د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

آه! د میوند فاتحه،آه غازي ستا د قبر بی حرمتي وشوه! او ستا د قبر کتبې غلا شوی!

ahmad bilal
31.03.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

د پیښور د وزیر باغ په یوه هدیره کې د پښتنو د تاریخ، د خپلواکۍ یو داسې کردار چې وروسته په ادب کې یو افسانوي کردار جوړ شو، د پښتنو د خپلواکۍ رپنده تر ټولو لوړ پورته کوونکي، انګریزانو ته په یوه داسې تاریخي میدان کې ماته ورکونکې چې هغوي یې د تراژيدي په نوم نوموي، او مونږ هغه خپل د خپلواکې جګړۍ یو سامبول نوموو بلکه په دغه مینه کې تر دی حده پوری ځو چې هغه ته مربوط هغه میدان هم د یو دروند زیارت څخه کم نه ګڼو!! دغه زمونږ د آزادۍ کریکټر لا د وزیر باغ، پيښور په یوه قبر کې په قلاره ویده ؤ چې د هغه ځای یو څو بی غیرته ، بی تاریخه ، بی پته، بی تهذیبه ، نامسلمانه، غلام پسنده، بی وجدانه .......................اوسیدونکیو د هغه د قبر نه یوازې بی حرمتي وکړه بلکه د ډیرو قبرونو څخه یې تاریخي کتبې هم د ځان څخه وتښتولې!!

آه................................ د میوند فاتحه!

په دغه لاندی ویډیو کې تاسو هر څه کتلئ شئ!
عجیبه خبر خو دغه ده چې دغه هر څه د یو کال څخه راپیل شوي ول لکه څرنګه چې د دغې هدیرې هغه کس وايي چې د یو کال ځخه دغه غلاوی پیل وی او آخر کې یې د ډیرو افغاني میړانو د قبرونو بی حرمتي هم وکړی او تاریخي کتبې یې هم تری غلا کړی.

http://www.youtube.com/watch?v=tYs_F9RLHdQ&sns=fb
http://www.youtube.com/watch?v=tYs_F9RLHdQ&sns=fb

http://www.youtube.com/watch?v=nJoHlREmUxo


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more