د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

جنت به څه وي؟

ډاکتر څپاند
30.01.2012

د یو ملا نه می تپوس وکړلو
ما ویل ملا صیب جنت به څه وی؟
هغه په ګیډه لاس وهه ویل یی
تازه میوی او د شیدو رودونه

خواکی کتاب ته یو طالب ناست و
ما ویل چی ته به په کی څه ووایی؟
د زلیخا کتاب یی بند غوندی کړو
ویی چی ښایسته حوری او شنه خالونه

شیخ د تسبو امیل په لاس ولاړ و
په خپله ږیره کی یی لاس وهلو
ده پری راو دانګل نه داسی نه ده
ښکلی غلمان او جنتی سرونه

یو خان په لویه سجده پروت پاڅیدو
ما ویل چی خان کاکا ستا څه رایه ده؟
خپله شمله یی سموه ویل یی
د سرو او سپینو عنبری کورونه

خوا کی یی یو ستړی سلیدو ولاړ و
ما ویی مزدوره ته جنت پیژنی؟
د خپل تندی خوله یی وچه کړه
ویی چی مړه ګیډه خواږه خوبونه

یو لیونی غوندی په لار تیریده
ما ویل چی ای فلسفی ته څه وایی؟
خپل ببر سر یی ګراوه ویل یی
بس د انسان د خوشالو خوبونه

ما دی خپل زړه ته سر ورکته کړلو
ده په اوترو سترګو بره کتل
دی شین آسمان ته غوریدو ویل یی
ما اوریدل ترینه دا یو څو لفظونه

ویل یی ای د لامکان خاونده
په خپل مکان کی ښکل اختیار جنت دی
ګنی د دغه لیونتوب په نامه
که نار وی نار که دار وی دار جنت دی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more