د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

په هشت صبح ورځپاڼه کې د افغانستان د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح خپره شوې مرکه

Aziz jahani
05.03.2012

د افغانستان د ملي امنيت د پخواني رييس نه ويلي خبرې
لومړۍ برخه
له امرالله صالح سره مرکه
يادښت: دغه مرکه د ۲۰۱۱ کال د جنوري په مياشت کې د امريکا د "پي بي اس" تلويزيون په "لومړۍ کرښه" خپرونه کې خپره شوې ده. اوسنۍ خپرونه "مارتين سمت" د لومړۍ کرښې د خپرونې چلوونکي د درې ورځو په دوران کې له هغه سره سرته رسولي ده. دغه مرکه د ارزښت لرونکو اطلاعاتو درلودونکې ده، چې تر اوسه يې په هکله ډېرې لږې خبرې شوې دي. ۸صبح د مطرح شوو اطلاعاتو او معلوماتو د اهميت په دليل دغه مرکه ژباړلې ده، تر څو شنونکو، څېړونکو او زده کوونکو ته د ګټې وړ وګرځي.
مارتين اسميت: څرنګه له احمد شاه مسعود د شمالي ټلوالې رهبر سره يو ځای شوې؟
امرالله صالح: په ۱۹۹۰ کال کې کله، چې زه د کمونيستي اردو په عسکرو کې شاملوم، ما تصميم ونيوه، تر څو له مجاهدينو او مقاومت کوونکو سره يوځای شم. وروسته له هغه چې دلته راغلم، د زده کړو لپاره پاکستان ته واستول شوم. له زده کړو وروسته چې کله بېرته راوګرځېدم، د زرګونو عادي جګړه کوونکو په څېر مې له هغه (احمدشاه مسعود) سره وکتل. ما له هغه سره په بېلا بېلو برخو کې کار وکړ. ... له هغه سره د کار په دوران کې د يوې ټيټې رتبې خاوند وم.
مارتين اسميت: خو هغه ته د يو استخباراتي افسر په عنوان په رسميت وپېژندې؟
امرالله صالح: هو، دا سمه ده. وروسته بيا هغه د پرمختللو استخباراتي زده کړو لپاره زه په ۱۹۹۹ کال کې د امريکا متحده ايالاتو ته وليږلم، چې د داسې فرصت برابرول زما لپاره د ډېرو شيانو ښکاره کوونکی دی.
مارتين اسميت: د چا سره مو زده کړې وکړې؟
امرالله صالح: دا هغه وخت وو، چې امريکايان پوه شوي وو، چې افغانستان په يو مهم ځای بدليږي. طالبان او القاعده د امريکا د امنيت په وړاندې ستر ګواښونه وه، نو په همدې خاطر هغوې مقاومتګران د خپلو متحدانو په عنوان په پام کې درلودل او د دغې زده کړې زمينه يې ماته برابره کړه. په ريښتيا سره زه لومړنی کس وم، چې د زده کړو لپاره هلته تللی وم.
مارتين اسميت: د سيا (CIA)له لوري؟
امرالله صالح: زه نه پوهېږم چې هغوی څوک وه. ... هو هغوی امريکايان وه. تر دې پورې، چې زه نه پوهېږم هغوې په اردو پورې تړلي وه او که په "سيا" پورې، خو هغوې ښه روزونکي وه.
مارتين سميت: کومې زده کړې مو ترلاسه کړې؟
امرالله صالح: ... د پرمختللو عملياتو په ترڅ کې وې؛ پرمختللي عمليات د هدف نيونې په مانا، د هدف د تشخيص، د عملياتو پوښښ او پر لاره اچونه، د عملياتو تر سره کول، د اسنادو او مدارکوڅخه ګټه اخستنه، د سيموڅخه ګټه اخستنه، د نيول شوو له اهدافو څخه څخه ګټه اخستنه، د نورو مسايلو او شيانو تحليل.
مارتين سميت: کومه پېښه د دې سبب شوې وه، چې امريکايان دې تاسو رسميت وپېژني؟
امرالله صالح: د افريقا په ختيځ کې د امريکا په سفارت کې د بم ايښودنې څخه وروسته او په سوډان کې د القاعده په اهدافو باندې د امريکا د متحده ايالاتو د راکټې يرغل وروسته، دغه شان پېښ شول. د امريکا د درک ميزان په هغه زمان کې، چې القاعده به په يو واقعې ګواښ بدليږي د ډېريدو په حال کې وو.
موږ په هغه وخت کې د مسعود په مشرۍ له ډېرو لږو منابعو سره د طالبانو او القاعدې په ضد جنګېدو. نو په دې اساس هغوی له ځانه سره فکر وکړ چې ښه دغه خلک خو زموږ له دښمنانو سره جنګيږي، نو په دې اساس زموږ د دښمن دښمن، زموږ دوست دی. دا همغه څه وو چې دغه بهير پېل شو.
مارتين سميت: او هغوی تاسو ته روزنه درکړه. هغوی له تاسو سره علاقه درلوده، ځکه چې تاسو د القاعدې له منځه د اطلاعاتو په هڅه کې وی، ايا دا سمه ده؟
امرالله صالح: هو، دا د اجنډا يوه برخه وه. له دې کبله، چې هغه وخت طالبان او القاعده يوله بل سره مشابه وه. په عين حال کې هغوې د يو بل د متحدانو په عنوان د افغانستان يوه ستره برخه تر خپل کنترول لاندې درلوده. د طالبانو او القاعده تر منځ توپير ډېر سخت وو.
موږ هيڅکله د القاعدې له اجنډا سره موافق نه وو. ... مسعود قوماندان هيڅکله هم يواځې په القاعدې باندې متمرکز نه وو. خو دا هغه پېښه وه، چې سبب شوه تر څو له امريکا سره يوه اړيکه ټينګه کړو او موږ توافق وکړ، تر څو له هغوی سره اطلاعات شريک کړو. خو زموږ لپاره افغانستان يو هدف او پروګرام وو. په هغه وخت کې پاکستان، القاعده او طالبان ټول سره يو وو.
مارتين سميت: هغه وړانديز چې تاسو د امريکا له لوري ترلاسه کړ، څه وو؟
امرالله صالح: د همکاريو يوه ساده اړيکه، په دې مانا چې له هغوې سره د وضعيت په اړه او دا چې څرنګه القاعده، پاکستان او طالبان په سيمه کې د افراط ګرايي په پراخولو کې دي. څرنګه دغه سيمه په افراط ګرايي او د افراطيانو په ډلو بدلوي، معلومات ورکړو. موږ همدارنګه هڅه کوله د القاعده د نړيوالو پروګرامونو په اړه هغوې ته معلومات ورکړو.
په بدل کې يې، د هغوې له لوري له موږ سره مرسته کېدله. که څه هم دغه اړيکې ساده اړيکې وې، خو اساس يې همکاري وه. موږ د دې شاهدان وو، چې د واشنګټن د ملاتړ ميزان ورځ تر ورځې زياتېده. همدارنګه دا اميد موجود وو، چې له مقاومت کوونکو سره به د وسلې او تجهيزاتو مرسته کوي. خو د وسلې او تجهيزاتو د مرستې په مساله کې، هغه څه يې چې په هغو ورځو کې موږ ته راکول، ډېر لږ وو.
مايکل سميت: يعنې دا "سيا" وو؟
امرالله صالح: هو "سيا" وو. په هغو ورځو کې هغوې نه پوهيدل او ډاډه نه وو، چې القاعده به د امريکا پر قلمرو باندې بريد کوي. هغوی تصور کول، چې القاعده به د دې په څېر بريدونه د امريکا پر ګټو او يا د هغه هېواد په سفارت خونو باندې په سيمه کې سرته ورسوي. ...
مايکل سميت: د هغوې د استخباراتو وضعيت څنګه وو؟
امرالله صالح: ... په ځينو مواردو کې هغوی ښه اطلاعاتي استخبارات درلودل. خو له سياسي پلوه د امريکا له سرمايې څخه برخه من نه وو، نو په همدې خاطر هغوې زموږ خوا ته راغلل او له موږ څخه يې وغوښتل تر څو دغه کار وکړو. په ځينو مواردو کې يې له موږ څخه وغوښتل، تر څو هغه سيمې تر هدف لاندې ونيسو. خو هغه سيمې د افغانستان په ژورو سهيلي برخو کې وې او په هغو باندې يرغل زموږ له وسع نه پورته کار وو.
په يو دوه مواردو کې داسې وضعيت مخې ته راغی، چې د اسامه بن لادن کاروان زموږ له خوا څخه تېريده. په داسې حال کې د دښمن په صف کې حمله کول زموږ لپاره ناممکنه وه تر څو مو اسامه ته لاس رسی پېدا کړی وای. زموږ لپاره يواځې بن لادن لومړيتوب نه وو. په واقعيت کې هغه داسې عنصر وو، چې زموږ د لومړيتوبونو په ډله کې شامل وو.
مايکل سميت: د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په لومړيو کې دوه عرب خبريالان ستاسو اډې ته، چې په تخار کې وه راغلل. غواړم پوه شم، چې هغوی څنګه راغلل او تاسو د هغوی په اړه څه فکر کاوه؟
امرالله صالح: ... کله چې دوه عربو خبريالانو د ځانمرګي بريد پواسطه مسعود شهيد کړ، يو يې ژوندی پاتې شو. هغه هم څو شېبې وروسته د مرمۍ پواسط مړ شو.
موږ د هغوی له بکسونو څخه ډير اسناد او مدارک لاسته راوړل. هغه اسناد او مدارک په ډيره سادګۍ سره تر څېړنې لاندې ونيول شول. موږ ځينې تحقيقات هم وکړل. موږ د هغو اسناو او مدارکو ځينې نسخې بريتانيا، متحده ايالاتو، فرانسې او بلجيم ته وليږلې. ځکه چې په دغو هېوادونو کې داسې خلک موجود وو، چې دغه خبريالانو ته يې د ماموريتونو اسانتياوې برابرې کړې وې. په ډېر ګمان "ياسر ال سيري" د لندن اوسيدونکی وو، چې يوه ليکنه يې دغه دوه تنو ته ليکلې وه، چې دغه دوه خبريالان هغه له سره کار کوي.
مايکل سميت: څه فکر کوی چې څوک د دغه ترور مسول وو؟
امرالله صالح: د هغو شواهدو په اساس چې موږ يې په لاس کې لرو، القاعده د دې ترور مسول دی.
مايکل سميت: کومو شواهدو تاسې دې پاېلې ته ورسول تر څو دغه اطمينان حاصل کړی؟
امرالله صالح: په دې خاطر چې خبريالان عربان وه. ټول عربان چې په افغانستان کې وه له القاعدې سره يې اړيکې درلودې. همدارنګه هغوی د خپل ماموريت څخه وړاندې هم په کابل کې اوسېدلي وه. په پاسپورټ کې يې هم د پاکستان څو دانې ويزې موجودې وې، چې دا څرګندوې پاکستان هم د دې پېښې تر شا لاس لري.
همدارنګه داسې شواهد موجود وو، چې د طالبانو په همکاري هم دلالت کوي؛ لکه د مشخصو تنو نومونه. د طالبانو د دفاع وزير او د بهرنيو چارو د وزير مرستيال له دغه خبريالانو سره مرسته کړې وه، تر څو د جبهې لومړي خط څخه تېر شي او زموږ قلمرو ته راننوځي.
خو هغه څېړنې چې زموږ له خوا تر سره شوې، بشپړې او قوي څېړنې نه وې. زموږ څېړنې ډېرې خامي او نيمګړي وې. دغه څېړني بايد په ډېره جدي بڼه سرته رسېدلي واې او هغه خلک چې خپلې دندې يې په سمه توګه سرته نه وې رسولې او يا د ناپوهۍ له کبله ښکار شوي وو، باېد څېړل شوي وای. همدارنګه موږ بايد پېداکړې وای، چې کومو خلکو دغه خبريالانو ته د راننه وتلو لاره برابره کړې وه.
مايکل سميت: له تا څخه وغوښتل شول تر څو امريکايانو ته زنګ ووهې او هغوی د مسعود له مرګ څخه خبر کړې؟
امرالله صالح: په لومړي سر کې زه د پېښې ځای ته وغوښتل شوم. زه نه پوهيدم چې هغه نور ژوندی نه دی. ما داسې فکر کاوه چې هغه ژوندی دی. له ما څخه وغوښتل شول تر څو د هغو اړيکو له امله چې په بهر کې يې لرم، د هغه درملنه په يوه بهرني روغتون کې وکړو.
خو کله چې زه هغه روغتون ته ورسېدم چې دی يې ورته راوړی وو، څرګنده شوه چې هغه نور ژوندی نه دی. وروسته مو په يوه کوچنۍ ډله کې د اوضاع د څرنګوالي په هکله خبرې وکړې؛ دا چې موږ کولای شو تر کومه وخته دغه راز پټ وساتو او همدارنګه زموږ استرتيژيکې اطلاع رسونې به په دې ترڅ کې څنګه وي. د همدغو خبرواترو په دوران کې ماته دنده راکړل شوه او هغه دا، چې بايد د امريکا متحده ايالاتو ته زنګ ووهم.
مايکل سميت: له "سيا" ته؟
امرالله صالح: "سيا" ته او هغوې ته ووايم، چې له طالبانو او القاعدې سره مقاومت سخت شوی دی؛ ځکه چې په جبهه کې يو کاريزماتيک سړی موجود وو، چې د منابعو کمښت يې جبران کاوه او دا، چې څرنګه د هغه مديريت د دې سبب شوی وو، چې موږ دې تر دي وخته پاتې شو. هغه نور حضور نه لري. که تاسو فکر کوی، چې القاعده يو ګواښ دی، طالبان يو ګواښ دی او که تاسې غواړی چې دغه مقاومت دوام وکړي، نو له موږ سره مرسته وکړی. قومندان مسعود نور نشته. موږ هغه له لاسه ورکړ. موږ مرستو ته اړتيا لرو. موږ نا اميده شوي يو. دا زما دنده وه، چې بايد مې امريکا ته ويلې وای او ما همدغه شان وکړل.
مايکل سميت: د هغوی ځواب څه وو؟
امرالله صالح: ځواب دا وو: "سمه ده، چې دا يو زړه بوږنوونکی خبر دی. موږ هم غم جن يو." هغه تن چې له ما سره يې خبري کولې د تصميم نيولو په حال کې نه وو.
مايکل سميت: ايا دغه تن "ريچ" نومېده؟
امرالله صالح: د دې لپاره چې د هغه نوم د نورو له خوا ليکل شوی دی. هغه ډېر ښه سړی وو او هغه ته به يې "ريچ" نارې وهلې. هغه له قومندان مسعود سره د خپل ماموريت په دوران کې څو ځله ليدلي وو. هغه ما ته وويل: "منتظر اوسه، موږ له تا سره بيا اړيکه نيسو." مخکې له دې نه چې هغوې له ما سره اړيکه ونيسي، د سپتامبر د يوولسمې پېښه رامنځته شوه.
مايکل سميت: تاسو څرنګه د سپتامبر د يوولسمې له پېښې نه خبر شوی؟
امرالله صالح: دوه تنه افغانان چې د مسعود له ترور څخه خبر شوي وو، له نيويارک څخه له ما سره په اړيکه کې شول. هغوې ما ته ټيليفون وکړ، تر څو د مسعود له وضعيت څخه ځانونه خبر کړي. ... هغوی وويل يوې الوتکې د نړيوال تجارت له يوه برج سره ټکر کړی دی. همغه سړی، څو شيبې وروسته له ما سره اړيکه ونيوله او ويې ويل، چې يوې بلې الوتکې هم ټکر وکړ. څو ساعته وروسته د سټلايت له لارې موږ وليدل، چې يوه وحشتناکه پېښه رامنځته شوې ده.
د سپتامبر له يوولسمې وروسته له امريکا څخه موږ ته خبر راغی. هغوی وويل: "متحده ايالات د حملې لاندې نيول شوي دي. موږ فکر کاوه، چې دا د القاعدې کار دی. ايا تاسو کوم شی په لاس کې لری، چې وښايي نورې حملې هم پر لاره دي او يا کومه بله الوتکه د حملې لپاره چمتو شوې وي؟ ايا کوم شی شتون لري چې موږ ته يې ووايي تر څو موږ د بلې حملې له واقع کېدو څخه مخنيوی وکړو؟"
مايکل سميت: چا له تاسو سره اړيکه ونيوله؟
امرالله صالح: همغه سړي.
مايکل سميت: ريچ له سيا څخه؟
امرالله صالح: هو.
مايکل سميت: هغه تاسو ته زنګ وواهه، څه يې وويل؟
امرالله صالح: دا زموږ وروستۍ ټيليفوني اړيکه وه. له هغه وروسته کوم بل شخص مسوليتونه په غاړه واخستل. ما وويل «زه پلټنه کوم تر څو وګورم چې موږ څه لرو.» وروسته موږ يو څه معلومات په لاس راوړل. موږ د سپتامبر د يوولسمې تر شا د طالبانو او القاعدې عکس العملونه د نظر لاندې ونيول او هغه معلومات مو په چټکتيا سره ور واستول.
مايکل سميت: تاسو څه اوريدل؟
امرالله صالح: موږ بېلا بېل معلومات لاسته راوړل. ځينې خلک وو چې ويرېدلي وو. هغوی ويل، چې «دا موږ له منځه وړي.» خو داسې کسان هم وو، چې ډېر خوشاله په نظر راتلل.
خو هغه څه چې ډېر جالب وو، د کابل او قندهار تر منځ خبرې اترې وې، چې څرنګه له دغې مسالې سره چلند وکړي. ملاعمر، له بن لادن سره تر مشورې وروسته د يوې لارښوونې په صادرولو اقدام وکړ تر څو مطبوعاتو ته څه ووايي. د دې لارښوونې په اساس «مه يې تقبيح کوی، مه يې تمجيدوی. محتاط اوسی. هيڅ ډول تصور وړاندې نه کړې چې دغه کار موږ کړی دی او هيڅ ډول تصور هم وړاندې نه کړی چې دغه کار موږ نه دی کړی.»
مايکل سميت: ايا له بن لادن څخه مو هيڅ خبرې ثبت نه کړې؟
امرالله صالح: نه، په هيڅ وجه مو له بن لادن څخه خبرې ثبت نه کړې. خو د هغه له اطرافيانو څخه مو ثبت کړې.
مايکل سميت: له ملا عاطف څخه؟
امرالله صالح: د ملا عاطف په څېر له خلکو څخه.
مايکل سميت: خالد شيخ محمد؟
امرالله صالح: نه.
مايکل سميت: رمزی بن الشباع؟
امرالله صالح: رمزی بن الشباع. موږ پوهېدو چې هغه څوک دی، خو هيڅکه مو د هغه خبرې نه اخلالولې.
دوام لري


پتوال
07.03.2012

چېرې
[quote:d0757c7943]دوام لري[/quote:d0757c7943]؟؟؟؟؟


په هشت صبح ورځپاڼه کې د افغانستان د ملي امنيت د پخواني رييس امرالله صالح خپره شوې مرکه

Aziz jahani
10.03.2012

د افغانستان د ملې امنيت د پخواني رييس نا ويلې خبرې
د امرالله صالح مرکه
دويمه برخه
مايکل سميت: ابوزبيده؟
امرالله صالح: ابوزبيده. هو موږ داسې خلک درلودل چې هغه يې څاره.
مايکل سميت: هغه څه ويل؟
امرالله صالح: هغوی ډېر خوشاله وو. د هغوی لپاره دغه پېښه تر ټولو ستر برياليتوب وو. هغوې دغه برياليتوب په پراخه کچه ولمانځه. موږ پوهېدو چې د لمانځنې غونډه په درونټه کې جريان لري. د کابل په سهيل کې د بګرام په خوا کې د القاعدې يوه اډه وه؛ او په هرځاې کې غونډې وې. ځکه چې هغوی د يو خارق العاده کار په سرته رسولو بريالي شوي وو، چې ټولې نړۍ ته يې ټکان ورکړ. هغوی ډېر خوشاله وو.
موږ ټولې راډيويي اړيکې کنټرولولې او يو ډول ټيليفوني اړيکې مو هم کنټرولولې.
مايکل سميت: د يو داسې سازمان له نږدې څخه څارنه ښايې تاسو ته به ډېره په زړه پورې وه؟
امرالله صالح: تاسو خپل ځان زموږ په موقعيت کې وګورئ. موږ خپل مشر له لاسه ورکړی وو. موږ ټولو په ويره او ډار کې ژوند کاوه. ډېره سخته وه، چې موږ دې بې له مسعوده مقاومت ته دوام ورکړو. موږ په يوه درد ناک وضعيت کې وو، موږ ټول مخزون او غمجن وو. تر دې چې موږ اټکل نه شو کولای، چې وضعيت به څنګه شي.
په عين وخت کې زموږ پر ضد حملې پېل شوې، د طالبانو ورانکاري عمليات په دواړو جبهو يعنې تخار او شمال کې پېل شول.
مايکل سميت: تاسو وويل، چې د مسعود له مرګ څخه درې اوونۍ وروسته تاسو ته يو جالب ټيليفون راغی؟
امرالله صالح: فکر کوم، چې د دسامبر څوارلسمه وه، چې دغه اړيکه ټينګه شوه او هغه سړي ماته وويل: «دې تراژيدۍ ته په پام سره، دغه مصيبت چې د متحده ايالاتو لمن يې نيولې ده، زر ګونه تنه بې ګناه انسانان له لاسه تللي. هغه ستر تاوان چې زموږ اقتصاد ته رسېدلی دی، دغه ټول زموږ لپاره ناخوښ دي. خو دا د افغانستان لپاره د خوشالۍ يو خبر دی. زموږ لپاره دغه پېښه د تاسف نه ډکه خو د افغانستان لپاره د خوښۍ ځای دی او تاسو د يوه روښانه راتلونکي شاهدان ياستی. ما له تا سره اړيکه نيولی چې نور د تير په څېر عمل ونکړی. خپلې رهبرۍ ته ووايه چې موږ نور تغير کړی دی. موږ به داسې کارونه سرته ورسوو، چې تاسو يې خيال هم نه شی کولای، ووايي، څّه شي ته اړتيا لری؟
او ما هغه ته وويل څه شي ته اړتيا لرو؟ هغه وويل: «امرالله، نړۍ تغير کړی دې. لاړ شه او له خپلو رهبرانو سره خبرې وکړه. يوه جدې مرکه پېل کړه. کله چې دې دغه مرکه سرته ورسوله، په دويم ځل له ما سره اړيکه ټينګه کړه. ما ته ووايه چې څه شي ته اړتيا لری. نور نو د تېر په څېر فکر ونه کړی. هيڅ شې به د تېر په څېر نه وي. افغانستان به د يوه روښانه راتلونکي شاهد وي.»
مايکل سميت: څومره موده تېره شوه، چې تا بيا له هغه سړي سره اړيکه ونيوله؟
امرالله صالح: په داسې حال کې چې موږ تياري نيوله تر څو د خپلو اړتياو لست چمتو کړو، همغه شخص اړيکه ونيوله او ويې ويل چې هغوی پر لاره دي تر څو زموږ خواته راشي.
مايکل سميت: آيا هغه سي آي اې وه؟
امرالله صالح: هو.
مايکل سميت: او دا په کره توګه د طالبانو د نظام د راپرځېدو پېل وو.
امرالله صالح: د يو خيال په څېر وو. په ناڅاپه توګه دغه غرنی کلی د نړۍ د سترې قوماندې په مرکز بدل شو. يو وخت ما خپلې سترګې په ګوتو موښلې او ويل مې: «ايا زه خوب ګورم؟ نه زه ويښ يم. هو، دا هر څه په ريښتيا سره پېښ شول.»
مايکل سميت: البته دا هر څه مخکې له دې چې تاسو کابل ته راشی پېښ شوي نه وو؟
امرالله صالح: شاو خوا ۵۰ ورځې وړاندې.
مايکل سميت:په ۲۰۰۴ کال کې ولسمشر کرزي تاسو خپل دفتر ته وغوښتی او له تاسو څخه يې وغوښتل تر څو د ملي امنيت رياست په غاړه واخلی. ايا هغه څه چې په هغې ليدنه کې وشول، کولای شی ووايې؟
امرالله صالح: له دغې ليدنې څخه وړاندې ما درې ځله له هغه سره کتلي وو. ما له هغه سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې. ما هيڅکله هم هڅه ونکړه، چې، په دې پوسټ دې وګمارل شم.
مايکل سميت: آيا هغه تا ته لارښوونه وکړه، چې له ملي امنيت څخه څه غواړي؟
امرالله صالح: په عمومې توګه يې ځينې شيان وويل. هغه وويل: «موږ غواړو تر څو افغانستان ودان کړو، زه پر تا باور لرم. ايا کولای شې دغه کار سرته ورسوې او استخبارات ژوندي کړې. زه له تا څخه په بشپړه توګه ملاتړ کوم. مبارک دې وي.» وروسته بيا موږ يو ګډ عکس واخسته او دغه ګډ عکس زه تر اوسه هم له ځانه سره لرم.
مايکل سميت: مخکې له دې نه، چې ستا او د ولسمشر تر منځ کشمکش پراختيا ومومي، تا په دې پوسټ کې له ناټو او امريکا سره د دې په څېر همکاريانې کولې؟
امرالله صالح: هو د دې په څېر همکاريانې مو کولې.
مايکل سميت: دغه ورته همکاريانې څه وې؟
امرالله صالح: دغه ورته همکاريانې عبارت وې له دې، چې ناټو غواړي افغانستان په يو داسې هېواد بدل کړي، چې د ګاونډيانو لاس پکې نه وي. نو په دې اساس موږ ناټو ته اړتيا لرو تر څو تخصص، ښوونه، تجهيزات او ورڅخه د ګټې اخستنې لارې موږ ته راوښايي؛ له موږ سره متحد پاتې شي او د ورانکارو له ورانکارۍ څخه خلاصون راکړي.
مايکل سميت: په ۲۰۰۸ کال کې ولسمشر کرزی د جشن د مراسمو په يوه پېښه کې روغ رمټ پاتې شو. په هغې ورځ څه پېښ شول او له هغه وروسته د پارلمان په وړاندې ستا وينا؟
امرالله صالح: د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو دنده دا وه، چې د شاوخوا ودانۍ پاکې کړي او امنيت يې ټينګ کړي. هغوې يوه ودانۍ چې درې تروريستان پکې پټ شوي وو، نه وه پاکه کړې. کله چې مراسم پېل شول، هغوې د غونډې په لور د مرميو ګذارونه پېل کړل. ولسمشر کرزی په ډېرې چټکۍ سره له سحنې دباندې ولاړ.
موږ پوه شو، چې هغوی څنګه وتوانېدل دغه کار سرته ورسوي او هغوی څوک وو. هغوې د يوه سړي له خوا چې په ملې اردو کې دی، حمايه شوي وو او هغه سړی اوس زنداني دی. هغه وسله چې ورڅخه کار اخستل شوی وو، هغه هم د ملي اردو وسله وه، چې پر دوې خرڅه شوې وه.
موږ ټول وقايع راټول کړل او د پارلمان په وړاندې حاضر شولو. خو پارلمان ډېر زيات عصباني او نارامه وو. د افغانستان حيثيت ضرر ليدلی وو. ما هم ورته احساس درلود. داسې نه وه چې يواځې ما دفاع کوله.
خو هغوی ته مې وويل: «د هغوی لاسته راوړنه دا وه، چې غونډه يې ګډه وډه کړه. که تاسو موږ له خپلو دندو ګوښه کړی، دا په دې مانا ده چې تاسو هغوی ته انعام ورکوی. که هغوې د دې په څېر حملو ته دوام ورکړي، لرې نه ده چې ټول حکومت به ګوښه کړی، ځکه چې دښمن د دې توان لري، چې پر تاسو هم حمله وکړي. موږ بايد د يو ملي ټيم په توګه کار وکړو. موږ بايد په سختو او ستونزمنو شرايطو کې د يو بل تر څنګ و اوسو» ما هغوی ته ډېر زيات توضيحات ورکړل؛ او دا سبب شوه چې موږ درې واړه دې نجات پېدا کړو.
مايکل سميت: تاسو درې واړه؟
امرالله صالح: د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو او ما پخپله.
مايکل سميت: خو د وينا اصلي موخه څه وه، غوښتل مو څه شی بيان کړی؟

امرالله صالح: د حقايقو بيانول او له هغه وروسته پارلمان ته فرصت ورکول تر څو د دغو حقايقو په رڼا کې تصميم ونيسي. ما هغوی ته د قضايي نظام د ضعف په اړه وويل. په امنيتې ځواکونو کې د نواقصو په اړه مې هغوی ته وويل. د ملي بنسټونو په ځواکمنولو کې د پارلمان د رول په اړه مې هغوی ته وويل. همدرانګه هغوی ته مې وويل د داسې کړنو له سرته رسولو څخه د دښمن موخه څه ده.
په پای کې مې وويل: «وګوری زه خپل ځان د يو استثنايي شخص په شمېر کې نه راولم. دا هېواد له تکړه او استعداد لرونکو خلکو څخه ډک دی. په زرګونو خلک شته دي، چې کولای شي دغه دنده په ښه توګه سرته ورسوي. دا يو داسې شی نه دی، چې زه يې له تاسو څخه غواړم. هغه څه، چې زه يې له تاسو څخه غواړم دا دی، چې له دې پېښې څخه دوه ورځې وروسته ستاسو پېغام القاعده ته څه دی؟»
مايکل سميت: او طالبان؟
امرالله صالح: د طالبانو او پاکستان لپاره فکر کوم د پارلمان عکس العمل مناسب وو. هغوی موږ ابقا کړلو. يوه ورځ وروسته مې ولسمشر کرزی وليد. هغه زموږ له بيا ابقا څخه خوښ نه وو.
مايکل سميت: دا بدبختي ده. ښايي چې فکر مو کړی وي هر څه نور پای ته ورسيدل؟
امرالله صالح: هو. ډير موارد وو، چې ما فکر کاوه نور پای ته ورسېدل. زه په قدرت کې په سياسي توګه شريک نه وم تر څو غوړه مالي وکړم او په قدرت کې د پاتې کېدو په خاطر هر کار سرته ورسوم. له ځانه سره مې وويل زه د دې ډلې غړی يم او دغه ډله بايد له خلکو سره اړيکه پېدا کړي، له واقعيتونو سره اړيکه پېدا کړي.
مايکل سميت: هغه ورځ کرزي تاسو ته څه وويل؟
امرالله صالح: هغه زموږ د ابقا په خاطر موږ ته مبارکي ونه ويله. ما کولای شول د هغه څېره مطالعه کړم. هغه زموږ له ابقا څخه خوښ نه وو.
مايکل سميت: ولې؟
امرالله صالح: ښايي دا تر ټولو ساده لاره وه، چې کولای يې شول موږ لرې کړي.
مايکل سميت: ولې يې غوښتل چې تاسو لرې کړي؟
امرالله صالح: ښايي فکر يې کاوه، چې موږ د دندو د سرته رسولو توان نه لرو.
مايکل سميت: هغه ولې فکر کاوه، چې تاسو د دندې د سرته رسولو توان نه لری؟
امرالله صالح: ځکه، چې موږ ونه شوای کړای د جشن په ورځ د هغه امنيت تامين کړو.
مايکل سميت: ايا هغه به جګ غږ له تاسو سره خبرې وکړې؟ ايا هغه غصه شوی وو؟
امرالله صالح: هو، څرګنده ده، چې هغه غصه شوی وو.
مايکل سميت: څه يې وويل؟
امرالله صالح: هغه وويل «دا يو ملي شرم دی. او تاسو مسول ياستی.»
مايکل سميت: ستاسو ځواب څه وو؟
دوام لري


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more