د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د افغان مهاجرو په اړه د پښتون يون اعلاميه

محمود سعيد
08.02.2012

بسم الله الرحمن الرحيم
د افغان مهاجرو په اړه د پښتون يون اعلاميه
د افغانستان تاريخي دښمنانو د انسان ضد او اسلام ضد کړنو په لړ کې، دا دی يو ځل بیا د يوې افغان کورنۍ د بېوزله غړو ژوند واخيست. په ايران کې د يوه يو نيم کلن ماشوم په ګډون، د يوې کورنۍ شپږ افغان غړي په ډېره بېرحمۍ سره وژل شوي دي. دا لومړی ځل نه دی چې په ايران کې له افغان مهاجرينو سره ناوړه چلند کيږي. دا ناوړه کړنې نه يوازې د ايران د واکمن دولت له لوري تر سره کيږي، بلکې دولت د هغو مافيايي او کوڅه ډبو کړيو ملاتړ هم کوي چې له افغان مهاجرو سره د اخ او ډب په رامنځته کولو کې هغوی وځپي.
په دې وروستيو کې په ايران کې لسګونه افغانان په هسې وړو جرمونو د اعدام تر کړۍ رسېدلي دي او ډېر نور ېې بيا په ايراني اړتونونو کې تر ډول ډول ربړو او شکنجو لاندې دي. د نيمروز او اسلام کلا له بريدونو د افغان مهاجرينو تر څنګ هغه ايرانيان هم را شړل کيږي، چې روحي او دماغي ستونزې ولري او يا هم په نشه يي توکو روږدي وي.
په پاکستان کې هم سلګونه بېګناه افغانان په اړتونونو کې پراته دي. ان تر دې چې په دې وروستيو کې يو افغان د شل افغانيو په نه ورکړه په ډېره بېرحمۍ د پاکستاني پوليسو له لوري په ډزو ووژل شو، خو بيا هم د اړونده بنسټونو غبرګون ډېر سوړ وو.
د لېږدېدنې نړيوال سازمان یا (IOM - International Organization for Migration) او د ليږدېدونکو (مهاجرو) لپاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر یا UNHCR(- United Nations High Commissioner for Refugees) په ‌ډېرو هغه رپوټونو خوله پټه کړې ده چې د افغان مهاجرينو سره د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د ناوړه چلند په اړه تر لاسه شوي دي. په دې اړه د افغان دولت دريځ هم کمزوری او ټکنی دی او تر ډېره د سياسي جوړښت او نرمښت څخه کار اخلي، چې دا کار ېې له افغان مهاجرو سره د نړيوالو د لا ناوړه چلند او سختی سبب کيږي. د هېواد په د ننه کې هم د افغان مهاجرينو حالت په پوره توګه د اندېښنې وړ دی او دا په داسې حال کې ده چې د راستندېدونکو او لېږدېدونکو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه هېڅ ګام نه دی پورته کړی او بېوزله کسان ېې د ساړه ژمي او واورو تر انبارونو لاندې يوازې پرې ايښي دي. دې وزارت ته ځانګړې شوې بودجه لا اوس هم پر ځای پرته ده او د بېوزله افغانانو د ستونزو د حل لپاره ورڅخه ګټه نه ده اخستل شوې.
موږ په دې توګه له افغان لېږدېدونکو سره د هر ډول ناوړه چلند په کلکه غندنه کوو او له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو، چې په دې اړه دې کلک غبرګون وښيي او همدا شان دې په هېواد کې د ننه د بېځايه شوو کورنيو د ستونزو د حل لپاره ګام پورته کړي.
همدا شان له ملګرو ملتونو، خپلواکه بنسټونو، رسنيو، ډلو او ګوندونو په کلکه هيله کوو تر څو په دې اړه خپل غږ پورته کړي او د بې وزله او مظلومو افغانانو مرستې ته راودانګي.
د سوکاله، خپلواک او سرلوړي افغانستان په هيله
د پښــــــــتون يون جرګه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more