سياست او روانې چارې
د علم او سواد دښمنان
تيمور
09.05.2012
ګرانو هیوادوالو!
وسله والو طالبانو د ښوونې او روزني پېنځه کار کوونکي هغه مهال شهیدان کړل چې دوی د ارګون ولسوالۍ ته په يو وظیفوي سفر تللي وو، او د بېرته راګرځېدو پر مهال پرې د علم او سواد د دښمنانو (طالبانو) له خوا بريد شو او پينځه واړه ځای پر ځای شهیدان شول.
د پکتيکا د پوليسو قوماندان وايي چې مونږ دوی ته خبر ورکړ چې پټ راپورونه وايي چې وسله وال طالبان پر دوی د حملې تکل لري، مګر دوی ويلي وو چې طالبان د ښوونې او روزني د کار کوونکو پورې کار نه لري او نه پرې حمله کوي.
دا پداسې حال کې ده چې طالبان وايي چې د دوۍ د ښوونځيو او ښوونې روزني د کار کونکو پورې کار نه لري، مګر ټولو ته مالومه ده چې وسله والو طالبانو پدې ورځو کې د غزني ولايت په (څوارلس) ولسواليو کې په زور سره ښوونځي وتړل. او همدا رنګه طالبان د غزني ولايت د جهان ملکې د انجونو ښوونځي هم دوه اونۍ کيږي چې تړلي دي.