د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

د پارلماني غړو مسیحیت او بهرنیو هېوادونو ته تېښته

موفق افغان
03.02.2012

د احمد فارسی لیکنه
بهرنیو هېوادونو ته د تېښتې او فرار پېښې په افغاني ټولنه کې په تېره بیا د کرزي د لاسپوڅي رژیم په دور کې څه نوې او نااشنا خبره نه ده. د یرغل په اوږو سپرې ډیموکراسی په لومړیو وختونو کې لومړی بي-52 ډوله نوم شهرت وموند او د ډالرو سېلاب رامات شو، د پلازمینې کابل کوڅې او سړکونه له نړیوالو موسساتو او غیردولتي انجوګانو له حضور او دستور څخه مالامال او ډک شول. د دولتي ادارو او نړیوالو موسساتو له کارکوونکو څخه یوه برخه د زده کړو او خصوصي!! تربیت د لاسته راوړلو په موخه بهرنیو هېوادونو ته واستول شول چې په دې منځ کې حتی حکومتي ملایانو هم خپله ونډه درلوده چې ځنې لدې کارکوونکو څخه د وخت نه په استفادې سره د بېرته ستنېدو په مهال په تېښته شول او په کوربه هېوادونو کې لومړي پټ او بیا پناهنده شول.
په تېښته کې د دولتی ادارو د مامورینو او نړیوالو موسساتو د کارکوونکو سره په سیالی کې د لاسپوڅي حکومت د تش په نوم پارلمان د غړو نوبت هم راغی چې د 2011 میلادي کال تر منځنیو میاشتو پورې کم تر کمه 7 اووه تنه د پارلمان غړي چې ښځینه هم پکې شته د خپلو رسمي سفرونو او ماموریتونو په ترځ کې بهر ته په تېښته بریالي شول.
د تېښتې او فرار په یاده لړی کې د درواغجن پارلمان هغه یو غړی چې په 2008 میلادي کال کې د سویډن هېواد ته په تېښته بریالی شوی وو، مسیحیت ته اووښتی او د صلیبي ډیموکراسی حق یې په بشپړه توګه سرته رسولی دی.
د کابل د نام نهاده پارلمان څخه د یوې باوري سرچینې په خبر د پارلمان یوه بله غړې نجیبه شریفي هم په 2008 میلادي کال کې د خپلې کورنی په ملتیا د سویډن هېواد ته په تېښته بریالی شوه او په یاد هېواد کې یې پناه واخیسته. په ورته وخت کې د پارلمان دوې نورې غړې هره یوه سونا نیلوفر او غرغښته کټوازی هم په خپل وار بهرنیو هېوادونو ته له سفر وروسته د 8 میاشتو په شاوخوا کې استوګن شوې او ویل کیژي چې دواړې د استرالیا او امریکا هېوادونو د تابعیت له لاسته راوړلو وروسته بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.
د یادو درې تنو له پناهندګی سره درې کاله وړاندې د پارلمان څلور نور غړي هم په بیلابیلو بهرنیو هېوادونو کې پناه واخیسته چې ټول ټال یې اوو تنو ته رسیژي.
د یوه بل خبر له مخې نجیبه شریف چې د پالمان غړې او د ښځو د چارو په وزارت کې پخوانی معینه وه له سویډن هېواد څخه وروسته کاناډا ته کوچېدلې ده، نوموړې په 2008 میلادي کال کې د سوېډن په یوې کلیسا کې له شمول وروسته د اسلام له دین څخه واوښته او له هغه وروسته د مسیحیت د تبلیغ او ترویج د سازمانونو په چوکاټ کې بېرته افغانستان ته ستنه او په فعالیت یې پیل وکړ.
مسیحیت ته د بلنې او تبلیغ لړی د هېواد په ګوټ ګوټ کې په شدت سره دوام لري خو دا په خپل ډول کې لومړی ځل دی چې دا ځل داسې یو څوک چې ځان د خپل وولس نماینده قلمداد کوي،، نه یوازې دا چې په ارتداد سره مسیحيت ته اوړي بلکه د مسیحیت د ترویج له سازمونو سره یو ځای کیژي او لکه څنګه چې د پارلمان! له لارې د خپلو خلکو د خدمت مصدر شول، دا ځل د مسیحي سازمانونو له تبلیغي کړیو په ملتیا سره غواړي د افغانستان مسلمان وولس ته خدمت وکړي.
د زورواکانو د پارلمان له ګڼو خدمتونو څخه یوه څنډه کولای شي د لاندې اړیکې له لارې وګوی:
http://www.youtube.com/watch?v=h8EZcZEDxgk


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more