د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

چینايي کمپنۍ د لومړي ځل لپاره په سرپل کې تېل استخراجوي

مساپر
11.04.2012

چینایې شرکتونو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طبیعي زیرمو د رایستلو لپاره ډيرې پانګونې ته ملا تړلي ده .
تر حده چې یو شمیر امریکايي شرکت لرونکو شکایت کړی چې دغه ونډه باید امریکایانو ته ورکړل شي ځکه هغوی د افغانستان په بیاودانولو کې بي ساری لګښت کړی او دغه امتیاز هم باید د هغوی وي.
تر دې دمخه په لوګر کې د نړۍ په کچه د مسو د لوی کان عینکو څخه د مسو د رایستلو قرار داد هم چینايي کمپنۍ ګټلی و چې تر اوسه یې چارې ندي پيل شوي.
د سرپل د والي ښاغلي رحمتي پر وینا چینايي کمپنۍ ژمنه کړې چې د تیلو د تصفیې چارې هم په همدغه ولایت کې سر ته ورسوي چې له دې سره به په سلګونو افغان اوزګارو ځوانانو ته کاري زمینې برابرې شي.
ویل کیږي چې یاد شرکت به له کان څخه تر مرکزه پوري د پراته واټ د پخولو تر څنګ یو جومات او یو ښوونځی هم ودان کړي.
د سیمو خلکو له دغه کان څخه د تېلو د رایستلو د پروژې د پيلیدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده .
هغوی وايي که چیرته دا کار عملا تر دوو میاشتو پوري پيل شي نو د دوی ډیرو اوزګارو کسانو ته به هم په دغه پروژه کې د کار زمینه برابره شي او د دې تر څنګ به ځوانان وکړای شي چې مسلکي روزنه هم تر لاسه کړي.
نا امني، په افغان دولت کې په نړیوالو معیارونو د برابرو تړونونو د وړتیا نه شتون هغه لاملونه دي چې تر اوسه پوري یې له ډيریو کانونو څخه د زیرمو د رایستلو کار له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.
دمګړۍ غوڅ اکثریت افغانان د فقر د کرښي لاندی ژوند کوي په داسي حال کې چې د طبیعې زیرمو له پلوه هغوی د سرو زرو په کټ نار بیدیږي.
تیر کال د امریکې د جیلوژیکي څيړنو یوې ادارې وموندله چې د افغانستان په شمال کې د دری ترلیونه یعني در زره ملیارده امریکایې ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمي شتون لري چې په را ایستلو سره به یې د افغانستان د اقتصاد کچه په بي ساري توګه حتی د سیمې د هیوادونو په مقایسه لوړه شي.


اکرم
12.04.2012

مساپر خانه ! له یوې بلې خونې ته دې ټوپونه ،اود موضوعګانو انتخاب را ته
تبلیغاتی ښکاري!!!
په دې پورته وړاندې شوې موضوع کې ته څه وایې ؟؟؟ خپل نظر هم لري او که نه؟

که په موضوع بحث غواړې نو یو دو ه ټکې تبصره خو هم پرې وکړه ! ته څه فکر کوی چې د کانونو دویستلو قراداد دې د چاسره وشي ، د امریکا سره ، د چین سره. د هندسره، دروسې سره ، او که دکانونو داستخراج کار با بد پخپله افغانان وکړي ؟؟؟
ستا نظر څه دی ؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more