د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وطنمل : ابلاغیه ابلاغیه ابلاغیه!...

ډاکتر وطنمل
24.03.2012

[color=blue:9e808e0766]درنو لوستونکو السلام علیکم و رحمة الله و برکاته ![/color:9e808e0766]
[color=darkred:9e808e0766]

په داسې حال کې چې کنځل لرونکې موضوعګانې ړنګې شوې د راتلیزې له پاره د لاندې د ګڼو له جدي مراعات څخه
سرغړونه د لیکنې د ړنګېدلو سبب ګرځی او د تکرار په صورت کې به نور مجازات هم ولري :

۱- د ټول افغان لیکونکي له سپکو سپاندو ، تحدیدولو او تحقیرولو څخه مصئون دي او هیڅوک هیچاته ناوړه کلمات لکه لوده ،
لوچک ، دله ، دووس، رزیل کوني ،حرامي ، احمق ، د ISI ، CIA یا KGB سپی ، د امریکا یا د غلام(پاکستان) غلام او نور
ورته سپک کلمات نشی کارولی (۱) .

۲- پر هیڅ شخص له فکت او ثبوت پرته د کوم ملی، اسلامي او اخلاقی جنایت تور لکه د ډالر او کالدارو خوراک
نشی تپل کیدای!(۱)

۳- ملي آزادي ، ملی او اسلامي انتخاباتي نظام او د بیان او تنقید آزادي د ټولو افغانانو مسلم او طبیعی حق دی !
له دې حق څخه انکار او نقضول يې د ټول افغان له غړیتوب څخه د انفکاک سبب ګرځېدلی شی![/color:9e808e0766]
[color=blue:9e808e0766]وما علینا الا لبلاغ !

د ټول افغان د بحثفورمونو ټولګړی مسول
...........ډاکتر وطنمل[/color:9e808e0766]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[color=red:9e808e0766](۱) : خو سیاسی اشخاص او سیاسی ډلې ټپلې له دې قاعدې څخه وتلې(مسنثنی) دي![/color:9e808e0766]


عنوان

tandar
24.03.2012

سلامونه
به تنګ ايد به جنګ ايد ، ډيرعالي اميد دي چه دعمل صحنه هم ونيسي
خو چه دلوده او داسي نورو ټکو سره داحمق او دډالرو او دasi اجيرانو ته مو هم يو اخطار ورکړي وي چه بي ځايه تبليغات نه کوي نو غوړي به لا غوړي شوي وي
ديو لوي او يو ازاد افغانستان او دخپل ملت لپاره ديوه با عذته ژوند په هيله
مرګ په وطن فروشانو او دملت پر قاتلانو


محمود سعيد
25.03.2012

[quote:6793c09f29]
(۱) : خو سیاسی اشخاص او سیاسی ډلې ټپلې له دې قاعدې څخه وتلې(مسنثنی) دي![/quote:6793c09f29]

دا څنګه؟ آيا سياسي کسانو ته د ښکنځلو اجازه شته؟


عبد السلام
25.03.2012

[quote:dc223c5815][color=red:dc223c5815](۱) : خو سیاسی اشخاص او سیاسی ډلې ټپلې له دې قاعدې څخه وتلې(مسنثنی) دي![/color:dc223c5815][/quote:dc223c5815]
سلامونه !
زما په فکر دا جمله درې تفسیره لري :

۱- غیر سیاسی کسان ، سیاسی کسانو ته کنځلې کولی شي. !( دپتوال په روایت!)

۲- یواځې سیاسي کسان، نورو ټولو غیر سیاسي ډلو ټپلو ته کنځلې کولی شي . ! (دپتنګ، قرآني، زلمي، اونورو په روایت!)

۳- یواځې سیاسي کسان، په خپلو کې یو تر بله کنځلې کولی شي . !(
دریښتېني ،خیریوسئ اوزما په روایت !)

[color=darkblue:dc223c5815] والله اعلم بالصواب! :D [/color:dc223c5815]

والمعنى في بطن الشاعر!


عنوان

tandar
25.03.2012

سياسي خلک خو له موره جنتيان پيدا دي دښکنځلو حق هم بايد ولري هاها
دنيا همدغو ورانه کړله
په ملتونو،قومونو،کلو او بانډو کي ې جنګونه ، قتلونه دشمني ،اشغال او داسي نور جنايات ې په خپل زهني مهارت سره په نړي کي روان کړي او په خپله ې ورته غټي نيکټاې ګاني ټړلي ،چه دعامو انسانانو ويني څنګه تويږي او په ژونديو ې څومره بدبخته ژوند تيريږي ،دځان بري بولي او له خپله ژونده خوند اخلي لکه دasi او cai سياسي مشران ،چه په جنايتونو ې څوک سترګي نشي پټولي
چاچه ترننه په افغانستان کي سياست کړي او يا لکه کارغه دزرکي پيښي کوي اوياې کړيدي هسي خپل وخت ې ضايع کړي اويا ې ضايع کوي نور به ې بس وي
افغان ځپلي اولس له خپل مينځه يوه نوي او بي طرفه مشر ته ضرورت لري
ځکه کمو نيستيانو،صياف ،رباني خيلو،دوخت مجاهدينو، او امارتيانو کافي اندازه خپله ازموينه ورکړي [color=red:108a131595]،ازموده را باز ازمودن خطااست [/color:108a131595]
دټوکو له مخه داکرم خان ثبوتي او ژوندي مثال

http://www.youtube.com/watch?v=f5CDTM1yP1c&feature=g-vrec&context=G2b606e2RVAAAAAAAABg

دکابل دښار هندو دي وي خو چه افغان وي او دخپلي خاوري استقلال وپيژني او غريب ملت ته دخدمت مصدر وګرځي
ديو لوي او ازاد افغانستان په هيله
ويښتوب او يوالي کي مو بري پروت دي
دا زما نظر دي


محمود سعيد
25.03.2012

د عبدالسلام صيب دا درې تفسيره:
[quote:17da82e1c1]زما په فکر دا جمله درې تفسیره لري :
۱- غیر سیاسی کسان ، سیاسی کسانو ته کنځلې کولی شي. !( دپتوال په روایت!)
۲- یواځې سیاسي کسان، نورو ټولو غیر سیاسي ډلو ټپلو ته کنځلې کولی شي . ! (دپتنګ، قرآني، زلمي، اونورو په روایت!)
۳- یواځې سیاسي کسان، په خپلو کې یو تر بله کنځلې کولی شي . !(
دریښتېني ،خیریوسئ اوزما په روایت !)
والله اعلم بالصواب! [/quote:17da82e1c1]
...به له دې شپږو بدلونونو سره څه ډول اړخ ولګوي:
[quote:17da82e1c1]وروستی ځل بدلون ډاکتر وطنمل په ١ شنبه مارچ 25, 2012 1:57 am ورکړی دی , د تغير شمېره 6[/quote:17da82e1c1]
؟؟؟
آيا دا بدلون په خپله سياست نه دی؟


عبد السلام
25.03.2012

[quote:c5e478f4d7="محمود سعيد"]د عبدالسلام صيب دا درې تفسيره:
[quote:c5e478f4d7]زما په فکر دا جمله درې تفسیره لري :
۱- غیر سیاسی کسان ، سیاسی کسانو ته کنځلې کولی شي. !( دپتوال په روایت!)
۲- یواځې سیاسي کسان، نورو ټولو غیر سیاسي ډلو ټپلو ته کنځلې کولی شي . ! (دپتنګ، قرآني، زلمي، اونورو په روایت!)
۳- یواځې سیاسي کسان، په خپلو کې یو تر بله کنځلې کولی شي . !(
دریښتېني ،خیریوسئ اوزما په روایت !)
والله اعلم بالصواب! [/quote:c5e478f4d7]
...به له دې شپږو بدلونونو سره څه ډول اړخ ولګوي:
[quote:c5e478f4d7]وروستی ځل بدلون ډاکتر وطنمل په ١ شنبه مارچ 25, 2012 1:57 am ورکړی دی , د تغير شمېره 6[/quote:c5e478f4d7]
؟؟؟
آيا دا بدلون په خپله سياست نه دی؟[/quote:c5e478f4d7]

محمود سعید صاحب!
دشپږو بدلو نونو څخه مطلب ، شپږ ځلې تآکید او ټینګار په دې دی، چې
په ټول افغان کې هر راز غوړې زیاړې مجاز دي !!!
خو پام چې دپونده مړۍ ونخورې !


larghonay laraway
25.03.2012

السلام عليکم!
د ډاکټر وطنمل صيب دې کور ودان وي چې مداخله يې وکړه کنه خبره ډېره خرابه شوې وه!
[quote:a8c8d6e755]زما په نظر د لاندې جملې مفهوم دا دی:
(۱) : خو سیاسی اشخاص او سیاسی ډلې ټپلې له دې قاعدې څخه وتلې(مستثنی) دي![/quote:a8c8d6e755]
مونږ او تاسو ټول په دې قانع يو چې کمونستان (خلقي او پرچمي) ډلې د روسانو تاليڅټې وې نو که د روس مزدوران او غلامان ورته ووايو د وطنمل صيب له قيوداتو مستثنی دي!
جمعيت اسلامي، اتحاد اسلامي، حزب اسلامي، وحدت اسلامی، جنبش او ... ډېر جنايتونه کړي نو دې ډلو او مشرانو ته يې که څوک جنايتکار ووايي دا مستثنی دي!
اوسنی حکومت د بش او اوباما په کم او کرم ولاړ دی نو غلام ورته ويل استثنا ده!
د ملاعمر ډله د پاکستان يا isi او په غټه کې د CIA يا انګليس په خدمت کې ده نو دا هم مستثنی ده!
ولې دا چې د دې بحث اکسريت ګډونوال پتنګ ته د ISI مزدور وايي يا دی د بحث پر ځای په نورو ټاپې لګوي دا بايد بندې شي ځکه چې دلته هيڅوک هم د پتنګ په اړه کوم روښانه ثبوت نه لري.
په همدې ترتيب ځينې پوچې ښکنځلې هم له پښتونولۍ او اسلاميته وتلې دي چې دا هم ښه کار نه دی او بايد بندې شي.

دلته په شپږ وارې بدلون هم نيوکه شوې وه چې زما په نظر دا ډېر ښه کار شوی او د بحث د ګډونوالو نظرونه په کې ځای شوي او د دوی له وړانديزونو او نيوکو سره سم متن څو وارې بدل شوی چې د ګډونوالو د نظر د درناوي په معنی دی !

نور نو راځئ چې منطقي بحث وکړو او که هر چا ښکنځلې وکړې نو زما دې هم ورته همغسې وي! (ټوکه)


ډاکتر وطنمل
25.03.2012

درنو ورونو السلام علیکم و رحمة الله !
په لاروی صاحب دې د خدای رحمت وی چې د لیکنې موخه یې ښه روښانه کړه، زه به همدومره پرې ورزیاته
کړم چې کنځل په بشپړ ډول بند دي، خو د پردیو دلاسپوڅيتوب، دضد اسلامی او ضدملي عملونو او د بیسوادۍ تورونه
په سیاسی اشخاصو او سیاسی ډلو لګول او ردول يې دواړه جایز او کله حتی اړین وي، خو هغه هم باید هيڅکله بې
دلیله او بې ثبوته نه وي! البته څوک چې شخصاً د کوم سیاسی ګوند ، سیاسی ډلې رسمي پلاوی یا رسمی استازی نه وي
سیاسی شخص نه ګڼل کیږي!
ورونو !
تازه لیکنې مو فیثبوک ته هم لیږدول کیږي، هیله ده خپل درنښت او د بل درناوی له لاسه ورنکړئ او د تل له پاره دقلم له سپورې
او سپکې ژبې سره پرېکوڼ وکړئ ، له رښتینی صیب نه یې زده کړئ د حضرت بلال (رض) غوندي چې دمرګ په قیمت يې د توحید
نارې وهلې د درناوي اصل وساتئ او د حضرت عثمان (رض) په څېر حیاناک واوسئ و من الله التوفیق!


عادل عادل
25.03.2012

السلام علیکم

[quote:cbcd73fb3b]ولې دا چې د دې بحث اکسريت ګډونوال پتنګ ته د ISI مزدور وايي يا دی د بحث پر ځای په نورو ټاپې لګوي دا بايد بندې شي ځکه چې دلته هيڅوک هم د پتنګ په اړه کوم روښانه ثبوت نه لري. . [/quote:cbcd73fb3b]

ښاغلیه لارویه

تاسو د ښاغلي وطنمل صاحب د ابلاغیې په عین تایید کې خپل زهر شیندلي دي،،، اول خو د چا نوم او مثال مه راوړی که یې راوړی، نو ددې لپاره چې حساسیت ایجاد نکړي او پتنګ صاحب مو غبرګون ته نه وي پارولی ،،، نو بیا ولې په خپل ځان باندې مثال نه راوړی،،، تاسو مګر په د یرغلګرو په لاسپوڅیتوب نه یاست تورن،،، تاسو مګر د افغانستان تاریخ او ملي اتل ستر احمد شاه بابا رحمه الله منلي تاریخي شخصیت ته په توهین او ګستاخی سره نه یاست پېژندل شوي؟؟؟

ایا تاسو په یوه خپلواک افغانستان کې په دې پورته دوهم ټکي د محاکمې وړ نه یاست؟؟؟

[quote:cbcd73fb3b] خو د پردیو دلاسپوڅيتوب، دضد اسلامی او ضدملي عملونو او د بیسوادۍ تورونه په سیاسی اشخاصو او سیاسی ډلو لګول او ردول يې دواړه جایز او کله حتی اړین وي، خو هغه هم باید هيڅکله بې
دلیله او بې ثبوته نه وي[/quote:cbcd73fb3b]

وطنمل صاحب د لاسپوڅیتوب، اسلامي ضد او ملي ضد اعمالو تر څنګ مو د بېسوادۍ زیاتول چندانې تړاو،،، نه جوړوي،،،مګر دا چې د لاروي صاحب تبر ته مو یو لاستی تراشلی وي،،،،نو ایا ښه به نه وي چې دا لاستی نور ور ونه منډئ،،، ځکه چې د لوستونکو په اذهانو کې د دوی د نیوکو تاثیر په صفر کې ضوربوي او پر ځای یې د ژورې عقدې او کینې انځور وړاندې کوي،،،

وطنمل صیب باز هم دلت، بایسکلت،، فول میدواني یا پنچر!


larghonay laraway
26.03.2012

عادله ګله ما تاته ډېر مخکي ليکلي وو چې که ګيلې، تورونه او د ښځو غوندې ښيراوې دې له ليکنو وويستل شي نو هيڅ په کې نه پاتې کېږي.
ما چې د احمدشاه ابدالي په اړه څه ليکلي يا مې د ملاعمر د ډلې او کرزي د حکومت په اړه څه ليکلي نو هيچا هم منطقي او قانع کوونکی ځواب نه دی راکړی او زور دې هملته معلوم شوی ؤ او کنه نو دا ګز او دايې هم ميدان د احمدشاه ابدالي بحث د تاريخ په برخه کې وکړه او د کرزي يا امريکا او CIA په ګټه زما يوه جمله هم راوښيه !
خو زه باور لرم چې ته يو ټايپسټ يې او هغه هم په داسې حال کې چې ډېره املايي غلطي درنه کېږي. تا هر وخت موضوع لړلې ده نه څېړلې!
که ته دا فکر کوې چې زه به د څاروي غوندې په چاپسې لاړ شم نو دا خوب کوم اوښ ته تېر کړه او کڼاوې هم په تحفه کې وروړه !
زه د منطق، دليل او سالم بحث پلوی يم!
مننه


پتوال
26.03.2012

د ښاغلي وطنمل درې ګڼې د قانون یا طرزالعمل توګ (= حیثیت ) لري، نو زما تبصره پرې داده چې
د بیسوادۍ ټکي هم عام دی ، که کوم سیاستوال ته وویل شی چې په سیاست نه پوهیږې یعنې په سیاست کې بیسواده یې او
سیاست کوې ، نو دا کومه کنځل او ناوړه خبره نه ده ، بلکې روا او جایز تنقید او د هر تبعه حق دی !
ددغومره تنقید مخه هم بندول د هغه دیکتاتورۍ نخښې ګڼل کییږی چې افغان ولس يې اندیښنه لري
کوم چې له برحقه [color=darkblue:9a1ed38485]علمای کرام څخه [/color:9a1ed38485]د یوې سیاسی ډلې [color=darkred:9a1ed38485]طلبای کرام [/color:9a1ed38485]جوړوي او په دې پلمه نو بیا کرام والا و ته
به سیاسی بیسواده څنګه وایې ؟؟؟؟ داچې دوی اسلامی شورایت هم نه مني علت یې همدغه نا مشروع دیکتاتوری ده
چې د اسلام د نامه ترشا یې پټوي او په ښکاره ډول یې پلې کوي . دا به داسې حال کې ده چې دیکتاتوري تل د بهرنیو بادارانو
غوښتنه وي او تل د هغوی په ګټه تمامییږي،
حال داچې ملي اسلامي ولسواکي یا [color=blue:9a1ed38485]ملی امت واکي [/color:9a1ed38485]تل د خپل ملت او خپل اولس غوښتنه او
د خپل اولس ، خپل ملت او سپېڅلي اسلام په ګټه تمامیږي ![color=blue:9a1ed38485] آیا همداسې نه ده ؟ والسلام ![/color:9a1ed38485]


ډاکتر څپاند
27.03.2012

تر غېرحاضرۍ روسته ټولو ته تاوده سلامونه،

زما په اند اوس دادې محترم ډاکټر صيب وطنمل،ښکنځلو ته رسمي اجازه ورکړه٠توپير په دې کې شو چې اوس هر سړی غير سياسي دی،اوکه سياسي شو نو ښکنځلی به ددې سايټ د ستر مدير دهدايت په اساس په ورين تندي قبلوي :mrgreen:


پتوال
27.03.2012

[quote:b2ba526276="ډاکتر څپاند"]تر غېرحاضرۍ روسته ټولو ته تاوده سلامونه،

زما په اند اوس دادې محترم ډاکټر صيب وطنمل،ښکنځلو ته رسمي اجازه ورکړه٠توپير په دې کې شو چې اوس هر سړی غير سياسي دی،اوکه سياسي شو نو ښکنځلی به ددې سايټ د ستر مدير
دهدايت په اساس په ورين تندي قبلوي :mrgreen:[/quote:b2ba526276]

څپاند صیب ښې چارې !

تر اوسه ټول بحث د ښاغلي وطنمل په یوه پاینوټ روان دي، خو د هغې په ا ړه هم وطنمل دري ټکي بیان کړل :

[color=blue:b2ba526276]((
۱- چې کنځل په بشپړ ډول بند دي،

۲- خو د پردیو دلاسپوڅيتوب، دضد اسلامی او ضدملي عملونو او د بیسوادۍ تورونه په سیاسی اشخاصو او سیاسی ډلو لګول او ردول يې دواړه جایز او کله حتی اړین وي،

۳- خو هغه هم باید هيڅکله بې دلیله او بې ثبوته نه وي! ))[/color:b2ba526276]

زما په اند دلته لومړئ ماده ستاسې ادعا بالکل ردوي!

خو لا مهمه ټکی دادی چې :

[color=yellow:b2ba526276]((البته څوک چې شخصاً د کوم سیاسی ګوند ، سیاسی ډلې رسمي پلاوی یا رسمی استازی نه وي
سیاسی شخص نه ګڼل کیږي! )) [/color:b2ba526276]
په دې توګه د سیاسی ډلو او ګوندونو هر پلوی او خوشبین آن تر عادي غړي پورې ځان په سیاستوالو کې نشي راوستلای ،
البته د مرکزي شورا ، ښاري او ولایتي کړېټو غړي او د سیمهییزو (اولسوالۍ د) شورا ګانو او د هغوی رسمي استازی
سیاستوال ګڼل معقول بریښي!

ستاسې داخبره سمه ده چې
اوس نږدې هر سړی غير سياسي دی،
خو دا مو سمه نه ده چې که سياسي شو نو ښکنځلی به ددې سايټ د ستر مدير دهدايت په اساس په ورين تندي قبلوي ، ځکه چې:
یو خو کنځل مطلق منع شوې،
بل سیاسی تورونه پرې له دلیل سره لګول کېدای شی
دریم : په ورین تندي او دلایلو به د لګول شوی تور دلایل ردوي !

نو فکر کوم چې په نوموړي دستور العمل کې دغه نیمګړتیا موجده نه وي، چې تاسو یې په اړه اندېښنه ( ؟ ) او که خوښي څرګنده کړې ده !

والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more