د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

کګړه هوا دشکرناروغۍ دډيريداګواښ زيږوي

مساپر
28.03.2012

ديوي تازه څيړني پايلي ددي ښودنه کوي چې دهواکګړتيا دشکري ناروغي سره تړاو لري اوددي ناروغۍ دچټکي ډيريداسبب هم ګرځي .

داڅيړنه چې د امريکايي اوافريقايي ښځوپريوي ډلي شوي په پايله کې يې دانتيجه په لاس راغلي چې دهوا کګړتيا دويني فشار اودشکري دناروغيو په کچه کې ډيروالي رامنځته کوي .

دايکسپريس ورځپاني دراپور له مخې په امريکا کې ديوه تحقيقاتي مرکز متخصص اودبوستون پوهنتون روغتيا پوه ويلي .

په تيرو څيړنوکې دکګړي هوا اودزړه ناروغيو ترمنځ اړيکه په واضح توکه په ډاکه شوي ده .

ددي مرګزدمعلوماتوپراساس ددوي شوي تازه څيړنه کې داهم معلومه شوي چې دهوا دکګړتيا له امله دويني لوړ فشار اوداشان دشکرناروغي هم پيداکيږي .

څيړونکي وايي داڅيړنه يې په څلور زره کسانو ترسره کړي اولاسته راغلي پايلي يې په امريکا کې دويني جريان په نوم يوي مجله کې خپري شوي دي .

روغتيا پوهان سپارښتنه کوي چې دخپلي ښي روغتيالپاره بايد له ناپاکي هواڅخه ځانونه وساتي اوکه موچيري دکارځاي په داسي سيموکې وي چې هوايې ککړه وي نوبياله ماسک څخه په استفادي سره ځانونه ژغولي شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more