د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د پښتو تلوېزيون څخه خپرېدونکى د لېوال د ليرې ښوونځي د جنوبي اسيا په کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جاي

ښوونکى
03.12.2011

مطبوعاتي خبرپاڼه
کابل، افغانستان (د سمبر٣، ٢٠١١ ميلادي کال )
د پښتو تلوېزيون څخه خپرېدونکى د لېوال د ليرې ښوونځي د جنوبي اسيا په کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله

پښتو ټلويزيون او د لېوال د لېرې ښوونځي خپل ښوونيز مواد د اسيا په کچه يو نندارتون، چې د هندوستان په ډيلي ښار کې و، نندارې ته وړاندې کړل، دغه نندارتون د ډسمبر د ١ څخه تر ٢ پورې و. د لېوال ښوونځي نندارځي ته په زرګونو نندارچيان راتلل او د پښتو ټلويزيون څخه خپريدونکى ښوونځي ستاينه يې کوله او ډېرو وغوښتل چې د همدې په څېر ښوونځى دې دوى ته په هندي او اردو کې هم جوړ شي.

همدارنګه د نندارتون ترڅنګ ښاغلي ن.ر. لېوال د الکټرونيکي- ښوونيزو لارو چارو سيمنار ته عالمانه وينا وکړه، چې د ګډونوالو د تود هرکلي وړ شوله، نوموړي وويل چې ل نن څخه ١٥ کاله مخکې ده د پښتو او دري سره سره اردو او هندي ژبو لپاره هم د کمپيوټر پروګرامونه جوړ کړي وه چې تر ننه په هندوستان او پاکستان کې کارېږي.

د هندوستان رسنۍ هم د پښتو ټلويزيون او لېوال د لېرې ښوونځي څخه اغېزمن او په خپل وار يې له ښاغلي لېوال سره مرکې وکړې.

د سيمنار او نندارتون په پاى کې د پښتو تلوېزيون څخه خپرېدونکي د لېوال د ليرې ښوونځي د جنوبي اسيا په کچه د الکترونيکي- ښوونيزه تخليق غوره جايزه وګټله. د لېوال د لېرې ښوونځى چې د ښاغلي ن. ر. لېوال نوښت او جوړښت دى او مو خه يې دا ده چې ټول د ښوونځي زده‌کړه د راډيو، ټلويزيون، ويډيي وسايلو او غږيزو وسايلو له لارې اسانه په خپل کور کې وکړائ شي. د خوشالۍ ځاى دا دى چې همدا اوس دغه ښوونځى د پښتو تلويزيون له لاري خپرېږي . پښتو تلويزيون چې يو کورنيز چينل دى، ډېرې په زړه پورې ځانګړې او د خلکو د اړتياوو سره سمې خپرونې برابروي، يوه کورنۍ کولاى شي چې په ګډه يې سره وګوري، پښتو راډيو تلويزيون خپلو ليدونکو او اوريدونکو ته ډيرې له محتوا ډکې، سياسي، خبري، ښوونيزې او تفريحي خپرونې چمتو کوي چې ډېر څه ورڅخه زده کېداى شي.
"لېوال وويل: دا کار يو غوره مثال دى چې موږ څنګه کولاى شو د ښوونکي او ښوونځي کار له تخنيکي وسايلو څخه واخلو او له دې لارې زده‌کړې ته د ټولو ترلاسى اسانه شي، موږ ددې کار لپاره له څو لسيزو راهيسي هلې ځلې کوو او اوس مو ډېره تجربه ترلاسه کړي، موږ د ډېرو کالونو څخه د معلوماتي او مخابراتې ټکنالوجي د کارونې ژوره تجربه لرو همدا وجه ده چې اوس د پښتو تلويزيون څخه موږ ښوونيزې خپرونې پيل کړي، له نيکمرغه دا چينل د سيمې په کچه له هندوستان څخه تر عربستان پورې نژدي سل ميلونه څخه زياتو پښتنوته خپرونې کوي.
د لېوال د ليري ښوونځي خپرونې چې د افعانستان او د نړيوالو تعليمي نصابونو د معيارونو په نظر کې نيولو سره جوړې شوي، له لومړي ټولګي تر دريم ټولګي په بر کې نيسي چې د دريم ټولګي په بشپړلو سره زده کوونکي د دې جوګه کېږي، چې اساسي ليک لوست او حساب زده کړي، د دې لپاره چې زده کوونکي له ټلويزيون، راډيو، کمپيوټر، ځانګړو کتابونو او نورو د اورېدلو الاتو له لارې ښې او موثرې زده کړې وکړي. ځانګړي کتابونه او ويډيوګانې جوړې شوي، چې په کارونې سره يې زده کوونکي کولاى شي د کتابونو په واسطه او يا د تلويزيون ، راډيو او نورو اورېدلو الاتو څخه په ګټه اخيستنې سره پرته له ښوونکي زده کړې وکړي. د پښتو ټلويزيون له لارې هر سبق هره ورځ څو ځلي په مختلفو وختونو کې خپرېږي لکه سهار١٠:٩ غرمې ١ بجه او د شپي ١١ (ناوخته د هغو ليدونکو لپاره خپرېږي چې د افغانستان څخه د باندې ژوند کوي). موږ هڅه کوو چې ډېر ژر د انټرنټ له لارې هم خپرونې پيل کړو چې د نړۍ په هر ګوټ کې اوسېدونکي ورڅخه زده کړې وکړي. په پام کې ده چې پښتو ټلويزيون به د لېوال د لېرې ښوونځي د برياليو زده کوونکو د زده کړو د برياليتوب د بهير کيسې خپروي چي نور زده کوونکي وهڅېږي څو زده کړې وکړي.
همدرانګه ښاغلي لېوال وويل: چې "اړتيا د اختراع مور ده" ددې کار مفکوره د دې دريو علتونو له امله رامنځته شوې:
1. ښوونځي ته ترلاسى د ډېرو لپاره د سياسي، ټولنيزو او اخلاقي علتونو د خنډونو په ځانګړي ډول ښځو ته امکان نه لري لېوال دلېرې ښوونځى، به هر چاته زده کړه د دوي کورنو ته ورسوي که چېرې ښځي زده کړې وکړي نو ويلى شو چې پوره کورنۍ زده کړه او د تورې تيارې څخه به د رڼا په لور پرمختګ وکړي.

2. د تېرو دېرشو کلونو ناخوالو او جګړو په ترڅ کې ما ډېر داسې ځوانان، نارينه او ښځينه ليدلي چې دوى زده‌کړو ته لکه څرنګه چې لازمه وه د ترلاسي لاره نه درلوده، او له امله يې د دې جوګه نشوو چې د ليکلو او لوستلو له ستر نعمت څخه برخمن شي. او دوى به داسې ويل (اخ اى) که چېرې ما ليک او لوست کولاى شواى نو زه به کېداى شي چې سل يا زر واره زيات بريالى وم. که څه هم دوى د ښوونځي د زده‌کړو په ارزښت پوهېږي، خو دوى ونشو کولاى له دې امله چې عمر يې زيات دى د ټولنيزو خنډونو له امله ښوونځي ته لاړ شي نو د دې لپاره ما تل دا فکر کاوه او دا مې هيله وه چې دوى ته داسې لاره برابره شي، چې ليک او لوست زده کړي ، له نيکمرغه دا دى همداسې وشول او اوس دوى کولاى شي د لېرې ښوونځي له لارې زده کړې وکړي.
3. داسې ډېرې سيمې شته چې ښوونځي يې د جنګ جګړو، بمباريو له امله بند دي يا سوځول شوي، ښوونکي يې ځورول شوي تردې چې وژل شوي هم دي، خو د لېوال د لېرې ښوونځى د زده کوونکو کورونو ته ورځي.
د لېوال د لېرې ښوونځى سره له دې چې هغو کسانو سره مرسته کوي چې يا خو ښوونځي ته نشي تللاى او يا ښوونکى او ښوونځى نشته، خوهغو سره هم ډېره مرسته کولاى شي چې نورو ښوونځيو کې زده کړې کوي، دوى سره به په ليک لوست زده کړې کې ډېره مرسته کوي.

د دې لړۍ مالي لګښت ته په افغانستان کې يوې د مالوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ مخکښې کمپنۍ لېوال لمټډ اوږه ورکړې چې د دوو لسيزو را په دېخوا يې په دې ډګر کې بې سارې په زړه پورې ښوونيزې او نوښتګرې اسانتياوې برابرې کړي.

ښاغلى لېوال اوس هم په هندوستان کې دى که څوک ورسره مرکه کول غواړي، موږ سره دې په لاندې پته اړيکه ونيسي.
مطبوعاتي اړيکو لپاره:
ويبپاڼه: http://www.pashtotv.tv


larghonay laraway
05.12.2011

سلام!
د ليوال دې کور ودان وي او خدمتونه يې د ستاينې وړ دي خو ايا د افغانستان په اطرافو کې به د پښتو زده کړې ډېره اړتيا وي که د سټلايټ ليدونکو ته!
په داسې حال کې چې سټلايټ په هغو سيمو او هېوادونو کې کارول کېږي چې هلته د زده کړې په لاره کې هيڅ خنډ نشته. په داسې حال کې چې ملاعمر د افغانستان په پښتني سيمو کې په وچ ډانګ د ديني او عصري زده کړې مخه نيولې ده. زماهدف دا نه دی چې کليو کې دې ټلويزيون فعال کړي. ليوال يا بل کوم ځوان چې په دې برخه کې لاس لري بايد د راډيو يا نورو نويو تخنيکونو له لارې د افغانستان د کليوالو پښتنو غم وخوري کنه نو ټول به انتحاريان، طالبان ISI او القاعده شي.
مننه


عادل عادل
05.12.2011

اسلام علیکم

[quote:096d76bdd0]کنه نو ټول به انتحاريان، طالبان ISI او القاعده شي[/quote:096d76bdd0]

لاروی صاحب تاسو لکه چې په دې اند یاست چې په افغانستان کې جګړه د علم او جهل تر منځ روانه ده،،، کنه دا پورته خبره مو نه لیکله،،،

حقیقت خو دادی چې د پورته یادو چې تاسو لیست کړي،،،اصلي سبب یې وحشي اشغال دی،،، چې د تعلیم په شمول یې زمونږ افغانانو د ژوند ټول اړخونه مختل کړي دي.


larghonay laraway
14.12.2011

السلام عليکم!
عادل صيب زما خبره دې په پوره معنی درک کړې ده. په رښتيا هم په افغانستان کې د علم او جهل تر منځ جګړه روانه ده. بلکې که ووايو چې د جهل طرف ته د پښتنو د سوق کولو جګړه روانه ده نو پرېکنده خبره به مو کړې وي. حتی د اشغال لامل هم همدا ړنده جګړه ده. که د جاهل ملاعمرډلګۍ نه وای نو باور وکړه که د اشغال لپاره هيڅ بهانه پيدا شوې وای. د ملاعمر ډله يعنې د اباما د بري لښکر


Sangar Watan
16.12.2011

بحث دې پښتو دهنر،ادب او نحو(ژبدود) په هکله دی خو سياسي شو :?
دجنګ په دواړو خواوو،متاسفانه غرب حاکم دی٠دا دشطرنج وهغې لوبې ته ورته ده چې يواځې يو لولبغاړی لري :D


پتوال
03.04.2012

[quote:fc54629417="Sangar Watan"]بحث دې پښتو دهنر،ادب او نحو(ژبدود) په هکله دی خو سياسي شو :?
دجنګ په دواړو خواوو،متاسفانه غرب حاکم دی٠دا دشطرنج وهغې لوبې ته ورته ده چې يواځې يو لولبغاړی لري :D[/quote:fc54629417]

سنګر وطنه وروره چې دومره پوهیږي نو بیا خو د لرغوني صیب سره سل په سلو کې د نظر توافق لرې ، نو دا نور نکړي نکړي
کله ناکله په کومه معنی او د څه له پاره کوې ؟؟؟؟
او که نه دا نظر دې لا زوړ دی او نوی دې لا بل دی که څنګه ؟؟؟؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more