د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

Back تاسو دلته یاست: Home افغانستان مقالی او تبصری خبردار! افغانیان او پاکستانیان شیعه گان کیږی خبردار! افغانی او

موفق افغان
24.01.2012

د انجنیر احمد رضا علوی لیکنه
پېړی تیریژي چې مسلمانان خاموش او خمار له خپل هدف څخه په واټن او پردیتوب کې د خپلې راتلونکې لپاره پلان او برنامه نلري، او نه هم د په مخکې پرتو خنډونو، ناخوالو او هسکو ټیټو په وړاندې پېش ګیرانه هغه لرلید لري د کوم په مټ چې یادې ستونزې انځور او په اړه یې ژور فکر ته اړتیا پیښېژي. مسلمانان تل له دښمن سره په خپل کور کې جګړه کوي، یوازې هغه مهال د خپل رنځور وجود په درملنه لاس پورې کوو چې راپېښ رنځ د مرګ تر بستره پورې رسولی او له پښو او حرکته غورځولي وو. په څو څو ځله د مسلمان ملت واحد وجود په بېلابېلو بهانو سره په څو ټوټو ویشلی شوی دی، ولی مسلمانانو لا هم یوه داسې فکري او فرهنګي لابراتوار ته مراجعه نده کړې تر څو د ورپېښو ناخوالو په وخت پېژندنه او مخنیوی وکړي.

دادی یو بل طوفان د روان صلیبي یرغل په وحشي تیارو کې د اسلامي امت د لړزان وجود په لوري په داسې یوه سرعت سره په حرکت کې دی چې غږ او ځوږ یې له لیرې څخه په غوږونو کې انګازې کوي، خو مسلمان ملت همداسې د غفلت په خوب کې داسې ډوب دي چې ګواکي تر سپېدو او هغه مهاله به سترګې پورته نکړي چې د ملت د لوېدلي او کړېدلي وجود حال په نړېدلو پیل نه وي کړی! او په ژور افسوس چې د نوموړی طوفان تباهکن طغیان به تر فجر او سپېدو پورې زمونږ د بیا ویښېدو انتظار ونکړي.

د شیعه توب طوفان وروسته لدې چې د خراسان زمین باثمره او زرغونې ونې یې له ریښو وکاږلې دا دی د افغانستان او پاکستان په لوري يې مخه کړې، او هوا یې د نوموړو ّهېوادونو په کلیو بانډو او لویو وړو ښارونو کې په شدت سره الوزي،، د نوموړو ټاټوبو نیالګي چې کلونه کلونه د وچکالی او ورکې په مهلکو مرضونو اخته دي، نشي کولای د یاد طوفان د شدیدو موجونو سره مقابله وکړي. دا ځکه چې د کلونو په اوږدو کې د نوموړو هیوادونو نیالګي د برېلویت، قادیانیت، بهاییت تر ځنګ پرله پسې یرغلونو، جګړو، فقر او داسې نورو بیماریو سره لاس او ګرېوان دي.

د افغانانو ټاټوبی چې له دریو لسیزو راپدې خوا د وخت د فراعنه وو له خوا په تحمیلي جګړو کې سوزي، دا ځل د صفوي ایران د اخوندانو په رهبری سره د کسری او شاه شجاع له لښکرو سره مخ کېدونکي دي. د قم اخوندانو د جنګ جګړو په کلونو کې د افغانانو د فقر او بدبختی څخه په کریهه ګټې پورته کولو سره یو شمېر خرڅ شوي تر خپل سیوري او پالنې لاندې نیولي او په غوږونو کې یې ورته صفوي نغمې غږولې دي او د خنځیر صفتو کسراوي او شاه شجاعي حربو او طلسمونو په کارولو سره د اهل سنت په وړاندې وحشیانه دریځ او تربیه ورکوي، له هغو ټولو مستمرو او خونړیو ظلمونو تر څنګ چې د خمیني د تیاره انقلاب له پیل څخه بیا تر ننه پورې د ایران په د ننه کې د سنیانو په وړاندې ادامه لري، د دوی د مکتب تربیه شوو او د امام زمان شاګردانو چې د تېر روسي وحشي یرغل له پای وروسته افغانستان ته ستانه شول د سنیانو پر سرونو کې یې مېخونه ټک وهل، د ښځو سینې یې غوڅې کړې،،، په نارینه وو یې سرونه پرې او د مړو نڅا یې پرې وکړه.

که چېرته صفویت د خپل خوی له مخې د صلیبي تاړاک ملاتړ او لاسنیوی ونکړي نو دا به د دوی د تېر له غدر او خیانت څخه ډک تاریخ په تندي باندې یو تور داغ وي، پدې توګه دوی توانېدلي دي د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې خپل حقد او کینه له محمدي صلی الله علیه و اله و سلم د مدرسې له شاګردانو سره ښکاره کړي، په همدې لړ کې خو یو ځل بیا د صلیبي یرغلګرو په صف او ملاتړ کې ودرېدل تر څو دا ځل په کابل او بغداد کې خپلې نیمګړې او له ناهیلیو ډکې هیلې پوره کړي.

صفوي اخوندانو د وخت او جوړې شوې فضا څخه په استفادې سره د صلیبي یرغلګرو په مټ د افغانستان او پاکستان هېوادونه تر مذهبي او کلتوري یرغل لاندې ونیول، هلته یې د مدرسو او پوهنتونونو تر څنګ کلتوري مرکزونه تاسیس کړل، تر څو یې وکولای شول له دې لارې خپل زهرجن صفوي کتابونه او نشرات چې له یوه سره له فحش او د رسول الله صلی الله علیه و سلم مبارک اهل او اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته له بد نسبت او ښکنځلو ډک دي، د دوستی او ورورولی د تحفو په توګه په تنکیو او د صفوي مکر څخه په ناخبرو ځوانانو او عامو خلکو وویشي. په بېلابېلو نومونو سره یې ټلویزیوني چینلونه په کار واچول، او موجود اکثریت چینلونه یې هم په مالي او فرهنګي تمویل سره یرغمل کړل، او له همدې لارې یې د خپل یاوه سرا او بې فرهنګه مزخرفو سریالونو په نشر سره د اهل سنت د عقایدو او افکارو په تحریف او تخریب باندې پیل وکړ.

د یاد فرهنګي او دیني هجوم او وحشي یرغل په لسم کال خبره تر دې ورسېده چې امام زمان یې را څرګند کړ او خپل د “خمس” خوار کچکول یې د افغنانو په انګر کې وټنګاوه او د داسې یوه ملت څخه یې د “ولي فقیه” د لمنې د ډکولو په موخه د جزیې طلب وکړ چې د یوې مړی ډوډي محتاج دي. په توګه خپله درواغژنه داعیه کې دومره بریالي ثابت شول چې افغان سنیانو د دوی د محرم مراسم د خپل دین د جز په توګه وانګیرل او د سینه وهلو تر څنګ یې د “سبیل” ویش هم وکړ. د افغانستان لویو ښارونو په تېره بیا پلازمینې کابل د محرم په لسو ورځو او شپو کې تورې او تیاره جامې په تن کړې، او پدې توګه هغو سني بې خبره افغانانو چې د ورته خرافاتو په ماهیت لاهم ناپوهه دي، په فکر او سوچ کې شول، خو دا چې افغان مسلمان وولس تېرو دېرش کلنو جنګ جګړو او مداخله ګریو سخت ځپلی دی، ګرانه ده چې څوک دې د یادو خرافاتو په حقیقت ځانونه وپوهوي، نو له ناچارې په صحنه کې خپرو داستانونو ته چې د یزید له ظلم، د حسین له مظلومیت او داسې نورو څخه خبرې کوي مخه کوي،،، دا هغه قلابي او مصنوعي داستانونه دي چې د ایران د فرهنګ برخه او د قم د اخوندانو د درواغژنې داعیې وسیله ده چې د ټلویزیونونو، ورځپاڼو او انټرنټي پاڼو څخه یې د مسلمانانو د ګمراه کولو په موخه نشر ته سپاري، بې خبره له دې چې افغان ملت د ورځني معمول په توګه په صلیبي استعمار ګری کې سوزي چې د قم او تهران له اخوندانو سره د مسلمانانو په وړاندې په دښمنی کې له یوه اخوره اوبه څښي.

د مزار شریف او سخي جان زیارت کیسې هم د یادې صفوي فتنې یو بل باب دی. د افغانستان ډېری او اکثریت خلک اعم له سني او شیعه څخه په دې اند دي چې په مزار ښار کې موجوده مقبره د حضرت علي کرم الله وجهه ده، حضرت علی رضی الله عنه په عراق کې له شهادت وروسته د اوښ په شا په زرګونه میله لیرې افغانستان ته راوړل شو او هلته خښ کړل شو. په اوسني دور کې د نوروز په ورځ چې د لمریز هجري کلیزې له لومړی نیټې سره سمون خوري،، په زرګونه افغانان د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د مزار ښار ته ځانونه رسوي تر څو د حضرت علي رضی الله عنه د زیارت د کلیزې؟ په مناسبت د جنډې پورته کولو له مراسمو څخه فیض یابه او نېکمرغه شي. که څوک وپوښتل شي چې د سخي جان په جنډه کې مو برخه لرله کنه؟ نو ډېر داسې غیر حاضر وګړي د منفي ځواب په صورت کې د شرم او پښېمانی څرګندونه کوي خو زیاتوي چې په دې ځل الله ج د خپل زیارت شرف ور ونه باښه، او بیا به دواړه په ګډه دوعا کوي چې په راتلونکي کال کې له یاد نعمت څخه محروم نشي. دا میله او محفل د ساده افغانانو په اند د حج بیت الله او نبوي مسجد له زیارت څخه په ثواب او تقدس کې العیاذ باالله کم نه دی. غټه حیراني ده ودې ناپوهی او جهل ته! د حضرت علی کرم الله وجهه په مزار ژړل؟! داسې یو شخصیت چې تاریخ یې د مقبرې ځای کوفه یادوي خو عراقي شیعه ګان یې په نجف کې طوافونه کوي او افغاني شیعه ګان او حشرګړي یې په مزار ښار کې!! ایا دا په رښتیا د حضرت علی رضی الله عنه مزار دی که د عقل هدیره؟! او ایا همدا د مذهب پلورونکو دوکان نه دی چې د همدې ډرامې له منظره ډوډی خوري؟!

لیکوال دداسې یوې صحنې شاهد دی چې د سړي د سر ویښتان جګوي، دوه تنه افغان حاجیان چې تازه له حج بیت الله الحرام څخه راستانه شوي وو یو پر بل یې نیوکې کولې، یو له هغوی نه د حج له ادا وروسته مدینې منورې ته نه وو تللی نو دې بل پرې نیوکه کوله نو دې حاجي ورته کړل چې د وخت د کمي او عذر له مخې ونه توانېدم د رسول الله صلی الله علیه و سلم په زیارت مشرف شم، خو اراده مې ده چې په بدل کې یې د ثواب د جبران لپاره یو ځل د شېر خدا سخي جان زیارت ته ولاړ شم.

د سنیانو نااګاهانه شیعه کېدلو داستان ډېر اوږد دی چې نشو کولای ددې مختصرې لیکنې په غیږ کې یې راونغاړو، مګر په لنډو ټکو کې به د هغوی ځنو اړخونو ته اشاره وکړو. په ټوله کې د جاهلو او له دین څخه بې خبره سنیانو په اند شیعه او سني دواړه یو شان وروڼه دي، ددې سادګانو په اند یوازینی توپیر به دا وي چې شیعه ګان له حضرت علی رضی الله عنه سره ډېره مینه ساتي او وایي چې د اسلام لومړی خلیفه حضرت علی رض تیر شوی او سنیان بیا له ټولو راشده خلفاوو رضی الله عنهم سره مینه ساتي او حضرت علي کرم الله وجهه د اسلام څلورم خلیفه ګڼي، دا ډول سنیان شیعه مذهب ته د څلورګونو مذاهبو يه سترګه ګوري او د افغانستان شاوخوا ۵۰ په سلو کې خلک همدا ډول خیال او فکر لري.

د صیغې په نوم ناجایزه نکاح، د فرضي روژې خوړل، د محرم په میاشت کې ماتم کول، حضرت علی رضی الله عنه ته د معجزو او بې اساسه خارق العاده کراماتو نسبت کول، یزید او حتی حضرت معاویه رضی الله عنه ته ښکنځل کرکه او بد نسبت کول، د سخي جان زیارت کول، د حاجت غوښتل له مشکل کشا علي رض څخه، د ستونزو او کړاوونو په وخت د یاعلي یادول او داسې نور ګڼ شمېر خرافاتي فکري رنځونو په ډېر زور سره د افغاني ټولنې په منځ کې ریښې ځغلولې او هره ورځ په لسګونه بې خبره ځوانان د یادې فتني د تزویر په دامونو کې راګیریژي او د امام زمان د شاګردانو په شنو او زرغونو باغونو باندې غولیژي.

په مقابل لوري کې سني عالمان د غفلت په ژور خوب ویده دي او د یاد دیني او فرهنګي هجوم په وړاندې هیڅ ډول غبرګون نه ښيی، بلکه ډېری یې پخپله هم د شیعه په اړه کافي معلومات نلري او یا خو خدای مکړه په داسې اند دي چې پورته یې یادونه وشوه. د ګوتو يه شمېر خلکو چې د یادې فتنې په غبرګون کې غږ پورته کړی د لاسپوڅې ادارې او د دوی د غلامو امنیتي مامورینو له خوا د مذهبي اختلافاتو او فتنې خپرولو په تور تورن او مجازات شوي دي.

د فتنې او ترهې په نشرولو کې تر ټولو زیات د ملي امنیت لاسپوڅي لاس لري چې د هېواد دین او کلتور یې له تباهی سره مخ کړی دی او ځوانان په لوی لاس د صفوي تشیع د خرافاتي، تکفیري او له کینې څخه ډکو افکارو ډنډ ته ور ټېل وهي.

زمونږ په ګاونډي پاکستان کې هم عام وولس د یادې صفوي فتنې له ګزند څخه په امن نه دی پاته. شیعه ګانو په پآکستان کې مهمې حکومتي چوکی خپلې کړې دي، حاکمه ډله یانې د پاکستان د خلکو ګوند یو سوچه شیعه ګوند دی، همدارنګه د مشرف ملاتړی د مسلم لیک ق د پاکستان په کچه د دریم پیاوړی سیاسي ګوند مشر او جنرال سکرټر مشاهد حسین هم شیعه دی، په همدې توګه د پاکستان نورو سیاسي، فوځي، سوداګریزو او تعلیمي ارګانونو هم د صفوي شیعییزم په لمن کې سقوط کړی دی.

اغا خان بنسټ د پاکستان په شمال کې د خلکو له فقر او تنګدستی نه په استفادې سره ډېر لوی او خطرناک فعالیتونه پیل کړي دي او ډېری وګړي یې د شیعییزم منلو ته تیار او اړ ایستلي دي. په کراچی ښار کې د اغاخان د بنسټ روغتون او په نورو ښارونو کې د نوموړي روغتون څانګې د یادونې وړ ښه مثالونه دي چې د پاکستان په کچه یو داسې روغتون دی چې د مجهزو او پرمختللو وسایلو او تکنالوجی له لحاظه سیال نلري، په نوموړي روغتون کې افغاني او پاکستاني شیعه ګانو ته مجاني خدمتونه وړاندې کیژي خو له سني بیمارانو څخه د تداوی په بدل کې درنې پیسې اخلي.

“بوهره” یا “بوهریت” د شیعه ګانو یوه بله بیماره ډله ده چې پاکستان ته یې سرایت کړی او ددې هېواد په تجارتي ښار کراچی کې د نوموړي بیماری پیروان د درنو سرمایو او سوداګریزو پلانونو تر څنګ ژوند کوي.

شیعه ګوندونه په دغه هېواد کې په ښکاره ډول د سیاسي او مذهبي فعالیت جواز لر ي او د نوموړو ګوندونو فوځي شاخو حتی د خپلو مخالفینو په وژلو هم لاس پورې کړی دی، د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د سني جیدو علماوو له جملې کم تر کمه سل تنه چې د شیعییزم د فتنې خطر یې محسوس کړی او په وړاندې یې مبارزه کوله،،، په شهادت رسېدلي دي. په دې وروستیو کې د یادو خرافاتي ډلګیو فعالیتونو هومره زور موندلی چې د سعودي هېواد د سفارت یو کارکوونکی چې د شیعه ګانو په خلاف د مبارزې شک پرې کېده د کراچی په ښار کې ترور کړل شو.

له بلې خوا د شیعه د مخالف یا کم تر کمه د سنیانو د حقوقي مدافعینو په نوم هیڅ ډول ګوند او موسسې ته په پاکستان کې د فعالیت اجازه نه ورکول کیژي، د ورته ګوندونو غړي یا خو پټ او نښتېدلي دي او یا خو هم په زندانونو کې اچول شوي دي، د شیعه ګانو خلاف د هر ډول کتاب او نشریې خپرېدل او ویش په دې هېواد کې په بشپړه توګه منع دي.

په همدې لړ کې د شیعه ګانو د خرافاتي دعوت دروازې د ایران په مستقیمو او غیرمستقیمو لاسوهنو سره خلاصې دي. د پاکستان په لویو ښارونو کې چې حکومتي سیستم هلته خوار او نامنظم دی، ایران په مجللو قصرونو او ودانیو کې د مجهزو فرهنګي مرکزونو څښتن او تمویلوونکی دی او لدې لارې په ښکاره ډول د شیعه افکارو د خپرواوي فعالیت په مخ وړي.

په ګڼو پوهنتونونو او تعلیمي مراکزو کې د مالي او فرهنګي مرستو تر نوم لاندې ایراني لاسوهنې د یادولو وړ دي، د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د فارسي ژبې د ډیپارټمنټ ټول استادان شیعه دي، همدارنګه ایران پاکستاني شیعه ګانو ته د عربي زده کړو تحصیلي بورسونه او ځانګړې یودجه برابروي. د یادو شیعه ګانو له ډلې څخه د عربي ژبې د زده کړې په موخه په نوموړي پوهنتون کې شاملیژي تر څو د عربي ژبې له زده کړې وروسته د عربو او عجمو په ګمراه کولو کې ترې ګټه واخلي.

د نوموړي پوهنتون د عربي څانګې له یوه استاد سره چې غوښتل یې دنده پرېږدي معرفي شوم او د دندې د پرېښودو سبب مې ترې وپوښتل؟ دوی وویل چې زما زده کړیالان دوه ډلې خلک جوړوي،، لومړی پاکستاني شیعه ګان او دوهم هم چینایي سنیان دي، نوموړي استاد زیاته کړه چې یادې ډلې یو د بل په ژبه نه پوهیژي خو دا چې زه دوی دواړو ته عربي ژبه تدریس کوم، نو پاکستاني شیعه ګان زما څخه د عربي ژبې د زده کړې په مټ چینایي سنیانو ته د شیعییزم خرافاتي دعوت ورکوي او د دوی د شیعه توب هڅه کوي نو زه نه غواړم د چا په شیعه توب کې برخه ولرم.

ددې تر څنګ پاکستاني غافلو سنیانو هم د شیعه ګانو له خرافاتي معتقداتو څخه دومره رنګ اخستی چې د باور وړ نه دی. د شیعه ګانو د زیارتونو په لړ کې د مثال په توګه په پلازمینه اسلام اباد کې د “بری امام” زیارت د یادولو وړ دی چې د سنیانو مرجع هم ده، د محرم لس ورځې هلته د تاسوعا او عاشورا، کوتک وهل او سینه ډبول، د خاصو خوړو ویش، د تورو جامو په تن کول او د تعزیت او عزاداری په مجالسو کې ګډون کول هغه بیماري ده چې ددې هېواد سني ټولنو ته یې سرایت کړی دی

د نوموړو لسو ورځو په اوږدو کې په تېره بیا نهمه او لسمه ورځ پاکستان تور لباس په تن کوي، د ساز او سرود اورېدل حرام عمل ګرزي، بې حجابه او بربنډې ښځې پدې ورځو کې حجاب او پرده کوي، په جوماتونو کې د حسین او کربلا خبرې کیژي، ټلویزیونونه له استثنا پرته د عزاداری او تعزیت امیزو پروګرامونو خپرونې کوي. تر ټولو هیښوونکې هم دا چې هغه نغمه او ساز چې د راډیو او ټلویزیون د خبري سرویسونو څخه مخکې غږیژي په نهم او لسم د محرم یې نه خپروي. د ټلویزیون د پردو او بینرونو رنګونه توریژي،،، لنډه دا چې روښانه ورځ په پاکستان کې توره تیاره او غم ګرزي.

په پاکستان کې د سږني کال د محرم په مراسمو کې یوه ډله سنیان د شیعه ګانو له خوا په مزدوری ونیول شول تر څو ځنځیروهل وکړي او د سینو وهلو محفل ګرم وساتي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د خانیوال سیمې یو اوسېدونکی وایي چې د خانیوال په سیمه کې د ډېرو لږو په استثنا چې هدایت یې موندلی دی، نور ټول په ظاهر کې ځانونه سنیان ګڼي خو په عمل او هوډ کې کټ مټ د شیعه ګانو کارونه کوي،، د شیعه ګانو د مراسمو نه انجام یو حرام عمل او لویه ګڼاه ګڼي. د مثال په ډول نوموړي سنیان نر او ښځې نه یوازې چې د شیعه ګانو مجلسونو او مناسبتونو کې برخه اخلي بلکه پخپله هم ورته محافل جوړوي،، سینې ډبوي او ځنځیر وهي تر ټولو بده هم دا چې د صحابه کرامو رضی الله عنهم په اړه شیعه ګانو ته ورته خصمانه عقاید لري، د نوموړي شخص په قول چې د پاکستان لیرې پراته واړه ټول ښارونه همداسې دي.

لدې لیکنې څخه موخه یوازې دا نه ده چې درانه لوستونکي په دې دواړو هیوادونو کې د شیعییزم له خپرېدونکې بیماری څخه خبر کړو، بلکه هدف مو دا دی چې د هغه بې خبرو سنیانو اواز چې هره ورځ شیعه کیژي د باضمیره او ذیعلاقه هغو چارواکو او دعوتګرو غوږ ته ورسوو چې د یادې بیماری د خپرېدونکو طوفاني موجونو په وړاندې د ایستادګی توان لري تر څو خپل بې دفاع وروڼه او خویندې د یاد خرافاتي وحشت له منګولو وژغوري.

د ایران په د ننه کې د تشیع پر ضد مبارزه کوونکي وروڼه او خویندې چې تر بل هر وخت د انټرنیټي پاڼو، ټلویزیوني چینلونو ، غږیزو او چاپیزو خپرونو څخه علاوه له مالي نعمت څخه هم بهرمن دي زما د لیکنې مخاطب دي، دا سمه ده چې دوی د ایراني صفویت په وړاندې د ایران د ننه د جهاد په صف کې ولاړ دي، خو دا صف هجومي صف دی، پدې صف کې دوی ایراني شیعه ګان د دوی له دیني مزخرفاتو او خرافاتو څخه خبروي او سمې لارې ته یې رابلي، خو دا هم باید په پام کې وساتي چې دفاعي جبهه چې د پاملرنې په لحاظ اولویت لري،، هم د دوی بې دریغه پاملرنې او قربانیو ته سترګې په لار ده، که دفاعي جبهې ته اولویت نشي بښلای کم تر کمه دې د خپلې هجومي جبهې سره موازي او مساوي پاملرنه او رسیدګي دې خواته هم واړوي.

د ایراني سنیانو فکري او دعوتي جبهې باید د افغانستان او پاکستان لوري ته هم پام وکړي، دا چې د دعوت هره جبهه خپې ځانګړنې او لولویتونه لري، پدې خاطر باید مستقل پروګرامونه په کار واچول شي، د تشیع پر ضد ایراني جبهې نشي کېدای چې په افغانستان او پاکستان کې کاپي او عملي شي، او نه خو د پاکستان او افغانستان شیعه ضد جبهات په ایران کې کاپي او تطبیقېدای شي، د کلتورونو توپیر د دعوت د نقشو تغیر او توپیر ته اړتیا لري، خو اړین او د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې په افغانستان او پاکستان کې د شیع ګانو پر ضد فکري مبارزه او جبهه نیول که هر څو هم د خورا اهمیت وړ دي خو د ستونزو او ګواښونه له مخې تر ایران د ننه په مراتبو اسانه او موثرې دي، دلته مونږ داسې په خوب ویده دعوتګر لرو چې محض ویښولو ته اړتیا لري، په هر حال دښمن که هر څو هم کم او ضعیف وي باید بشپړ تیاری ورته ونیول شي.

همدارنګه لیکوال هیله څرګندوي چې زما دا غږ او لیکنه به په سیمه او منطقه کې د خمارو او د غفلت په خوب ویدو دعوتګرو او مسوولو لوریو د ویښتابه سبب شي تر څو په نویو حرکاتو او کوښښونو سره د نوي نسل د هدایت، اصلاح، بیداری او هوښیاری په مسیر کې نه ستړې کیدونکې مبارزې ته ملا وتړي او باید پدې پوه شي چې د ایرانیانو ټول اخوندي دعوت او د دوی د فرهنګي او اجرتي لاسپوڅو هلې ځلې د یوه درواغژن سراب په مثال دي چې له حقیقت څخه لیرې څېره به یې ان شاالله ډېر ژر د تاریخ په زړو پاڼو کې تاو راتاور خاورو ته سپارل کیژي، او راتلونکې به د انساني فطرت د غوښتونکي قران کریم دور وي او د تشیع دا ورسته او له عقل او منطق څخه خالي او تهي ونه به یوه ورځ خامخا وچیژي او د خدای ج د دین جنډه به د سیمې او نړی په ګوټ ګوټ کې په رپېدا راځي، خواه که زه او ته یې په دې مسیر کې مرسته وکړو یا یې ونه کړو، ځکه چې د خدای دین کله هم زمونږ او تاسو محتاجه نه دی بلکه مونږ یو چې د خدای ج د فضل او مرحمت محتاج یو، او د شرم او پې درېغه پښېمانی مقام به هغه وخت وي چې د قیامت په ورځ خدای مکړه ټیټ سر خدای ج ته په نه ځواب کې ووایو چې ټولنه د دوزخ په لور په بدعتونو او خرافاتو کې ډوبه وه خو زه په ځان مین او په دنیا کې مشغول وم!!


عادل عادل
24.01.2012

السلام علیکم

محترم ورور موفق افغان صاحب،،، مننه چې د افغانانو په حال یوې ګډې بلا ته مو زمونږ لوستونکو پام کړ.

د عزتمند مومن مهاجر صاحب د پاملرنې وړ!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more