د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

یو بل انقلاب/ د غزنی ولایت اندړو ولسوالي کیسه

حمید هڅــاند
01.05.2012

-حکومت د موټر سایکلو په چلند بندیز ولګاوه،
- طالبانو چې لا له وړاندې یې بازار تړلی ؤ، دا ځل یې د ټولو ښوونځیو د تړلو امر وکړ،
- له بده مرغه د دغې ولسوالۍ ټول ښوونځي وتړل شول ؛
- د ښوونځیو تړل کېدل د غزني ښار ترڅنډو وغځید ؛
- د حکومت او طالبانو ترمینځ هیڅ ډول خبرو سر ور نه کړ او بالاخره د نهر اوبه هم د حکومت له خوا په دغې ولسوالۍ بندې شوې ؛
- هغه ورځ مې یو ملګري په ټوکه کې وویل چې اندړو خپلو سرونو ته سوکونه نیولي دي، وګورو چې څومره یې پړسوي !
- ځینې کسان چې خلک ورته حزب اسلامي وایې را ولاړ شول او د طالبانو په ضد ودریدل ؛
- طالبانو ته یې وویل چې نه به په ښوونځیو باندي بندیز لګوئ، نه به په پولیسو حمله کوئ، نه به ملي اردو ته څه وایاست ، نه به موسسو ته څه وایاست؛ خو د امریکایانو په مقابل کې موږ ستاسو ترڅنګ ولاړ یو.
- د ا ډله د ځوانانو ډله ده. دوی له خلکو وغوښتل چې له موږ سره ودرېږئ؛ موږ نه امریکایان تمویلې \
-- طالبانو غبرګون وښود چې زموږ کار له داخلیانو سره ځکه دی چې امریکایان خو بې له هغه هم وزي او داچې دا ځوانان هسې لګیا دی.
- د دغې ډلې یو کس هم د طالبانو له خوا بندي شو.
- ځوانانو طالبانو ته تېره ورځ وروستۍ ټاکلې وه چې خبره به فیصله کوي
-- طالبانو له شاوخوا ځایونو خپل ملاتړي راټول کړل چې ګواکي لومړی به له دغې ډلې سره جهاد کوي او بیا به ګوري؛
خبره لا ګرمه ده..........وګورو چې څه کېږي.....خدای دي خیر کړي....


khoshalkhan
01.05.2012

حميد خانه!
دا ټول سياسي شيطانت دی ، حزب اسلاني لغماني ته چې شيطان يې
غلط کړی دی هم بازي ور کړې نو اولس به څه شی وي !!
حزب اسلامي ددې فاسدرژيم سره يوځای کار کوي نو ضرور دی چې داسې منافقت
مخ ته واچوي ! دقدرت منافق هر وخت منافقت کوي !!!
يوا ميانه شعار :
دولت ته څه مه وايي خو دامريکايانو پر ضد مونږ د ر سره ولاړ يو :
داخبره خودمنلو وړ نده څکه دولت د cia غلام دی اوټوله بوديجه cia ورکوي !
دولت بې دصلبيانو له مر ستې ژوند نشي کو لی نوددغه دولت وجود دصليبي
اشغال مادي اومعنوي څېره ده .!!!


حمید هڅــاند
02.05.2012

[quote:59cecad374]ددغه دولت وجود دصليبي
اشغال مادي اومعنوي څېره د[/quote:59cecad374]
کاشکي ستاسې طالبانو موخه یواځې دولتي ځواکونه وای او بس.
که چېري په افغانستان کې دننه اوسېدلی یې نو ګران خوشال خانه داستاې خبرې څومره بې ځایه استدلال دی.....په اندړو کې ستاسو تګلاره یواځې داده چې:
ـــــ له امریکایانو سره کار نه لرو!!!!!
ـــــ خو دولتي کسانو ته د ژوند حق نه ورکوو.
کاشکي همدومره وای!!!
ـــ ښوونځیو څه ګناه کړې؟؟؟ په کوم حق ته او ستا ملګري د دې بیچاره اولس بچي له زده کړې بې برخې کوئ؟؟؟؟


تيمور
02.05.2012

[quote:1372834749="حمید هڅــاند"][quote:1372834749]ددغه دولت وجود دصليبي
اشغال مادي اومعنوي څېره د[/quote:1372834749]
کاشکي ستاسې طالبانو موخه یواځې دولتي ځواکونه وای او بس.
که چېري په افغانستان کې دننه اوسېدلی یې نو ګران خوشال خانه داستاې خبرې څومره بې ځایه استدلال دی.....په اندړو کې ستاسو تګلاره یواځې داده چې:
ـــــ له امریکایانو سره کار نه لرو!!!!!
ـــــ خو دولتي کسانو ته د ژوند حق نه ورکوو.
کاشکي همدومره وای!!!
ـــ ښوونځیو څه ګناه کړې؟؟؟ په کوم حق ته او ستا ملګري د دې بیچاره اولس بچي له زده کړې بې برخې کوئ؟؟؟؟[/quote:1372834749]

هڅاند صیب ډیره مننه، واقعاً چې تاسو ډیر ښکلی او درسته خبره کړي، خدای دی آباد او خوشحاله لره.
جالبه خو دا دې چې دوی ځانونه (طالبان) یعنی د علم او تعلیم خاوندان ګڼي، خو په اصلیت د دوی ټول اهداف او کارنامې د افغانستان د علم او زده کړې له مینځه وړل او یا خاورې اېرې کول دي.
په درنښت،


پتوال
05.05.2012

نه ورونو، طالبان پخپله دومره بدمغزه او کورمغزه هم نه دي او نه دومره ضدملي ضد انساني او ضد حیاتي روحیه لري،
خو دا ټول د دوښمن (ISI)پلانونه دي چې پر اندغریبو او تیر وتونکو طالبانو یې عملي کوي ! وايی کم عقله دوست
له هوښیار دوښمن څخه بدتر دوښمن دی لکه د طالبانو دوښمني د خپل اولس سره يې چې څرګند مثال دی ، الله دې دوی
د اند له دې فعال غربت څخه راوباسي ! والسلام


حمید هڅــاند
07.05.2012

یا خو به طالبان په ناسمه وي او یا حکومت خو متعلمینو او محصلینو څه ګناه کړې ده؟؟ دا نن ورځ د شمس العارفین په لیسې باندي وسله والو برید کړی دی!! تاسې او انصاف؛ زده کوونکي وسله لري؟ د امریکایانو ملاتړي دي؟ او که د پاکستان له خوا تمویليدونکي؟؟


khoshalkhan
07.05.2012

[quote:6d98e6c7aa="حمید هڅــاند"]یا خو به طالبان په ناسمه وي او یا حکومت خو متعلمینو او محصلینو څه ګناه کړې ده؟؟ دا نن ورځ د شمس العارفین په لیسې باندي وسله والو برید کړی دی!! تاسې او انصاف؛ زده کوونکي وسله لري؟ د امریکایانو ملاتړي دي؟ او که د پاکستان له خوا تمویليدونکي؟؟[/quote:6d98e6c7aa]

هڅاندصيب ته دغه مالومات له چااخلې،ته خوپه هندکې يې!
داولې زمونږپه ولايت کې داسې کارنه کيږي !!


حمید هڅــاند
08.05.2012

خوشال خان وروره، لا مې د پېژندنې څېرې ته بدلون نه دی ورکړی ځکه خو بښنه غواړم....نه پوهېږم ستاسې ار نوم څه دی ځکه خو فیسبوک کې مې هم ښایې نه یاست ملګری، هلته مې ټول ملګري خبر دی چې اوس بیرته افغانستان ته راګرځېدلی یم. پنجشنبه، جمعه او شنبه غزني کې وم. په هغې ناځوانه حمله کې دوه زده کوونکي شهیدان شوي هم دي.

درنښت


محمود سعيد
08.05.2012

سلامونه!
که طالبان دا پړه ومني نو دا به ېې په خړ تندي يو بل تور داغ شي.
په تېرو څو ورځو کې ېې په وردګو کې هم ځينو ښوونځيو ته ګواښونه کړي دي چې که د انګليسي کتاب پر ځای ځيني ديني کتابونه تدريس نه کړي نو دوی به ښوونکي او زده کوونکي ووژني.
په غزني کې مې له يو چا وپوښتل، ويل ېې چې بچيان مې دا څو شپې ښوونځي ته نه ځي، طالبانو ورته په مخ د تېزاب شيندلو ګواښ کړی دي.


اکرم
08.05.2012

تاند(سې شنبه/مې۸) وسله والو سخت دریځو تېره شپه په ننګرهار ولایت کې د نجونو یو ښوونځی وروسته له دې په هغه کې له ټولو موجودو دیني او ساینسي کتابونو سره وسوځاوه، چې په دې ولایت کې د طالبانو له لوري یو شمېر بند شوي ښوونځي پرانستل شول.
شاهدانو او دغه راز د ننګرهار د پوهنې ريیس وویل چې سخت دریځو طالبانو بېګا شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په سیمه کې د نجونو ابتداییه ښوونځي ته اور ورته کړ.
په دغه ښوونځي کې یو نیم سل نجونو درس وایه.
وسله وال طالبان د نجونو له تعلیم سره مخالف دي. دوی د خپلې واکمنۍ په موده کې د نجونو ټول ښوونځي بند کړي ول. اوس هم هر هغه ځای چې د طالبانو پښې رسېدلي د نجونو ښوونځي بند دي.
سخت دریځو په وروستیو کې د غزني ولایت د هلکانو ښوونځي هم بند کړي او د ننګرهار د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو د سیمې لس ښوونځي یې په دې پلمه بند کړي وو چې ولي یو ښوونکی د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
پرون دا لس ښوونځي بېرته پرانستل شول خو داسي ښکاري چې د نجونو ښوونځی د نورو ښوونځیو د پرانستل کېدو په اعتراض کې سوځول شوی وي.
طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي. دوی عموماً د ښوونځیو پر سوځولو او ورانولو چوپتیا غوره بولي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې د پښتني سیمو په سلګونو ښوونځي سوځولي یا یې په بمونو الوزولي دي.


changezkhan
08.05.2012

دا نو کوم انسانیت دې چې ښوونځې په پښتنو بند وي ،ښه ژوند په پښتنو بند وي او یواځې مرګ و میر په پښتنو وي.
که د نر نه پیدا دی ،مسلمانان خو ندي نو ولاړ دې شي شمال ته او د هغو زرګونو طالبانو غچ دې واخلي چې دوستم او اعطا ورته مړه کړل او دوي ورته لکه لیونیان په خپلو پښتنو حملی کوي.

په زنانو لباس کې یی خو ټول پښتانه د فارسیوانانو مضمون وګرځوه،هرځاي د دوي له لاسه پرې ملنډې وهل کیږي.
بی غیرتانو ته خپل هر مردارې جهاد بریښی.


سلامونه

tandar
08.05.2012

سلامونه
که دښونځيو سوزول دطالبانو کار وي نو دراتلونکي خوشبخته او ازاد افغانستان دعوه ولي کوي ؟
هيڅ يو افغان به ددوي په څنګ کي دنه دريږي
داکار د isi يعني پنجابي او يا په خپله داشغالګرو دي چه ددي خاوري ازاديخواهان په مختلفو شکلونو بدنامه او دځپلي ملت نفرت سره ې مخامخ کړي
دلته ډيري سياسي کلي په کار اخته دي او دشمنان د افغانانو په روحيه ښه پوهيږي چه خپله کاميابي په څه رقم تر لاسه کولاي شي
خپله طالبانو دښونځي سوزول رد کړيدي
طالبانو په هر عمل، چه دوي کړي وي، په نره اعتراف کوي
نن دافغانستان نه دفوټ بال توپ جوړ شوي دهر چامخي ته چه راغلو يو شوټ ورکوي
چه اخر له بد نه بدتره نه شي ،يعني دپخواني يوګوسلاويا قيصه پري ونه شي بيا ې پوره کړي
دا دانګريزانو او امريکايانو پخواني پاليسي وه چه غټ دولتونه په وړو دولتو تقسيمول بياې اداره اسانه ده که ژوند و داصحني به په پاکستان او افغانستان کي هم وګوري،عمده مثال ې شمال ټلوال او عمومي بي اتفاقي ده چه ددشمن سره همکاري اود هغوي ارمان تر سره کوي
هغه چا چه په ١٠٠٠ هاو پښتانه په شمال کي و وژل او يا په نورو ځايو کي وژل کيږي او خپله افغان ې دشمن ته ادرس ور په ګوته کوي ،هغوي دځان دساتني په هدف نن ددښمن لپاره هر کار کوي مثال ې له امريکا سره دنظامي اډوتړون دي
دشمن هدف لري او دا بعضي وطنفروشان ې دلاس اله ګرځولي دي
دا هغه کسان دي چه نه افغانيت، نه ننګ ،نه ناموس او نه په خپله کوم شخصي غرور لري
نن وطنفروشانو په داخل او خارج کي قصرونه جوړ کړل ،ملت له لوږي مري
ددوي دا سرمايه له کوم ځايه شوه؟
اياددوي شخصي بيوګرافي سره له دانشه بدون له قتل او قتاله او بدماشي نه چاته معلومه ده؟
دا وطنفروشان او اشغالګر چه دشپي دخلکو په کورنو چاپي غورځوي په يو ه رديف کي قرار لري، داشغالګرو عسکر او داخلي وطنفروشان فقط اوفقط دډالرو نوکران دي،په لاسپوڅو کي دافغانيت احساس وژل شوي
تر اوسه اوبه له ورخه تيري شوي نه دي، څه بايد وشي؟
[color=red:c6bad614c8]يوالي او فرد فرد وطنفرسته او په ازادي مين افغانان بايدټول ځپلي ملت يو ملي قيام ته را پورته کړي اوبس[/color:c6bad614c8]
[color=darkblue:c6bad614c8]نه kgb نه isi نه cai فقط او فقط يو خپلواک افغانستان او يا مرګ[/color:c6bad614c8]
په دي انقلاب کي ښځه او نر ،ځوان او زوړ په پاک افغاني وجدان سره بايد برخه واخلي ، دادخاوري او ملت د نجات لار ده او بس
دوطن ددشمنانو په سر تندر


حمید هڅــاند
09.05.2012

یوه خبره او ښکاره خبره:

طالبان دي د پوهنې/معارف سره ټکر نه کوي. د ښوونځیو په تړلو دوی ته هیڅ ډول ګټه نه رسېږي. تندر ورور به دعوه کوي چې د ښوونځیو په بندولو کې طالبان هیڅ پړه نه دي؛ کېدای شي د ځینو په سوځلو او بندولو کې طالبان لاس و نه لري خو زما نه یې واوره:
ـــ د غزني ولایت ګیلان ولسوالي مکتبونه په لومړیو کې طالبانو بند کړل خو له ښه مرغه اوس یې بیرته اجازه ورکړې؛ دوی پخپله مني چې دا زموږ تېروتنه وه او دا راباندي د کوتې شورا کړې وه؛
ـــ زما خپل ټولګیوال د کوتې شورا ته د مکتبونو د ستونزو په اړه د مالمانو په ډله کې تللی ؤ. ځینې خبرې ورسره اوس طالبانو منلې دي چې ټولګیوال مې ورباندي خوښ ؤ.
ـــ د اندړو ولسوالۍ مکتبونه یواځي او یواځي د طالبانو په امر و تړل شول او بس.
طالبان که په دې خبره خپه کېږي نو اول دي یې پخپله مخه ونیسي؛ بیا به ورته څوک د پړې ګوته نه نیسی!!!


حمید هڅــاند
13.05.2012

د اندړو ولسوالي څخه دا لاندي راپور د ویسا ورځپانې سره د همکار انور اندړ دی:
............................................................
د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ څخه را رسيدلې راپورونه وايي چې نن د جمعې ورځ د يادې ولسوالۍ په پايندي كلي كې د طالبانو د يوه ګروپ او د دوى مخالف يوه بل ګروپ تر منځ چې څوك يې په حزب اسلامي پوري تړلى بولي او څوك هم نور نومونه وركوي، نښته وشوه.
نښته نن غرمه هغه مهال پيل شوه، چې كله په لسګونو طالبان له شاوخوا څخه ياد كلې ته را نږدې شول او له مقابل لورې څخه يې غوښتنه كوله چې له بامونو ښكته شي خو د كلي له بامونو څخه د مقابل ګروپ له لورې ورباندې فيرونه وشول، طالبانو هم د ډزو ځواب په ډزو وركړ او نښته پيل شوه چې دواړو خواوو پكې د سپكو وسلو تر څنګ راكټ لانچر (اوږې د سر راكټ) هم كاروه.
د پايندي كلي اوسيدونكي وايي: نښتې څو ساعته دواوم وكړ، چې پا پايله كې يې د طالبانو د مخالف ګروپ له لوري د عبد الصمد په نوم يو تن چې د عبدالرحيم كلي اوسيدونكى و، ووژل او دوه تنه نور ټپيان شول، خو د طالبانو له لوري د مړو او ټپيانو شمېره تر اوسه نه ده معلومه.
د يادولو وړه ده چې تر څو ساعته نښتې وروسته طالبان بېرته په شاوخوا كليو كې تيت شول، خو مقابل لوري يې لا هم د ياد كلي پر بامونو سنګرونه نيولي دي.
...............................................................
[color=white:683bb483e9]یو ښکیل ملګری راته کیسه داسي کوي:
طالبان له شاوخوا ولسوالیو څخه راغلي ؤ ترڅو دغه نوې ډلګۍ و ځپي؛ دوی پایندي کلي ته رانژدې شول، د ډلګۍ یوتن مشر چې صمد نومېده له کلي سره نژدې باغ نه د طالبانو مخې ته ورغي چې مخکي مخ ځې؛ کېدای شي وینه توی شي. طالبانو دا کس وویشت او په کلي یې د راکټونو وارونه وکړل خو په ځواب کې ډلګۍ هم غبرګون وښود؛ نښته تر مازیګر مهاله روانه وه؛ له ډلګۍ نه دوه نور کسان زخمیان هم شول. طالبانو ته د څوتنو زخمیانو سره څلور مړي هم پاتي شول او په پای کې طالبان په شا ولاړل. دده په وینا د دغې ډلې شمیر اوس ته دوه سوه کسانو اوړي[/color:683bb483e9]

کیدای شي پوښتنه درته پیداشي چې زه ولي دا خبر دلته شریکوم. زه نه له طالبانو سره یم او نه حزب اسلامي سره. خو دا پيښه خورا د اهمیت وړ ده. ویل کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندي حزب مورچه نیولې ده!! د حزب ملاتړ هم د خلکو له خوا دی او هم (احتمالا) دولت له خوا. دا هم ویل کېږي چې په افغانستان کې دا یوه نوي انقلاب پیل دی! خو رسنۍ دغې پېښې ته انعکاس نه ورکوي.

والله اعلم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more