د کلی پریښودو ته اړ ویستل شوی.

د نصرت ميني يا شمشتو کیمپ په پاکستان کی یوازینی د مهاجرو هغه کیمپ دی چی امنیتي ساتونکي یي تراوسه پخپله افغان مهاجر دي د مرکزي جامع جومات ته ورڅیرمه په اوچته پایه د قذافي د بیرغ غوندي شین بیرغ ودرول شوی او د کلي په هر ګوډ ګوډ کي د حکمتیار اصلي او د فوټو شاپ تصویرونه او زرین اقوال او حکیمانه ویناوي لږیدلي. او تر اوسه د حزبیانو تر پوره کنټرول لاندي دی مسلح کسان چي اسلحه یي د پاکستان د حکومت سره رجسټر ده د ملي اردو په یونیفورم کي د پاکستاني پولیسو سره اوږه په اوږه په کیمپ کي د غیر حزبي مجاهدینو پر کورونو د شپی له مخي چاپی اچوي او د پاکستاني پولیسو سره مرسته کوي او نور ګواښونه هم ورکوي، د پاکستان حکومت ته مطلوب مجاهدین د حکمتیار د امنیتي ملیشي په لاس نیول کیږي او په مقابل کي هرهغه څوک چي په کیمپ کی دننه د حزب د پارلمان سره د نظر سیاسي اختلاف ولري د کیمپ څخه د وتلو پر وخت په پولیس چیک پوسټ کي د پولیسو لخوا کوزیږي او پر خبره سر ورخلاصیږی.

کله چي د پاکستان پوځ په کلي کي د امریکايايي خاصو ځواکونو په ملتیا د مجاهدینو د کورونو تلاشي ته نیت وکړي نو د پاکستان استخبارات اول حزبي ګوډاګیان خبروي ترڅو خدای نا خواسته دوی ته په تلاشۍ کی کوم خطر متوجه نشي چي له دي خبر سره د حزب مجاهدین خپل ځان تیاروي، مخفي زندانونه د کلي نه بهر پټو نزدي ځایونو ته انتقالوي، خپلي انجوني مکتبونو ته نه پریږي.

[color=red:f89aade240]اوس چي کله د نصرت میني (شمشتو) د انجونو مکتبونو ته د حزب د تعلیم او تربیي ریاست لخوا د سبا ورځي د بي موجبه رخصتۍ وویل شي نو خلک پوهیږي چي سبا د پاکستان حکومت لخوا د چاپي احتمال شته او رښتیا هم بیا پاکستاني پولیس او پوځیان د پوځي عملیاتو لپاره ورشي.[/color:f89aade240]

[color=green:f89aade240]د حزب اسلامي افغانستان دعواوي او د خلکو مشکلات:[/color:f89aade240]
د شمشتو کیمپ کي هر کور په دي مکلف دی چي د اوبو په نامه محدوده اندازه جزیه د حزب امنیت ته ورکړل شي او د سرغړوني په صورت کي په کور اوبه او برق قطع کیږي چي په دي کي داسي غریبي کورنۍ هم شته چي سپین سري ښځي يي په بازار کي سوال کوي او حزبیانو ته دا جزیه برابروي خو د حزب لخوا دوی ته په ورځ کښي د ۴۰ دقیقو څخه زیاتي اوبه نه ورکول کیږي آن تر دي چي په شمشتو کي د اوبو داسي بحران دی چي خلک یو بشکه اوبه په ۳۰ یا ۴۰ روپۍ رانیسي او حزب ته ورکړل شوي روپۍ بي فایدي ځي.

په شمشتو کي په غریبو کورنیو د اوبو داسي بحران دي تر دي سرحده چي خلک د اوبو قرض هم کوي (انا لله وانا الیه راجعون) زما یوه هفته مخکي هلته شپه وه چي د سهار لمونځ ته مو تیمم وواهه او دا زما په ټول عمر کي لومړی تیمم وه چي د حزبیانو له برکته مي وواهه، داسي حالت دی لکه د غزي په تړانګه کي چي یهودانو په مسلمانانو جوړ کړی دی او د هري خوا يي پري بندیزونه جوړ کړي دي بلکي هغه به لا پري ډیر ښه وي هغوی خو اوبه لري خو خوراک نه لري. خو بیا بله خوا د حزبي مشرانو کورونه ۲۴ ساته اوبه لري د برق بیل او د اوبو په نامه د جزیي څخه ماف وي او برق د نه شتون په صورت کي د ټاکل شوي نظام مطابق صرف د همدوی کورونو ته اوبه ور وړل کیږي.

[color=blue:f89aade240]د غیرحزبي مجاهدینو سره په دښمني د ځوانانو روزل:[/color:f89aade240]

د شمشتو کیمپ کي د حکمتیار څخه بغیر د الف نه تر یا پوري ټول لوی او واړه حزبیان ښکاره اوسیږي او له پټو يي الله خبر دی چي حکمتیار به پکي وي او کنه په پیښور ښار کي به وي. په مرکزي جامع مسجد کي د حزب مشران په وار وار سره په مختلفو پروګرامونو کي بیانونه کوي او پولیسو لخوا هیڅ کوم خطر نه محسوسیږي او خپل بیان ته ښه په سپینو الفاظو ادامه ورکول کیږي چي د بازي تعین شوو کسانو لخوا په نوبت سره د تکبیر نعري وهل کیږي او په دي سره دوی نور هم په جزبه کي راځي.

په شمشتو کي اخبارونه او د مجلو خپروني په دوامداره توګه کیږي چي په دي نشریاتو کي یو کالم د طالبانو پوري ملنډو وهلو ته خاص وي، په تنویر او شهادت کي په پوره سپینو الفاظو طالبانو ته بد رد ویل کیږي او ملنډي ورپوري وهل کیږي داسي بدو رد ورپسي ویل کیږی لکه د ډبل عبدالله او جنرال ډبل داود پلویان یعني شمالي ټلواله یي چي ورپسي وايي دا ځکه چي نوی ځوان نسل د طالب د کلمي سره په پوره معنی کرکه پیدا کړي.

په شمشتو کي مي لسم او یوولسم ټولګی ویلي دی چي هغه وخت هلته اوسیدم چي په دي موده کي مي د زنده باد حکمتیار زنده باد حزب اسلامي څخه زړه شین شوی وه کله به چي استاذ نه وه راغلی نو صنفونو کي به ټولي سیاسي لانجي وي چا به ویل چي ملا عمر مرده باد او چا به څه ویل او چا څه.

وګورﺉ د شمشتو بچیانو ته تر دي حده د تعصب او دښمنۍ درس ورکړل شوی چي داسي کارونه کوي. تاسي څه ګومان کوﺉ چي همدغه کس ته که بله ورځ ټوک په لاس ورشي او طالبان هم ګرځي راګرځي نو دی به پري صرفه وکړي؟؟؟؟؟؟؟

په نصرت مینه (شمشتو) کي د حکمتیار تیار چاپ شوی تصویران چي سریخ هم لري وړیا ویشل کیږي چي ترڅو يي خلک په کورونو کي ولږوي او ماشومان ورسره د ماشومتوب نه داسي اشنا شي لکه قران چي په کور کي ویني، په مکتبونو کي همدا تصویران زده کوونکو ته ورکول کیږي چي په کتابونه يي ولږوي، د کلي نوی ځوان نسل د حزب په شدیدي پلوۍ تربیه کیږی او ګوندي تعصب ورته په خټه کي اغږل کیږي ترڅو د پخوا په څیر يي حکمتیار د کابل په دوړه کولو کي وکاروي خو په دي کار کي تر یو حده ناکام شوي چي الحمد لله نوی ځوان نسل حق د باطل څخه بیلولی شي او دا هم ویلي شم د چي د حزبیانو د ځینو مشرانو _له نومونو اخستلو يي ډډه کوم_ زامن د طالبانو لیکو سره فکرن او عملن یو ځای شوي او د خپلو پلرونو د دریځ سره موافق نه دي خو بیا هم د دوی د پرله پسي هڅو په ترڅ کښي ډیر ځوانان او حتی ماشومان د تنظیمي او ژبني تعصب کندي ته ورغورځول شوي.

[color=red:f89aade240]د یو چا د سترګو لیدلی حال دی چي وایی یوه ورځ شمشتو ته تللی وم زما په ګومان په اتمه کوڅه کي روان وم چي ماته د مبایل زنګ راغی او زما زنګ یوه د طالبانو ترانه وه او ملا عمر هم پکي یاد شوی وه، وایی پردي وخت د یو کور مخکي یو دري یا څلور کلن ولاړ ماشوم چي ډوډۍ يي په لاس کي وه او پرتوګ يي نه وه زما په خوا راناري کړي چي: ای!!! ته به هم خوشاله يي چي مبایل لرم؟؟!! د سپي بچیه!!! دا ښکنځل يي هم ورپسي را وویشتله خو ما ځان غلی کړ او ځان مي وویست او وډار شوم چي اوس راپسي پلار له کوره را ونه باسي او ومي نه وژني. وګورﺉ چي صرف د ملا عمر د نوم په اوریدلو یو نابلده سړي ته ښکنځل کوي نو ایا داسي نسل به د طالبانو سره ولي نه جنګیږي.[/color:f89aade240]

کال ترمخه په نصرت مینه کښي د حکمتیار د ځوی جمال الدین لخوا تیاري شوي مشاعري ته د ناټو د قواو د لويي پکتیا ویاند چي په ځلاند شهرت لري هم رابلل شوی وه چي د ځینو احساس لرونکو ځوانانو لخوا يي مخالفت وشو او نوموړی له مشاعري څخه وویستل شو چي په دي کار سره خلکو ته د حزب دوه مخي پالسي څرګنده شوه.

[color=green:f89aade240]د پاکستاني حکومت لپاره خدای جاتي خدمت:[/color:f89aade240]

کال ترمخه، د شمشتو د پولیس چیک پوسټ کي د یو پولیس سره د شمشتو کیمپ ته نزدي افریدیو یو څه شخصي شخړه راغلي وه او دي افریدیو یوه ورځ په دي چیک پوسټ ډزي وکړي چي یو پولیس پکي ټپي شو پولیسو د ځان څخه په دفاع کي ډزي وکړي خو ورپسي ونه وتل، کس وتښتید خو حزبیانو د پولیسو نه په دفاع کښي صرف د مورچي نه په ډزو اکتفا ونه کړه آن تر دي چي دا ډزی کوونکی یي تر کوره وځغلاوه او حزبي وسلوالو ورپسي له ورسته نه ډزي کولي خو کس ونه لږیده او بچ شو، بیا موده وروسته هغوی ډزي کوونکو حزبي دکتاتوري نظام ته خبرداري ورکړ چي که چیرته زمونږ دا کس وژل شوی وی نو تاسي به هم خپل انجام لیدلی وی او د حزب وسلوالو له پولیسو بښنه وغوښتله چي د کس په وژلو یا نیولو کښي پاتي راغله.

[color=blue:f89aade240]طالبانو سره د ظلم او دښمنۍ یو څو مثالونه:[/color:f89aade240]

۱ـ یو کال مخکی یو افغان مهاجر چی په سیلابونو کي یی کور له منځه تللی وه غوښتل یی د زاخیلو کیمپ څخه د شمشتو پنډغالي ته ولاړ شي خو کله یي چي د کور د کرایه کولو هڅي پیل کړي او کور يي پیدا کړ او غوښتل یی د حزب د ریاست څخه د کور د انتقال امر واخلی نو په وخت هغوی پیژندلی وه چي دا کس حکمتیار د امیر په توګه نه مني یعنی طالب دی نو د کور د انتقال اجازه يي ورنه کړه هغه کس چي ډیر مجبور وه بغیر له اجازي یی کور مخ پر نصرت میني روان کړ خو حزبي چارواکو د پاکستاني پولیسو چيک پوسټ سره خبره وکړه ترڅو دا کس له راننوتلو منع کړي، د همدی کس خپله وینا ده چی: کله ورسیدو پولیسو ودرولو او راته يي وويل چي بیرته وګرځه کنه نو د تروریزم د تور خوراک به شي، کس په ډیر خفګان او نا امیدګۍ سره بیرته ولاړ او په بل ځای کي یي د کور نیولو هڅي پیل کړي.

۲ـ زما یو نزدي او رښتوني ملګري راته قیصه کوله چي خپلوان يي په شمشتو کي اوسي او د طالبانو پلویان دي د کور لوی غړی يي په افغانستان کي امریکایانو سره په جهاد کي د طالبانو په لیکو کي په شهادت ورسید مونږ د فاتحي او دعا مراسمو ته ورغلو د شنبي ورځ وه په کور کي ماتم جوړ وه ښځو او ماشومانو ژړل د ماسپښین دري بجي شوي چي د حزبیانو د امنیت موټر کي د ساحي د امنیت امر (چي اوس دستي یي رانه نوم بیخي هیر شو) راغی او د کور دروازه يي وټکوله، د کور پنځلس کلن مشر ور ووت چي د امنیت امر د ستړي مشو پسي ورته وویلي مونږ خبر شوي یو چي تاسي طالبان یاست او ستاسي په شتون په کیمپ کي نا ارامي جوړیږي او باید تاسي بغیر د کومه زنډه د سي شنبي تر ورځي له کیمپه ووځۍ که نه نو بیا ګیله له ځانه وکړۍ _ په رب العزت مي دي قسم وي چي همداسي يي ورته وویلي_ هلک راننوت او نور هم ډیر خفه شو خو بیا د ګاونډیانو او نورو دوستانو په کوششونو قضیه د ډیرو لویو لویو واسطو وروسته حل شوه ځکه چي د دي کور ښار ته انتقالول ګران وه چي د کور مشر پنځلس کلن وه. ملګري چي سترګي یي له اوښکو ډکي وي وویل چي دا کوم داستان نه دی دا زما د سترګو لیدلی حال وه.

۳ـ د حزب یو قومندان چي د طالبانو د حکومت په وخت له طالبانو سره یو ځای شو اوس مهال د حکمتیار په کلي (شمشتو یا نصرت مینه) کي اوسیږي د ده ځوی چي د اوم ټولګي څخه تر دولسمه په کدري نمبرو اول نمبره روان وه او کله چي دولسم ټولګي ته ورسید او د فارغیدو پر وخت نتایج راووتل دا اوله نمره ځوان د اول نمرګۍ څخه په ظلم سره غورځول شوی وه، دي کس چي خپل لیاقت ورته معلوم وه د خپل حق غوښتل پیل کړل او آن تردي چي خبره د حزب د تعلیم او تربيي رئیس ته ورسیده چي د ډبل عبدالله غوندي د پښتنو یو سرسخت دښمن دي رئيس ورته جواب په دري کلمو کي راخلاصه کړ چي (تو طالب هستی!!!). اوس تاسو قضاوت خپله وکړﺉ.

۴ـ یو غیرحزبي مجاهد (طالب) چی په نصرت مینه کي اوسیده د امنیت لخوا ډیر وار په دي خاطر چي طالب دي اخطار ورکړل شو چي ووځه کنه پولیس به دي ونیسي هغه ورته ډیر وویل چي اوړي پوري راته انتظار وکړﺉ چي اوړي کي افغانستان ته ولاړ شم بیا هملته پاتي کیږم او نه راځم خو دوی (ټوپکیانو) به نه منله او هغه طالب د مشکلاتو له وجي سره د دي ټولو اخطارونو پاتي شو او ونه وت بله ورځ د حزب امنیت یوه دسیسه جوړه کړه او هغه داسی وه:

دوه د حزب وسلوال په خپله فوځي وردۍ کي د دي طالب د کور دروازي ته راغله اول يي شور جوړ کړ خلک راغونډ شول چي دا څه قیصه ده؟؟ بیا يي دروازه ور وټکوله طالب راووت او دي دوه وسلوالو ورته په پاړسي ژبه وویل چي په بازار کي دوه ښځي ډیري بي حیا او بي پردي کرځیدلي او مونږ چي تعقیب کړي هغه دواړه ستا کور ته ننوتلي!!! د کور خاوند څخه په دي تور سره اسمان او ځمکه غلط شول او قسمونه یي وکړل چي زمونږ ښځي بالکل وتلي نه دي خو وسلوالو خپله خبره ټینګه کړه او د اصلاح غوښتنه يي وکړه او روان شول مجاهد هکو پک د خلکو او ګاونډیانو مخکي خیجالت په میدان پاتي شو او خلک خواره شوه او سړی کور ته ننوت او هماغه مازدیګر يي ګډه بار کړه او یو بل ځای ته د کوم انډوال کور ته موقتي لاړل دا له دي ډاره چي د ده د کور نور عزت د دي ظالمو متعصبو اربکیانو لخوا ترپښو لاندي نشي.

[color=white:f89aade240]آآآآآه!! تو ####### په داسي متعصبو خلکو چي خپل مسلمان افغان مجاهد ورور په داسي ذلیله کلماتو مخاطب کوي. خو الله ډير لوی او غیرتي ذات دی او د دي بدل به زرور اخلي.

الله جل جلاله په قران کریم کښي فرمايي: [ولا تحسبن الله غافلا عما یعمل الظالمون، إنما يوفى الصابرون بغير حساب]. یعني الله پاک د ظالمانو د کړنو څخه غافله مه حسابوۍ، بيشکه الله صبر کوونکو ته بي حسابه اجر ورکوي.[/color:f89aade240]

والسلام


اړم
07.06.2011

ما خپله رأيه [color=orange:b06c2f6d7b]100%[/color:b06c2f6d7b] ته وركړه.


SADEQ MUSALMAN
07.06.2011

ماخپله رايه 50 ته ورکړه
ځکه شمشتواو[color=red:4843033808]اوچ[/color:4843033808] وچ نهردځمکي اواسمان هومره فرق لري.
يومهاجرکمپ او وچ نهردی اويوشمشتودی د دواړوپه منځ کي باغبانان دي چې له ښې اوږدې
اوپلني سيمي نه يې غېږراتاوکړي ده.
نودشک له وجي مي رايه 50 تنه ورکړه.


Kamil
07.06.2011

زه خپله د وچنهر" نصرت مينه" سره نيږدې
كمپ كى اوسيږم او د وچنهر" نصرت مينه"
له حالاتو دير ښه خبر يم.
كومى خبرى چى محترم ليكوال كړي دي ټولى به حقيقت باندى مبنى دي.
د كنځلو قيصه له ما سره هم شويده كه وخت پيدا شو درته به يى اوكړم.
٩٥% دا ليکنه صحيح ده


Ahmad shah
07.06.2011

ما خپله رایه ۱۰۰ فیصده ته ورکړه خو زه دلیکوال سره ۹۵ فیصده موافق یم.
دا پنځه فیصده مې د احتیاط لپاره ورپرېښود.

هو، دا خبره صحیح ده چې کله پاکستاني پولیس او پوځ د امریکایي مامورینو سره په ګډه په کیمپ چاپه اچوي نو مخکې تر مخکې حزبي چارواکي په جریان کې اچول کیږي، نو هغوی بیا لازم تدابیر ونیسي.
د چاپې یوه نښه لیکوال ذکر کړې، خو یوه بله نښه یې دا ده، د یو باوري کس د خولې خبره ده، چې کله د حزب امنیتي ساتونکي له ماښامه پلنګي یونیفورم واچوي نو خلک پوهیږي چې بیګا ته د چاپې احتمال شته. او دا ځکه چې څو څو وار د حزب امنیتي کسان چې د شپې به یې په کوڅو کې پهره کوله د پولیسو او پوځیانو لخوا په غلطۍ کې نیول شوي او دځان سره بیول شوي. چې بیا وروسته د حزبي چارواکو په غوښتنه راخلاص شوي دي. نو اوس د حزب امنیتي ساتونکي ځکه مخکې له مخکې خپله پلنګي یونیفورم اچوي چې د شپې وپیژندل شي او کوم خطر ورته متوجه نشی.
یوه بله ترخه واقعه مې اوریدلې، چې راویان یې هم ثقه خلک دي، څو تنه مجاهدین (طالبان) شمشتو یا نصرت مینې ته د کوم ملګری د زیارت لپاره ورغلي وو، خو څرنګه چې نابلده وو او د ملګري کور هم نه وو ورمعلوم، نو په پوښتنو پوښتنو بالآخره د حزب د امنیت کسانو تر تعقیب لاندې راغلي وو، حزبیانو ته چې کله معلومات وشو چې دوی د فلاني... میلمانه دي او طالبان دي، نو یې په هماغه ساعت پاکستاني پولیسو ته په ګوتو ورکړل. څرنګه چې دا واقعه تقریبا یو یا یونیم کال مخه پیښه شوې نو د هغه راپور پیدا کول به راته اوس لږ ستونزمن وي چې په سبا پاکستاني رسنیو خبر نشر کړ چې څلور تنه ترهګر په شمشتو کې ونیول شول.
دا زما خپل دسترګو لیدلی حال دی، دوه کاله مخکې زه په نوموړي کیمپ کې میلمه وم، چې د یو مجاهد طالب د نیولو په خاطر د نوموړي په کور ماسخوتن مهال د چاپې عملیات شروع شول، زه چې د ماسخوتن لمانځه څخه د کوربه سره د کور پر لور روان وم، زه یې هم د تقریبا شلو دقیقو لپاره د ځان سره برمته وساتلم او تر څو پوښتنو ګویګنو وروسته یې ایله کړم، که له یوې خوا راباندې سخت ډار هم تیر شو خو له بلې خوا دا ګټه مې وکړه چې د همدې کیمپ یو اوسیدونکی حزبي مشر مې ولید چې تربزک یې وهلی وو، لاسي څراغ یې په لاس کې وو، او دپاکستاني پوځیانو سره یې لکه د سپي شان هاخوا دیخوا منډې وهلې، خو ما د قیافې، خبرو، قد، او مزل څخه ښه صحیح وپیژاند چې دا خو همغه حزبي دی چې په کیمپ کې هم یو مخور او پیژندل شوی کس دی.
د حزبیانو دخیانتونو مثالونه ماسره ډیر زیات دي ما به ټول دلته لیکلي وای خو دا ځای یې مناسب نه دی.


هوتک
07.06.2011

ښه ده چه دا مرداریان مو راته معرفې کړه زما خو ولاکه ورنه دغه اومید وو ماخو ویل حکمتیار یو عالم ده ډیراحترام مې ورته درلود؟
یاره نور مو پخپل کور کې لانجه راته جوړه زما دکور یو کس هم دحکمتیار طرفدار دی؟؟؟‎ ‎


bette
07.06.2011

سل په سلو کې یې تاییدول بلکل غلط دې باید 500 په 100
کې تاییدسی هئ هئ تاسو لا حکومت یارنه پېژنئ !!
که موږ دومره کور مغزه و نو همدا به مو حال وې لکه داروان چی دی :evil:


chaparharay
08.06.2011

السلام علیکم
ما هم خپله رايه ۲۰۰٪ ورکړه او هغه داسي چي زما دوه اکاونټه دي او په دواړو مي ۱۰۰٪ ته رایه واچوله اي کاش چي مي یو ۳ اکاونټه نور هم واي چي زما هم ۵۰۰٪ شوی واي خو څه وکړم له دوه اکاونټه نه نور زیات لرم نه .
سپینه به يي درته وایم.
ستاسو چپرهاری


عادل عادل
08.06.2011

السلام علیکم

وروڼو دا چاپې د نن خبرې نه دي، روسان د افغانستان ګوټ ګوټ ته رسیدلي وو، په داسې حال کې چې د ولس تر ټولو اهم او اساسي واجب د روسانو په وړاندې جهاد وو، خو دغه تنظیم چې جوړښت یې د یوه جاسوسي شبکې تر جوړښت کم نه دی، په همدې شمشتو کې یې په رڼا ورځ د ډېرو سپېڅلو مجاهدینو کورونه محاصره کړل، هغوی یې وویشتل، ویې وهل، ژوندي یې ورک کړل، ویې شړل او ....... د خلکو د مېړو ښې یې نورو ته په نکاح کړې .......... د کابل د چهاردهي درنې او مسلمانې کورنی یې ورټلې او د تل لپاره یې د حزب نه زړه توري کړل ................ په زرهاوو داسې داستانونه شته چې که حزب اسلامي د خپلې اوسنی پالیسی په بنا د تفرقه اچوونکو تبلیغاتو نه لاس وانخلي نوافغانان به مجبور شي چې د دوی تېر داستانونه یو یو د انټرنټ په مخ د لوستونکو مخې ته کیژدي .

اوسنی حزب هماغه پخوانی دی، په دومره توپیر چې پخواني د نن په تناسب ډېر ساده او پټې سترګې وو.


ډاکتر څپاند
08.06.2011

اړم صيب او نورو دوستانو سلامونه،

دا ليکوال ځانله بيطرف وائي خو ددې بيچاره بيطرف دموبايل فون دطالبانو
ترانه خپروي :lol: :lol:

او بيا دري-څلور ماشوم د طالب ترانه پيژندلی شي او ليکوال ته ښکنځلې کوي :shock: :D

نور خو نه پيژنم خو اړم صيب خورا پياوړی او بريالی ښوونکی وو،نو دی
پوهېږي چه ديوه څلور کلن ماشوم نه داسې توقع نشي کېدی٠

پاته شوه د ISI او CIA خبره،په تاسف سره بايد وليکم چه زموږ دهيواد
اسلامي،ملي،مترقي او نور جنبشونه د پردو په لمسون رامنځ ته شوي او د
افغان ملت اسلامي جهاد او مترقي نوښتونه ئي بيلارې کړي٠

لوی خدای ج دی موږ ته هدايت وکړي٠


حق دی ونه ویلی

خراسانی
02.09.2011

حق دی ونه ویلی او ....
فکر کوم ته عصبی تکلیف لری یا دی زندان تیر کرای
کیدای شی ته اوس هم پدی کمپ کی اوسیگی
شمشتو د شهداء او معلولینو او د اسیرانو د فامیلونو او د حزبی او طالبی غازیانو کور دی...
ویریگم چی ته پدی لیکنه دی د قیامت په ورز د دی امت د منافقینو په صف کی حساب نشی...
لگ دی زان سره فکر وکره شمشتو کی سومره خوبیانی دی خو ته بی انصاف تولو نه دی سترگی پتی کریدی
نه پوهیگم چی تا پدی لیکنه دی د زره براس ویستلی یا سه مادی گته دی هم لاسته راوری
هرسه چه وی خو تاوان دی زیاد کرای


مومن مهاجر
05.09.2011

ټولو وروڼو ته سلامونه !
ما خو له حزبیانو سره نژدې وخت نه دئ تېر کړی ، مګر څومره چي مي ددوئ په اړه پوښتنه کړې او د حکومت یار صیب لیکنې مي لوستې او ویناوې او مرکي مي یې اورېدلي نو ویلای شم چي نوموړی هره شیبه بدلیدونکی، متعصب او د خپل نظر د مخالف پر خلاف سخت احساساتي کېدونکي شخصیت دئ . د همدې لاملونو پر بنا زه هم خپله رایه پنځه نوي ته ورکوم .



jamal
14.05.2012

حزبيان دي ټول ډاکوان دي که لردي او که بر
مرده باد دحزب ډګر
مرده باد دحزب ډګر
پلاوي قطب الدين دي
اميريي کلبيدين
ټول حزبيان لري سړي خواره
انظباطان سپيره
جمال يي په څټک باندي وهي په همدي سر
که يي ګير کړل په هردر
خداي دي دحزب نوم له دنيا ورک کړي
زه سل فيصدته رايه ورکوم
ځکه زه هلته مکتب کي وم
%١٠٠
ته رايه ورکوم
زنده باد %١٠٠

:lol: 8) 8) 8) 8) 8) 8)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more