د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

مړ مشې د غيرت ټوټې طالب جانه !

pattang
07.10.2011

طالبان : له هند سره ستراتيژيک تړون قانوني ارزښت نه لري

خپروونکی : لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
ليک : ثناالله وحيد
نېټه : ١٥ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-07

يادښت:
له طالب وياند ذبيح الله مجاهد سره افغان اسلامي اژانس دهنددستراتيژيک تړون په اړه مرکه خپره کړې ترې په مننه يې را اخلو
1- د امريکا ،هندوستان او ناتو سره د حامد"کرزي" دستراتيژيکو اړيکو په هکله خبري څه ډول وينئ؟
ځواب :په دي اړه مو ږ په ډا ګه وايو چي دکر زي داداري دا ډول خبري او تړونونه هيځ کوم قانوني ارزښت اوملي بڼه نه لري دملي او بين المللي اصولو په رڼاکي داشغال په صورت کي که يو ګو ډا ګي نظام دهيواد په سر هر ډول معامله وکړي هغه دملت اوقانون له لوري مر دوده او دمنلو وړ نه ده
2- د افغانستان حکومت وايي چې نور د طالبانو سره د سولي خبري نکوو او په دي هکله بايد خبري د پاکستان سره وشي په دي اړه ستاسو تبصره څه ده؟
ځواب : اصلا دکابل ښار په حدودوکې يوه محصوره اومحدوده ادارګي چې هغه هم دامريکا دسفارت ،بګرام له هوايې اډې اوپه لوي سر کې له پنتاګان نه مخامخ اداره اوکنتروليږي له دغسي يوې بې اختياره اوشړيدلي اداري سره تفاهم اومذاکرات کومه مثبته نتيجه نشي درلودلاي، داچې دغه اداره وايي چې مذاکرات نور له طالبانو سره نکوي اوپاکستان سره به خبري پيلوي په داسې حال کې چې دغه اداره عملا دامريکايانو ددايمي اډو او دوامداره شتون
په هڅو لګياده اوددي نا ولي پلان منلو ته اسلامي امارت هيڅ کله هم تيار نه دي اونه هم په داسي ډول مذاکرات او سوله کومه منطقي لار ده نو اوس مقابل لوري هسي په يو ډول نه يو ډول دا مو ضوع په مطبو عاتو کې ګرمه سا تي کله يو رنګ ورکړي کله بل ،نوره هيڅ لاس ته را وړنه به ونلري .
3- که تاسي د سولي اوسنۍ خبري ردوئ نو د افغانستان د مسئلي حل په څه کي وينئ
ځواب : زمونږ هيواد امريکااوناټو اشغال کړي اوامريکايان ددي پرځاي چې ددغه اشغال دپاي ته رسيداپه لور کوم عملي ګام پورته کړي ، مزيد بوخت دي چې افغانانو ته تل پاتي ستونزي اوکړاوونه رامنځته کړي دمتحدافغانستان ډانچي ته زيان واړوي اودمصنوعي اوفرمايشي جرګوله لاري ځانته ددايمي اډو زمينه سازي وکړي ، په دغسي يوه ځورونکي حالت اودامريکا دوچي بدمعاشي په اړودوړکې مذاکرات او خبري کومه نتيجه نشي ورکولي ، دمسئلي حل دخارجي قواوو په وتو اودامريکايانو له لوري دافغانانو دملي خپلواکي اوديني ارزښتونو په درناوي اومنلوکې نغښت .
4- ايا په را تلوونکي کې نيت لرئ چې د اوسني حکومت او د هغوي د سولي د شورى سره خبري وکړئ ؟.
ځواب : دغه په اصطلاح حکومت اوشورا ، هيڅ ډول واک اوصلاحيت ددغسي مهمي موضوع لپاره نلري ، تاسي وګوري ! کله چې دامريکا لوي درستيز جنرال مايک مولن ، دخپلو بې بنسټه ادعاوو له مخي په پاکستان تورونه پيل کړل، دکابل رژيم چارواکو هم ديوه پلان له مخي دجنرال مولن خبرو ته هوا ورکړه اوداوس چې وايي دطالبانو په ځاي له پاکستان سره دسولي شروع کول غواړي ، داکټ مټ دجنرال مولن دتورونو تسلسل اوغزول دي له دي نه هم دا معلو ميږي چي دا اداره خپله ارا ده نلري بلکي يو داواز لاوډسپيکر دي چي خبره دبل چاوي خو را وزي ددوي له خولو.
5- ستاسي په نظر په افغانستان کې جګړه څه وخت ختميدلاي شې ؟
ځواب : هغه وخت چې جګړه اواوربلونکي خارجي لښکري وغواړي څو دافغانستان خاوره ترک اودلته دافغانانو په خوښه ديوه واقعاً اسلامي اوملي حکومت جوړيدو موقع افغانانوته ورکړي


حلیم
08.10.2011

دا له سره بابولالې دي،
طالبای کرام به خود دغه ستراتیژیک تړون خلاف وي. هغوی چې تل د پنجاپک د ګټو لپاره لوبیږي، څنګه به هغه تړونونه تائید کړي چې د پنجاب د سلیقې سره برابر نه وي.


محمود سعيد
08.10.2011

پتنګ صیب اوس مې بیخي شک په یقین بدل شو چې معاش دې په پاکستانیو کالدارو دی!!!


pattang
08.10.2011

ګورۍ څومره ساده خلک ياست ، باور وکه چې زه پيسوته هيڅ ضرورت نلرم
او له هر پاکستاني نه تر رئيس جمهوره رانيولې تر جنرال پورې يې زه دخپل
کار څخه زيات معاش اخلم٠ او بله داده چې زه د منا فقت په وخت کې نيم لوی شوی .
نووروره ته خپله فکر وکړه دتور لېنګي مخبري څه کوم !
يقين ستاسو هميش غلط دی ،نر خلک مو هغه جنګيالي دي٠
نوتاسې چې دې isi او مشابه شعار ور نکړۍ نو بيا مو کله دالر هز مېږي ٠

[quote:8cde1cc5a0="محمود سعید"]پتنګ صیب اوس مې بیخي شک په یقین بدل شو چې معاش دې په پاکستانیو کالدارو دی!!![/quote:8cde1cc5a0]


عنوان

tandar
08.10.2011

[color=red:cc9aea7d8a]باور وکه چې زه پيسوته هيڅ ضرورت نلرم
او له هر پاکستاني نه تر رئيس جمهوره رانيولې تر جنرال پورې يې زه دخپل
کار څخه زيات معاش اخلم٠ [/color:cc9aea7d8a]

داڅوک چه غټ غټ معاشونه لري اوقلمي جهاد هم کوي خداي دي معاش ورته روزي کړي
خو چه هغه ماشومانو ته چه په سپيره ځمکه ناست نه تعمير ،نه ميز،نه چوکۍ او نه قلم او کتاب لري او ښه تري خبر او پوهيږي، راسا مرسته شوي وي خداي ،ج، او غريب ملت، چه له چارواکو بينوا او نااميده پاتي دي ، به نه وي خوشحاله شوي
ددي غټو معاشخورو روح به هم په عمل کي خپل وجدان ته ارامه شوي وي
دازمانظردي
مننه


حلیم
09.10.2011

سلام،
وروڼو، چې خبره بلې خواته لاړه نشي،
کچیرې دا مرکه ریښتیا هم د طالبانو د ویاند وي، او هغوی د هند سره د ستراتیژیک تړون مخالف وي، نو لدینه سل په سلو کې دا جوړیږي چې زموږ خوارکي ړانده طالبان د تور لنګیو په لینګیو کې پراته دي.
پرون چې د ترکمنستان څخه خان پنجابخان ته د ګازو د نل لیکې د غزولو تړون وشو (چې د تورلنګیو په ګټه دی)، ولې دا زموږ هوښیار طالبانو پرې داسې غبرګون ونښود لکه نن په دې تړون باندې (چې تر ډیره د افغانانو په خیر، او د پاکستان کیدای شي په شر وي)؟
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
پښتانه نن د خپل لیدلوري یو لوی بدلون ته اړتیا لري. هغه له پاکستان سره د غلامۍ اړیکي نه پالل دي. افغانان باید خپل خارجي سیاست د خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو سره سم وټاکي، نه د بیغیرته پنجاب د سلیقې سره سم. هغوی چې پرون یې زموږ امارت خرڅ کړ، هغوی چې تر ننه پورې د القاعده شبکې او طالب مشرانو په نیولو او امریکا ته سپارلو سره میلیونونه څه چې میلیارډونه ډالر دا تورې خیټې ته وغورځول. ماته شرم دی چې د یو پښتون په صفت د پنجاب دا پورته او نورې ناځوانۍ هیرې کړم. دا په اصل کې د خپل ضمیر وژنه ده.


pattang
09.10.2011

داخوبدکارندی!يوڅه منطقي شعور خو ښه دی!!
تړون خو اقسام لري !!
د هند سره د ستراتیژیک تړون دپاکستان په سترګو کې ازغي وهل او ورسره
څرګنده دوښمني ده !

[quote:b1e917e8e6="حلیم"]سلام،
وروڼو، چې خبره بلې خواته لاړه نشي،
کچیرې دا مرکه ریښتیا هم د طالبانو د ویاند وي، او هغوی د هند سره د ستراتیژیک تړون مخالف وي، نو لدینه سل په سلو کې دا جوړیږي چې زموږ خوارکي ړانده طالبان د تور لنګیو په لینګیو کې پراته دي.
پرون چې د ترکمنستان څخه خان پنجابخان ته د ګازو د نل لیکې د غزولو تړون وشو (چې د تورلنګیو په ګټه دی)، ولې دا زموږ هوښیار طالبانو پرې داسې غبرګون ونښود لکه نن په دې تړون باندې (چې تر ډیره د افغانانو په خیر، او د پاکستان کیدای شي په شر وي)؟
--------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------
پښتانه نن د خپل لیدلوري یو لوی بدلون ته اړتیا لري. هغه له پاکستان سره د غلامۍ اړیکي نه پالل دي. افغانان باید خپل خارجي سیاست د خپلو ملي ګټو او ملي ارزښتونو سره سم وټاکي، نه د بیغیرته پنجاب د سلیقې سره سم. هغوی چې پرون یې زموږ امارت خرڅ کړ، هغوی چې تر ننه پورې د القاعده شبکې او طالب مشرانو په نیولو او امریکا ته سپارلو سره میلیونونه څه چې میلیارډونه ډالر دا تورې خیټې ته وغورځول. ماته شرم دی چې د یو پښتون په صفت د پنجاب دا پورته او نورې ناځوانۍ هیرې کړم. دا په اصل کې د خپل ضمیر وژنه ده.[/quote:b1e917e8e6]


حلیم
10.10.2011

پتنګ صیب زه هم په همدې کې درسره مخالف یم،
له اقسامو او اړخونو یې را تیر شه، او لمړۍ له هغوی نه پوښته چې زموږ په اړه یې څه ندي کړي؟!
- دا لنډ، طالبان یې را پیدا کړل، سَپورت کړل، او بیا یې د هغوی د محوه کولو او زموږ د مظلوم ولس د بمبارد کولو لپاره د امریکا سره لدې نه په سلهاو ځله خاینانه تړون لاسلیک کړ، هوایي لاره یې ورکړه، د امریکایې جنګې الوتکو لپاره یې هوایې اډې په خدمت کې ورکړې، زموږ طالب مشران یې یو پر بل پسې لکه د خسکي چرګانو په څیر له قفسه نیول او امریکا ته په لاس ورکړل، نور یې څه راته پریښودل؟. زموږ کومې درد ته یې وکتل، ایا زموږ په سترګو کې یې د یو اغزي پرځای بسته سوټی ندی تخته کړی؟، او آیا دا اوسنی رذالت یې د هیرولو دی؟



jamal
14.05.2012

طالبان زنده باد
طالبان زنده باد
طالبان زنده باد
پتنګ زنده باد
پتنګ زنده باد
پتنګ زنده باد
منافقين مرده باد
خرکوسان مرده باد


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more