د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

ترهګري جهاد دی؟

larghonay laraway
12.05.2012

السلام عليکم!
نن مې د مسلم دوست صيب ( د ادب ډب) کتاب لوستو چې د جهاد په اړه يې هر اړخيز کره او پخې مستدللې خبرې ليکلې وې خو دا مې په کې هيڅ ونه ليدل چې د مړو قبرونه الوزول هم جهاد دی!
تېره شپه د پښتون مبارز ارواښاد اجمل خټک قبر په بمونو والوزول شو چې له ترهګرۍ پرته بل نوم ورته نه شو ورکولی!
دا چې دا څوک کوي او ولې يې کوي؟ زما نظر دا دی:
دغه روانه جګړه د CIA او انګليس د هدف له مخې پيل شوې جګړه ده چې د پاکستان د ISI په زور يې پر مخ بيايي. پښتانه د دې جګړې د اور خاشاک دي. چې هم په کې مري، هم يې سيمې ورانېږي او هم د همدوی پر مټ جګړه پر مخ بيول کېږي!
پر پښتنو د تپل شوې جګړې طراحان هر وخت په يوې نوې داسې موضوع فکر کوي چې پښتانه پرې راپارېږي، په احساساتو راځي او جګړه توده وساتي!
دوی ته ښه معلومه ده چې پښتانه په خپل دود دستور کلک ولاړ خلک دي نو د دوی د پارولو لپاره يې د هغوی په ودونو او غمونو بمونه و اورول چې جګړه توده وساتي!
ورپسې يې د دوی کورونه په توره شپه په خپل سر وپلټل او پلټي يې چې پښتانه هيڅکله هم دا نه مني نو له همدې کبله دوی ترې د خپل هدف لپاره کار واخيست او جګړه يې پرې نوره هم توده کړه!
پښتانه په اسلام ولاړ خلک دي نو د جګړې طراحانو د پښتنو په سيمو کې د قرآن بې حرمتۍ وکړې چې دا هم د جګړې د تودولو په موخه وې!
پښتانه له واکه ليرې شول څو ځانونه محروم وبولي اوڅو جګړه توده وساتي.
په همدې ترتيب يې د پښتنو د جګړې رګ رګ پېژندلی څو هغه ته زور ورکړي او پښتانه په جګړه رامات کړي چې د پښتنو مشاهيرو قبرونه الوزول د دې وحشت او دسيسې يوه طرحه ده او بالاخره د عدم تشدد د مفکورې نه ستړي کيدونکي مبارز ارواښاد اجمل خټک ته وار ورسيدو او تېره شپه يې د مړي بې حرمتي وکړه چې جهاد نه بلکې ستر فساد يې وکړ !
ستاسو څه نظر دی:
ايا پښتانه بايد همداسې په انپړو او بې سوادو پسې لښکر شي چې نه په اسلام پوهېږي، نه په جهاد او نه په خپل لمانځه او د صليبيانو طرحې شوې جګړې ته ځانونه لوګی کړي څو دوی خپل هدف ته ورسېږي او که شعوري قدم پورته کړي څو دوی ته په خپل رنګ کې ماتې ورکړي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more