د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ملااسماعیل نژدې همکار

مساپر
10.05.2012

تاند(پنجشنبه/مې ۱۰) د طالبانو د کوټې د شورا د غړي او مشهور قومندان ملا اسماعیل یو نژدې همکار وايي چې ملا اسماعیل له طالبانو سره خیانت نه و کړی بلکې هغه د یوې دسیسې ښکار شوی دی.

په وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو دا جګپوړی قومندان ملا عمر په چل کوټې ته وروباله او هلته یې د آی ایس آی په وسیله وواژه.

د ملااسماعیل همکار ملا غلام حسن وايي چې پر ده هم د ملا اسماعیل په څېر تور لګول کېږي خو دی قسم کوي چې پر ده او ملا اسماعیل د طالبانو د شورا له لوري لګول شوي تورونه بې اساسه دي. ملا غلام حسن په دې ویدیو کې، چې تاند ته یې رالېږلې ده، لوړه کوي چې ملا اسماعیل نه له یوناما څخه پیسې ترلاسه کړي او نه د افغانستان له استخباراتو سره تماس نیولی دی.

http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=l2tbsKuV3os#!
http://www.youtube.com/watch?feature=player_embedded&v=hevxAXJ7BW8


khoshalkhan
11.05.2012

پټه يې و نيسه ! کله چې ددالرو ارګېمۍ باسې !


larghonay laraway
13.05.2012

د جواسيسو مړينې همداسې مرموزې وي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more