د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په جرمني کې د اسلامي علومو لومړنی پوهنځي پرانستل شو

مساپر
17.01.2012

اسلام علیکم،
د تاند د خبري آژانس په وینا جرمني نن د لومړي ځل لپاره رسماً په پوهنتون کې د اسلامي علومو څانګه پرانسته. په دې پوهنځي کې شپږ دېرش تنو نومونه ثبت کړي دي. د جرمني د لوړو زده کړو وزیرې انیت شیوان د جرمني په جنوب کې په تویبینګین پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل چې دا پوهنځی د جرمني د مسلمانانو د څلور ملیوني ټولنې د مدغم کولو لپاره یو اساسي ګام دی.

مسلمانان د جرمني د ټول نفوس په سلو کې پنځه جوړوي. د دې پوهنځي استادان، چې د لوېدیځ په معیارونو یې لوړې اکاډیمیکي زده کړې کړي، باید د اسلامي مشورتي شورا له لوري تایید شي چې سوچه مسلمانان دي.

د دې پوهنځي محصلانو ته په څلورو کلونو کې لیسانس ورکول کېږي. د تدریس ژبه یې جرمني ده خو عربي ژبه هم پکې لازمي ده. له پوهنځي څخه فارغېدونکي به د جوماتونو د امامانو یا د اسلامي زده کړو د ښوونکو په توګه کار وکړي.

دا نه یواځې د جرمني د مسلمانانو لپاره ډېره ښه کار دي، بلکه د دغه هیواد د ټولو اتباعو لپاره یو ښه او ګټور خدمت دي. ځکه چې دوی کولې شي چې د اسلام د مبارکو ارشاداتو په اړه خپل ځانونه له اصلي منابعو څخه پوه کړي.

زما په ګومان د نړئ اوسنئ حالات او یا ستونځئ چې دي، اکثراً زمونږ د بېسوادی او جهالتونو هینداره ده، او په هراندازه چې مونږ یو بل ته په ښه توګه وو پېږنو په هماغه اندازه یو بل ته همدردي او مرستي ته حاضرشو.

په درناوئ،


رښتینی
18.01.2012

په دي پوهنځي دخوشالي له څرګندولو مخکې باید دا
واضحه کړل شې چې استادانو یې مسلکي زده کړي چیرته
کړې دي هسې نه اسلام ته دخیرپه ځای شر ورسوې :(


M Tahir
22.01.2012

دا خو ډېرلوی او ښۀ کار دی چې پۀ اروپا کې د اسلامي علومو د تدريس او ترويج پۀ برخه کې داسې يو ګام اخيستل کېږي! خو موږ تل پۀ شيدو سوي يو او اوس ځکه هر وخت د مستو پيالې ته هم ور پوکو. پۀ نړۍ کې ډېر داسې مراکز او ادارې شته چې د اسلامي تعليماتو تر سپېڅلي عنوان لاندې ضد اسلامي افکار خپروي او د اهلسنت و الجماعت د عقايدو،افکارو او جذباتو څخه پۀ انحراف سره مسلمان ځوانان، ميرمنې او ماشومان تربيه کوي . پۀ اروپا کې قاديانيان هم مسلمانان بلل کېږي او زښته ډېر امورد قاديانيانو پۀ لاس کې دي چې مهم يې رسنيز او روزنيز مراکز جوړوي!

خو پۀ هر صورت د المان پۀ هيواد کې د دغه اسلامي پوهنځي پيل بايد هيڅکله هم وار له مخه تحقير او تکفير نه کړای شي، او د رښتينې اسلامي ښوونې او روزنې د تفهيم او تعميم لپاره دې يي دعا وشي! دغه راز هغه مسلمانان چې غواړي پۀ دغه او يا هم پۀ دې ډول بل اسلامي مرکز کې تحصيل وکړي، لومړی بايد د ښوونکي پلاوي تعليمي سوابق او ټول اړخيز (ياني د توحيد، رسالت، اخرت صحابيت، امامت، ولايت او امارت پۀ اړه)عقايد ځانته معلوم کړي!

پۀ مينه
ستاسو طاهر


مساپر
25.01.2012

[quote:1f4a3e0d05="M Tahir"]دا خو ډېرلوی او ښۀ کار دی چې پۀ اروپا کې د اسلامي علومو د تدريس او ترويج پۀ برخه کې داسې يو ګام اخيستل کېږي! خو موږ تل پۀ شيدو سوي يو او اوس ځکه هر وخت د مستو پيالې ته هم ور پوکو. پۀ نړۍ کې ډېر داسې مراکز او ادارې شته چې د اسلامي تعليماتو تر سپېڅلي عنوان لاندې ضد اسلامي افکار خپروي او د اهلسنت و الجماعت د عقايدو،افکارو او جذباتو څخه پۀ انحراف سره مسلمان ځوانان، ميرمنې او ماشومان تربيه کوي . پۀ اروپا کې قاديانيان هم مسلمانان بلل کېږي او زښته ډېر امورد قاديانيانو پۀ لاس کې دي چې مهم يې رسنيز او روزنيز مراکز جوړوي!

خو پۀ هر صورت د المان پۀ هيواد کې د دغه اسلامي پوهنځي پيل بايد هيڅکله هم وار له مخه تحقير او تکفير نه کړای شي، او د رښتينې اسلامي ښوونې او روزنې د تفهيم او تعميم لپاره دې يي دعا وشي! دغه راز هغه مسلمانان چې غواړي پۀ دغه او يا هم پۀ دې ډول بل اسلامي مرکز کې تحصيل وکړي، لومړی بايد د ښوونکي پلاوي تعليمي سوابق او ټول اړخيز (ياني د توحيد، رسالت، اخرت صحابيت، امامت، ولايت او امارت پۀ اړه)عقايد ځانته معلوم کړي!

پۀ مينه
ستاسو طاهر[/quote:1f4a3e0d05]

دروند او محترم ورور طاهر صیب، زه بلکل تا سره موافق یم. دا خو ټول هغه حقیقتونه دې چې مونږ باید په ډير احتیاط او پوهې ورته وګورو او یا مطالعه وکړو.
یو وار بیا مننه کوم د ستا د ښکلی څرګندونو څخه.

په درنښت،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more