د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

د ولسي جرګې سیاستپوهان

حمید هڅــاند
08.05.2012

له یوه ملګري مې واورېدل چې د ولسي جرګې په تیره ناسته کې د بحث موضوع داوه چې نوي ولسوالان دي د لیسانس په کچه سند ولري او که نه! د وکیلانو ډېری شمیر په دې نظر ول چې دا کار به ځکه ښه نه وي چې لیسانسه کسان پیدا کول به ستونزمن کار وي.
پوښتنه داده چې ایا رښتیا دوی سم وایي؟؟ هیر باید نه شي چې:
ـــــ ډېری فارغ کېدونکي محصلین بیکاره پاتې کېږي؛
ـــــ د فارغینو شمیر کال په کار زیاتېږي؛
ـــــ لیسانسه کسان نن د روپۍ شل دي خو بیکاره دي؛
ـــــ طالبانو ورباندي د کار بندیز لګولی دی خو حکومت ورته د ارزښت په سترګه نه ګوري؛

درنښت


سلامونه

tandar
08.05.2012

سلامونه
دولت کار نه ورکوي او طالبان ې کار ته نه پريږدي پس دولت او طالبان په يوه نظر دي چه هغه ددوي بي کاري ده
ددوي سره په کار دي چه دخپلو پلرونو ،ورونو،خپلوانو،کليوالو سره هر يو په خپله منطقه کي دخپل حق او مشکل په هکله خبري او هغوي ته قناعت ورکړي او له ځان سره ې ملګري کړي او دالړي دولايتونو په سويه له نورو درديدلو فارغانو سره شريکه او بيا په يوه غږ او عذم سره ميدان ته راوځي اويو ملي او سولئيز انقلاب په لاره واچوي او له خائينانو خپل حق وغواړي
دسلاح په عوض دي ډولونه دارګ په مخ کي شپه او ورځ داسي وډبوي چه کرزي ته ترسبا پوري خوب ورنشي او دشوراپه مخ کي دي هم دا کاروکړي او شعارونه ورکړي
په غير له دينه به تل بيکاره ګرځي
اميد دي چه کار اهل کار ته ژر وسپارل شي
مننه


larghonay laraway
08.05.2012

السلام عليکم!
هڅاند صيب هڅاند اوسې.
بښنه دې وي چې څو ورځې له نيټ نه ليرې وم!
زه ستاسو له نظر سره موافق يم. ولسي جرګه نه ده بلکې تجارتي جرګه ده. هغوی ټوله ورځ خپلې معاملې کوي. څو ورځې وړاندې د کابل په محلي ارګانونو کې د ولسوالانو ازموينه وه چې د يوې ولسوالۍ له پاره په ګڼو کسانو کې ماسټرۍ او لسانس لرونکي وو خو يو چا راته وويل چې له ماسره زمونږ وکيلانو ژمنه کړې او راته ويلي يې دي چې مونږ د محلي ارګانونو له مشر سره غږيدلي يو او ته به خامخا ولسوال کېږي. په اړه يې بيا يو بل چا وويل چې پنځوس زره ډالر يې ورکړي ځکه چې هغه سرحدي ولسوالي ده . بله دا چې هلته د وکيلانو هم ډېرې چارې بندې دي نو د همدې کم سواده يا ابتدايي سواد لرونکي ډېر احتمال دی!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more