د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

آی-اس-آی ولې نشنلیان تېرور کوي؟؟ هاهاها

عادل عادل
22.03.2012

السلام علیکم

د وطنمل صیب په ادرس کولپ شوي احتجاج لیک کې پتوال صاحب داسې فرمایلي دي:-

[quote:6043d3a9e2]عادل صیب اوبه مه خړوه او ماهیان په کې مه نیسه :
دا څرنګه د محکومو پښتنو له پاره مستقله جبهه ده (؟) چې د دوښمن پر ځای پښتانه مشران وژني، د مسلم لیک په دستور
پښتانه نېشنلی سیاستوال تېرور کوي ، د پښتنو سیمو امن ، پښتو او پښتونولي له منځه وړي ، ISI ته وفاداره
او له بشبړ ملاتړ او حفاظت څخه يې برخورداره جبهه ده !
دا مستقله جبهه دې د مسلم لیګیانو او القاعدې له پاره د پیپلیانواو نیشنلیانو پر ضد او خاصتاً په پښتنو سیمو کې
د ناآرامۍ تېرورستي عملیات تر سره کوي ! لر طالب دې هم د ISI په مرض اخته سازمان او د ISI تخلیق دی او د پنجاب
توره سیاسی مشاده د یوه هم د کتلو نه ده ! نوخبردار عادل صیب :

د ISI په اړه چې په لر طالب کې ډکي وهې او که په بر کې ، بوی يې لا پسې ډیریږي ، نه چیرې څه پوټي - موټي يې
ستاسې په زیړې لمن پورې و نه نښلي
اوس خو ISI د پنجاب یو پان- پښتونیز سازمان دی چې لر او بر په کې لړلي دي او ۸۰٪ کوټه غړي یې
لومپ او خرڅ شوی پښتانه دي!
[/quote:6043d3a9e2]

پتوال صیب د لرو پښتنو خبره دې آخر په نشنلیانو ودروله،،،، نشنلیانو په دا تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو، اسلام او لوی افغان په ګټه او په ورته وخت کې د پاکُستان د ګټو خلاف کومه توره کړې چې نن یې ای-اس-آی تېرور کوي؟؟؟

ښاغلی مبارز فرقاني صاب دې اوس خپله عقیده او علم وجنګوي چې څرنګه نشنلیانو ته د پښتنو د تاریخ، لوی افغانستان او پښتني اقدارو مدافعین او نمایندګان ویلای شي،،، په داسې توګه چې له ښاغلي پتوال صیب سره یې موقتې اېتلافي وروری ته صدمه و نه رسي!!

[quote:6043d3a9e2]ــــــــــــــــــــــ
له افغان ځلمي څخه تر سلام وروسته په کلکه دا یوه غوښتنه لرم چې د سوچه او نګه استدلال ملی محاذ ټینګ کړي او
په خپلو لیکنو کې یې له سپورو سپکو څخه په هر قیمت پاک او منزه وساتي!!!!![/quote:6043d3a9e2]

سلام مه پرې اچوه،،،، په خپل وخت به دې د شکیرلو پر ځای کورې کړی وو،،،

همجنس با همجنس کند پرواز،،،، کبوتر با کبوتر باز با باز!!


پتوال
22.03.2012

عادل صیب سلامونه !

[quote:6fe99a8a7c]پتوال صیب .... نشنلیانو په دا تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو، اسلام او لوی افغان په ګټه او په ورته وخت کې د پاکُستان د ګټو خلاف کومه توره کړې چې نن یې ای-اس-آی تېرور ک[/quote:6fe99a8a7c]وي؟؟؟

اول خو بّ اقتباس کې دې وګوره چې ما ستاسې مستقله جپهه یا لر طالب ښودلی که ISI ؟؟؟؟
داچې دا عبارت مو قصدا ً اړولی دوه علته لری :

۱- دا حقیقت دی چې لر طالب نېشنلیان وژلي او وژني یې، نو ته او ملګري دې ترې سترګې نشئ پټولی، لهذا د لر طالب
پرځای دې متنازع به ISI وضع کړې ، دا ځکه چې د استخباراتو جنايي مرګونه په ثبوت نه رسیږي نو انکارکول ترې آسانه کار دی!

۲- داچې د لر طالب د جنايي مرګونو په اړه داپوښتنه اړینه راپورته کیږي چې دا مرګونه دوی د څه او چا له پاره کوي؟؟؟؟؟
او له ښاغلي وطن مل څخه هیله کوم په سرلیک کې ستاسې دا اړونه بیرته داسې اصلاح کړي چې:
(([color=red:6fe99a8a7c]لر طالب دچاله پاره نېشنلیان وژني؟؟؟؟[/color:6fe99a8a7c])) !
تر څو چې د لرطالب له خوا د نېشنلیانو له مرګ زوبلې او ترور څخه انکار نشئ کولای او هېڅوک هم ترې انکار نشي کولی ،
نو تر هغې مجبور یاست چې دې پوښتنې ته هم ځواب ووایاست چې لر طالب هم پښتانه دي او نیشنلیان هم پښتانه دي،
دوی هم مسلمانان دي او هغوی هم مسلمانان دي ، نو لر طالب بیا دڅه او آخر چا له پاره پښتانه نیشنلیان وژني ؟؟؟؟؟؟

اوس نو مجبور یاست چې په دې هم اعتراف وکړئ چې دا سیاسی مرګونه لکه د بېنظیر بوتو مرګ يې چې صرف
یوستر مثال دی ، یواځې او یواځې د ISI له پاره او د ISI په مرسته او سازماندهي تر سره کیږي !!!!!!
لهذا دا هم ترې روښانه شوه چې لر طالب هم لکه بر د ISI یوه مستقله او منظمه جبهه ده لکه تاسو چې
هم مستقله جبهه بللې ده خو د بر طالب غوندې د ISI سره د لر طالب تر لمر روښانه تړاو باندې هم سترګې پټوئ !!!!

دا سترګې پټاوي ستاسې به هېڅ شان تر هغې درجې کم نه دي په کومه درجه چې ISI د لر طالب سره په خپل
دغه جنایی تړاو منکر او سترګې پټوي!!!!
نو البته !، ستاسو دا یوه ادعا درسره بالکل منم چې د ځان په اړه مو دا لاندې حکم استثنا اً سم او صحی صادر کړی چې :
[color=darkred:6fe99a8a7c]همجنس با همجنس کند پرواز،،،، کبوتر با کبوتر باز با باز[/color:6fe99a8a7c]


عادل عادل
25.03.2012

السلام علیکم

پتوال صاحب اوس مو له خیره سره د مبارز صاحب په پخواني دود زمونږ د لیکنو تحریف او ایډیټ ته هم ملا وتړله،،، زما د بحث سرلیک مو تغیر کړی دی،، ما بېرته سم کړ،،، که غواړې بیرته یې تحریف کړی،،، زه به بیا بیا احتجاج کوم،،،،

زما د پوښتنې ځواب مو نهدی راکړی،، بیا یې مطرح کوم:-

پښتنو نشنلیانو او پیپلیانو په تېرو پنځوسو کلونو کې د پښتنو په ګټه او د پاکستان په ضد کومه داسې د ملاحظې وړ توره کړې ده چې نن سبا یې ای-اس-آی تېرور کوي؟؟

زما نظر ستاسو د دعوی پر عکس دی،، پښتانه نشنلیان او پیپیلیان د ای-اس-آی هغه انګریزي پیداوار دي چې د لرو پښتنو د غلامولو او په محکومیت کې ساتلو په موخه یې د دوی پر سر واکمن کړي وو،، دا چې په سخته کې دوست او دښمن ښه پېژندل کیژي،،، نو لر او بر افغانانو په تېر روسي او روان غربي تحمیل شوي ناورین کې دوی ښه وپېژندل نو همدایې سبب دی چې اوس یې استفراقوي،،، چې همدې ټکي په قبایلي سیمو کې د ای-اس-آی د ریښو اصلي جرړې سستې کړې دي او زه د یاد استفراق عملیې ته د ای-اس-آی په وړاندې د یوې مستقلې افغاني جبهې په سترګه ګورم.

ښاغلی مبارز صاحب دې هم د مهربانی له مخې د نشنلیانو او پیپلیانو په اړه خپل نظر څرګند کړي.


پتوال
25.03.2012

سلامونه !
عادل صیب کله چې ما یو شی لیکلی وی او ته ترې بل شی جوړوې او بیا د هغې اړولي حقیقت یعنې دروغو پوښتنه
بیرته له مانه کوې چې حق یې نه لرې، نو زه څه اړتیا لرم چې ستا سې د خیالپلو نو ځواب درکړم ؟؟؟؟
ما کله ویلی چې ISI نېشنلیان وژني ؟؟؟؟؟
ما لیکلی و چې لر طالب نیشنلیان وژني !!!! نو ته له کومه ځایه دا حق ځان ته ورکوې چې اول زما په نامه د لرطالب پرځای ISI وضع کړې او بیا یې له مانه پوښتنه کوې چې دا څنګه امکان لری ؟؟؟؟
نو که له مانه ځواب غواړې لومړی دې پوښتنه سمه کړه او د ISI
پرځای لرطالب ولیکه ! دا مرسته درسره وطنمل کړې وه خو
لتاسو سره نیکی کرده ګناه لازم !
داچې لر طالب د څه او چا له پاره دا نېشنلیان وژني له هیچا نه څه پټه خبره نه ده، خو دا بیله پوښتنه ده او تا پرې تر اوسه پورې
سترګې هم پټې کړي دي! نو کومه پوښتنه چې زما د لیکنې سره تړاو لری هغه ته له مانه نه مطرح کوې او کومه چې ما پورې هېڅ اړه نه لري هغه زه ولې درځواب کړم ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
داچې نیشنلیانو په داخلي سیاست کې د پښتنو له پاره هېڅ نه وي کړي نو بیا ولې یې تر اوسه پورې په صوبه يې ټولټاکنو کې
اکثره وخت ټاکنې وړي او دایې څو م ځل دی چې په پښتونخوا کې یې حکومت چلولی دی ؟؟؟؟؟
همدغه په داخلی سیاست کې ددوی بری هم ددې سبب ګرځي چې لر طالب دنیشنلي سیاستوالو په ترور کولو ګومارل کیږي!
او دا تر لمر هم یو روښانه حقیقت دی !
هو که تاسو دز ته د ISI د جرړو د ویستلو په نظر ګورئ نو ورته ګوره، ولې که لوستونکو ته یې د یو جالب ټکي
په توګه وړاندې کول غواړئ نو لطفا خپله مجرده ادعا د شواهدو په وړاندې کولو سره یو څه غني ،جالبه او
ددرک وؤ کړئ چې اقلا د بحث وړ خو وګرځي !
مینه او مننه !


م . ق
26.03.2012

بسم الله الرحمن الرحیم

ښاغلي عادل لیکلي:-
[quote:48d4ed05d7]پتوال صاحب اوس مو له خیره سره د مبارز صاحب په پخواني دود زمونږ د لیکنو تحریف او ایډیټ ته هم ملا وتړله[/quote:48d4ed05d7]

عادل صیب، د اصلاح او خیر لپاره د سپکو خبرو تغیر او ایډیټ منم خو د تحریف دعوی مو نه منم، د دواړو ترمینځ فرق موجود دی.

عادل صیب کاږي:-
[quote:48d4ed05d7] ښاغلی مبارز صاحب دې هم د مهربانی له مخې د نشنلیانو او پیپلیانو په اړه خپل نظر څرګند کړي.[/quote:48d4ed05d7]
داچې زما څخه مو غوښتنه کړې نو باید صفا او سپینې خبرې وکړو.
پیپلیان خو هرچاته معلوم دي چې غټه نعره یې روټي کپړه، مکان وو چې دغه نعره به په افغانستان کې هم بعضو د کور، کالي، ډوډۍ په الفاظو یادوله.
دا ډله د پښتنو پورې محدوده نه ده، اصلي واکداران یې سندهیان او د بهټو کورنۍ ده، فلهذا د دوي څخه تیریږو.
راځو نشنلیانو ته چې مراد مو ترینه د اسفندیار ولي خان په مشرۍ د عوامي نیشنل پارټي ده، نو پدې لحاظ د محمود خان اچکزي پښتونخواه ملي عوامي ګوند زمونږ له بحث او تبصرې څخه بهر دی.
په اوس وخت کې نشنلیان صرف د پښتونخوا ګټې غواړي، او ددغو ګټو په نوم سیاست کوي ترڅو یو څو چوکۍ او قدرت ترلاسه کړي ،د ټولو پښتنو او یا افغانانو لپاره کومه داعیه نه لري او نه یې اتحاد غواړي،دوي پاکستان او د پاکستان سلامتیا غواړي او نه د پاکستان د ګټو خلاف کوم اقدام کوي، څه موده وړاندې د نیشنل پارټۍ یو مشر بشیر احمد بلور چې اصلا انکو ژبی دی د یوې چاودنې په غبرګون کې وییلي وو چې ولې دا مجاهدین افغانستان ته نه ځي او هلته جهاد نه کوي چې دلته یې کوي.
رابه شو لرو طالبانو ته، لر طالبان څو ډلې دي او مختلف اهداف لري، پدې کې شک نشته چې لرو طالبانو څو ځله نشنلیان په نښه کړي دي، څه موده وړاندې یې د نشنل پاړتۍ د یو مشر غړي میان افتخار یواځېنی زوي وژلی وو، داچې څوک د طالبانو په نوم بعضې ډلې دې کار ته هڅوي نو معلومه ده چې پنجابیان دي ځکه نشنلیان د پنجابیانو څخه د خپلې صوبې(ولایت) حقوق غواړي، [color=blue:48d4ed05d7]لکه د بجلۍ اوبو، ټیکس، بجټ، تعلیم، صحت، بنسټیز جوړښت او داسې نور حقوق او د ټولو څخه غټه لانجه یې په کالا باغ ډیم ده، چې د پښتونخواه ډیرې سیمې لاندې کوي، ډیرو ځمکو او کلو ته زیان رسوي او د اوبو او برق ګټه به یې صرف پنجاب ته رسي، پداسې حال کې به د غنمو او اوړو ټول تجارت او ګټه د پنجاب په لاس کې وي او په پښتونخواه به یې په لوړه بیه پلوري او که مزاحمت کوي نو اوړه او غنم به پرې بندوي، همدارنګه به د پنجاب فصلونه او لویې زمکې سرسبزه وي، کارخانې او میلونه به د برق په زور چلیږي او ټوله ګټه به یې پنجاب ته رسي.[/color:48d4ed05d7]
د نشنلیانو څخه ماوراء د لرطالبانو بعضې ډلې د نورو پښتنو مشرانو په وژنه هم تورن دي، د سوات او مهمند ایجنسۍ څخه دوه سپین ږیرو راته په مختلفو وختونو او مختلفو ملاقاتونو کې د خپلې خپلې سیمې احوال بیان کړي وو چې پاکستانی فوځ او طالبان یې د یو بل سره په همکارۍ تورن کړل، د هغوي په وینا طالبان او فوځ دواړه په سیمه کې امن نه غواړي، هر قومي مشر چې د سولې او جرګې خبره وکړي وژل کیږي، فوځ او طالبان دواړه خلک مجبوري چې سیمه پریږدي او پرځاي یې طالبان ځایناستي شي، دا د هغوي د خلو خبرې وې چې سیمه یې پریښې وه او په تېښته کې وو.
نور نو والله اعلم چې حقیقت څه شی دی خو ظاهرا هم د ملانذیر او حافظ ګل بهادر ډلې د حکومت حامیان ګڼل کیږي او د حکیم الله محسود ډله د پاکستان مخالفه ګڼل کیږي خو د همدغې ډلې په ملا فقیر محمد او مولانا فضل الله باندې بیا دفوځ او استخباراتو د کسانو شک کیږي، پدې وروستیو کې ملافقیر محمد د حکیم الله محسود د مرستیالۍ څخه ګوښه کړی شو.

والله اعلم باالصواب


پتوال
27.03.2012

السلام علیکم و رحمة الله !
قراني صیب جزا ک الله ، ډیره تفکیکی لیکنه مو کړې!

او عادل صیب لتاسو مې پخوا چې د ناپیيلتوب تظاهر مو کاوه ښايي داسې پوښتنه کړې وای چې د قراني صاحب
په پورتنۍ لیکنه کې :
کومه خبره نه منئ؟
خو اوس چې ستاسې پییلي دریځ ته ګورم نو په عین لیکنه کې مو پوښتم چې :
کومه خبره یې منئ ؟؟؟؟
او بیا :
هغه چې نه یې منئ دلایل مو وړاندې کړئ چې دریځ مو روښانه شي!

په درنښت


م . ق
27.03.2012

ستاسې په درانه حضور کې نیکې پیرزوینې او احترامات وړاندې کوم.
تاسو ته بهتره معلومه ده چې پاکستان یو وفاقي دولت دی یعنې د څلورو ولایتونو د وفاق څخه جوړ شوی، پدې لحاظ هر ولایت په داخلي چارو کې خپله خودمختاري او د ټولو حقوقو واک غواړي، د مسلم لیګ ګوند او مشران یې اکثره د پنجاب څخه تشکیل شوي دي، د پیپلز ګوند او مشران یې اکثره د سند څخه تشکیل شوي دي، بلوچستان هم مختلف ګوندونه لري، همدارنګه نیشنل پارټۍ د خیبر پښتونخواه په نمایندګۍ سره د خپل ولایت حقوق او په خپلو منابعو اختیار غواړي، ځکه نو ددوي غټ شعار دا ګرځیدلی چې (خپله خاوره خپل اختیار، نه منو د بل اختیار).
داچې سور پوښانو څرنګه عقاید لرل او د چاطرف ته یې میلان زیات وو بیله موضوع ده، مونږ دلته په واقعي سیاست او ځمکني حقایقو غږیږو.
همدا رنګه د محمود خان اچکزي په مشرۍ د پښتونخواملي عوامي ګوندهم د خپلو سیمو اختیار او خپلواکي او خپل حقوق غواړي، او د پاکستان په چوکاټ کې دننه د جنوبي پښتونخواه په نامه ځان ته بیل ولایت غواړي.
خو یواځې بلوڅان دي چې د پاکستان څخه مکمله ازادي، او ځان ته د بلوچستان په نامه بیل وطن غواړي، ځکه بلوڅان د ډیرو محرومیو او ظلمونو ښکار شوي دي،په ګیس، معدنیاتو او نورو طبعي زیرمو یې پنجاب خیټه اچولې، او اوس د ګوادر د بندر څخه هم بلوڅان محروموي خو بلوڅان د ګوادر د بندر په اهمیت پوهیږي ځکه نو د ازادۍ لپاره سرښندنې کوي.
ټول افغانان باید د ګاونډیو په سیاست ځان مکمل پوه او خبردار کړي ترڅو د شر څخه یې مناسبه وقایه او دفاع وکړي.

مننه او درنښت


Musaferjan
27.04.2012

سلامونه
پروني خلقيانو او پرچميانو د کمونستانو په ژرندې اوبه ورسمې کړې...
نن هغوی ټول د روشنفکرانو تر نامه لاندې د افغانملتيانو سره يو ځای د ښکېلاګ
او شمالي ټلوالې په ژرندو اوبه ورسموي، وطن د تغريب، فسق، فجور او کفر په
طرف سوقوي، او د تل لپاره پښتانه له سياسي معادلې باسي۰
لکه څرنګه چې د کوزې پښتونخوا نشنليانو د افغانملتيانو په څير 60 کاله مخې د
انګرېز او پنجاب په ژرندو اوبه ورسمې کړې۰
نو آیا په دغو خلکو نور حسن ظن کېدلی شي؟؟؟

په درناوی


nikmal
27.04.2012

[quote:b8441e39e4="Musaferjan"]سلامونه
پروني خلقيانو او پرچميانو د کمونستانو په ژرندې اوبه ورسمې کړې...[/quote:b8441e39e4]
که له کمونستانو څخه مو مطلب شوروی وی نو دا سمه ده خو که له ملتپالونکونکو څخه مطلب افغان ملتیان اخلئ نو دا بالکل
غلطه ده، همداسې غلطه لکه څوک چې له مسلمان څخه صرف د طالب یا کوم تنظیمي مطلب واخلی!
[quote:b8441e39e4]نن هغوی ټول د روشنفکرانو تر نامه لاندې د افغان ملتيانو سره يو ځای د ښکېلاګ او شمالي ټلوالې په ژرندو اوبه ورسموي،[/quote:b8441e39e4]
دا ځکه چې نه پرون خلقیان اوپرچمیان د افغان بچي ګڼل کېدل او نه نن افغان ملتیان د افغان ملت بچي ګڼل کېدای شی!
هغوی د شوروی پرکټی د پرون سیاسی حرامیان وو او دوی د امریکا غولاټی د نن سیاسی ارموني دي! ددوی د اوسنی تړاو بنسټ
صرف همدغه سیاسی حرامیتوب کېداس شی او بس ! نورمال او سالم ماغزه په واقعی ملتپالونکي او وطندوستان هېڅکله
نه په خلق او پرچم او نه په افغانملتیانو ورګډ کړي! نو پوښتنه دا ده چې ددې ډول لړلو او اوبو خړولو تر شا هدف
د کوم ډول ماهیانو نیول دي ؟
آیا هدف خوبه په افغانستان کې د ISI د روانې مداخلی پټول نه وي؟؟؟ که وي آیا تر دې به هم بل ستر
ضد ملي، ضد اسلامي او ضد انساني جنایت وي؟؟؟؟؟


khoshalkhan
27.04.2012

[quote:7494ca5301] د کوم ډول ماهیانو نیول دي ؟
آیا هدف خوبه په افغانستان کې د ISI د روانې مداخلی پټول نه وي؟؟؟ که وي آیا تر دې به هم بل ستر
ضد ملي، ضد اسلامي او ضد انساني جنایت وي؟؟؟؟؟ [/quote:7494ca5301]

داسيناريوخوداسې څېړنه لري اوتعبير يږي :
لاسپوڅي مذور اجنټ دولت چې دcia د اجنټانو،قاتيلينو شماليوالو، خلقي
پرچمي ،شعله يې اوافغاملتيانويوه فاسده مجموعه جوړوي نودخپلودالروچړچو
عيش ،انج منج ،تورو موټرو اونو رو ناروا کارونو داولس سترګې د ISI په
په شعار ړندوي !!
خوخپله دغه فاسده مجموعه له خپلوصليبي بادارانوسره ددې اهليت نلري
چې دISI لاسونه قطعه کړي!! پرځای ددې دشپې چاپې ،وژنه اونورې بې ناموسۍ
له کړېدلي افغان اولس سره کوي !!
هرڅوک چې ماهر وي نوشي جان يې ،چې لوده وي دلودګي غټ دوکان يې !!
په ازاد ساسي بازار کې څوک لوده وي څوک ماهر !!


پتوال
28.04.2012

افغانان خو شوده ګان نه دي چې د حکومت لودګي و نه غندي او د ISI مهارت په نوش جان ویلو سره وستایي !
ولې بده داده چې د حکومت لودګي او د ISI مداخله دواړه له یوې سرچینې اوبه اخلي : ددواړو له بادار امریکا څخه !

افغان ولس په دې پوهیږي چې هم د اشغالګر امریکا باداري منل او هم له پنجابي ISI باداري منل د افغانستان سره دوښمني ده،
نود یوه ( موقتي) بادار ځای له بل (دایمي) بادار سره بدلول حماقت په طاقت د 4 دی ، ځکه له غلامۍ څخه د غلام غلامۍ ته
تیښته له باران څخه د ناوې لاندې درېدل دي اوبس !

پاکستان د غلام د غلامۍ په همدې منطق په افغانستان کې د خپل بادار امریکا پر ضد خپله پوڅي استخباراتي
جګړه پرمخ بیايي چې ورته وایی :

ای امریکا د پاکستان لوی باداره !

ستا باداري په افغانستان کې زما باداري نه ده ،

خو زما باداري په افغانستان کې ستا باداری ده !

ځکه چې زه ستا اخلاصمن او بې شائبې غلام یم !

نو که زما د غلامۍ په اخلاص شک نه لرې نو پرېږده چې زما او

ستا ګډه باداري په دغه اوغان غول ملت جاري شي

او که زما په بندګۍ باندې شک لرې، نو بیا دې شک په یقین بدل او لاس دې هم خلاص ! :

[color=darkred:6c7ceab62a]زه تا له پاره د افغانستان د غلامولو په دې تاریخی چانس چې غول طالبانو پلاس راکړی په هېڅ قیمت لاس نه اخلم !

او که نه، ته څه فکر کوې چې د برو غلامانو سره مې نن وي که سبا دا لرغلامان هم له ولکې نه وځي ؟؟؟؟؟ [/color:6c7ceab62a]


larghonay laraway
12.05.2012

السلام عليکم!
بښنه کوئ چې وروسته درشريک شوم ځکه چې نه وم!
زما په نظر دلته څو موضوعګانې سره ګډې شوې دي چې هره يوه بېله څېړنه او تحليل غواړي خو که په لنډه توګه يې ووايو نو د نيشنليانو غټ کار او ستره توره همدا ده چې لږ تر لږه يې د افغانستان په ورانولو کې برخه نه ده اخيستې او د افغانستان ورانول د ISI ستر هدف دی.



jamal
15.05.2012

داسي څوک شته چي ليکوالانونه پوښتنه وکړي



jamal
15.05.2012

زه (پاکستان) تا له پاره د افغانستان د غلامولو په دې تاریخی چانس چې غول طالبانو پلاس راکړی په هېڅ قیمت لاس نه اخلم ! داستاخبره ده !پتوال ستوريه


پتوال
16.05.2012

[quote:db2c2bf889]زه (پاکستان) تا له پاره د افغانستان د غلامولو په دې تاریخی چانس چې غول طالبانو پلاس راکړی په هېڅ قیمت لاس نه اخلم ! داستاخبره ده !پتواله .[/quote:db2c2bf889]
نو جمال خانه په دې کې دې اوس څه شک پیدا کړ چې پاکستان د افغانستان د ښکیلولو له هېڅ چانس څخه لاس نه اخلي ؟؟؟؟
که څوک یې په ناپوهۍ او تیروتنه کې بلاس ورکوي او که په شعوري توګه !

لاروی صیب او لوستونکو ته همدومره یوه یادونه کوم چې له ملتپالو څخه زما مطلب د ټولو وطندوستو او ملت دوستو
افرادو مجموعه ده، نه یو یابل ګوند چې ځانونه ناحقه یاد خلکو د تیر ایستلو له پاره ملتپال ګڼي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more