د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

لږ او ډېر په قرآن کي

وصيل پېروز
31.01.2012

له کومه چي د باطل په تيارو کي رڼا څرک وهلی نو د تيارو په غېږ کي ژوند کوونکو انسانانو تل دا منفي فکر کړی چي د حق او باطل تر منځ د معيار محوري ټکی د خلګو ډېرښت او کمښت دئ ، د چا پلويان چي له کمښت او کمبوت سره مخ وي نو دا د دې څرګنده نښه ده چي نوموړي پر ناسمه لار روان دئ او د ناسمو اندونو استازی دئ مګر د کومې نظريې او شخص پلويان چي زيات وي دا د دې نښه ده چي نوموړی د سمې لارې پيرو دئ .
دې ناسمې نظريې تل د حق په وړاندي ظهور کړی او تل ترې د باطل او تيارو پيروان د حق او رڼا په مقابل کي د وسلې کار اخلي ، کوم مهال چي نړۍ د نبوت د وروستيو وړانګو له کبله رڼا شوه نو هغه مهال هم خلګو د حق له منلو په دې وجه نټه کوله چي پيروان يې لږ دي او کوم څوک چي د دې لارې لارويان دي هغوئ هم هسي عادي خلګ دي نه کومه شتمني لري ، نه د ښه اعتبار خاوندان او نه کومه بله داسي ځانګړنه لري چي د ټولنې پام ور واوړي او له دې هر څه سره – سره لږ هم دي ، که په رښتيا هم دا لاره حقه وای نو فلاني او فلاني به يې پيروي کړې وای او لارويان به يې ډېر ول؟. !!!
د دوئ د ناسم استدلال په پايله کي به ښايي ډېرو له ايمانه لاس اخيستی وي او ښايي ډېر به يې هم په خپل تکل او اراده کي متزلزل کړي وي مګر الله د انسانانو د دې دوو ډلو تر منځ پرېکړه وکړه او دا حقيقت يې څرګند کړ چي د حق او باطل تر منځ معيار نه کمښت ، نه ډېرښت او نه هم شتمني او دولت دئ بلکي هر څه د دليل او استدلال تابع دي که څه هم ډېر لږ خلګ يې پيروي کوي .
راشئ! نن د همدې فلسفې په اړه قرآن ولولو ، قرآن را واخلو او د دې پېچلې مسئلې حل پکي ولټوو.
قرآن د دې ستونزې حل موږ ته را په ګوته کوي او د لږ په اړه خبرداری راکوي چي د حق او حقيقت پيروان تل لږ او کم وي ، تل د خلګو لږ کسان د حق په وړاندي غاړه ږدي او له خپلې دښمنۍ لاس اخلي لکه قرآن چي په لاندينيو کرښو کي همدا حقيقت په دې توګه بيانوي.
لږ:-
۱ ) اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ( الأعراف : ۳ )
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له خوا نازل شول او له دې نازل شوي پرته د نورو وليانو هغه مه منئ ، په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۲ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( الأعراف : ۱۰ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۳ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( المؤمنون : ۷۸ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۴ ) قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ( النمل : ۶۲ )
ژباړه : په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۵ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( السجدة : ۹ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۶ ) قَلِيلاً مَّا تَتَذَكَّرُونَ ( المؤمن : ۵۸ )
ژباړه : په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۷ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( الملک : ۲۳ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۸ ) قَلِيلاً مَا تُؤْمِنُونَ ( الحاقة : ۴۱ )
ژباړه : په تاسو کي ايمان راوړونکي ډېر لږ دي.
۹ ) قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ ( الحاقة : ۴۲ )
ژباړه: په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۱۰ ) ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ ( البقرة : ۸۳ )
ژباړه : بيا په تاسو کي له لږو پرته نورو شا واړوله او پر له پسې شا اړوئ.
۱۱ ) وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً ( النساء : ۴۶ )
ژباړه : خو الله د دوئ د کفر په وجه لعنت پرې وکړ نو د دوئ ډېر لږ ايمان راوړي.
۱۲ ) بَلْ طَبَعَ اللّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً ( النساء : ۱۵۵ )
ژباړه : الله د دوئ د کفر په وجه ټاپه پرې ولګوله نو لږ يې ايمان راوړي.
۱۳ ) فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىَ خَآئِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنْهُمُ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ( المائدة : ۱۳ )
ژباړه: نو د دوئ د کلکې وعدې د ماتولو په هدف موږ پر دوئ لعنت وکړ او د دوئ زړونه مو سخت کړل ، دوئ کليمې له خپله ځايه اړوي او هېره کړې دوئ څه برخه د هغه چي دوئ ته نصيحت پرې شوی ، او تل به د دوئ له خيانته خبرېږي مګر نه له لږو يې ، الله دوئ ته عفوه وکړه بې شکه الله نېکي کوونکي خوښوي.
په پورتنيو ( ۱۳ ) اياتونو کي موږ د قرآن دا پرېکړه ولوستله چي لږ خلګ يې د حق او حقيقت پيروان ګڼلي ، هغوئ يې بريالي بللي او خلګ يې متوجې کړي دي چي ستاسو لږ خلګ حق مني ، په تاسو کي لږ داسي دي چي حقيقت ته تسليمېږي او د باطل له پيروۍ ځان ساتي .
قرآن يو ځل بيا موږ دې ته متوجې کړلو چي تاسو کله د يو شي په اړه د سم او ناسم قضاوت کوئ نو پرېکړه مو بايد داسي نه وي چي د خلګو قلت او کثرت ته په پام سره يې وکړئ بلکي تاسو بايد دليل ته وګورئ ، لاسوندونه وسپړئ او د استدلال په رڼا کي هر څه جوت کړئ او په دې پوه شئ چي ډېر وخت لږ د حق پيروي کوي ، ډېر يې سرغړونه کوي او د حق له منلو تښتي .
زموږ د ټولنې ډېری غړي په دې اند دي چي کومه ډله زيات پلويان او پيروان لري نو دا د دې څرګند دليل دئ چي دا ډله او ګوند پر حق دئ ځکه که دوئ پر باطله او ناسمه لار روان وای نو پلويان ، منونکي او پيروان به يې ولي دومره زيات ول؟.
مګر قرآن د دې استدلال له منلو ډډه کوي او موږ يو ځل بيا په کلکه متوجې کوي چي دا استدلال سراسر ناسم او غلط دئ ، هيڅ کله د افرادو ډېرښت او کمښت د ډلو او ټپلو تر منځ د حق معيار نه شي ګرزېدای بلکي ډېر وخت ډېر خلګ د ناسمې لارې او باطلې مفکورې پيروان وي او د بشريت ډېر افراد داسي دي چي له اخروي بريا بې برخې کېږي او د ابدي بد مرغۍ څښتنان دي .
راځئ! همدا فلسفه د قرآن په ټکو ولولو:
ډېر:-
۱ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الأعراف : ۱۸۷ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲ ) المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِيَ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ( الرعد : ۱ )
ژباړه : المر دا د هغه کتاب ايتونه دي ، تا ته چي ستا د رب له خوا څه نازل شول حق دي خو ډېری خلګ ايمان نه راوړي.
۳ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ( البقرة : ۲۴۳ )
ژباړه : خو ډېری خلګ شکر نه باسي.
۴ ) وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ ( الأنعام : ۱۱۶ )
ژباړه : که ته په ځمکه کي د ډېرو اطاعت وکړې نو د الله له لارې به دي بې لارې کړي.
۵ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الأعراف : ۱۸۷ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۶ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ( هود : ۱۷ )
ژباړه : خو ډېر د خلګو ايمان نه راوړي.
۷ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( يونس : ۵۵ )
ژباړه : خو د دوئ ډېر نه پوهېږي.
۸ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ ( يونس : ۶۰ )
ژباړه : خو د دوئ ډېر شکر نه باسي.
۹ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( يوسف : ۲۱ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۱۰ ) وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ( يوسف : ۱۰۳ )
ژباړه : او ډېر خلګ که څه هم ته زياته خواري ورسره وکړې ايمان نه راوړي.
۱۱ ) وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ ( يوسف : ۱۰۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېری پر الله ايمان نه راوړي مګر شرک کوي.
۱۲ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( النحل : ۳۸ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۱۳ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۶۷ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۴ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۰۳ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۵ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۰۳ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۶ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۲۱ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۷ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۳۹ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۸ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۵۸ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۹ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۷۴ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۲۰ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۹۰ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۲۱ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ ( النمل : ۷۳ )
ژباړه : خو د دوئ ډېری شکر نه باسي.
۲۲ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ( القصص : ۱۳ )
ژباړه : خو د دوئ ډېر نه پوهېږي.
۲۳ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الروم : ۶ )
ژباړه : خو ډېر خلګ نه پوهېږي.
۲۴ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الروم : ۳۰ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۵ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( سبا : ۲۸ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۶ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( المؤمن : ۵۷ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۷ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ( المؤمن : ۶۱ )
ژباړه : خو ډېری خلګ شکر نه باسي.
۲۸ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الجاثية : ۲۶ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۹ ) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ
( التوبة : ۳۴ )
ژباړه : اې مومنانو ! بې شکه ډېر لوی ملايان او پيران هرو – مرو د خلګو مالونه په باطله طريقه خوري او د الله له لارې يې بندوي.
۳۰ ) وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ ( الحج : ۱۸ )
ژباړه : او پر ډېرو عذاب لازم شو.
۳۱ ) وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ( الحدید : ۱۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېری بد کاران دي.
۳۲ ) وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ( الحدید : ۲۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېری بد کاران دي.
۳۳ ) وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاء مَا يَعْمَلُونَ ( المائدة : ۶۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېر بد عملونه کوي.
۳۴ ) وَحَسِبُواْ أَلاَّ تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُواْ وَصَمُّواْ ثُمَّ تَابَ اللّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُواْ وَصَمُّواْ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ( المائدة : ۷۱ )
ژباړه : دوئ فکر کاوی چي ازمويل کېږي به نه نو ړانده او کاڼه شول ، بيا يې الله توبه قبوله کړه او د دوئ ډېری بيا ړانده او کاڼه شول او الله د دوئ کړنې ښه ويني.
۳۵ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ ( الأنعام : ۱۱۱ )
ژباړه : خو د دوئ ډېری جاهلان دي.
۳۶ ) ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ
( الأعراف : ۱۷ )
ژباړه : ( شیطان وويل:) بيا به زه هرو – مرو دوئ ته له مخې ، له شا ، راسته او چپه طرفونو راځم او د دوئ ډېری به شکر ايستونکي پيدا نه کړې.
۳۷ ) وَمَا وَجَدْنَا لأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ وَإِن وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ ( الأعراف : ۱۰۲ )
ژباړه : او موږ د دوئ ډېری په وعده وفا کوونکي پيدا نه کړل او ډېری مو يې بد کاران وموندل.
۳۸ ) أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلاً ( الفرقان : ۴۴ )
ژباړه : ته ګومان کوې چي د دوئ ډېری اوري او عقل کاروي؟ دوئ صرف لکه څاروي داسي دي بلکي تر دې هم ډېر بې لارې دي.
۳۹ ) لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ( الزخرف : ۷۸ )
ژباړه : بې شکه موږ تاسو ته حق راوړی خو ستاسو ډېری حق بد ګڼي.
قرآن په خپله فصيحه ، روانه او سليسه ژبه موږ په دې حقيقت پوه کړلو چي تاسو هيڅکله هم اکثريت د حق معيار مه ګرزوئ ، هيڅکله هم په دې تېر نه وزئ چي د اکثريت تابعداري د يوې ډلې او مفکورې د حقانيت دليل دئ بلکي اکثريت او ډېر تل د ناسمې لارې لارويان وي او د دوئ ډېروالی بايد تاسو تېر نه باسي .
خو متأسفانه چي نن موږ د قرآن زرينې لارښوونې له ياده ويستلې او تل د خپل ژوند په عملي برخه کي د حق او باطل تر منځ زموږ معيار د افرادو کمښت او ډېرښت وي ، حال دا چي زموږ دا پرېکړه د الله او رسول له لوري رد شوې ، زموږ استدلال يې ناسم ګڼلی او دا واقعيت يې جوت کړی چي ډېر تل د ناسم پيروان وي او د بشريت لږ داسي وي چي حق او واقعيت ته په غاړې ايښودلو بريا تر لاسه کوي .
نو راځئ ! تر دې وروسته تل د خپلو ستونزو د حل ، د خپلو پوښتنو د ځواب او خپلو مشکلاتو د ختمولو په هدف قرآن او صحيحو احاديثو ته رجوع وکړو څو د الله له ژمنې سره سم له يوې ابدي بريا برخمن شو ، لکه چي وايي:
وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ( الأحزاب : ۷۱ )
ژباړه : اوچاچي دالله اودهغه درسول پیروي وکړه بې شکه چي لوی بری یې وموند .
پای
و ما علينا الا البلاغ
وصيل پېروز
۲۰۱۲ / ۱ / ۲۹


وزیري
02.02.2012

ترڅو به دی شومو نه حاصیلیدونکو اهدافو ته د رسیدو کوشش کوی. دا دین او مذهب د الله جل جلاله دي او د خوږ نبي په ویناوو سمبال دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه وسلم د امام ابوحنیفة رحمة الله علیه په باره کی وایی:
لو کان الدین عند الثریا لذهب به رجل من فارس او قال: من ابناء فارس حتی یتناوله. (رواه مسلم)

امام مالک رحمة الله علیه د امام ابوحنیفة رحمة الله علیه په باره کی وایی:
نعم، رأیت رجلا لو کلمک فی هذه الساریة أن یجعلها ذهبا لقام بحجته (خطیب بغدادی ، تاریخ بغداد ۱۳ جلد صفحه )۳۳۸

امام شافعی رحمة الله علیه د امام اعظم رحمة الله علیه په باره کی وایی:
من أراد این یعرف الفقه، فلیلزم أبا حنیفه و اصحابه فان الناس کلهم عیال علیه فی الفقه. (خطیب بغدادی، تاریخ بغداد ۱۳/۳۴۶ او ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۶/ ۴۰۳)

امام ابوجعفر رحمة الله علیه امام ابوحنیفة نه پوښتنه وکړه چی تا له چانه علم یاد کړیده نو ده مبارک ورته وویل: عن حماد عن ابراهیم عن عمر بن الخطاب، و علی بن ابی طالب و عبدالله بن مسعود و عبدالله بن عباس. نو امام جعفر رحمة الله علیه ورته وایی:
بخ بخ استوثقت ما شئت یا أبا حنیفة! الطیبین الطاهرین المبارکین صلوات الله علیهم. (خطیب بغدادی، تاریخ بغداد ۱۳: ۳۳۴)

امام ابو عبدالله بن ابی حفص الکبیر او امام سیف الائمه سابلی رحمة الله د امام اعظم صاحب رحمة الله علیه په باره کی فرمایی:
أن أبا حنیفة تلمذ عند أربعة آلاف من شیوخ أئمة التابعین (خوارزمی، جامع المسانید، ۱: ۳۲)



ع کريم حليمي
02.02.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم وزیري صاحب ، د دوی که دقیاس باب نه زده اما جرح وتعدیل خو يې مسلک دی .و جرحِ ته ئې انتظار باسه
درنښت


وزیري
02.02.2012

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته:

حلیمي صاحب د نښې منځ دی ویشتی دی، په ریښتیا هم همداسي ده. خو په هر حال، د حدیث په جرحه کولو خو به یی وس ونه رسیږی خو د امامانو قولونو ته سپک کتئ شي، دا ځکه چی حدیث خو د آیت په تفسیر کی ویل شویدی او معتبرو کتابونو را اخیستی دی. د سورة جمعه دا آیت چی واخرین منهم لما یلحقوا بهم وهو العزیز الحکیم د امام ابوحنیفه رحمه الله په باره کی بشارت ده. حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چی کله دا آیت نازل شو نو مونږه له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وکړه چی یا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خلک څوک دی؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ جواب رانه که. ما دا سوال دری دفعی تکرار که. په دی وخت کی سلمان فارسی رضی الله عنه هم موجود وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل مبارک لاس په حضرت سلمان فارسی رضی الله عنه باندی کیښود او ویی فرمایل: لو کان الایمان عند الثریا لناله رجال او رجل من هولاء! (بخاری، الصحیح، کتاب التفسیر، باب قوله: واخرین منهم لما یلحقو بهم / مسلم، الصحیح، کتاب فضائل الصحابة، باب فضل فارس) دا حدیث ۴۰ محدثینو په خپلو کتابونو کی له لسو راویانو نه په صحیح سند سره ذکر کړیده او فیصله یی په دی باندي کړیده چی بی شکه او بی شبهی دا آیت او حدیث په باره د امام اعظم ابوحنیفة رحمة الله علیه کی راغلي دي.

والسلام


..Ahmadzai
02.02.2012

وزيري صاحب سلامونه. په امام صاحب كي څه ستونزه نسته امام صاحب خپل عالي مقام لري خو ستونزه په ماتريديانو، صوفيانو او د هغو مختلفو فرقوكي ده .


..Ahmadzai
02.02.2012

حلیمی صاحب
سلام

قال وکیع سمعت أبا حنیفة یقول: البول فی المسجد أحسن من بعض القیاس.

وزیري صاحب

إمام أبوحنیفة رحمه الله فارسیوان نه بلکې پښتون وو.


bazgar
02.02.2012

ماتریدیه او اشعریه دواړه اهلسنت والجماعت و،په خپل وخت کې یې د باطل مقابله کړې،دزمانې له حالاتوسره سم،،اما اوس په دې نامه څوک نشته اونه دې خبروته ضرورت شته،البته یوڅومعاصرجاهل اومتعصب شیخان په احنافو دا تورونه پوري کوي،علم الکلام یو وخت دحنابله وو نه پرته په نورو ټولو مذاهبوکې دودو وو،په حنابله وو کې ترهغه هم غټه بلا وه (دتجسم کالانس عقیده وه) علم الکلام غلطي لرلې،خوله دې غلطیو هیڅوک هک پاک نه دي،داحنافو متفقه عقیده امام طحاوي تشریح کړې چې ابن بازهم پرې سریزه لیکلې،احمدزی صیب ته خوهوښیار سړی یې له داسي خبرو لیرې ګرزه چې اسلامي دعوت ته پکې ګټه نه وي!!!
څکه دا سیاسی خبري نه دي!! واصیل خانه چې څه درته استاد په خوله کې درکړي،په پټوسترګویې مه بیانوه !!!لږ خپله هم مطالعه او فکر کوه،شیعګانو او خوارجو دواړو ډلو یو وخت همدا دلایل ویل(چې کله په اقلیت کې و)که ته ددغو ټولو مبارکو ایاتونو مصداق احناف ګڼې، نو له واره دي دامت په اکثره برخه له سلفه ترخلفه دکفر فتوا ولګوله ؟؟؟نو بیاخوافرین!!! ستاپه مطالعه اوعلمیت!!!زورور اسلامی دعوت دي شروع کړی!!!ستاشیخ الاسلام(رح) اوستا ابن جوزي(رح)دامام ابوحنیفه ،امام ابویوسف او امام محمد تفقه ،علمیت اودیانت ته احترام لري،خوته ترهغوي هم ځان؟؟؟


..Ahmadzai
02.02.2012

بازګره وروره

خبرې دې په ځای دي، حنیفي م‍ذهب په خپله د اهل السنت والجماعة له ټولو لوی فقهي مذهب دی ډیر پيروان لري، که د وصیل صاحب له پورته أوږدې لیکنې څخه مطلب حنفیت ته اشاره وي نو زه یې بلکل مخالف یم، ځکه چې حنفیان ټول صوفیان ندي أو نه ټول قبوریان دي، د امام طحاوي رحمه الله عقیدة مې څوځلې لوستې أو د عقیدې په مورد کې ماته له ټولو کتابو څخه معتبر دی، زما نیوکه په هغه ډلو تپلو دی چې ځانونه حنفیانو ته منسوبوي أو په خپل عمل أو تدریس کې بلا بدعات أو خرافات لري، ماتریدي رحمه الله په خپله دې جهمیو أو معتزلو أو نورو په مقابل کې ډیره مبارزه کړې ، سره لدې چې پخپله پده هم نیوکې سته، خو کله چې ماتریدیانوکې تصوف خپلې ریښې وغزولې بیا نو بل شی ترینې جوړ سو پير أو مريد أو د صالحینو أو ولیانو په مورد کې غلو أو افراط رامنځ ته سو .



ع کريم حليمي
03.02.2012

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترم جلال احمد زی صاحب ، ان شاء الله روغ او جوړ به اوسې
[quote:c5ad78f629]قال وکیع سمعت أبا حنیفة یقول: البول فی المسجد أحسن من بعض القیاس[/quote:c5ad78f629]
ندی وویل چه کوم قیاس او څه وخت ؟ . هو ! په شکمنه موضوع کښی قیاس کول بد دي
او هر کله چه ثقه او کره نص موجود وي نو قیاس کول د ښوروا (؟!) خوراک دی
ګرانه ! تاسو ته يې ضرور ګڼم چه : هره طریقه (طریقت ) او فرقه په امام اعظم رحمة الله علیه پوري مه تړه ! تاسو ته معلومه ده چه : امام اعظم رحمة الله علیه فقه اکبر ولیکل ، که په فقه اکبر کښي مشکل لري نو پوښتنه وکه په ټول افغان کښی تکړه علماء سته ، ان شاء الله سوال به دي در حل کړي
نوټ : په څلورو امامانو کښي یو هم داسي Masterpiece نه لري لکه
د امام اعظم رحمة الله علیه د ( قیاس Masterpiece ) ټول جهان د امام صاحب د فقهي په اساس ځلېږي


وزیري
03.02.2012

احمدزی صاحب دا لا چا درته ویلي چی امام صاحب رحمة الله علیه پښتون وه. جواب ته یی ډیر لیواله ځکه یمه چی زه هم په دی خوشحالیږم چی امام صاحب رحمة الله علیه پښتون وخیژی خو له حق نه هم سترګي نه شم پټولی چی فارسیوان وه.


..Ahmadzai
03.02.2012

محترم وزیري صاحب
السلام علیکم

د امام صاحب د پښتونولي په باره کې مې یوځلې ډیر مخکې د پوهاند حبیبي صاحب یوه رسالة لوستې وه خو ډیر مخکې چې أوس متآسفانه مصدر په ګوتو نه راځي خو بیا هم کوشش کوم چې پیدا يې کړم أو ستاسو حضور ته یې وړاندې کړم.
د حبیبي صاحب په قول امام صاحب په أصل کې د یفتلیانو یا د سپینو هونیانو د زابلي کورنئ پورې أړه لري، چې أسلافو یې دغلته یعنې د زابل په علاقه کې واکداران وو، أو بیا کابل ته تللي کابل هم هغه وخت د یفلتیانو تر واک لاندې وو
أو هغه وخت کې په دغه سیمه کې فارسیوانان نه وو، أو کوشویفتلي جنس پکې أوسیده.

دغه رساله ډیره مفصله وه.

أوس عرب هم پوهه سوي، مخکې به یې ټول هغو خلکو ته چې د دجلې ورهاوخوا وو فارسیوان ویلې خو أوس یې تشخیصي تفریق کولی سي.

لاندې مثال:

أبو حنيفة أو أبو حنيفة النعمان أو النعمان بن ثابت بن النعمان المولود سنة (80هـ/699م). واصل اجداده من كابول في افغانستان فهوافغاني الاصل غيرفارسي حيث يؤكدالعلامة المرحوم مؤرخ العراق الدكتورمصطفى جواد ذلك ويقول ان ابوحنيفة افغاني لافارسي ولكن العرب تعودو ان يطلقو كلمة فارسي على كل من سكن شرق بلادالعراق وهذاخطا شائع يجب التنبه لة لانه امانة علمية وتاريخيةواكدهذا القول الدكتور حسان حلاق في كتابه تاريخ الشعوب الاسلامية واشتهر بورعه، وكان تاجــراً مشهوراً بالصدقِ والأمانة والوفاء، أخذ عنهُ الاشتغال بالتجارة أبنهِ النعمان والذي ولد في الكوفة وكانت آنذاك حاضرة من حواضر العلم، تموج بحلقات الفقه والحديث والقراءات واللغة والعلوم، وتمتلئ مساجدها بشيوخ العلم وأئمته، وفي هذه المدينة قضى النعمان معظم حياته متعلماً وعالماً، وتردد في صباه الباكر بعد أن حفظ القرآن على هذه الحلقات، لكنه كان منصرفاً إلى مهنة التجارة مع أبيه، فلما رآه عامر الشعبي الفقيه الكبير ولمح ما فيه من مخايل الذكاء ورجاحة العقل أوصاه بمجالسة العلماء والنظر في العلم، فاستجاب لرغبته وانصرف بهمته إلى حلقات الدرس وما أكثرها في الكوفة، فروى الحديث ودرس اللغة والأدب، وكان من كثرة أهتمامهِ بأن لا يضيع عنه ما يتلقاه من العلم يقضي الوقت في الطواف على المجالس حاملاً أوراقه وقلمه و حنيفة الحبر، فاشتهر بها وكني أبا حنيفة، واتجه إلى دراسة علم الكلام حتى برع فيه براعة عظيمة مكّنته من مجادلة أصحاب الفرق المختلفة ومحاجّاتهم في بعض مسائل العقيدة، ثم انصرف إلى الفقه ولزم دروس الفقه عند حماد بن أبي سليمان.

الباحث
جمال الدين فالح الكيلاني

حلیمي صاحب
زه په امام صاحب هیڅ انتقاد نلرم أو نیسم لرلی، د امام صاحب په علمیت تقوی أو لوړشخصیت ټول مسلمانان عوام أو علما متفقین دي، زه څوک یم چې پرې انتقاد وکړم.
خو د شخصیت پرستي نه باید ځان وساتو أو دهیچا په مورد کې غلو أو افراط ونکړو، ځکه چې نه امام صاحب أبو حنیفة أو نه نور امامان صاحبان رحمهم الله معصوم دي، نو کیدای سي تیروتنې تري وسي، هغه به د دوئ اجتهاد وي.



ع کريم حليمي
03.02.2012

[quote:40e2d9787f="J..Ahmadzai"] امام صاحب أبو حنیفة أو نه نور امامان صاحبان رحمهم الله معصوم دي، نو کیدای سي تیروتنې تري وسي، هغه به د دوئ اجتهاد وي.[/quote:40e2d9787f]
محترم وروره ! چه معصوم نه دي ! نو [color=white:40e2d9787f]ووایه چه برائت الزمه دي [/color:40e2d9787f]


..Ahmadzai
03.02.2012

نحسبهم كذلك ولا نزكي على الله أحداً



ع کريم حليمي
03.02.2012

[quote:392f088bd2="J..Ahmadzai"]نحسبهم كذلك ولا نزكي على الله أحداً[/quote:392f088bd2]
ّهیڅ مخلوق د خپل خالق سره تناسب نه لري ، او هیڅ انسان د رسول سره
حقوقاً د هر انسان اصلی حالت يې "زمې برائت " دی
زه او ته که معصوم نه یو اما اصلي حالت مو زمې برائت دی
درنښت


وصيل پېروز
07.02.2012

ټولو ته سلامونه

نېکي هيلې او ښې چارې
ښاغلو او اغلو ! ما د يوې داسي ستونزمنې خبرې حل په قرآن کي وړاندي کړی وو چي ډېر وخت خلګ د خپلو اندونو او رايو په وړاندي د خلګو د چوپولو هڅه پرې کوي او په دې استدلال کوي چي زما پلويان زيات دي نو ايا دا ټول پر بې لارۍ دي؟ او بله ډله بيا همدې ته ورته بله ادعا کوي .
ما د همدې ستونزمنې لانجې حل په قرآن کي وړاندي کړ چي قرآن تل ګمراهان ډېری بللي او د ډېريو پيروي يې ګمراهي بللې ده نو اوس که څوک په قلت او کثرت پرېکړه کوي د قرآن ويناوې دي په غور ولولي او پند دي ترې واخلي ، البته له دې سره - سره مي دا خبره هم په ځلونو ځلونو تکرار کړې چي بيا هم د حق او حقيقت د معلومولو معيار قلت او کثرت نه دئ بلکي له قرآني نص سره سم ( هاتوا برهانکم ان کنتم صادقين ) يعني که رښتني ياست دليل راوړئ ! مطلب مي دادئ چي ما قلت او کثرت د حق د معيار په توګه نه دي ټاکلي بلکي د حق معيار دليل ، برهان او استدلال دئ په دې ليکنه کي مي يوازينۍ هڅه دا کړې چي د قرآن په ژبه د يوې ناسمې نظريې ترديد وکړم .

مګر متأسفانه ځيني متعصبې کړۍ هر څه ته د خپلو عينکو له لارې ګوري او تل له حق سره د ډغرې وهلو هڅه کوي ، ما په دې ليکنه کي نه پر مذاهبو رد کړی ، نه مي امام ابو حنيفه رحمه الله رد کړی او نه هم تائيد کړی بلکي يوازي مي د يوې لانجمنې ستونزې حل وړاندي کړی دئ خو نه پوهېږم چي ستاسو کږو ذهنونو ولي دا موضوع پر بله واړوله؟.

وزيري صاحب ! تاسو د خپل تلپاتي عادت په څېر تل د مقابل لوري په وړاندي له ټاپو کار اخلئ او د يوه ناپوه کس په څېر داسي څه ته لاس اچوئ چي نه د ټېلو وي او نه د ټنبو ...

هيڅوک هم د امام ابوحنيفه له شان ، علميت او وړتيا انکار نه کوي مګر له دې سره - سره زه بيا هم حيران يم چي تاسو ولي هر وخت او هر بحث کي دا موضوع وار په وار را پورته کوئ ؟ !!! .
درسره منم چي امام ابوحنيفه ستر عالم ، ستر پوهاند ، غټ دين پوه ، محدث او د خپل وخت نوموتې څېره وه اخير زه څه په وکړم؟.
ايمان پرې راوړم؟.
که وايي چي نه ! ايمان مه پرې راوړه نو بيا يې ولي په هر بحث کي د حجت او استدلال په توګه وړاندي کوې؟.
موږ ته خو حجت يوازي الهي وحې ( قرآن او صحيح حديث ) دي له دې پرته د هيچا خبره ، نظر او اند د دين برخه نه شي ګرزېدای بلکي هر څه د دلايلو په تله تلل کېږي که سيي وو منو یې که نه وو سيي نو که د هر چا قول ، رايه او نظر وي ردوو په دې لړ کي که امام ابو حنيفه رحمه الله راځي هم هيڅ پروا نه لري بلکي هر انسان تېر وزي او امام صاحب هم يو انسان وو هرو - مرو به تېر وتی وي .
د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديث يوازي د امام ابوحنيه رح په اړه نه دئ بلکي له دې ګڼ شمېر کسان مراد دي او د خطيب بغدادي د تاريخ په حواله چي مو کوم څه نقل کړي اسناد او سند غواړي دا بايد ثابته شي چي دا خبره تر دې کسانو رسېدلې ده له دې پرته يې هيڅ هم د اعتبار وړ نه دي .
بيرته پر موضوع را ګرزو :
خبره دا روانه ده چي ( قلت او کثرت د حق معيار کېدای شي؟ ) قرآن فيصله کړې چي نه ! نو اوس که په دې اړه کوم نظر لرئ موږ يې اورېدلو ته چمتو يو که نه له بحثه انډوخر مه جوړوئ ، مه نوري موضوعګانې په ګډوئ او مه هر څه ته د تعصب له عينکو ګورئ .

په مينه او درنښت


وزیري
08.02.2012

پیروزخانه ته اوس له مونږه د قرآن مخالف نظرونه غواړي او که څه دی مطلب دی؟ سوال دی هم خپله کړی او جواب دی هم له قرآن بیان کړی نو بیا نظر د څه شي غواړي؟
پیروز لیکي:
( قلت او کثرت د حق معيار کېدای شي؟ ) قرآن فيصله کړې چي نه ! نو اوس که په دې اړه کوم نظر لرئ موږ يې اورېدلو ته چمتو يو.

اوس ته د څه شی نظر غواړي؟ چی قرآن ویلي نه! نو بیا نه ده. زه او نور وروڼه به په کی څه ووایو.

نو له دینه معلومه شوه چی ستا له لیکني نه مطلب په دي کی د نظر غوښتنه نه وه که بالفرض وه نو دا خو پوښتنه نه شو، دا خو د قرآن په فیصله کی خبري راباسل دی.
بناء ستا لاندینۍ جمله بیا هم دروغ په دروغو پټول دی او بس.
(وزيري صاحب ! تاسو د خپل تلپاتي عادت په څېر تل د مقابل لوري په وړاندي له ټاپو کار اخلئ او د يوه ناپوه کس په څېر داسي څه ته لاس اچوئ چي نه د ټېلو وي او نه د ټنبو ...)



ع کريم حليمي
09.02.2012

[quote:d75486b02e="م . وصيل پېروز"].
بيرته پر موضوع را ګرزو :
خبره دا روانه ده چي ( قلت او کثرت د حق معيار کېدای شي؟ ) قرآن فيصله کړې چي نه ! نو اوس که په دې اړه کوم نظر لرئ موږ يې اورېدلو ته چمتو يو که نه له بحثه انډوخر مه جوړوئ ، مه نوري موضوعګانې په ګډوئ او مه هر څه ته د تعصب له عينکو ګورئ .
[/quote:d75486b02e]

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
محترمو او مکرمو وړونو هر یو وزیري صاحب او پېروز صاحب ، زما ښې هیلي و منۍ ، ان شاء الله چه جوړ او روغ به یاست

پېروز صاحب نظر غوښتئ دی ، نو زه به خپل نظر ووایم

[color=white:d75486b02e] د اسماني اخلاقو په باره کښي نه رایه کېدای شي او نه اکثریت
[/color:d75486b02e]اما چه راسو و فرهنګي او عرفي او سیاسي کړو وړو ته نو ! بیا د اکثریت آری خبره حق ده ، او اقلیت به د اکثریت خبره مني

او بله مهمه خبره د فقهي مسائلو ده ، په فقهي مسائلو کښی اختلاف یو رحمت دی ، نو په اختلافي خبرو کښي لازم ده چه د جمهورو علماء په اصولو او قواعدو عمل وکړو ، نو په سلف صالحین کښي راته لازم ده چه د اکثریت په طرف کښي و درېږو ، شېخ الأسلام په عقلیت کي دئ

درنښت


..Ahmadzai
09.02.2012

[quote:099d596925="ع کريم حليمي"]

[color=white:099d596925] د اسماني اخلاقو په باره کښي نه رایه کېدای شي او نه اکثریت
[/color:099d596925]اما چه راسو و فرهنګي او عرفي او سیاسي کړو وړو ته نو ! بیا د اکثریت آری خبره حق ده ، او اقلیت به د اکثریت خبره مني

او بله مهمه خبره د فقهي مسائلو ده ، په فقهي مسائلو کښی اختلاف یو رحمت دی ، نو په اختلافي خبرو کښي لازم ده چه د جمهورو علماء په اصولو او قواعدو عمل وکړو ، نو په سلف صالحین کښي راته لازم ده چه د اکثریت په طرف کښي و درېږو ، شېخ الأسلام په عقلیت کي دئ

درنښت[/quote:099d596925]

محترم حلیمي صاحب
السلام علیکم

دغه شی چې ته ورته آسماني أخلاق وایې مونږ ورته أدیان وایو أو په دقیقة توګه ورته أسماني أدیان وایو لکه اسلام، نصرانیت أو یهودیت.

په هیڅ صورت ورته تنها أخلاق نشې ویلی ځکه چې دغه أدیان د انسان د دنیاوي ژوند ټول أړخونه په بر کې نیسې چې د هغو له جملې څخه أخلاق هم دي، أو دا به دې ډیره کمزورې هڅه وي چې دین یواځې په أخلاقو کې منحصر کړې أو د ژوند له نورو پراخو ډګرو څخه یې وباسې، چې عیناٌ د لیبرالیزم أو علمانیت بنسټیز أفکارو أو أصلي دعوت ته ورته هڅه ده.

دا هم باید ومنو چې داسلام مبین دین منځته راتلو سره نور دینونه لغوه سول، أو یواځې اسلام د انسانانو د دنیاوي ژوند د مختلفو أړخونو أو کړو وړو لپاره د تګلارې په حیث د الله تعالی له لوري وټاکل سو، مونږ مکلف أو مجبور یو چې د ژوند ټول کړه وړه مو چې په هر ډګر کې وي د اسلامي ارشاداتو مطابق پرمخ بوځو که هغه عرفي وي که فرهنګي، که اقتصادي أو یا هم سیاسي یا نور وي، أو که داسې ونکړو نو یا به ګناهګار أو یاهم کافر یو، أو له ټولو څخه مخکې حاکمیت یاهم دولتداري أو حکم فرمایي ده، چې باید سوچه اسلامي وي، کله چې حکومت مو اسلامي شرعي سو بیا نو نور ټول کړه مو په اسلامي شرع په اساني سره برابریدی سي، اسلام زمونږ د کامیاب ژوند کولو لپاره بلکل پوره أو متکامل نظام دی.

بله خبره د فقهي اختلاف مسئله ده چې ته وایې دا یو رحمت دی، یعني ستا په نظر که اتفاق وی نو دا به یو نقمت وو..که څنګه؟ زما عقل خو یې نه مني.

أو دې پیروز صاحب خبره چې أکثریت تل بې لارې وي، په اسلامي ټولنه کې صدق نه کوي، ځکه چې زمونږ شرعي أصولو کو یو هم اجماع دی، چې دا دې معنا ورکوي چې مسلمان أکثریت أکثرو حالاتو کې په حق وي، مونږ ته پکارده له جماعة المسلمین څخه ځانونه ګوښه نکړو، چې شیطان ته أسانه مړئ نه سو.
په درنښت



ع کريم حليمي
10.02.2012

وعلیکم و رحمة الله
محترم جلال احمد زی صاحب
ماته مسیحی اخلاق رامعلوم دي ، لاس خورده کړي ئې دي او کمزوري کړي ئې دي ، او که په لنډو ټکیو کي درته ووایم د مسیحیت اخلاق یو ناممکن العمل اخلاق دي ، خو که څوک د مسیحیت د اخلاقو بیان راته وکړي نه ئې ردوم او نه يې تایدوم (يُؤْمِنُونَ بمَا أُنزِلَ إِلَيْك وَ مَا أُنزِلَ مِن قَبْلِك)
د مسیحیت د تعلیم منشأ د انسان دغضبي او شهواني قوتونو ورکاوئ او بیخ ایستل دي (غضب د هغه قوت نوم دی چه انسان ددغه قوت په ذریعه د خپل نفس څخه د هغو شیانو مدافعه کوي چه هغه دده د طبیعت سره برابر نه وي ، او شهوت د نفس سره د مناسبو شیانو د حصول او ددی شیانو د طلب د قوت نوم دی )

اسلامي تعلیم دا نه دي چه خپل د "غضب قوت" محوه او فنا کړی ، او ددښمنانو سره مینه او محبت وکړی او نه ئې دا ویلي چه خپل شهواني قوت فنا کړی او مجرد ژوند وکړی ، بلکي اسلامی تعلیم دادی چه خپل دښمنان معاف کړی او پ حق کښی ئې د خیر دعا وکړی چه هغوی ته هدایت وکړي چه په سمه لار شي او د خدای د حلالو شیانو (طیباتو ) خوند واخلی

په نړۍ کښی علم او هنر خوشحالي او مسرة ولوله او انبساط ، رونق او ترقي او جد او جهد هر څه چه دي دغه ټول د همدغه دووقوتونو پلوشې او وړانګې دي او مسیحیت دغه دوه قوتونه له بېخه کاږي

د مسیحیت د زنګزده اخلاقو خبري مه کوه ، د چا چه یوه اوربشه عقل په سر کښي وي نو د مسیحیت نوم پر خوله رانه وړي
[quote:23b868f7b1] دغه شی چې ته ورته آسماني أخلاق وایې مونږ ورته أدیان وایو أو په دقیقة ټوګه ورته أسماني أدیان وایو لکه اسلام، نصرانیت أو یهودیت. [/quote:23b868f7b1]
کوښښ وکړه چه د اخلاقو او د ادیانو په فرق ځان پوه کړي دا 101پوهه درته په کار ده
[quote:23b868f7b1] هیڅ صورت ورته تنها أخلاق نشې ویلی ځکه چې دغه أدیان د انسان د دنیاوي ژوند ټول أړخونه په بر کې نیسې چې د هغو له جملې څخه أخلاق هم دي،[/quote:23b868f7b1]
د اخلاقو جمع او مفرد او لغوی معناوي مه زدکوه ، علمي اصطلاحي مفهوم يې زدکړه دغسي شیان په بحث کښی نه زده کیږي
محترما ! اخلاق دي چه د دنیا د ژوند هر څه په بر کښي نیسي ، که تاسو ماته یو شئ راوښاوه چه د اخلاقو نه د باندي پاته وي ؟؟؟؟؟؟؟ زه ناغه درکوم !!!
[quote:23b868f7b1]بله خبره د فقهي اختلاف مسئله ده چې ته وایې دا یو رحمت دی، یعني ستا په نظر که اتفاق وی نو دا به یو نقمت وو..که څنګه؟ زما عقل خو یې نه مني.[/quote:23b868f7b1]
هسي دادي اورېدلي چه کینه او نقمت
اصحابو کرامو چه فقهي اختلافونه کړي وه او و سردار عالم ته به راغله
نو هغوهم په منځ کښي کینې درلودلې ؟؟ او که ئې زدکړي کولې ؟؟؟
هرکله چه فقهي اختلافونه نه وي رکود منځ ته راځي ، هو ! زه ګمان کوم چه سته داسي خلګ چه ړندېٖٖٖٖٖٖٖ کینې به لري ، په یو مجلس کښی مي واورېدل چه د عبدالوهاب اخندزاده شاکردان اکثریت د ړندی کینې خاوندان دي ، خدای دې په هغه ریشتا کوي
[quote:23b868f7b1] مجبور یو چې د ژوند ټول کړه وړه مو چې په هر ډګر کې وي د اسلامي ارشاداتو مطابق پرمخ بوځو [/quote:23b868f7b1]
دغه راته ووایه ، چه دغه پورته عبارت څوک نه درسره مني ؟؟؟
[quote:23b868f7b1]جماعة المسلمین څخه ځانونه ګوښه نکړو، چې شیطان ته أسانه مړئ نه سو.[/quote:23b868f7b1]
ددغه خبري جواب موږ غواړو له پېروز صاحب نه ، چه ولی يې ځان ګوښه کړی


..Ahmadzai
11.02.2012

محترم حلیمي صاحب
سلامونه

داسې راته بریښي چې تاسو سره بحث د وخت عبث ضایع کول دي او بس.
فکري تمرکز نلرې، هرڅه دومره سره ګډ وډ کړې، چې مقابل لوري حیران سي چې د کومې په مورد درسره بحث وکړي.
زما یې عیسوت سره څه؟ چې دومره دې کش کړې، نصرانیت داسلام څخه وروسته یوباطل أو منسوخ دین دی، هیڅ معنا نلري، د نسخ أو باطلیت علت یې تحریف دی، همدارنګه یهودیت، د زمکې پرمخ پرته له اسلام څخه بل حق دین نسته .
[quote:92c1c85812]اقتباس:
مجبور یو چې د ژوند ټول کړه وړه مو چې په هر ډګر کې وي د اسلامي ارشاداتو مطابق پرمخ بوځو

دغه راته ووایه ، چه دغه پورته عبارت څوک نه درسره مني ؟؟؟
[/quote:92c1c85812]

دا نو ته نه منې، که تیرې لیکنې ته دې یوځل بیا وګرځې نو تا ویلي وو چې سیاسیت کې أکثریت جواز لري أو په أسماني أخلاقو کې نلري.

[quote:92c1c85812]د اسماني اخلاقو په باره کښي نه رایه کېدای شي او نه اکثریت
اما چه راسو و فرهنګي او عرفي او سیاسي کړو وړو ته نو ! بیا د اکثریت آری خبره حق ده ، او اقلیت به د اکثریت خبره مني
[/quote:92c1c85812]

اسلام مونږ ته د دنیوي ژوند پرمخ بیولو لپاره د یو پوره أو بشپړ نظام په حیث د الله تعالی له خوا څخه رالیږل سوی، چې د انساني ژوند ټول أړخونه په بر کې نیسي، منظموي یې، أو د ټولو کشالو أو ستونځو حل پکې سته، أو هم مو د أخروي تلپاتي ژوند کامیابي پکې نغښتې.

زمونږ سیاست أو سیاسي فیصلې باید اسلامي ارشاداتو سره په هیڅ صورت په ټکر کې نه وي، یا په بله خبره زمونږ سیاست باید اسلامي وي، ځکه چې اسلام په خپله سیاسي نظام دی ، اسلام باید په ټولنیز ډول زمونږ په ټولنه کې حاکم وي، نه دا چې ځینې عملي کړو أو ځینې یې پریږدو، أو کله چې وایي( إن الحکم إلا لله) نو مطلب یې دا دی چې بې شکه چې ټولې فیصلې به د الله تعالی په دین کیږي، چې هغه اسلام دی، یعني اسلام به حکومت وي چې د الله تعالی حاکمیت تمثیلوي.
بل وضعي نظام هیڅ د قبول وړ ندی.

نو کله چې سیاسي نظام مو اسلامي سو بیا نو مونږ مجبور یو چې د اسلامي أصولو مطابق خپله سیاسي تګلاره پرمخ بوځو نه د أکثریت أو أقلیتو په بنا.

په درنښت



ع کريم حليمي
11.02.2012

احمدزی صاحب ، وعلیکم
له دغی جملې (( د لیبرالیزم أو علمانیت بنسټیز أفکارو أو أصلي دعوت ته ورته هڅه ده. )) دي ما دا وفهمول چه بیا دي یوه کنایه راواستول
نو ستا د اطمنان له پاره مي لمړي مسیحیت و غندلی

[quote:5e34a10923] دا نو ته نه منې، که تیرې لیکنې ته دې یوځل بیا وګرځې نو تا ویلي وو چې سیاسیت کې أکثریت جواز لري أو په أسماني أخلاقو کې نلري[/quote:5e34a10923]
زه په خپلو خبرو پوهېږم چه څه وایم یعني ټول هغه لغات چه کاروم په لغوي
او اصطلاحي معناوو پوهیږم ، داسي نده چه یو لغت یوازي لغوي او اصطلاحي معناوي لري پر دې سربېره په شرع کښي بیا بېله معنا لري
ما او تاته دا لازمه ده چه په خبرو سره پوه سوو ، د سیاست د اصطلاحي معنا په اړه دعلماوو اقوال او تعبیرات بيلابيل دي ، نو ته اول داراته ووایه چه ته سیاست څرنګه معنا کوېٖٖٖٖ ؟؟؟؟ او اخلاق ؟؟؟
که پر تعریفونو او معناوو موافق نه سو نو طبعاً به زما او ستاسو داسي یو بحث وي چه دواړه به یو دبل څخه په ْ°۱۸۰ مخالف جهت ته روان یو ، نو لږ ورسته به نو بیا ږغ هم نه شو سره اورېدلي ، نو ها ستاسو په اصطلاح: تاسو سره بحث د وخت عبث ضایع کول وي او بس
یوار بیا په غټو ټکیوکی درته ووایم چه : هو ! چه په سیاسي کړو وړو
او فالیسۍ جوړول په اکثریت آری ،
او چه راسو و قرآني اخلاقو ته : رایه ګیري کفر مطلق ده

درنښت


..Ahmadzai
11.02.2012

محترم حلیمي صاحب

دا چې تاسو دومره پوهه يي نو لطفاٌ پر مونږ هم بخیلي مه کوي، سیاست ، أخلاق أو دین راته سم معرفي کړي.

خو بیا هم زما له نظره أو چې له لغوي اصطلاحي أو غیره ..و غیره تعریفاتو څخه یې تیر سو نو په لنډو ټکو به یې داسې درته معرفي کړم:

سیاست حکومتداري ته وایي، یعني حکومت کول أو دحکومتي اړیکوتنظیمول که هغه داخلي وي أو که خارجي وي، د حکومتي پالیسيانې جوړول ، عملي کول، اداره کولو ته وایي.

چې مونږ ورته پوره متکامل شرعي سیستم لرو، أو زمونږ شرعي سیاست کې دیمقراطي أو ولسواکي نسته، بلکې ټول واک یواځې د الله تعالی دی، د رایو یا أکثریت أو أقلیت موضوع پکې مطرح ندی، أکثریت أو أقلیت په غربي دیمقراطي کې رواج أو معمول دی،چې بلکل اسلامي سیاسي نظام سره په ټکر کې ده، مونږ د کشالو أو حوادثو د حل لپاره خپل أصیل أو ثابت تغیر نه منونکی اسماني مرجع لرو، هغه ته په رجوع سره یې حلوو.
خو په دیمقراطۍ کې مسئلې په بشري رایو مخکې ځي، آکثریت چې کومه فیصله وکړه هغه لازمه ملزمه بلل کیږي، أو د رایو په ډیروالي أساسي قانون هم بدلیدلی سي
د مثلینو واده پکې روا کیدای سي، هره ناروا أو خبیث کار امکان لري چې روا سي أو رایج سي ځکه چې أکثریت به یې ګټلی وي، کوم خاص قیودات نسته یعني د خلکو أکثریت چې څه غواړي هغه قانون کیږي، خو مونږ بیا ملزم یو چې کومه لاره الله تعالی راته د اسلامي شرعې په واسطه د حکومتداري لپاره راښودلې هغه عملي کړو أو جبراٌ مقید یو چې د خالق تعالی په مقابل کې انسانان سیالان نه کړو چې مونږته قانونونه أوسیاسي تګلارې له خپلو ناقصو عقلونو څخه جوړ أو پیاده کړي، (إن الحكم إلا لله )
که دا وکړو نو بیا مو شرک أو کفر دواړه کړي.

داسې ښکاري چې له دیمقراطي پرته د بل رنګه سیاسي نظام تصور نسې کولی.

أخلاق: انساني طبائع ،سجايا أو خویونه دي، چې، هم په فطري ډول په انسان کې موجودې وي أو هم په کسبي ډول یې خپلولی سي،چې د ده سلوک أو شخصیت څرګندونه کوي، أخلاق په دوه ډوله دي ښه أو بد.
نو محترمه أخلاق انساني دي نه اسماني، پدې توپیر چې د کوم أخلاقو توصیة په دین کې سوې هغه عالي أوچت ښه أخلاق دي چې په چا کې نه وي نو باید په کسبي ډول یې خپل کړي، همدارنګه له بدو أخلاقو نهیة سوی چې باید انسان یې ترک کړي أو یا هم ځان ترې وساتي.
کیدای سي ډیرښه أخلاق په یو شین کافر کې شتون ولري.

په درنښت



ع کريم حليمي
12.02.2012

السلام علیکم و رحمة الله

محترم ډاکتر احمدزی صاحب ، مننه خدای دي په ټول روا کارونو کښي کامیابه لره
[quote:d0b3063c44] چې تاسو دومره پوهه يي نو لطفاٌ پر مونږ هم بخیلي مه کوي، سیاست ، أخلاق أو دین راته سم معرفي کړي.[/quote:d0b3063c44]
هو ! دومره پوهه لرم چه په خپلو خبرو پوهېږم ، که ئې ونه لرم نو بېعقل به يم !!
دین او اخلاق تعریف کېدای شي ، اما د معرفي کېدلو نه دي ، عموما اشخاص معرفي کیږي ، معرفي کیدل د درو نفرو تر منیځ کیږي مثلاً : احمد ، محمود معرفي کوي و حامدجان ته ! په نامه او نښان او شغل اوخصوصیاتو

[quote:d0b3063c44] کېدای سي ډیرښه أخلاق په یو شین کافر کې شتون ولري[/quote:d0b3063c44] هو ، کېدای !؟ شي ، خو د اخلاقو لپاره ایمان شرط دی دنيوي ګټه به په وکړي او اخروي ګټـــــــــه نه ورته رسیږي

[quote:d0b3063c44] أخلاق دي چې په چا کې نه وي نو باید په کسبي ډول یې خپل کړي،[/quote:d0b3063c44] له سردار عالم نه ، پس نو ویلی شو چه اخلاق وحی ده !

محترم ډاکتر صاحب ، ان شاء الله چه اوس تر بیخي ډېره حده فکري برابر او موازی شوو ، خدای دي وکړي چه بیا متقابل به رأس نه شوو

پورته خبری معترضه فرض که !

رابسو د بحث و مغز ته ، هو ! زه پر دې ایمان لرم چه موږ پوره متکامل شرعي سیستم لرو ، او دغه شرعي نظام زموږ محلي او ملي معروف با ارزښته بللي (وأمر بالمعروف)

اوس پوښتنه داده چه : موږ موټر جوړ کړی ، او دا موټر له پنځو مایلو نه نیولې تر ۲۰۰ مایله في ساعت رفتار کوي
دا چه ستاسو د أکثریت أو أقلیت اصل نه منۍ نو ددغه موټر د سرعت کنترول تاسو څرنګه کوي ، د کوچني او لویو سړکونو د سرعت اندازه به څوک تعین وي ،‌که دا تعین شوری کوي که د اکثریت اری ( طاق،جفت )خبره نوي نو که د أهل الحل والعقد تر منیځ یو جید اختلاف راغلي (یو تعداد موافق وه په ۶۰ مایله سرعت او نور بیا موافق وه ۷۰ مایله سرعت )، نو بیا د دغه علماء دا اختلاف څرنګه حلوي ، او په کوم دلیل ؟ شریعت أکثریت آری نه قبلوي ، او که د سرعت تعین محکمه کوي نو قاضي به له چا سره مشوره کوي ، دا طبعي خبره ده چه مشاورین به لري ، داسي راته معلومیږي چه باید ۹ مشاورین ولري او که دقاضي مشاورین هم په یوه سلا نه وه نو به یوه نهايي فیصله څرنګه صادریږي ؟؟

درنښت


د أكثريت أو أقليت رايي

..Ahmadzai
13.02.2012

[quote:7312fe90f5="ع کريم حليمي"]

اوس پوښتنه داده چه : موږ موټر جوړ کړی ، او دا موټر له پنځو مایلو نه نیولې تر ۲۰۰ مایله في ساعت رفتار کوي
دا چه ستاسو د أکثریت أو أقلیت اصل نه منۍ نو ددغه موټر د سرعت کنترول تاسو څرنګه کوي ، د کوچني او لویو سړکونو د سرعت اندازه به څوک تعین وي ،‌که دا تعین شوری کوي که د اکثریت اری ( طاق،جفت )خبره نوي نو که د أهل الحل والعقد تر منیځ یو جید اختلاف راغلي (یو تعداد موافق وه په ۶۰ مایله سرعت او نور بیا موافق وه ۷۰ مایله سرعت )، نو بیا د دغه علماء دا اختلاف څرنګه حلوي ، او په کوم دلیل ؟ شریعت أکثریت آری نه قبلوي ، او که د سرعت تعین محکمه کوي نو قاضي به له چا سره مشوره کوي ، دا طبعي خبره ده چه مشاورین به لري ، داسي راته معلومیږي چه باید ۹ مشاورین ولري او که دقاضي مشاورین هم په یوه سلا نه وه نو به یوه نهايي فیصله څرنګه صادریږي ؟؟

درنښت[/quote:7312fe90f5]

حليمي صاحب بيا هم سلام

إسلامي نظام كې شوری الزامي نده، پدې معنی چې شوری کومه فیصله وکړي ولو که په مجموعي ډول وي یعني د ټولو په اتفاق بیاهم واکدار مخیر دی چې عمل پرې کوي که نه، طبعاٌ چې کوم شرعي موانع نه وي, أصلاٌ شوری حاکم ته مشورې ورکوي أو حاکم سره د مشکلاتو أو مسئلو په حل کې ستره همکاري کوي چې سم أو په مناسب ډول یې حل کړي.

پورتنی د موټر أو سرکو مثال دی یو فرعي مثال د یو فرعي ادارې دی، چې هغه اداره خپل معلومات د مسلک پوهه خبیرو أشخاصو پواسطه راټولوي حلول ورته ګوري أو بیا مسول مدیر یا ریئس ته یې وړاندې کوي هغه یې څیړي مناسبه فیصله کوي که اعتراض وو نو اعتراض سره یې شوری ته وړاندې کوي شوری د حجت أو منطق پر بنا چې شرعي ګټې أو تاوان په نظر کې نیول سوي وي (نه د أکثریت أو أقلیت پربنا )خپله فیصله کوي چې دوئ دغه مناسبه ولیده أو د حاکم مقام ته یې رفع کوي، بیا نو حاکم مختار(مخیر) دی قبلوي یې أو که څه تغیر پکې راولي، یا هم شوری څو ډوله حلول حاکم ته وړاندې کوي أو هغه یې ترمنځ کوم چې مناسب ویني هغه عملي کوي.

أخري مرجع حاکم دي.

رسول صلی الله علیه وسلم به له أصحابو مشوره غوښته أو چې دچا مشوره به یې خوښه سوه پر هغې به یې عمل کاوو.

شوری کې غړي خپلې مشورې ورکوي نه رایې، مشورې باید په قانع کونکو دلیلو أو نظریو سره وړاندې سي نه چې په مجرد د یو أړخ أو بل أړخ رایو شمیرلو دې فیصله وسي, ځکه چې د رایو کثرت د حق معیار نسي جوړیدی .

بله دا چې شوری یواځې په هغو موردو کې بحث کوي أو رایې ورکوې چې هغو کې شرعي نصوص نه وي، شرعي قاطع حکمونه نه وي پکې راغلي, يا هم لويو حادثو کې، مطلب حق أو أعظمي ګټې ته رسیدل دي چې د ټولنې خیر وي پکې، نه د کومې ځانګړې ډلې رضا أو خوښئ، نو ځکه په شوری کې د ډلوجوړیدو أو تحزب مخه هم نیول کیږي
أو هرڅوک خپله مشوره د ځانګړي سوچ درایت أو حکمت په حیث وړاندې کوي، هرچا ته فرصت ورکول کیږي چې خپل کفایت أو رسوخ وښایي أو مخ پورته لاره وباسي ، ترڅو نوي قیادتونه تربیه أو تمرین سي.

خو محترمه
سیاست أو أخلاق دې راته تعریف نه کړل.!

په درنښت[b:7312fe90f5][/b:7312fe90f5]


هیښ
15.02.2012

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
دښاغلي م .وصیل پيروز صاحب څخه ډیره مننه چې داقلیت او اکثریت مسئله ئې دقران کریم له نظره موږ ته بیان کړه او دائې واضح کړه چې دلږو او ډیرو په اساس دحق( دباطل ضد) دتثبیت په هکله فیصله کول دقران له نظره مردود دي.
دعقیدې او ایمان په برخه کې او په هغو مسائيلو کې چې دقران کریم صریح اوامراو نواهي بیان شوي دي او دحضرت رسول اکرم(ص) ثقه او ثابت اقوال او افعال موجود دي داکثریت او اقلیت پریکړې ته هیڅ ضرورت نه لیدل کیږي او هرمسلمان مکلف دئ چې ددې (قران او احادیثو ) دارشاداتو مطابق شخصی او ټولنیز کړه وړه عیار او عملي کړي.
خو اسلامي امت دیوه لوی مشکل سره مخامخ دئ او هغه داچې داسې یوه واحده ،باوري او ټولوته دمنلو وړاسلامي مرجع نشته چې دسیاسي ،اقتصادي اوګروهي فشارونو او تمایلاتو نه مبرا وي او د اسلامي امت ،غوښتنو ،پوښتنو او پرابلمونو ته دقران کریم او نبوي احادیثو په استناد سوچه او بې غرضه دحل لارې،فتواوې او ځوابونه ووایي.
همدا وجه ده چې په مختلفو زمانو او اومختلفو مکانو کې دزرو،زور او واک تږیو ، وږیو او غاصبانودخپلو ناولیو ګټو او غرضونو دپاره یو شمیر جعلي او بې بندوباره اشخاص د دیني عالم ،پیر،حضرت ،شیخ الحدیث او شیح الا سلام ترنامه لاندې اجیر نیولي ترڅو د خپلو شومو هدفونو دلاسته راوستلو له پاره ورڅخه کارواخلي او خپل شیطاني کړو وړو ته داسلام او شریعت پرتوګ ورواغوندي او واکداران دهر نوع پوښتنې او حساب نه خلاص کړي.
داسلامي ملکونوعموماً او ادافغانستان تاریخ خصوصاًدا شاهدي ورکوي ،چې داستبدادي او ظالمانه رژیمونو او حکومتونودوام او بقا یوازې داسلام ترنامه لاندې خپل موجودیت محفوظ ساتلئ دئ ،بله هیڅ منبع او اساس دخپل مطلقه واک دپاره نه شي ښودلئ چې ددوئ ظالمانه سلطه توجیه کړي او مسلمانانو ته داسې تبلیغ شوئ دئ چې د جبارانو او دیکتاتورانو په مقابل کې دریدنه او په دوئ اعتراض داسلام ددین سره دښمني په مانا او عاملان ئې مفسدفی الارض ،محارب دخدای(ج) سره او په اعدام باید محکوم شي.
نو په داسې یوه حالت کې چې په اسلام کې مذهبونه ،فرقې اوشاخونه جوړشوي دي او هره ډله خپل موقف دقران او احادیثو په بیانولو سره درسته او حقیقت بولي ،اسلامي امت دکومې یوې ډلې نه پیروي وکړي او دحق او حقیقت دموندلو دپاره دهغوئ لاره تعقیب کړي او خپل ورځني شخصي او ټولنیز کارونه دهغې مطابق عیار کړي؟

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more