د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

مونږ خپله څه وکړو، څه کولای شو، څه ډول یې وکړو؟

طالب ISI
25.03.2012

غواړم یو نوی او اوږد بحث پیل کړم. زه او ته ( طالب پلوه، کرزي پلوه، بې طرفه...) خپله څه کولای شو، تر څو د د یوه وړوکې کلي، یوه جومات په سطحه دغه وطن ته خدمت وکړو.

د طالب، کرزي، امریکایې، پنجابې بدی او نیکۍ مو ډیرې وشاربلې، راځی له ځانه پیل وکړو، تر څو یو د بل له نظریاتو ګټه واخلو.
فکر وکړه ته په خپل کلي، یا کوڅه کې د آبادۍ، ښیګڼې، عام المنفعه کار غواړې وکړي، ته څه کوي ، په څه ډول یې کوي، او تر اوسه د څه کړي.


سلامونه

tandar
26.03.2012

سلامونه
١، مينه له خاوري سره
٢، مينه له خپل ملت سره،، چه وواي زه نه يم ته ې،، هم به ته وي هم به زه يم
٣، پاک وجدان
٤، خائين ،قاتل ،وطن فروش له خپلو تيرو اعمالو توبه وباسي
٥، يوالي او وروري
اوداسي نور
بيا به ددشمن سترګه هم راڅخه سوزي ،ناموس به مو خوندي وي او جهان به راته هم دعذت په سترګه ګوري
يوالي کي بري پروت دي
ديو لوي او ازاد افغانستا ن په هيله


پتوال
27.03.2012

السلام علیکم درنو ورونو !

شهیر صیب ډیره ښه پوښتنه مو مطرح کړې ده ; چې مونږ څه وکړو ؟؟؟؟؟
عام المنفعه کارونه ۲ ډوله دي :
مادي او بل معنوي ! له مادي سره زما کار نشته، ځکه هغه موقتي او لند او ګنډ وي او د یوې محدودې خیریه ټولنې کار دی !
معنوی هم دوه ډوله دي، کلتوري او سیاسی ! کلتوري هم د یوې محدودې کلتوري ټولنې کار دی او د ټولنې حادې او اساسی ستونزې نه حلوي !
نو خبره یواځې سیاسی عام المنفعه کار ته پاتې شوه چې د هرې ستونزې ریښه کاږي!
نو راځئ چې نه د کابل حکومت او د هغه بادار ګریوان ته لاس وغورځوو ، ددې غټو سټو سره يې نه وهلی شو
او نه ویلی، او نه دطالبانو څخه د څشی تمه او غوښتنې وکړو چې وروره داسې کوه او داسې مه کوه ، پریېږدئ
چې خپل کار ته دوړام ورکړي ، هغوی هسې هم نه زما مني اونه د بل او بل، وايي لیونی هم په خپل کار ښه پوهیږي
سر پرې مه خوږوئ !

نو شهیر صیب زما په اند پوښتنه د عام المنفعه سیاسی کا ر او فعالیت ده چې دا به نو څه ډول وي؟ او څه ډول
خلک به یې پرمخ وړي ؟؟؟؟
دا باید یو عام سیاسی خوځښت وي او ددې له پاره چې عام المنفعه دی نو جنګي او پوځي خوځښت به نه وي
سوله ییز او ملکی ولسی خوځښت باید وي ! ددې له پاره چې ولس فلج کړي ددې ډول سوله ییز سیاسی خوځښت ابتکار
د کابل لاسپوڅي حکومت په لاس کې واخیست او د یو لاسپوڅي په مشرۍ یې د سولې یوه شورا جوړه کړه ،
چې نه ملي وه او نه اسلامی، بس صرف امریکایی او ستمي شورا وه او له ستمیانو ډکه وه !
خو سو له د ولس کار دی نه د حکومت، او که دحکومت کار وي نو یواځې د یو ولسی حکومت کا ردی ، ولې دا حکومت
خو نه ولسی دی او نه د ولس څه پروا ساتي! دا یو مافیایی لاسپوڅی حکومت دی او د سولې شورا به یې هم همداغسې لاسپوڅې
او د سیاسی مافیا شورا وي چې ده او بس !
نو ولس د حکومت ددې منافقی او فاسدی شورا پر ضد د سولې یو پراخه غورځنګ ته اړتیا لري، چې ابتکار یې هم باید
پخپله د افغان ولس په لاس کې وي ، مونږ او تاسې باید صرف د خپل بیچاره او مظلوم خو اتل ولس سره دومره
مرسته وکړو چې د سولې یوه ملی سرتاسري شورا ورته جوړه کړو
چې له نامورو رشتینو ملی او اسلامي افغان
شخصیتونو څخه جوړه وي او هدف یې د سوله ییز مقاومت په مټ اشغالګر په هر قیمت له خپلې پاکې افغاني دخاورې
څخه وتلو ته اړباسل وي ! نو راځئ چې په ګډه تړه د سولې مخکښان ، د سولې عاشقان او عارفان ، او هر یو دسولې
خضر اود سولې مهدي شوو !
[color=blue:8b5d21e39a]هو له بهره یې راپیل کړو او د هیواد دننه ته د سولې پیغامونه او بیا د سولې خوځښت ورداخل کړو
او په یو سر تاسري څپاند غورڅنګ ترې جوړ کړو چې هېڅ سیاسی او اشغالګر طاقت يې مخه ونشي نیولای !
نو ، دسولې ولسي شورا بايد جوړه کړو ![/color:8b5d21e39a]


طالب ISI
29.03.2012

مننه له نظریاتو مو.
زما په خپل اند پوهاوۍ زمونږ لپاره ضرور دی.
پوهاوۍ مطلب څه؟

پدې پسې به نه ګرځو چې نن پارلمان کې څوک دي، خو ددوی تر منځ د اوس لپاره یو پوهاوۍ شته، هغه دا مونږ ټولو بیخې نا ممکنه بلله چې یو اخواۍ، ملا، طالب، ښځه، دیموکرات، خلقۍ، پرچمۍ، شله یې....او نورې ډلې تر یوه چتر لاندې کینې، بحثونه سره وکړي، تندې خبرې یو بل ته وکړې، بې له دې چې ټوپک وکاروي. د پارلمان حد اقل ۵۰٪ وقت پدې دې تیریږي چې د ملت لپاره د خیر کارونه وکړي، دولت وپوښتي، او هر وکیل چې پدې لاره کې هر څومره هڅه کوي، هومره ښه نوم لري، خلک یې په لونګۍ، ګیره، نکیټایې، نرتوب، ښځه توب پسې نه ګرځي. اګر چې دا یو ایډیال پارلمان نه دی، خو څه مې چې یاد کړل، یو پوهاوۍ موجود دی.

اوس که چیرې همدغه پوهاوی، د کورنې، کلي او کوڅې په سطحه موجود وي، نو باور وکړه، چې زمونږ د وطن مشکلات به ۸۰٪ را کم شي.
یو کلي کې د کلي مشران دي، سپین ګیري دي، ملا دی، معلمان دي، دولتۍ مامورین دي، طالبان دي، که د دوی تر منځ پوهاوۍ موجود وي، نو بیا هر څه کیږي.
مطلب دا چې طالب غواړي، د امریکایانو په ضد جنګ وکړي، خپله خوښه یې ده، ویې د کړي، خو مامور د له کاره نه منعه کوي، موسسه واله د نه منعه کوي چې همدغه کلي ته څه جوړ کړي. له ښونځیو سره د مرسته وکړي، لکه ډیرو ځایو کې چې طالبان مرسته کوي. په همدې توګه د کلي مشران د یوه مامور په نیکټایي، پتلون او ګیره کې کار نه لري، مامور د بیا د کلي مشرانو پګړی، ګیري، او مشرتوب ته احترام ولري. مامور بیا چې کله ماموریت کوي، رشوت د نه خوري.

په همدې توګه د همدغه کلي ټول اوسیدونکې دي، د اعانو په ورکولو سره د جومات له طالبانو سره هم مرسته وکړي چې دوی د کتاب له نه شتون سره مخامخ نه شي.

په همغه جومات کې د نور کتابونه هم ځای په ځای کړي تر څو یوه ورځ د کلي معلم، د یوې ساینسي ، تاریخي موضوع څخه د کتاب په مرسته کلیوال او طالبان خبر کړي، او د کلي ملا بیا له همدغه کتابو څخه په مرسته دینې موضوعات پاتې کلیوالو ته وښيې.

کله چې د کلي ماحول، علمي، دیني شو، بیکارانو ته خپل ځان بد ښکاریږي،مجبور دي، یا کلۍ پریږدي، یا دوی هم اصلاح شي.

همدغه کلیوال بیا کولای شی، یو بله له تجربو ځان خبر کړي، او ځوانانو ته سمه لار وښی، چې په نورو ولایات، هیوادونو کې څنګه کار وکړي، څنګه هلته دوی ښه ګټه وکړي. یو اسان چې یو ورځ هم له کلي بهر تیره کړي، ډیره تجربه حاصلوي.

پخوانۍ اسلامي ټولنې چې دومره بریالۍ وي، په همدې توګه مخکې تلل. وایې د حضرت عمر ثانې په وقت کې اقتصاد دومره ښه شو، چې د ذکات ورکولو لپاره وړ خلک نه پیدا کیدل.

اوس به له نورو وروڼو واورو چې څه وایې؟


عبد السلام
29.03.2012

[quote:d02d90d0b3]پدې پسې به نه ګرځو چې نن پارلمان کې څوک دي، خو ددوی تر منځ د اوس لپاره یو پوهاوۍ شته،[/quote:d02d90d0b3]
شهیر صاحب تاسو , اوټولو ورونوته سلامونه او درناوی !
دپتوال صاحب په پورتنۍ لیکنه کې د هغوي مطلب راته پارلمان نه بلکې د صلحې ولسي خوځښت ښکارې !

په هر حال که تاسو ته د اوسنی پارلمان دغړو تر منځه پوهاوی طبیعی کار ښکاري زه یې نه درسره منم !
ځکه دا نا متجانسه غونډله چې تاسو یې پورته یادونه کړې، د ډالرو په زور، او دغربیانو څخه دویرې له امله را غونډه شوې !
مګر ندې دې اوریدلي چې وايي : از زور کاکا ست که انګور در تاکاست. !!! اوکاکا هم پخپله یو نا راسته ټګ !!! نو ددوي تر منځه به تفاهم چیرته شونی وي ؟

راغلو دې ته چې په فردی توګه څنګه کیدای شي ټولنې ته خدمت وشي ؟ دلته زه لمړی د ګران ورور تندر ټولې پورتنۍ ښوونې د سرو زرو او الماسو ګڼم ، اودا پرې ورزیاتوم چې : تر هغې چې مونږ ظلم ته ظلم ، خیانت ته خیانت، غلا ته غلا، دروغو ته دروغ، چور ته چور ، تیري ته تیری، ونه وایو همدا به مو حال وي چې دا دی.
إن الله لا يغير ما بقوم حتى يغيروا ما بأنفسهم
په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more