د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په ټول افغان کې زما وروستی لیکنه :(

رښتینی
21.03.2012

دلته مې شاوخواشپږکاله لیکني کولي او په سلوکې ۹۰٪ لیکني مې غیر سیاسي وي خوبیا هم د ځیني نا اهله ځوانانو او یاپه اصطلاح مشرانو پوهانو له خوا په مستقیمه او یاغیر مستقیمه توګه په سپکوسپور ونازول ! کیږو :(
او ددي ناسم چلند له کبله دټول افغان د پرمخیون له پاره زموږ کړي خواری په سپکو
ځوابول کیږې نو دا ښه ده چې ځان ګوښه او له دي سپکو وژغورل شو ګڼ شمیر ملګري
به چې له دی ځایه خوابدي شول موږ به ننواتي ورته کوله او په زاریوبه موبیرته راغوښتل خو نن خپله دهغوپرلاره دپلونوکیښودلو تابیا لرم .

زه دومره په ځان پوهیږم چې ترننه مې چاته هیڅ سپکه خبر هم نده کړي خوکه بیا هم
زموږ له لیکنوچا ازار لیدلی وې بښنه دي راته کوې .



ع کريم حليمي
22.03.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم او مکرم رښتینې صاحب ښې هلي مي و منه ، الله دي د ځګر پراخي په برخه کړه ، مه پرېږده چه سیاسي او مذهبي اختلاف دي صبر او حوصله درنه وخوري ، او سیاسي اختلافاتو دي سبب د دېٖٖٖٖٖٖٖٖٖ شي چه سینه دي در تنګه کړي ، اسلامي او قرآني اخلاق خو داسي فرمايي چه : فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَى إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ إِنَّمَا [color=white:3e9b50c663] أَنْتَ نَذِيرٌ [/color:3e9b50c663] وَاللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ
درنښت


رښتینی
06.04.2012

محترم مشر حلیمي صاحب ستاسو خبرې پرځای او نصیحت موپر
سرسترګو خویو ه یادونه کوم هغه دا چې کله دخدای پیغمبر صلی
الله علیه وسلم دطایف له کفاروڅخه نهیلی راستون شو او دهغو له
خوا وزورول شو نو بیرته په لاره کې یې یوه ډیره دردوونکي دعاکړي ده
چې شیاید تاسوبه د سیرت په کتابونوکې لیدلي وي او هغه ډیره مشهوره
ده په هغه کې یې الله جل جلاله ته خپله کمزوري اولږځواکې بیان کړي ده
او یوه جمله یې داسې ده : وهواني علی الناس ،
په دي جمله کې داخبره ښکاره ده چې پرخلکو باندي دځان دسپکاوي ویره
او احساس داسي څه دي چې عزت النفس مجروح کوې او دخپل نفس د
عزت ساتنه هم ډیره مهمه ده او دامر بالمعروف په مسائلوکې راځي چې
که داسې حالت و چې په امر بالمعروف کې دسړي دعزت النفس جرحه
راتله نو هلته له امر بالمعروف نه تیریدل پکار دي ،
اودا ستونزه ما په ټول افغان کې احساس کړه ...


طالب ISI
07.04.2012

ریښتینۍ صاحب میدان به نه ورته پریږدې.

چې خبر د ملي، د وطن په ګټه ، د خلکو د سوکالۍ او پرخمتګ لپاره وي، هیڅوک د هم نه شي پسې اخیستۍ.


M Tahir
08.04.2012

ښاغلی رښتينی صاحب
وخت او حالات پر انسان ډېر څۀ مني کنه له ټول افغان سره ستاسې بې پايه مينه او علاقمندي له هيچا هم پټه نه وه[color=white:f6aa456d36][/color:f6aa456d36]. الله تعالی مو د ګران هيواد د خپلواکۍ، ملي حاکميت او اسلامي نظام د قيام پۀ برخه کې هڅاند لره ..... د دې کار لپاره د ټول افغان فورم کورټ اړين نه دی چې تاسو بايد ارومرو پاته شئ. ستاسو د عزت نفس له ګواښ سره مخامخېدل ستاسو پر قلمي او علمي فعاليت پۀ بېساري ډول ناوړه اغېز لري چې نتيجه يي بيا د هغه هدف پرخلاف واقع کېږي د کوم لپاره چې تاسې خپل قلم ته د زړۀ وينې ورکړې!

پۀ ډېرې خواشينۍ سره وايم چې د خپل بې پايه مسلکي فعاليت او مصروفيت له امله مې ستاسو قلمي ملګرتيا و نه کړای شوه. هيله لرم چې پۀ دې برخه کې به مې ټوله نيمګړتيا هېره کړئ او د راتلونکي پۀ اړه به راسره خپل علمي اشتراک ولرئ!

پۀ الله جلجلاله مو سپارم
پۀ ډېر درنښت او مينه
ستاسو طاهر


ډاکتر وطنمل
09.04.2012

دروند منلی او ښاغلی ورور رښتینی صاحب ته سلامونه او نېکې هېلې !
تر اوسه پورې نه تاسو پخپله او نه ستاسو په اړه بل چا ماته د چا سپورې سپکې په ګوته کړې دی ، څو د اړونده
شخص تیری ارزول شوی او لازم مجازات یې صادر شوي وای !
عامې مشورې او هغه هم د دریمګړي په برخه کې
هر وخت د فوری پلی کولو وړ نه وي !
د محترم حلیمي صیب غوښتنه زه هم درڅخه لرم چې له زغم څخه نور هم کار واخله او د دوستانو ملګرتوب مخ پرېږده .
اوس ګورې چې هیڅوک چاته سپکې نشي کارولای، وروستۍ سپورې سپکې د ټوکو په فوروم کې چې چا نه کنترولې شوې وې،
خو هلته هم بندې او ورکې شوی دي . څینې نور دوستان چې په دې اواخرو کې نه ښکارېدل شاید هغوی هم بیرته راستانه شی ،
او که راستانه نشول نو تاسې خو هم هلته له هغوی سره او هم دلته له مونږ سره همکاري ساتلی شئ او څوک درباندې
نیوکه هم نه لري، نو بیا مو دغه تصمیم یوځل بیا له سره تر غور لاندې ونیسئ !
تر کومه خایه پورې چې د شخصي خواشینۍ خبره ده نو خدای شته چې د ټول افغان په پرېښودلو دې ډیر سخت خواشینی کیږم،
ولې د مبارزې په برخه کې د لا زیات مقاومت هیله در څخه لرم !

[color=blue:69be9bf315]الله تعالی دې ستا له ارزښتمنو ليکنو څخه دټول افغان لمن هېځکله نه خالي کوي !
ستا يو ورور : ډاکتروطنمل ! [/color:69be9bf315]


میوند ننګیال
20.04.2012

سلامونه او نیکی هیلی !
رښتینی صیب ! هو د ټول افغان لویه مسئله همدا ده چی دلته بعضی ناپوهه کنځل کوی او په همدی وجه ډير وروڼه ترینه خفه لاړل او دا لړۍ به ( دوروڼو دتګ ) به تر هغه جاري وی چی تر اوسو د ټول افغان وزین سایټ ددی مخ نیوي نوی کړی .
بهرحال هر انسان ته دعزت نه زیات ګران بل څه نشته د پاتی کیدو او تګ په اره درته څه نه وایم


khoshalkhan
20.04.2012

اکرم خانه !
دليکنې متن دې ماولوست ،له کينې ډک او تهمتي وو ، هرچاچې ړنګ کړی وي
کور يې اباد !
رښتينی صاحب زه له ډېرو کلونو را هيسې پېژنم ، واقعا هم چې رښتينی دی او ديوو
مشرديني عالم خواص لري څو ځلې يې ماته (pattang) ليکلي دي چې زه بايد تېزې
اوتوندي خبرې ونه ليکم ٠ کوم شی چې تا د نوموړي په برخه کې ليکلي وو له واقعته
ډېره لرې اويو بهتان وو ٠
ميوند ننګيال هم زمونږ معاله غړی وو خو دځينو وروڼو دکنځلماري لهجې خوند
ور نکه او فعاليت يې کم شه ٠ د ننګيال صيب په برخه کې دې هم قضاوت غلط وو٠
داخو نو اوس يوموډ شوې خبره ده ، اسلام پلوه ، پښتون پلوه خلکو ته هر ډول کنځلې
کيږي او تهمتونه پرې وېيل کېږي٠

[quote:1bafdc46e3="اکرم"]...[/quote:1bafdc46e3]


changezkhan
20.04.2012

اکرم صیب ګیډۍ ګیډۍ سلامونه.
ګوره ګرانه ما ستاسو لیکنه نده لیدلې ولې دومره وایم چې د ریښتینی صیب په حق کې که تاسو کوم غلط الفاظ کارولې وي د انصاف نه به ډیر لرې وي او حتې د محترم ریښتینی صیب په حق کې به ظلم وي.


سلامونه

tandar
22.04.2012

ټولو ته سلامونه
يره چنګيز خانه کاشکي چه پښتون وي؟ هههههها
زه تاسو پسي ګرځيدمه چه دا ځوانان ځنکه نه ښکاري اخر مي په جوميت کي پيدا کړي ههههها
راشي حوجري ته راشي چه يواځيتوب سخت دي ،داتا ليکلي ماليکلي هغه لوستلي لکه کونډي چه په ژمي کي پتاوي ته ناستي وي او کومه يوه ې په ځمکه کي لرګي دي خوا او هغي خوا کش کوي هههههااو زړه خواله کوي او زړونه ې په ځواني کي له ميړنو چاود چاود وي هههههها خپلو مينځو دزړه بغ اوباسي ههههها
دا زړي قيصي پريږدي ،پښتون ورور هم ډير وخت کيږي حوجري ته کوم شعر نه دي راوړي چه ولي ؟
ستاسو خوښي تل غواړو
تربيا

[quote:3b2eff51ca="changezkhan"]اکرم صیب ، که تاسو داسې څه نه وه لیکلې او زما اعتراض بې ځایه و ،نو هیله ده چې دا اعتراض په هیڅ حساب کړئ.
نو بیا مو خوشحالخان ته ولې ندې لیکلي چې تاسو مطلب یی غلط اخیستې دې.

[quote:3b2eff51ca] هی هی چنګیزه! که زه خبر وی !!!![/quote:3b2eff51ca]
که خبر وی له څه،خبر وی؟[/quote:3b2eff51ca]



jamal
14.05.2012

ریښتینۍ صاحب میدان به ورته پریږدې کنه غرقيږي په منني سره ستاسي ورورکم عقل

:cry: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: 8) 8) :( :( :( :( :( :( :( :) :) :) :) :) :) : داخوبه مني که


حمید هڅــاند
14.05.2012

حامد وروره؛ نه پوهېږم اوس به فورم ته راځئ او که نه خو که چېرته دا ځواب ګورئ نو بېرته را وګرځه او په راتګ مو ونازوه. رښتیا راباندي وایې؛ اوس ټول افغان کې زموږ هغه پخواني ملګري نه شته؛ بیخي راته بېخونده ښکاري. نه پوهېږم چې ولي یو په بل پسې ولاړل؟ وهاج ساپی ولاړ او ټول افغان تش غوندي شو خو بیا به هم راتلم او په تاسو او نورو ملګرو مې زړه غوندي ؤ؛ نوروزخان عجیب غوندي ورک شو؛ ناځواني یې وکړه او ورو ورو کم شول او اوس تاسو تللي یاست؛ که نه راځې نو موږ هم بیا دلته مه غواړه.....

درنښت


حشمت الله
16.07.2013

--------------------------------------------------------------------------------

ټولو ته سلامونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more