د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

که زمونږ شاوخوا همسایه ګان کفار وی، ښه به نه و؟

طالب ISI
28.03.2012

زمونږ د ټولو بدبختیو علت پاکستان او ایران دي. د روسانو وقت کې یې مجاهدین همایه کړ، چې دروسانو او ددوی له لاسه وطن ټوټه شو. چې روسان لاړل، مجاهدین یې خپلو کې په جنګ واچول. چې مجاهدین یې ورک کړل، طالب یې را پیدا کړ، او افغانستان یې دتیږو زمانې ته ولیږ. هغه اسلام چې په ځان یې نه عملي کولو، په افغانانو یې لوریدو. بیا چې د ګټې وقت راغی، طالبان یې خرڅ کړل، چې پوه شول چې غربیان افغانستان څه نه څه جوړوي، بیا یې بیا طالبان حمایه کړل.

اوس یې د جعلي پیسو را داخلول هم پیل کړي. آخر مونږ څه بد کړي، څه ګناه مو کړې چې دغه دوه منافقین ، ایران او پاکستان مو په آرامه نه پریږدي؟

پدې نړی کې خو کفار هم ډیر دی، لکه بودایان، عیسویان، یهود، آیا که دغه ډول ملکونه مو ګاونډیان وی، لږد سر درد به مو کم شوی نه و؟

یا لکه د افغانستان شمالي یو څه سیکولر همسایه ګان مو درلودی، بیا به مو یو څه مشکل نه و کم شوی؟

اسلام څه ښه ویلي چې تر کافر څخه منافق ډیر بد وي. اوس مونږ ددوه منافقو په منځ کې اوسو.
http://graanafghanistan.com/?p=80979


عادل عادل
05.04.2012

السلام علیکم

[quote:ff69f85f91]زمونږ د ټولو بدبختیو علت پاکستان او ایران دي. د روسانو وقت کې یې مجاهدین همایه کړ، [/quote:ff69f85f91]

شهیر صاحب پس له ډېره وخته وروسته په خیرونه،،،په خیرونه ،،،، هیله ده چې روغ جوړ او خوښحاله به وی،،،

وروره په تېر دور کې مجاهدین ټولې اسلامي او غربي نړی حمایه کړل،،، خو کلیدي رهبران یې متاسفانه پاکستان همایه نه بلکه اېماله کړل،،،،،او ټول ملي افغاني احساسات یې ترې وڅنډل،،، ځکه خو یې سپېڅلی جهاد بدنام کړ،،، او نتیجه یې لاهو شوه،،،، او ټول افغانان یې سخت ناهیلي کړل،،،،، الله ج دې په نن وخت کې ذیدخلو افغانانو ته بې کچې زیرکتیا او لا هوښیاري ورپه برخه کړي تر څو چې بیا داسې وخت رانشي،،، آمین

له پورته موضوع څخه علاوه او په نه تړاو کې،،، زه ستا نوې لیکنې لولم،،، باور لرم چې اند او څرګندونې مو ټولې د سپین زړه، خلاصو سترګو او نیک احساس زېږنده دي،،،، خو دا یوه مشوره مې د وروری ومنی چې د اسلامي عقیدې په اړه مو یو څه مالومات ډېر او غني کړی،،،، هسې نه چې خدای مکړه سپېڅلی اند مو په مینه مینه سپینه سپینه کې بدلون ومومي.

تاسو ته دې مالومه وي چې،،، که څوک ټول اسلام ونه مني نو مسلمان ورته نشو ویلای،،، خو ددې قاعدې خلاف کافر کېدل بیا د ټول کفر په منلو سره نه بلکه د جز په منلو سره هم واقع کیژي،،،،

په بل عبارت که څوک د اسلام 99 په سلو کې احکام ومني خو 1 په سلو کې ونه مني نو دا سړی مسلمان نه دی بلکه کافر دی،،،، خو که یو څوک 1 په سلو کې کفر ومني او 99 په سلو کې کفر ونه مني،،، نو بیا هم مسلمان نه بلکه سوچه کافر دی،،،، والله اعلم

هیله ده چې ښاغلي دین پوهان وروڼه عزتمند هر یو حلیمي صاب، مومن مهاجر صاب او وصیل پېروز صاحب به په دې اړه وضاحت او روڼا واچوي،،،


طالب ISI
05.04.2012

عادل صاحب وسلام،

نو ستا په اند ایراني او پاکستانې استبلشمنټ واله منافقین نه دي؟
باور ورکړه د مکې منافقین که هم دومره موزر و. ځانونه یې مسلمان ښودل تر څو معلومات تر لاسه کړي، داسې خو یې نه کول چې د اسلام تر پوښ لاندې په اسلام سودا ګانې وکړي.

که مو دغه سرحد په مستقیم ډول له هندوانو سره وی، او دغه بل سرحد کې مو د ایران په ځای د چین غوندې کمونستان پراته وی ښه به نه وه؟

عادل صاحب نن ورځ که پاکستان، ایران، عرب، طالبان، پاتې افغانان، مجاهدین هر څه کوي، ته باور وکړه زه اول د ټولو څخه اسلام منفي کوم بیا نیوکې پرې کوم.

دوی به ځان ته هر څه وایې که نه، خو زه یې ددې لایق نه ګڼم چې د اسلام نوم واخلي، اسلام له دوی څخه ډیر اوچت دین دی، اصلآ ددې لایق نه دي چې په اسلام کې خبرې وکړي.

زما په اند د اسلام په حق کې سید جماالدین غوندې کسان او هغه ته ورته کسان د خبرو حق لري. د طالبان داسې کسان حق لري، که ددوی د زاعت وزیر چې اول خو یې د خپلې مقررۍ خلاف هر څه وکړل، خو چې نه کیده، ډاکتر وکیل صاحب چې د وردګو ولایت و، او تحصیلات یې امریکا کې کړي، و، هغه یې مشر سلا کار مقرر کړ، او بیا یې وزرات ومانه.

یوه طالب قیصه کوله، چې یو ځل مو شمال کې یو لوړ غر ونیو، چې د غره سرته ورسیدو، نو دښمن کارته منډې وهلي، یوه طالب وویل چې ضربه به یې کړو، بل وویل چې نه حدیث شریف کې راغلي، چې دښمن په منډه و، پریږده یې چې رعب پکې خپور وي. یا د حضرت محمد ص په وقت چې د کافر بندې به لیک لوست زده وه، نور به یې بند ته نه لیږو، چې ته لس کسه تعلیم یافته کړه ته خلاص یې، نن ورځ چې چیرته طالب زور لري، د هلکانو ښونځې بند دي، د نجونو خو بیخې تړلي.

یا تیر ورځ په فراه کې یې یو تعداد امریکایان ووژل، ځه دغه دوه کسه پولیس یې هم ددوی په حساب مرتد حساب، دغه پنځه کسه عامو افغانانو څه ګناه کړې وه؟

عادل صاحب مسلمانان نه یو، هسې د اسلام شرم یو. خو پاکستان بیخې د اسلام دښمن دی ( د دوستې په جامه کې ) او زه ما مجاهد او طالب تر اوسه دده په جامه بازي خوري.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more