د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

څنګه د کلتوري، دیني او فکري یرغل په وړاندې د خپل دین، کلتور، فکر او هویت ساتنه کولاي شو؟

م . ق
30.03.2012

محترمو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
تاسو پوهیږﺉ چې زمونږ هیواد او افغاني مسلمانه ټولنه د پراخه څو اړخیزو دیني، کلتوري او فکري یرغلونو لاندې ده، دغه یرغلونه چې د څو خواو یې پر مونږ تهاجم کړی نه یواځې زمونږ څخه زمونږ دین کلتور او فکر اخلي بلکه زمونږ هویت، تشخص، حیثیت، تهذیب او تمدن هرڅه له مینځه وړي، نو ددې لپاره چې ددغو تهاجمونو او یرغلونو مخه مو نیولي وي او پدې بحراني پړاوو کې مو د خپلو اسلامي ملي او کلتوري ارزښتونو څخه ساتنه کړې وي پکار ده چې د مسلمانو ټولنو د تیرو تاریخونو او د پخواني یرغلګرو د هراړخیز یرغلونو څخه زده کړه وکړو، پدې لړ کې دهند او هندي مسلمانانو تاریخ او د پیرنګي انګریزي یرغل په وړاندې د هغوي دیني او کلتوري مقابله زمونږ لپاره هم یو درس او عبرت دی ځکه چې مونږ هم په هماغه شرایطو کې اوس قرار لرو.
پدې هکله لومړی د ډاکټر مبارک علي صیب لاندې لیکنه وګورﺉ چې ښاغلي اسدالله غضنفر صیب ژباړلې او بیا ورپسې ددغې لیکنې څخه د زده کړې پر بنسټ زما وړاندیز هم له پامه مه غورځوﺉ!
توند و تېز غبرګون - لیکوال: ډاکترمبارک علي
Friday, 03.30.2012, 07:03am (GMT)
ژباړن: اسدالله غضنفر
د ۱۸۵۷ کال د ازادۍ په جګړه کې له ماتې وروسته، هندي مسلمانانو په سیاسي، اجتماعي او اقتصادي لحاظ تاوانونه وکړل.
د ډیلي او لکنهو ښارونو تباه کېدا د دغو ځایونو کلتور هم تباه کړ؛ لویې او مشهورې کورنۍ په ټول هند کې سره تیت و پرک شوې؛ نهیلي خپره شوه او د بېوسۍ ، ناامنۍ او حیرانۍ احساس غزونې وکړې.
مایوسي هغه وخت لا زیاته شوه چې د انګریزانو نظام تغییرات راوستل. دغه تغییرات له پخوانیو دودونو او آدابو سره په ټکر کې وو او داسې چاپیریال رامنځ ته شو چې ټولنې ته نااشنا ښکارېده.
خلکو نوې ټکنالوژي ولیده. کامرې، راډیوګانې او تلګراف یې ولیدل. پوستي نظام بدل شو. لاډسپیکر راپیدا شو او مطبعې راغلې. عصري ښوونځیو، اروپایي درملو او په اروپایي طرز خوړو، کیک و کلچو او جامو هندی مسلمانان وارخطا کړل او وېره ورپیدا شوه چې د دوی خپله دنیا مخ په ختمېدو ده.
دغو تغییراتو ته د هند د مسلمانې ټولنې لومړی ځواب دا و چې د خپل دیني هویت د ساتلو لپاره یې په ۱۸۶۸ کې دیوبند مدرسه جوړه کړه. د دیوبند دواړه موسسان مولانا قاسم ننوتوي او مولانا راشد ګنګوهي د هند د شمال د اشرافي کورنیو غړي وو. له دیوبند مدرسې سره د هند د ځينو سیمو مسلمانو حاکمانو او شتمنو مالي مرسته کوله.
په ابتدا کې دیوبند مدرسې له سیاسته ځان بېل ساته او خپله ټوله توجه یې د مسلمانو بچو دینی تعلیم ته اړولې وه. د مدرسې په نصاب کې د قرآن، حدیث، فقه او منطق درسونه شامل وو. د اجتماعي او بشري علومو زده کړه پکې نه ورکول کېده او په تېره بیا په فلسفه خو بیخي بندیز لګېدلی و.
دیوبند ته یو وړاندیز وشو چې طالب العلمانو ته دې د ترکاڼۍ او چمیارۍ کسبونه ورزده شي خو دا وړاندیز په دې دلیل رد شو چې د طالب العلمانو له شان سره نه ښایي. مدرسې د خوشنویسۍ د ورزده کولو پروګرام په اسانۍ سره ومانه. له دودیزو تمایلاتو سره سره دیوبند مدرسې د عصري تعلیمي ادارو په پیروي مختلف دیپارتمنتونه لرل، کتابتون یې درلود او د ازموینې لپاره یې سستم درلود.
دیوبند نه یوازې یو تعلیمی مرکز و بلکې د هند مسلمانې ټولنې ته د خپل دینی هویت د وریادولو او د عصري توب د څار و قابو کولو په منظور دیني حرکت هم و. د مدرسې د فقه دیپارتمنت تر نورو مهم و. د هغه وخت د ټولنې په بدلېدونکو شرایطو کې د ټول هند مسلمانانو کولای شوی چې د اجتماعي ، سیاسي او مذهبي مسالو په اړه معلومات د دیوبند له همدې څانګې تر لاسه کړي.
د دغو پوښتنو او د هغو د ځوابونو په نتیجه کې دیوبند هر کال د فتواګانو نوی کتاب خپراوه. دغه کتابونه د هندي مسلمانانو د هغه وخت ستونزې او د خپلو دودونو د ساتلو په برخه کې د دوی اندېښنې راپیژني.
مثلا په دې فتواګانو کې د راډیو د اورېدو، د حوالې له لارې د پیسو د استولو، عکاسي، د بنیادم د مخ د انځورونې او د انګریزي دواګانو یا کیکو کلچو د خوړلو په باب د دیوبند د علماوو نظرونه لولو. په هغه وخت کې د دیوبندیانو عقیده دا وه چې عصري توب دین ته لوی خطر دی. دوی هڅه کوله چې د خپلو دودونو او کلتور د خوندي کولو لپاره ټولنه له نوي تمدنه بېله وساتي.
د دیوبند د تحریک ډېر زور په دې و چې دودیز او عام پسنده باورونه خوندي وي. که له دې اړخه ورته وګورو نو دغه تحریک د احیا او سوچه توب یو تحریک و. ځکه خو دیوبندي تحریک د دین په ټولو هغو تعبیرونو چې د دوی له تعبیره یې توپیر درلود، د کفر و بدعت ټاپه لګوله. دغه تحریک له هندوانو سره د کلتوري روابطو لرل وغندل او شیعه یې مسلمان ونه بلل.
د شلمې پیړۍ تر اواسطو پورې د مولانا محمود الحسن تر مشرۍ لاندې د دیوبند په پالیسي کې تغییرات راغلل. محمود الحسن په ۱۹۱۹ کې د جمیعت علمای هند بنسټ کېښود. دا یو سیاسي ګوند و چې د استعمار په خلاف یې په ملي مبارزه کې برخه لرله.
دیوبند مدرسه په هند کې د جزمي او ارتدوکسي دین په مورچل بدله شوه.
د هند او پاکستان له جلاکېدو وروسته د دیوبند د پیروانو په پالیسي کې تغییر راغی. په پاکستان کې د دیوبندیانو پالیسي دا شوه چې یو اسلامي دولت جوړ کړي. په هندوستان کې دوی د سیکیولریزم پلویتوب وکړ چې د دوی په نظر په هند کې د مسلمانې ټولنې لپاره تر ټولو ښه سستم دی.
د استعمار په مقابل کې د مسلمانې ټولنه بل ځواب د سرسید احمد خان لخوا ورکړ شو. د سرسید احمد خان لوی مقصد دا و چې مسلمانان د ۱۸۵۷ کال له پېښو وروسته زواله راوباسي. دی په هند کې لومړنی کس و چې د اسلام مترقي تعبیر یې وړاندې کړ. ده د بدلېدونکې نړۍ له عصري غوښتنو سره د دین د تعلیماتو د تطابق هڅه وکړه.
سر سید احمد خان د علیګړ مسلم اورینټل کالج بنسټ کېښود چې مسلمانو زلمو ته یې پکې عصري زده کړې ورکړای شوې. دی په سیاست کې د لاهوکېدا پلوی نه و. ده مسلمانه ټولنه هڅوله چې عصري تعلیم وکړي او په دې ډول په دولت کې شامل شي.
[color=blue:011711f6c6]دغو دوو تمایلاتو د هند براعظمګي د مسلمانې ټولنې د ذهنیت په جوړولو کې تر ننه پورې مهم رول لوبولی دی. [/color:011711f6c6]
د تاند څخه په مننه

زما په اند زمونږ لپاره هم دغسې یو ښه چانس شته چې دیني طالبان، علماء او نور دیني مشران د داسې یو مرکز او بنسټ په تاسیس سره کولاي شي د ځوانانو، طالبانو او عامه افکارو ذهنیت جوړ کړي، اسلامي او افغاني تربیه او روزنه ورکړي او د اسلامي او افغاني ارزښتونو د ساتنې لپاره یې ټولنې ته وړاندې کړي ترڅو د یرغل په وړاندې فکري، کلتوري او دیني سنګر هم ټینګ کړي.
ددې کار د عملي کولو لپاره ښه لار داده چې د مدینې د جامعه اسلامې او دیوبند څخه غوښتنه وشي ترڅو په افغانستان کې هم یو پراخه روزنیزه او تربیوي یونیورسټي او د علماؤ او طالبانو یو غټ بورډ قایم کړی شي پدې توګه به دغه مرکز او بنسټ د ټولو دیني دیوبندي او غیردیوبندي طالبانو لپاره لویه مرجع وګرځي او وبه کړاي شي ددغې لارې خپل قوت، هڅې او کوښښونه مجتمع او دفرهنګي، فکري او دیني یرغل په وړاندې ټینګه مبارزه او مقاومت وکړي، او ټولنې ته سالم فکر، روغ ذهنیت او سمه تربیه وړاندې کړي.

وما ذالک علی الله بعزیز.


طالب ISI
04.04.2012

سلام

لیکنه مې ولوسته. خو زه پدې توګه پرې تبصره کوم:

دیوبندیانو چې د انګریزانو له راتګ څخه وروسته کوم اقدامات وکړل، هغه ټول د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمام شول. ځکه خو په لیکنه کې لولو چې یوه پیړۍ وروسته ځینې نور عالمان پوه شول چې دا خو مو ځان تباه کړ. خو د نوې نظر علما چې تغیرات یې راوستل په هند کې پاتې شول، تر نن ورځې پورې هند هم آرامه دی، د هند مسلمانان هم آرامه دي.

خو کوم د زاړه فکر علما چې و، هغه پاکستان ته راغلل او همدغه علماو زمونږ ملان هم وروزل او تر ننه پورې یې روزي. کوم تباهې چې دغه علماو د یوې پیړۍ لپاره په هند کې مسلمانانو ته ور واړوله ، تر نن ورځې پورې افغانستان او پاکستان کې مسلمان ددوی له لاسه شاته پاتې دي.

په پاکستان کې تر یوه حده ددغه ملانو خوله پوځ ور خوږه کړې، ځکه خو دوی خپل تباه کونکې نظریات یواځې افغانستان ملانو ته انتقالوي، او افغان ملان یې هو به هو تطبیقوي.

په هند کې د انګریزانو له راتګ وروسته چې دغه ملانو خپله خیټه او جوب په خطر کې ولید، کلتور او اسلام یې بانه کړ، هر هغه چې چې د دوی د خیټې او جوب د خطر سبب کیدل، هغه یې کفر، حرام، او نا روا کړل.

زما پوښتنه د بحث فارم له علماو څخه داده چې آیا دا یو بد بدعت نه و (داسې حال کې دوی غوښتل اسلام او کلتور له انګزیزه وساتي)؟
چې د مسلمانانو په تاوان تمام شو؟
که بد بدعت نه و، نو محمود الحسن ولې دغه کارونه ټول بیرته باطل کړل؟
چې د زړو پالیسو باطل کولو د هند مسلمانان تر اوسه په امن او سوکالۍ کې کړي.

بل پوښتنه داده چې دغه بدعتي ملان چې پاکستان ته لاړل، او زمونږ ملان یې هم بدعتي کړل، نو آیا مونږ افغانان او پاکستانیان په یوه بدعتي اسلام باندې عمل کو؟
آیا زمونږ دغه اسلام ثواب لري او که عذاب لري؟

که د تیرې یوې پیړۍ بدبختیو ته وکتل شي، خو مونږ په بد بدعتي اسلام روان یو، او ځکه په عذاب هم یو.

نو زه هم پدې نظر یم، چې د اوسني هند د دیوبند د نوي نظریې ملان، د اظهر پوهنتون علما، د مدینې منورې علما سره کینې، او د سني، حنیفي مسلک لپاره یوه سمه تګلاره وټاکي، خرافات لرې کړي، بد بدعتونه نور ختم کړي.

عربو چې د وهابیزم په نامه کوم کار پیل کړی و، همدغه ډول خرافات او بد بدعتونه یې ورک کړل. ځکه خو نن یو وهابۍ د یوه عام حنفي په پرتله له اسلامه هم ښه خبر دی، هم ښه عمل کوي، هم یې ژوند ښه دی.

مونږ وهابیزم نه غواړو خو اصلاح غواړو!
چې ملا مو سم شو، عام خلک مو سمیږي، ټولنه سمیږي. بیا مو ای،اس،ای خلک نه شي غولولای.
ملا هم ملامت نه دی، چې بدعتي اسلام کې څنګه تربیه ګیږي، د هغه ذهن هم همداسې جوړیږي. چې څنګه یې ذهن جوړ دی، همغه شیان چې دده ذهن کې ور پیچکاري شوي، ورته بد یا ښه ښکاري. اګر چې خبره برعکس وي.

د بدعتي اسلام څخه زما هدف ټول هغه کارونه چې په اولسم قرن کې مسلمانان ( د انګریزانو څخه د کلتور او اسلام ژغورلو په بانه وکړل) او نظر هندوانو ته یې شاته پریښودل.
د دوی د ټول کار خلاصه داده چې ګیره اوږده، بریتونه کم، خولۍ په سر، ښونځې مه وایه، پتلون مه اچوه، میوزیک مه آوره، نجونې بې سواده پریږده...او دې ته ورته نور اقدامات چې د طالبانو او د صوات د مولانا فضل الله حکومتونه یې ښې نمونې وې. نور چې دغه کارونه وکړي، پاتې حکومت کې هیڅ کار ته ددوی په اند اړتیا نه شته.


سلامونه

tandar
04.04.2012

سلامونه
شاهير صيب نور دي په ليکنه کي تبصيره نه کوم خو داصلاح شوي پاکستان په هکله وايم
نن دافغانستان داشغال عامل همدغه پنجابي دي
ترننه پوري دافغان وژني پلانونه دپنجابي له خواترتيب او عملي کيږي
ټوله بي اتفاقي دافغان اولس ترمينځ همدغه پنجابي مينځ ته راوړي
په بعضو ې ګيري خوشي کړي دډالرو نوکري کوي او بعضي ې د کلدارو نوکري کوي
اصلا اسلام مطرح نه دي فقط او فقط داسلام له نومه استفاده کول دي
په دي صورت سره افغان اولس له خپله مينځه يو اتاترک ته ضرورت لري چه دا تقلبي ګيرو والا يو يو سره دجنګسالارانو او دملت قالانو او داشغالګرو له مزدورانو سره دماهيپر نه لاندي ګذار او دتل لپاره ې رخصت کړي ځکه مونږه بحر نه لرو چه دماهيانو خوراک شوي وي
افغان ځپلي اولس يوالي ته او په وطن او ملت مين مشر ته ضرورت لري
يوالي کي بري دي
اشغالګر اوisi اصلا يو اود افغان دشمن دي
دوطن ددشمنانو په سر تندر


پتوال
04.04.2012

له سلام وروسته :

زما په اند خو د افغانانو او زوړپنجاب یا هند د مسلمانانو تر منځ تاریخي کلتوري ټولنیز او رواني توپیرونه او د منټالیټي
فرقونه ډیر زیات دي، مونږ خپل اسلامي نوابغ لکه پښتون سید جما ل الدین افغاني ابن سینا او نور لرو، ښه داده چې ددوی څخه زدکړه وکړو، هو : په مدرسو او دارالعلوم کې باید سیاست، حقوق، تاریخ ریاضی او عربی ژبه هم تدریس شی . مهمه داده چې زمونږ ملایان باید عصري ملایان او به عصری علومو ملبس شي او د اسلام له نظره د ملتپالنې او ولسواکۍ په ماهیت او ارزښټ وپوهیږي، او دا دواړه د اسلامي شورایت په لمن کې راونغاړي او خوندي یې کړي !
او که بیا هم میلمانه بروفیسورانو ته له پهر څخه اړتیا ولرو، باید د مص ر له الاظهر څخه یې راوغواړو ، چې نه ورته دیوبند رسزدای شی او نه د مدینې دارالعلوم ورسره سیالي کولی شی!
مونږ باید په ښونڅیو کې یوه دملی ژبې به توګه پښتو،او دوه بهرنۍ ژبې عربی او انګلیسي تدریس کړو .والسلام !


م . ق
15.04.2012

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،
لومړی بخښنه غواړم چې د څه ځنډ څخه وروسته لیکنه کوم ځکه چې په کورنیو او شخصي مصروفیتونو کې بوخت وم، بهرحال تردې وروسته به یوځل بیا ستاسو په درانه خدمت کې حاضر اوسم.
له ټولو ورورنو څخه مننه چې خپل دروند نظر یې شریک کړو، اصلا د موضوع څخه هدف دادی چې څنګه کیداي شي هغه طالبان چې د دیني زده کړو لپاره پاکستان ته ځي او بیا یې هلته په ذهنیت او فکر باندې کار کیږي په وطن کې دننه یې تربیه او روزنه وشي ترڅو په ذهن کې یې د اغیارپالنې زهر پچکاري نه شي، او پرځاي یې یوه سالمه اسلامي او ملي مفکوره جوړه شي ترڅو د دین او وطن واقعي خدمت وکړي، داچې دافغاني طالبانو مذهبي او عقیدوي مکتب فکر د دیوبند څخه سرچینه اخلي اوبیا په همدغې مکتب فکر باندې ولاړو زده کړو لپاره کویټې، کراچۍ او حقانیې تګ ته مجبوریږي او هلته د اصلي دیوبندي حنفي فکر په ځاي ورته پاکستانی فکر ذهن نشین کیږي، نو دداسې طالبعلمانو دسالمې روزنې، اسلامي تربیې او په یو مرکز یې راجمع کولو لپاره بهتره ده چې په افغانستان کې دننه ورته د دیوبند یو شاخ پرانستل شي او پدې توګه د اغیارو او غلیمانو د لاسرسي او سوء استفادې څخه محفوظ پاتې شي او هم د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي.
پاتې جزئیات بیا.....

په درنښت
مبارز قرآني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more