د موضوعګانو سرپاڼه

بیا رغونه او پرمختګ

دکوکنارو د اړولو اشر

مساپر
09.04.2012

پرون د مارجې ولسوالۍ په سلګونه اوسيدونکو دسيستاني په دښتي سيمه کي دکوکنار اړول اشر پيل کړل، په دغه اشرکي د مارجې سل تنه اوسيدونکودخپلو تراکتورنوسره يوځاي دکوکناراړول کمپاين پيل کړي، چي څلور ورځي به دوام وکړي .
دامهال دهلمندپه ګڼوولسواليو کي دکوکنارو اړول کمپاين روان دي چي په ترڅ کي يي تردې دمه په سلګونه هکتاره ځمکه دکوکنار ودنارواکرکيلي څخه پاکه سوي ده .
وسله والو طالبانودکوکنارودساتلوپه بدل کي له وړاندي دکوکناروله کرونده ګرو،پيسي اخيستي اوله هغوي سره يې ژمنه کړي ، چي دکوکناروکرکيله به له کمپاين ساتي ، خوداسي ښکاري ، چي دوی پخپله دې ناوړه عمل کي ناکامه راغلي ، اويوازي يي له کرونده ګرو پيسي جيب ته کړي، طالبان له يوې خوا د کوکنارو د ساتلو لپاره له کرونده ګروپيسي اخلي اوله بله پلوه يي دحاصلاتوپروخت د زکاة په نوم لوټي ، اوغواړي پدې حرام او د اسلام ضد عمل په کولو کې خپل وسلي اومهمات تأمین کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more