د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

هٌغه که هغه

پتوال
13.04.2012

د([color=blue:9024157f16] هـ [/color:9024157f16]) په خج (فشار) او ([color=darkblue:9024157f16]غ[/color:9024157f16]) فتحې سره (هغه ) له ([color=red:9024157f16]هغه[/color:9024157f16] ) څخه چې خج یا فشار یې په مفتوح (غ) وی څه فرق لري .
[color=blue:9024157f16] هغه[/color:9024157f16] دی [color=red:9024157f16]هغه[/color:9024157f16] خو راغی !
لومړی هغه اشاره ده لکه
هغه دی او دغه دی !
دغه ده او هغه ده
او دوهم هغه دغایب ضمیردی لکه :
هغه راغی او هغه لاړه ، هغه (شاګرد له ټولګي څخه ) ځي او هغه (شاګرده ټولګي ته ) راځي ! به لازمي او متعدي دواړو کې یوشی دی !

هئغئه او هئغې : په قریبه متعدي ماضي کې کارول کیږي :

هئغئه ډوډۍ وخوړه،
هئغې ډوډۍ وخوړه


larghonay laraway
18.04.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب زما په نظر ستاسو لومړی مطرح شوی (هغه) د نږدې نه بلکې د لرې اشاره ده او د نږدې اشاره يې (دغه) ده. معمولا د ليرې اشاره (هاغه) تلفظ کېږي. همدارنګه ځينې لهجو کې (ايناغه ) هم شته !
نو که د (ه) يا (غ) پر سر د خجونو له ستونزې ځان خلاصول غواړو ښه به نه وي چې د ليرې اشارې (هغه) د (هاغه) په شکل وليکو؟
مننه
ستاسو لاروی


پتوال
21.04.2012

لاروی صیب خیر یوسې ، له هغه څخه زما مطلب هم هومره لیرېوالی دی چې صرف له (دغه) څخه یې توپیر وشي ، شاید په هغه او هاغه سره لږ لیرې او ډیر لیرې توپیر شې ، لکه په دغه او هغه سره چې نږدې له بیا هم لږ لیرې څخه بیلیږي . مثلا که یوه دایره هرڅومره وړه وي خو مونږ یې د مرکز او مونږ ته د محیط په نږدې ترینې او لیرې ترینې نقطې باندې درې کاڼي کېږدو
نو په مقایسوي توګه ورته [color=blue:69e5604f50] دغه ، هغه او هاغه [/color:69e5604f50]کاڼی وایو !
نو که [color=red:69e5604f50]هغه[/color:69e5604f50] چور بور له منځه ورک کړو بیا به دریواړو کاڼو ته [color=blue:69e5604f50]دغه هاغه او هاغه [/color:69e5604f50]وایو چې ددوه وروستیو اشارو فرق به
د لاس له اشارې پرته بیا ګران پرېوځي . درنښت او سلامونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more