د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د تاند ليکنې

ډاکتر څپاند
16.01.2012

تاند(taand.com) چې يوه مشهوره خبري ويبپاڼه ده داسې ليکي:
[quote:9476d1c91e]دافغان انجنیرانو د پنځه زره مترمکعب ګازو څاه فعال کړ[/quote:9476d1c91e]

زما په اند دا يوه ګرامري(ليک دوديزه)تيروتنه ده٠

که جمله په همدې موجود حالت پرېږدو نو :"دافغان انجنیرانو د پنځه زره مترمکعب ګازو [color=white:9476d1c91e]څاه فعال کړ[/color:9476d1c91e]
،پدی ځي کې څا يا څاه مؤنس نوم دې،پس بايد وليکو چې ....څا [color=blue:9476d1c91e]فعاله[/color:9476d1c91e] کړه.

او که دا سرليک له سره سم کړی شي:

[color=green:9476d1c91e]افغان انجنيرانو دپنځه زره متر مکعب ګازو څا فعاله کړه [/color:9476d1c91e]

دمحترمو ژبپوهانو نظر څه دی؟


larghonay laraway
17.01.2012

السلام عليکم!
ډاکټر صيب ستاسو نيوکه سمه ده. يوازې تاند نه بلکې ګڼ ويب سايټونه املايي او انشايي سمونه نه کوي خو چې څه ورشي همغسې يې خپروي. د دې غټ دليل دا دی چې پښتو ويب سايټونه په رضاکاره توګه چلېږي او کوم خاص عايد نه لري. که چېرته دوی عايد ولري نو مديران به ورته وټاکي او دنده به ورکړي چې املايي تېروتنې سمې کړي.
(ډاکټرصيب څپانده تاسو هم بايد مؤنس نه ، بلکې (مؤنث) وليکئ. د عربي کليمو استعمال خو همدا ستونزې پېښوي چې له سړي تېروتنه کېږي که د مؤنث پر ځای دې ښځينه ليکلی وی نو هيڅ ستونزه به نه وه.
مننه
لرغونی لاروی


پتوال
17.01.2012

[quote:02d722d335]د عربي [color=red:02d722d335]کليمو[/color:02d722d335] استعمال خو همدا ستونزې پېښوي چې له سړي تېروتنه کېږي [/quote:02d722d335]بالکل ټيک لاروی صاحب ، لکه تاسو چې د [color=blue:02d722d335]کلِمو[/color:02d722d335] پر ځای تل کل[color=red:02d722d335]ي[/color:02d722d335]مو ليکئ ! :lol: :lol: :lol: :lol:


رښتینی
17.01.2012

پرنیوکو نیوکو ډیر خوند وکړ او که دا لړۍ اوږده ولرو
نو ګومان کوم بالکل دعربي ژبي افغاني ترکیب دی
ځکه ماله عربو دا ترکیب ندی اوریدلی او که کله وایې
هم بالکلیه وایې نوباید بلکل یې ولیکو :) :)


ډاکتر څپاند
17.01.2012

سلامونه،سلامونه
دمزو پسې مزې :D [quote:9852a90cc3]

پرنیوکو نیوکو ډیر خوند وکړ او که دا لړۍ اوږده ولرو
نو ګومان کوم بالکل دعربي ژبي افغاني ترکیب دی
ځکه ماله عربو دا ترکیب ندی اوریدلی او که کله وایې
هم بالکلیه وایې نوباید بلکل یې ولیکو[/quote:9852a90cc3]

پتوال صيب يوه نيوکه کړی وه،نو "پرنيوکو نيوکه" ښه ښکاري٠

او بيا هم د رښتيني صيب د "ی"مشکل :)

٠٠وايې ،نه صيب،تاسو حاظر مخاطب کړی دی،خو داسې بريښ چه مخاطب مو غايب  ول نوبايد ليکل شوي وی چې "وايي"

او لرغوني صيب خو لا پخوا دا سپينه کړې وه چې "کليمه"ئې له پېښور
نه له ځانه سره مله کړې وه٠ :?


رښتینی
18.01.2012

ډاکټر صاحب تاپرتانداوپرتا لرغوني صاحب
په هغه پتوال صاحب نودا ډیره اوږده شوه زه وایم
جمعه به بیځایه نه وې

او یوه دي بله ورپسي وي
چې (حاضر)خلک په ضادباندي لیکینه :)


ډاکتر څپاند
18.01.2012

رښتين صيب سلامونه،
که رښتيا ووايم چې دزړښت يا کمسوادۍ په وجه دا عربي کلمات را نه ګډوډ شي :wink:

خو ستاسو دې کور اباد وي،

او اخرنۍ مصرع دې دا وي
عربخانه کې کمسواده پاتې شوم

او يوه دې بلم ورپسې وي،
دې مساپرو املا ورانه خوند لرينه :)


larghonay laraway
18.01.2012

السلام عليکم!
پتوال صيب باور وکړه چې زه دغه څو کليمې قصدي او شعوري همداسې ليکم او نه پوهېږم چې څومره به منطقي وي خو په پښتو کې (اعراب) نشته چې له همدې وېرې تاسو هم د کليمې (ل) ته (زېر) ورکړی دی.
زه ګمان نه ليکم، ګومان ليکم
ګناه نه ليکم ګوناه ليکم
کلمه نه ليکم، کليمه ليکم
خوا مخوا نه ليکم، خامخا ليکم
چې په دې او ځينو نورو دې ته ورته جملو کې واولونه زياتوم او کوموم څو سم تلفظ شي.
که ډېر ناسم وي نو بيا يې نه لیکم خو چې نظر راکړئ!
په همدې هيله
ستاسو لاروی


پتوال
18.01.2012

[quote:c7f88d3c11="larghonay laraway"]السلام عليکم!
پتوال صيب باور وکړه چې زه دغه څو کليمې قصدي او شعوري همداسې ليکم او نه پوهېږم چې څومره به منطقي وي خو په پښتو کې (اعراب) نشته چې له همدې وېرې تاسو هم د کليمې (ل) ته (زېر) ورکړی دی.
زه ګمان نه ليکم، ګومان ليکم
ګناه نه ليکم ګوناه ليکم
کلمه نه ليکم، کليمه ليکم
خوا مخوا نه ليکم، خامخا ليکم
چې په دې او ځينو نورو دې ته ورته جملو کې واولونه زياتوم او کوموم څو سم تلفظ شي.
که ډېر ناسم وي نو بيا يې نه لیکم خو چې نظر راکړئ!
په همدې هيله
ستاسو لاروی[/quote:c7f88d3c11]
لاروی صاحب سلامونه !
زه څوک او تاسو ته مشوره څوک، خو نظر مې درڅخه نه سپموم :

زه وايم چې د عربي او فارسي مفغن کول بايد خپل حدود وساتي : سخت عربي توري يا مشدَّ دات که مراعات نشي پروا نه لري مثلا ً
مُحَمّد ته مَحمَد ويل يا خوشحالخان ته خوشالخان ويل يا د وختونو په نومونو کې د نماز پېشين په ځای ماسپښين نماز ديګر ته مازديګر يا مازيګر ويل ښه او پر ځای دي ، خو ساده کسره ، فتحه يا ضمه مراعات کول آن بې سوادو ته هم
څه ستونزه نه جوړوي ، که څوک يې وروښيي ويلی يې شي ، خو عادتا يې شايد ونه کلروي ، ولې که باسواده يې عادتا هم په ليک او لوست کې
مراعات کولی شي چې کولی يې شي نو بايد هم مراعات يې کړي : لکه کلِمه نه کليمه ، فِکر نه فيکر، عِلم نه اِلم يا اېلم ، مُجاهد نه مَجايد ، طالب نه تالب
ګناه نه ګونا او داسې نور وليکو، څو ځان په ساده توب =عاميانه توب = عمي توب او امي توب تورن نکړو . والسلام

خو يوه يادونه هم لرم :
په يو بل تړاو مې يو شخصي پيغام هم درليږلی او ځواب ته يې سترګې په لار يم . نو پيغامونه pm دې وګوره !


محمود سعيد
19.01.2012

تاسې ټولو ته د زړه له کومې سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.
په ټول درناوي چې تاسې ته ېې لرم زه هم يو وړانديز لرم. هيله ده تاسې ېې هم په خپلو ليکنو کې په پام کې ونيسئ.
هغه دا چې د پښتو (ی) د سم کارولو تر څنګ د ليکنښو (.-،-:-؟ او نورو) سم کارولو ته هم پام وکړئ.
دا نيمګړتيا زموږ او ستاسې په ډېرو ليکنو کې شته.
په پوره درنښت.
ستاسو کشر


larghonay laraway
19.01.2012

السلام عليکم!
پتواصيب ډېره مننه ما مخکې هم ليکلي وو چې مفغن نه بلکې ځينو کلمو ته په شعوري توګه (واولونه) ورکوم. ما لوستي چې (ی) له دوو کسرو جوړه ده، (و) له دوو ضمو او (الف) له دوو فتحو. نو ځکه مې اعرابو پر ځای (واولز) کارولي دي. خو ښه دا ده چې په راتلونکې کې عربي اسانه تلفظ کيدونکې کلمه په خپل اصلي شکل وليکم. په دې اړه مې مخکې هم همدا نظر ؤ خو (کليمې) ته مې هيڅ پام نه ؤ.
مننه
ستاسو لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more