د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د قطر خبری، د منځني ختیځ حالات او د امریکا بدلیدونکي دریځ!

ahmad bilal
21.01.2012

د قطر خبری، منځني ختیځ حالات او د امریکا بدلیدونکي دریځ!
ټولو د بحث ګډون کوونکیو او کتونکیو ته السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة وړاندې کوم.

د منځني ختیځ حالات او د امریکا بدلیدونکي دریځ :

امریکا په داسې حالاتو کې پر افغانستان هجوم راووړ چې د هغوي په فکر افغانان به نور ستړي وي او هغوي به په آسانه له دغه ځای څخه زمونږ د ستراتیژیکي موقعیت په مرسته خپل پلانونه ترسره کړي خو د هغوي دغه اټکلونه غلط ثابت شول او هغوي دلته د امریکايي تاریخ تر ټولو اوږدۍ مودی جګړه کې ګیره شوه.

سره له دې چې امریکا کې د افغاني جګړۍ په هکله د وګړیو ترمنځ جدي اختلافات د لومړۍ ورځ او یا پس د یو څو کلونو څخه راپیدا شول او لا روان دي او اوس خو ۲۰۱۲ء صدارتي انتخاباتو ته نوماند ران پال هم لومړۍ همدا موخه ده چې د بهرنیو هیوادونو څخه به خپل فوځونه راباسي خو هغه د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ څخه دغه افغاني جګړه یوه غیر قانوني او غیر اخلاقي جګړه بلي.....

سره له دې چې امریکا باندې د نړیوالو پور په ۱۹۹۸ء کې هم پنځه ټریلیون ډالره ول خو دغه افغاني جګړۍ او عراقي جګړۍ تقریباً ځپلې او پورونه یې تقریباً اوسط پیداوار پورې رسیدلې...

خو سره د دغو ټولو مخالفتونو او خنډونو امریکا به دغه جګړه همداسې روانه ساتلې وه!
او په ۲۰۰۹ء کې او ۲۰۱۰ء کې خو یې لا خپل فوځیان هم زیات کړل!!! خو له دغو لسو میاشتو څخه راهیسې د هغوي دریځ کې ناڅاپه بدلون راغې!

د عربي نړۍ د انقلابونو بهار!

تقریباً یو کال او یو څو میاشتې مخکې په تیونس کې د یو امریکايي سیکولار تیونسي خلاف د خلګو لاریونونه پيل کړل شول او ورسره د زین العابدین د صدارتې چوکۍ هم د وګړیو په سونامي طوفان کې نیست و نابوده شوه او د زین العابدین ماته کښتۍ یې د جده تر ساحله پورې په ډیری بی اسری
ورسوله.

له دغه سره دغه د انقلاب بهار پس د جمال ناصر، انور سادات او حسني مبارک د اوږد خزانه په اخوانیانو هم د رایو بارانونه وکړل.

لیبیا څخه یې هم یو سټالین لیری کړ (سټالین یو لقب ده چې لفظي معنی یې د اوسپنۍ څخه جوړ ده او دا لقب جوسف (سټالین) ته د لینن لخوا ورکړل شوی و ځکه هغه څو ځله د سائبریا د جیلونو څخه تښتیدلې و؛ دلته یوازې د لفظي معنی په توګه وکارول شو نه د سټالین سره په مماثلت که څه هم قذافي هم په ظلمونو او دیکتاتورې کې سټالین سره مماثلت لره)

لا دغه برساتي د باران ناوی ته د شیعه ګانو علوي بشار الاسد ټینګ ولاړ ده، خدای خبر چې هغه به ورته ټیګ شي او که دغه تونده څپه به یې د ځان سره وبهوي. خو یوه خبر ضروري ده چې ایران به یې هیڅ کله هم پرینږدوي او ایران به هم دا ځل به نړیوال سیاست کې په قوي دریځ داخلیدونکې روسیه او د امریکا په حصار کې ګیر شوې چین هم خپل دغه ملګرې پس د قذافي سره په شرمناکه انډیوالې باندې په پښیمانتیا پرینږدوي!

امریکا- حالاتو داسې مو حیران کړه لکه زه مو چې حیران کړم!

امریکا هم اوس په یوه داسې ځای کې ولاړه ده که په یوځاې پام کوي نو بل اهم او خپل ځای یې د لاسه وځي او که بل ته پام کوي نو هغه بل یې د لاسه وځي.....

زما په اند امریکا هم د دغو انقلابونو له پیل سره د طالبانو سره خبری پيل کړي ترڅو ځان هغه منځني ختیځ ته اوځګاره کړي ځکه دلته افغانستان کې تر ۱۰ کلونو پورې افغاني مقاومت د هغوي په پلان شوي پلانونو اوبه بهولي دي او دلته پاتې کیدل به ورته هومره ګټه ورنکړي لکه څومره به چې منځني ختیځ کې ورکړي ځکه که دلته یې وګټي نو بیا هم دغه آسیايي سیمه د څلورو پنځو اتومو او اقتصادي قوتونو د سیالۍ ځای ده!!!

بله ستونزه به شاید ورته اسرائیلي لابي جوړ کړای وي چې له دغه ځای څخه پښې سپکې کړي او ځان هغه ځای ته ورسوي چیری به چې خپله اسرائیل ته مشکلات پیدا کیږي او د اسرائیل دفاع خو د امریکایانو د وروستیو شپیتو کلونو څخه د بهرنې چارو بنیادي عنصر ده!

امریکایان به چې د یو بل مشکل سره مخ کیږي هغه په دغه اسلام پاله او عوامي حکومتونو خپل دریځ او خپلې خبری منل دي ځکه دغه خلګ څوګ به چې د رایو په زور راغلې وي هیڅ کله به هم یو داسې پریکړۍ ته حاضر نشي چې د هغوي ملي ګټۍ، او د خلګو د خوښۍ خلاف وي.
په همدای خاطر امریکايي سفیرانو، اسرائیلیانو د امریکا په واسطه او د امریکا پخوانې صدر اعظم کارټر هم د اخواني ورونو سره کتلي چې ورسره د اسرائیل منل او د ناوړه او د تاریخ تور تړون کامب ډیویډ باندې خبری اتری وکړي.... خو هغوي دا معامله که څه هم سخت یې مخالف دي خو بیا هم په بیان کې پارلمان (چې هغوي پکې ۷۰ فیصده دي) او ریفرنډم ته پریښې ده....

او یا شاید هغه د سن زو د مشهور لرغونې نظامي کتاب په اند:
که وخت پيدا کول غواړ ې نو دښمن سره خبری اتری پیل کړه او بیا وروسته چې کله په دغه وخت کې ځان برابر کړی نو په دښمن حمله وکړه!

شاید امریکا هم عارضي وخت غواړي ترڅو خپل پام هغه پلو ته واړوي....

والله اعلم......

اسلامي نړۍ او خاص کر افغانستان ته راتلونکي پنځه کلونه ډیر اهم دي او زمونږ د راتلونکي شل دیرشو کلونو دارومدار او لا شاید زیات په همدغو حالاتو وي، یا الله ته افغان اولس او اسلامي نړۍ په دغه مشکل وخت کې کامیاب کړی (آمین)

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more